(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې ژبه ختم شې قوم ورسره ختم شى

 عبدالجباركاكړ

19.01.2014: ژبه د يوه قام پيژندګلوي ده چي ژبه د مينځ څخه ولاړه شې قوم د منځ څخه ولاړشي د تاريخ په اوږدو كښې ډېره قومونه د منځ څخه تللې دي ځكه چي ددوي ژبه ختم شوه ځكه چي هر قام داهڅه كوي چي خپلې قامي ژبې يې وده او پرمختيا وكړي په پښتنو كښې ديوالي لويه يووالي هم ځموږ ګراني پښتو ټينګ ړي دي بيا ځموږ دود او د ستوردي پښتانه ځان ته خپل دود او دستور لري خپله ژبه لري او خپل ټاټوبى لري نو ځكه دوي د دهغه ارزښتونو څخه پيژندل كيږي كه د دهغه درو ارزښتونو څخه پښتو د منځ څخ واستل شې نو بيا به پښتون هر څه دلاسه وركړي بيا پښتو خو د پښتانه د يو بل د پوه كولو نوم نه دي بلكې پښتو ځموږ د ژوند تګ لاره او ځموږ د غيرت نخښه ده دا هم نه ده چي پښتو پښتو د اسلام د چوكاټ څخه وتل دي داسې نه ده پښتو چي په حيث د يوه قام د اسلام سپيڅلي دين او مذهب د خپل كړي نو دوي د اسلام په چوكاټ كښې خپله پښتو وساتله په څه بدلون كولو پښتو او پښتونولي ته يې دوام وركړي ولي چي پخوا هم د پښتو دود دستور په انسانيت ولاړوو او نن هم چي كله چاته څوك وائي چي فلانكي پښتون دي نو ددي هرومرو مطلب دادي چي نوموړي مسلمان هم دي او پښتون هم دي ځكه د پښتو پښتون په منځ كښې هيڅ توپير نه شته خو دا بيله خبره ده چي پښتنو د نورو دودونو او كلتورو څه رواجونه د خپل دود برخه جوړه كړي وى.

د وړاندي خبرو څخه دا څرګنده ده كه موږ خپله پښتو ژوندي وساتونو به نه يواځي خپل پښتون قام پښتون ژوندي پاته وساتو خو د بده مرغه نن لكه پښتون چي نړۍ والو په كومه جګړه كښې راګير كړي داسې پښتو هم په ډول ډول لارو راګير كړي ده نو د دهغه ناخوالو څخه د پښتو او پښتون ځغورل د هر پښتانه دنده او مسئوليت جوړيږي نن چي د نړۍ د رسېنو او ميډيا د لارې كوم يلغار شوي دي ځموږ مسئوليت او دنده نوره هم زياتيږي نن چي د نړۍ والو ټيلى ويژنونو او نورو لارو كومي خپروني كيږي او دهغه پروګرامونه ځموږ په كوټه او حجره راننوتي دي چي نه يواځي ځموږ اسلامي ارزښتونو ته زيان رسوي بلكې د پښتون و دود او دستور او ژبى ته هم زياته رسوي خو ددي د مخ نوي يواځني لاره داده چي موږ هم داسې ټيلې ويژني خپروني ولرو او خپلو ژبو ته وده وركړو او داسې پروګرامونه وړاندي كړو چي هغه د اسلام او د پښتنو د دود او دستور په چوكاټ كښې وې چي ولس د نورو بې پردي او عياشې پروګرامو په ځائي خپل سپيڅلي دود او كلتور ته ارزښت وركړي ځموږ پښتو او د پښتنو دود او كلتور دومره د مغزن او پياوړي دي چي د امريكا اروپا او نورو غير اسلامي كلتورونه يې سيالي نه شې كولي خو دا بيله خبره ده چي امريكايانو اروپايانو و خپلو ژبو او كلتورو ته وده وركړي ده موږ نه و خپلې ژبى او دود ته وده نه د وركړي بلكې د خپلې ژبى او كلتور او دود څخه بيګانه شوي يو خپل ښه وياړ موږ اير كړي دي او د نورو بې شرمه عادتونه ګورو او كه دا حال وو نو را روان كهول په خپل پښتني او اسلامي ارزښتونه خپل كړي او خپل به هر څه اير كړي كه د اسلام په رڼا كښې ورته و كورو يا پښتون په نظرو دهغه باندنيو خپرونو ته و ګورونو كوم مسلمان يا پښتون يوه ښځه دومره لوڅه او په بې پردګي كښې ليدل غواړي اسلام چي يو نړۍ وال دين مذهب او د ژوند لارده هغه د هر چا كه هغه ښځه وي كه نر خپل ځائي ورته ټاكلي دي اوس هم ډېر مسلمانان او پښتانه د اسلام هغه دود او دستور په ځائي ساتلي او په هغه عمل كوي خو لكه وړاندي چي وويل شول كه موږ خپل سپيڅلي دين او دستور ژوندي غواړونو په كارد چي خپل دهغه ارزښتونه ژوندي وساتو وده وركړو او هغه غير اسلامي دودو او كلتورو مخ نوي وكړو چي په ټوله اسلامي نړۍ او پښتنو يې يلغر كړي دي.

دلته پوښتنه دا كيږي چي ولي دهغه غير اسلامي دود او كلتور په دومره لويه كچه په اسلامي نړۍ يلغر وكړي..؟ ددي لوئي علت دادي چي موږ خپله د ځان سره دا هر څه كړي دي چي موږ خپل ارزښتونه لكه ژبه او دود ايله كړي او د نورو ته هوسيږو ددي سره سره چي موږ په دي خبر يو چي ددوي هر څه د اسلام په ضد دي او ددي غواړي چي موږ په خپل رنګ ورلګوي او د خپل سپيڅلي دين اسلام څخه مي ليري كړي چي د هر څه ځموږ د حكمرانانو دلاسه ده چي دوي خپل ولسونه د خپل دود او ژبو څخه ليري كړو او دا هڅه يې وكړه چي د غرب ژبه او دودوكلتور په موږ وتپي نن هم كه څوك لږ فكر وكړي نو دا هر څه به ورته څرګنده شې نن ځموږ هر سړي په دي هڅه كښې دي چي خپل ماشوم د انګريزي ښوونځي او سكول پوري ورسوي چي انګريزي ژبه زده كړي خو دوي كله هم ودي رښتيا او حقيقت ته غاړه نه ايږدي چي يوه ماشوم ته په لومړيو زده كړو كښې په خپله مورني ژبه زده كړي وركول دومره ضروري او اړينه ده لكه زرغنو غمو ته چي د باران او اوبو اړتيا وي دا زه نه وايم دا د نړۍ د تعليم او زده كړو لوئي لوئي پوهانو داخبره په تحقيق او چيړنه رسولي ده او بيا د نفسياتو ياروحي ډاكټران د خبره په كلكه كوي چي يوه ماشوم ته لومړى زده كړي پخپله مورني ژبه وركول ډېر اړين او ضروري دي خو ځموږ حكومت ددي منل شوو حقيقتو څخه نه يواځي سرغړونه ګوري بلكې ددي مخ نوي د بېلو بېلو لارو كوي د ماشومانو و مشرانو ته داخبره په غوږ كښې اچولي ده چي مورني ژبه و يوه ماشوم ته هيڅ نه وركوي آن دا چي نوكري او روزګار هم نه شې ترلاسه كوي داسي نا پوه او كندذهين حكمرانه ټوله چا ليدلي دي مورنى ژبه په لومړيو ټولګيو او جماتو كښې و ماشوم ته ددي كبله ضروري ګڼل شوي دي چي ماشوم بيله د مورني ژبى په بل هيڅ شې نه پوهيږي كه دي لومړى زده كړي په خپله مورني ژبه پيل كړي يو خو به د ماشوم د زده كړو سره مينه پيدا شې بل دا چې دده دماغ او مغزه به خلاص شې او بيا چي څو ټولګي يې په مورني ژبى ولوستل بيا د هغه ماشوم چي اوس څه غټ شوي وي بيا كه هغه اردو ژبه وائي كه انګريزي يا عربي وائي يو ډول قدغن يا بنديځ په لوستونكي نه شته موږ پښتانه چي د بده مرغه خوار خلګه يو او زياتره دوړو كوالي په وخت كښې ودي ته اړكيږو چي الك د ښوونځي څخه راوباسو چي كورنيو ته څه ګټه راوړي چي بشريت ددي اجازه نه وركوي خو مجبوري په سړى هر څه كوي كه داسې الك درې څلور كاله هم په خپله مورني ژبه لومړى زده كړى كړى وي هغه كولي شي چي يوه لوستلي او باسواده ځوان وګرځي كه دي د پښتو ورځپاڼه او مجله او كتاب لوستلو ته دوام وركړي خو په غير مورني ژبه يې زده كړى كړي وي يوه ګټه نه شې ترلاسه كولي هم دهغه اروپا امريكا كه موږ و دوي ته ووايو چي ماشوم ته دي د مورني ژبى په ځائي په بله ژبه دي ماشوم ته زده كړي وركړي نو هغه به و داسې چاته ليونى بلكې ځينې به جګړه هم ورسره وكړي خو ځموږ حكمرانان دي چي د مورني ژبى په ځائي و انګريزي ژبى ته لاره هواروي وده وركوي په د ځائي دوي اسلام هم وشاته كړي او بشري غوښتنه هم تر پښو لاندي كړى.

دهغه حكمرانان يواځي دهغه غير بشري عمل نه كوي بلكې تور هم داسې كارونه كوي چي په دي ملك كښې پراته قامونه د خپلې ژبى د خپل دود او كلتور څخه بيګانه كړي او د لويديځ و ژبو او كلتور او دودونو ته ور پوري وهي او په هغه لاره روان دي چي دوي پيړي انګريزانو و دهغه غلام قامو دپاره ټاكلي وه او بيا نن موږ د ګيلي كوو چي نوي نسل بې لاري شوي دي اخلاق يې دلاسه وركړي دي دروغ دهوكا فريب او بې باوري او نور ډېر بدعدتونه يې خپل كړي دي او ددي د څنګه دهغه حكمرانان او د مدني ټولني استاځي داخبره كوي چي لويديځ يا غرب يا هند په موږ باندي د دوي او كلتوري يرغل كړي دي او موږ ته ددي مخ نوي په كاردي خو و ځان ته دهغه حكمرانان ولې ګوته نه غزوي چي دا خو هم ځموږ تګ لاره او پاليسي ده چي د انګريزانو په ميراث كښې راپاته شوي او موږ يې مجبوره كړي يو.. (نوربيا)

- بېرته شاته