(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو د شعر ژبه

پښتو د شعر ژبه ده. هغه څوک چې دغه ټکي ته اول ځير شوې هغه شاید شاعر پیر محمد کاروان وي چي دغه مفهوم يې د پښتو تر عنوان لاندي په دغه شعر کې انځور کړیدی

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده ډول سره چې غبرګه شي ګډا، ګډا ګډا شي نو چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي چيغه شي، ټپه په خوبولي شومه دم کې شي ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده وايې مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده د سندرو له دريابه ده ښکاري راوتلې ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

دغه شعر هم دپښتو دډيرو نورو شعرونو په شان پر مينې څرخيږي ، خو دکاروان مينه له له پښتو سره ده . دليل به يې هم داوي چې دا په اصل کې پښتو ده چې هغه ته يې ددې توان ورکړی چې دغسې وغږيږي پښتو په واقع کې هرپښتون او هرې پښتنې ته چې هغه يې له اول نه خپله کړې وي دشاعر کيدو توان ورکوي . له همدې امله به وي چې ويل کيږي هرپښتون په ځوانۍ کې شاعروي. لنډۍ چې پښتو يې شايد بې جوړې ژبه ګرزولې وي په شاعر کيدلو کې اساسي ونډه لري . هر هغه چاچې دلومړي ځل دپاره دلنډۍ فارمول ايستلی دنورو له پاره يې دشاعر کيدو ور پرانيستلې دی. له همدې امله ده چې نن ورځ لنډۍ داسمان دستورو په شان بې شماره دي. دغسې پښتانه به اوس دګوتو په شماروي چې په ځوانۍ کې يې لنډۍ او دنامتو سندرغاړي سيد علم په شان « يکه زار » په جګ آواز نه وي ويلي . لنډۍ زياتره دمينې په اړه دي او مينه خو هغه جذبه ده چې بې له هغې نه ژوند پيکه وي. دمينې کومه لنډۍ چې ما د لومړي ځل د پاره په لغمان کې اوريدلې شايد داوي : پاس په اسمان کې ګړه زهار شو چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه دلوړ تخيل لنډۍ هم په پښتو کې لږې نه دي چې دغه دوه يې دپښتنو دګوګوش شکيلا ناز هستوونکي آواز کې سره غبرګې شوي : دجانان سترګې مې ياديږي په خوب کې وينم چې ګيلې راته کوينه دابله لنډۍ يې سوچه مبالغه ده خو له لوړ تخيل نه پکې کار اخيستل شوی دی : دپسرلي علامې راغلې په هره پوله کې بنګړي مات شوي دينه لنډۍ مونږ ته داهم ښيي چې پښتو د ولس ملګرې ده او له دربار سره يې جوړه نه ده . له دې امله به وي چې په پښتو کې غوړه مالي ځای نه لري. دملنګ جان په ترانو کې چې که څه هم دي دربار ته منلی و. د غوړه مالۍ څرک نه شته ، داځکه چې دملنګ جان مينه له ولس سره ، له پښتونستان سره او له پښتو سره وه . داسې هم په بلې سطح کې وتلي شاعران عبدالروف بينوا او ګل پاچا الفت در واخلئ چې که څه هم لوړو رسمي مقامونو ته رسيدلي وو، غوړه مالي يې نه ده کړې او انتبا هي ، اجتماعي او انتقادي شعرونه يې ويلي دي. له همدی امله به وي چې هيڅ پښتون شاعر تر اوسه دملک الشعرا په لقب نه دي وياړل شوي ، خو دپښتنو حتی لوی شا عران هم په لاپو وهلو کې شايد جوړه ونه لري. ددوی دغه احساس شايد له ولس سره د دوی د نږدې والي له امله وي . امير کروړ ته غوږ شئ. زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نه سته په هندو سند و پر تخار او پر کابل نه سته خوشحال خټک چې دنړۍ په کچه شاعر تير شوی، هم په دې بر خه کې چوپ نه دی پاتې. دافغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالی دزمانې خوشال خټک يم رحمان بابا سره له دې چې يو صوفي او اخلاقي شاعر و هم لاپې وهلې . دده دغه لاپه بربنډه او زيږه ده خوشالا او دولتا مې غلامان دي زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم . يادښت : دغه ليکنه ما دامريکې دکلفورنيا ايالت په فريمان کې په هغې مشاعرې کې لوستلې وه چې دافغان کلتوري ټو لنې له خوا دمارچ په مياشت کې دافغانستان دنوي کال په مناسبت شوې وه . افغان کلتوري ټولنه هرکال دننګرهار دنارنج ګل په څير دمشاعرې دغسې غونډې کوي ...دعوت (بلنه) Pakhto de Sher Zaba By: Prof. Dr. Mohammad Hasan Kakar 02.03.2008 - بېرته شاته