(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد استاد اولمیر زموږ د هیواد ویاړلې...

ارواښاد استاد اولمیر زموږ د هیواد ویاړلې اوبرمیاله هنري څیره
په یوه ټولنه کې هنر دانسانانو د ارتباط وسیله ده، چې هدف او موخه یې د انسانانو راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را بیداروي.
هنرمند د خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په مبتکرانه ډول نورو ته بیان اوانتقالوي . په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي لکه : د ښکلا او ښکلا پیژندنې هنر،دموسیقي هنر، د انځوریز هنر، دخطاطي هنر، دنقاشي هنر، دلیکنې هنر، د نڅا هنر، دتیاترهنر، د ډبرلیکنو هنر، د فلم او سینما هنر او داسی نور په زړه پورې حرکتونه د هنرونو په مکتب کې موجود دي. دموسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانوته ورپه برخه کړې دی. لکه څرنګه چې لیدل کیږي دا هنرهم لکه دشعر هنریوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.
ههمداخبره ده چې زموږ زیاتره هنرمندان د خپلو په زړه پوري اوښکلي آوازونو په وسیله د موسیقې سره یوځای د شعرونو ګلدستی په ډیر ښکلي کمپوزونو کې خپلی ټولنې او خپلومینه والو ته وړاندې کړې دي.
زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان او هنرمندان راټوکیدلي وو او دي، یو له دی نامتو استادانو نه، وتلې او خوږ غږ لرونکې هنرمند خدای بخښلې استاد اولمیر دی
استاداولمیرزموږ دموسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری اوپه کلونوکلونودبزمونومشال ؤ.
استاد اولمیر یو په زړه پورې آواز لري، چې د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی 
شخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو دده تل پاتی غږاو هنر د خلکو په زړونو کې ځای لري. ده خپل آهنګونه او سندرې په ډیر عالي کچه ویلې دي او په عالي قالبونوکې یې ځای په ځای کړې دي . همدا سبب هم دی چې تر ننه پورې د ده آواز د خلکو په ذهن او زړونو کې ژوندی پاتی دی. د ده ټولې سندرې اوکمپوزونه د ستاینې او قدر وړدي.
ما د استاد اولمیر یوه بله ښکلې او په زړه پورې سندره د کلیپ په شکل ترتیب کړې ده، ستاسو دادب او موسیقي مینه والو ته یې وړاندې کوم.هیله من یم چې ستاسوتنده پرې ماته شي .
په درنښت او ادبي مینه :انجنیرعبدالقادرمسعود

https://www.facebook.com/photo.php?v=470741086364581&set=vb.100002860802660&type=2&theater

- بېرته شاته