(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځموږ تاريخ موږ ته څه راښائي

محمد نعيم كاكړ

08.01.2014: كله چي شور وي روس په تيري پيړي كښې چي دپيړي وروستي كلونه وو ړنګ شو نو امريكا او د هغه ملګرو چي په سر كښې برتانيه وه داو انګبرله چي اوس نړۍ د دوي شوه او د دوي په خوښه به روانه وي نو ځكه دهري لوري دوي هلي ځلي پيل كړي په دهغه وروستيو كلو كښې يو كتاب چي نوم يې ځما په اند فكري مغالطي وي چاپ شو دهغه كتاب كه څه هم ډېر غټ وو خو په دي كتاب كښې داسي بحث شوي وو چي د څه مطلب و لاس ته دراړولو يه ځائي په كتاب كښې داسي هڅه شوي وي چي لوستونكي سوچ او فكرور ګډوډ(CONFUSE) كړي زه چي د نن حالاتو ګورم نو داسي راته ښكاري چي نن دهغه زور ځواكو هم داسي حالات جوړ كړي دي چي هر څه يې سره ګډوډ كړي. په زياته بيا ځموږ په دي سيمه كښې چي پښتون افغان ټاټوبى دي چي دهه ژوندي بيلګه دافغانستان د اوسني حكومت او ددي دڅنګه دطالبانو غورځنګ دي چي چاته نه څرګثديږي چي څوك د چا سره ولاړ دي او څوك څوك لو بوي او د څه دپاره يې لوبوي ځكه چي په رسنېو كښې موږ ګورو چي ډېر خلګه د حامدكرزئي په چلن كلكي نيوكي كوي او ډېرو بيا طالبان په مخه كړي دي نز دي دولس كاله كيږي چي دنيمي نړۍ زورځواكى وافغانستان ته دسولي دټينګولو په پلمه راغلي دي خو تراوسه په داخاوره باندي سوله نه د راغلي بلكي دا ويل كيږي چي د پښتنو افغانو د منځ څخه دوړولو دپاره به دهغه د ورور وژني جګړه نوره هم دوام و لري څه ټاكل وخت نه دي ښكاره داسي نوري ډېري خبري او ثبوتونه دي چي وړاندي كيدلي شي خو د ټولو دلته ذكرنه شي كيدي ولي چي دمطلب خبري به پاته شي خو پوهان او زيرك لوستلي په دي ټوله لوبه پوهيږي او ليك هم باندي كوي خو يو ځانګړي نظر تراوسه ځموږ دهغه پوهانونه دي تراوسه يو كړي نه دي چي په دي وخت كښې اړتيانه يو داسي پوه او دټاټوبى رښتني سياسي خادم او چوپړوهونكي راوتلي دي ته يو ډله ددي دومره لوئي ولس څخه را وتلي دي چي هغه ودي ځپل شوي قام ته داخلاصون يو لاره په عملى ډول وړاندي كړي او قام باندي را ټول كړي ځكه چي دمشري دعويدارانو په دهغه سخت وخت خپله دنده دلاسه وركړي ده ځكه چي يو تشه او خلارامنځ ته شوي ده كه دهغه تشه ژر تر ژره ډكه نه شي نو نوري ناخوالي به ځموږ په برخه وي چي پښتانه افغانانو سره به هغه څه كيږي چي دتيرو پنځه ديش كلو په ځانګړي ډول ددي دولس كلو څخه را روان دي.

دلته په كار دي چي موږ څو خبري دتاريخ څخه راواخلو د زور ځواكو استلعمار چيانو رښتني ځهره وپيژنو ځموږ دټاټوبى جغرافيائي ارزښت په نظر كښې وساټو ځموږ دځينو پخوا نبوتش په نامه كړني داوسنيو سره پرتله كړو ددي سرشندونكي ولس ذهني سو يه دنړۍ او دسيمي د حالاتو سره سم دولس وهيلو او غوښتنو سره سم چي نور ډېر څه شته هغه هم د نظرونه غورځوو لكه دوي پيړي دمخه چي ځموږ قام او ټاټوبى دكوموناخوالو سره مخامخ وو هغه ته ورته حالات نن هم موږ راګير كړي يو كه څه هم په دهغه دوو پيريو كښې په ټوله نړۍ په زياته بياځموږ په خاوره او قام ډيري ناخوالي او بدي ورځي تيري شوي دي چي ددي يو مطلب دا راؤي چي موږ په حيث ديوه قام دخپل تاريخ څخه څه نه دي زده كړي پښتانه وائي كه يو وار چاتيراستي نودي دي خدائي خوار كړي كه دويم وار د هوكا كړي بيادي دي خدائي خوار كړي او كه دريم وار تيراستي نو تادي خدائي خوار كړي موږ ځكه خوار او زار يو چي موږ هر وخت تيروتنه كړي ده دچاڅخه مو كړي ده ولي مي كړي ده؟ تر كله به كوو په دي باندي كله په حيث ديوه قام موږ سوچ نه دي كړي نه موږ دهغه دلستوڼو دمارانو سرو نه غوڅ كړي دي چي هميش يې دنورو دپاره خپل ولس او ټاټوبى وا ورته غور ځولي دي يا هغه چا څخه موږ پوښتنه كله نه دكړي چي دبدي په وخت ځان ناخبره ساتي خوچي خوشحالي ورځي خاوند هم وي وغيره وغيره نن چي ځموږ پ ټاټوبى او ولس څه تيريږي په هغه څوك نه دي خبر نن لكه نوره نړۍ چي ځان اچولي دي مشرانو هم غوږ كن سترګي پټي كړي دي داسي څوك نه شته چي هغه وقام ته داوښائي چي دهغه ناورين ولي په موږ جوړ دي څه دپاره او چاجوړ كړي دي؟ او ددي مخ نوي به څنګه په ګډه كيږي؟

د زور ځواكو او استعمار نه په لو زباور كيږي نه د دوي په دوستي ملګري او دښمني بايد څوك باور وكړي هر څوك زور ځواك چي د زور نشئه يې په مخه واخلي بيانو هغه وړوكي ملكوته تر پښو لاندي كول څه هارنه ګڼي ولي چي د دوي په مخ كښې نړۍ واله تګ لاره او قانون اصول څه ارزښت نه لري كه ولسمشر حامدكرزئي لكه څنګه چي خبره كوي چي ځمادا داغوښتني دي ومني نوبه لوزنامه لاس ليك كوم د حامدكرزئي داغوښتنه دسره څخه بيځايه او عبث ده دهغه زور ځواكو په دا دولس كلو كښې په شوي لوزناموكله عمل كړي دي او بيا كه د دوي داغوښتني ومنل هم شي څوك داباور وركوي چي په شوو لوزونو به دوي عمل كوي ولي چي د زورواكو په خمير كښې داسي څه نه شته ولسمشر كرزي تر ټولولو لويه تيروتنه دا ده چي دوي خپل ولس په ځان نه كړي را ټول كه ولس په دوي چاپيروي نو به دهغه من ماني دهغه راغلونه كولۍ خو طالبان دي هم په دي نه خوشحاله كيږي چي په حامدكرزي افغان ولس نه دي راټول نو به ارومرو ځموږ ملګر وي خو خبره داسي نه ده ولي چي اوس هر څوك په لويه پوه شوي دي او هره څهره څرګنده شوي ده چي دا ځان ته يو بحث دي.

لكه وړاندي چي وويل شول چي دافغانستان نني حالات دوي پيړي (۱۸۴۰ء) ته ورته دي چي كله انګريزانو داهڅه وكړه چي دافغانستان خاوره په دا ډول تر خپل واك لاندي راولي چي افغانانو ته داباور وركړي چي دا هر څه چي دوي كوي هغه دافغانانو دګټي دپاره كوي نو ځكه دوي شاشجاع رامخ ته كړي چي دا دافغانستان دتخت رښتني وارث دي شاشحاع چي په عمل او كړو وړويې موږ خبريو دانګريزانو سره هره هغه خبره ومنله چي افغانستان په زيان خو دبرتايني په ګډه وه دوي غوستو چي شاشجاع به په نامه پاچاوي چي افغانان په وغوسږي خو واك او اخيتار به دانګريزانو وي انګريزانو ددي دمخه د پښتنو افغانانو ومشرانو خانونو پيرانو ديني علماؤ او مخور ته ډېر روپى بډي وركړي او ډېر لاس پوځي د ځان ملګري كړو شاه شجاع دخپلوپو خونونو په بدرګه كښې و كابل ته د باچاپه حيث روان كړي وافغان مشر تابه او ولس ته يې دا باور وركړي چي دوي به نو موړي پاچا په تخت كښينوي بيا به بيرته خپل ځواكونه دافغانستان څخه راباسي وشاشجاع سره يې هم داسي لوز نامه كړي وه او بله داپلمه يې جوړه كړه چي په افغانستان كښې دا وخت ګډوډي ده دوي به دهغه ګډوډي هم ختم كوي او دافغان ولس دښيګڼي كارونه به هم كوي دافغانستان دوخت اميران لكه امير دوست محمدخان چي ملك يې دولس او دمشرانو په مرسته خوندي كړي وو د دوي څخه هغه ټول افغان مشران بيل شول ولي چي دوي ته انګريزانو ددمخه څخه بډي وركړي وي او دباور يې وركړي وو چي دوي شاه شجاع دافغانستان پاچاجوړ وي د كابل په تخت يې كښينوي بيا دوي بيرته وهندته ستانه كيږي انګريزانو دافغان مشرتابه په ملګري باندي كښيناوي خو واك او اختيار يې په خپل لاس كښې وساتي او هغه چا چي ددي سره مخالفت كاوي هغه نيول او و هندته دبندي په حيث ليږل آن دا چي جا دشاه شجاع دباچاپه جوړولو كښې دانګريزانو مرسته وكړه هغه يې هم په يوه او بله پلمه ونيول او هندته دبندي په حيث واستول ددي دسيسى دپاره چي دوي كوم مخور د ځان ملګري كړي او په تمه كښې ساتلي وو چي كله د دوي څخه كار واخستي نوټولو ته جواب وركړي چي موږ خو يو ډول لوز د تاسو سره نه وو كړي پخپله دشاه شجاع سره څه وكړو هغه تاسو په تاريخ كښې لوستي شوي شاه ديوه بت وارو ناست وو او پخپله په وارو وارو داخبره كوله چي دي پاچانه بلكي يو غلام دي چي په خپله خوښه ولاړيدي نه شي وا او اختيار خو په خپل ځائي وو انګريزانو چي په خپل ځواك او زور وياړ كاوي او ځان ته يوه پريكړه كړي وه افغانانو د دوي سره څه وكړه دا يو لوئي درس وو چي دوي بايد اخستي وي خو زور ځواكه كله خپل غرور څخه لاس په سركيږي او دهغه وخته څخه نيولي تر نن پوري انګريزانو پښتانه په كراره نه دي پريښودلي نن هم دهغه اور د دوي دلاس په سرشوي نه دي څومره زيان پښتون افغان ته رسيږي اوس يې هم رسوي تر دي نوره دښمنى لا څه چي دپښتانه افغان په وجود يې توره كښې كړه اوس هم دهغه وجود پاته ساتل غواړي دهغه زور ځواكه به څنګه دبشر د حقوقو درناوي وكړي په لوزنامي به عمل وكړي ولسونه به سوكاله كړي.

دكله څخه چي د پښتون وجود دوه ځايه شوي دي بيا يې روغه ورځ نه دليدل او د دا اوسنيو ناخوالو تر ټولو لوئى علت هم دا دي چي موږ دويري د خپل وجود د يو كولو لو ږغ نه شو پورته كوي د كله څخه چي دهغه فرنګي ودي سيمي ته رالويدلي دي دهغه ورځي بيا تر نن پوري دوغه ورځ پوري نه دليدلي فرنګى تللي نه دي بلكي په سيمه كښې پاته دي خو په مخ يې بل مخ نښلولي دي.

هم پخوا پښتون افغان څخه لوئي تيروتني شوي وي هم اوس ځيني كيږي څوك چي دنورو په زور ځان د رول غواړي په زياته بياد زور ځواكو په بسياكيو ولاړيږي هغه هم داسي ډلونه خوري لكه پښتانه افغانان چي خوري لومړي تيروتنه هغه وخت وشوه چي د تور دبدلون هڅه وكړه او بيايې سري لښكري دبدلون داستالو دپاره راوغوښتي بيا دبوڼ په لو زنامه كښې چي اوسني حكومت پ وجود كښې راغلي چي په زور ځواكو يې باور وكړي او د دوي فطرتي كردار يې ځان پوه نه كړي دويمه تيروتنه چي په داپنځه ديش كلو وشوه چي طالبانو ځان په دي پوه نه كړي چي داجګړه دچاده او دڅه دپاره يې د دوي په زور كوي؟ ددي ټولو ناخوالو يواځني لاره دا ده چي د دواړه ځواكونه دنوره په بيساكي څخه كارونه خلي بلكي خپل ولس ځان ملګري كړي او يو داسي لاره په داسي جرګه كښې غوره كړي چي په هغه كښې دتولو خلاضون په كښې وي كه دا ټول هر ځائي پراته دي ځكه دا د ټول پښتون افغان ناورين دي چي ځموږ په كور كښې غورولي دي كه په دي څوك خوشحاله كيږي كه خو ابدي كيږي او هغه څوك چي ځموږ ټاتوبى يې دا ور ډګر جوړ كړي دي هغه دي دشاشجاع دوخت ولولي او دموږ څخه دي دغلامي په ځائي دملګري په ستركه وګوري هم دهغه نړۍ وال اصول دي.

- بېرته شاته