(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ۲۰۱۴کې دغني خان د زوکړې سل کاله پوره کېږي

لیک: خان زمان کاکړ  ،کوټه سهیلي پښتونخوا
04.01.2014 Saturdayمرغومی 1392

"په ۲۰۱۴م کال کې د غني خان د زوکړې سل کاله پوره کېږي. ۲۰۱۴م کال دې د غني خان په نوم ونومول شي. موږ به د هغه د زوکړې د سلمې کليزې جشن په ملي او بين المللي کچه لمانځو. يو لړ پروګرامونه لرو. د غني خان خپل آثار او پر هغه ليکل شوي کتابونه او مقالې به خپرو، نندارتونونه به جوړو، غونډې او د ټنګ ټکور محفلونه به کوو."

دا اعلان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د پښتو ژبې لوی شاعر رحمت شاه سايل د يو شمېر شاعرانو ليکوالانو او مدني ټولنې د غړو په ملتيا په پېښور کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وکړ.

څوک به ۲۰۱۴م کال د غني خان په نامه نوموي؟ دا غوښتنه له رياست څخه کېدی شوه خو له بده مرغه غني خان په داسې وخت کې سل کلن کېږي چې لا پښتانه د رياست په نوم د يوې فعالې ادارې له لرلو بې برخې دي يا لږ تر لږه د ډيورنډ د کرښې دې غاړې ته د پرتو پښتنو او پردي رياست له يو او بل سره څه داسې تړون نه جوړېږي چې پښتانه اتلان دې پکې په دولتي کچه ولمانځل شي.
د دې تعلق اندازه له دې لګولی شئ چې په پښتونخوا کې اوسني ايالتي حکومت له درسي نصاب څخه د غني خان په هکله د شامل مضمون د ايستلو اراده څرګنده کړې او دا يې متنازعه مواد ګڼلي، يوازې غني خان نه بلکې د هغه لوی پلار باچا خان يې هم متنازعه ګڼلی.
د دې "تنازعې" ډېر زړه لړزونکي شکلونه پاتې شوي، يوازې په تاريخ کې يې زموږ څېرې مسخ نه کړې بلکې په تاريخ کې يې زموږ له ککريو منارې هم ودرولې.
غني خان او د هغه لوی پلار د پښتنو له ککريو منارې جوړېدل نه شوای لېدی.هغوی د پښتنو ککرۍ په علم، شعور، ورورولۍ، انساندوستۍ او روښانفکرۍ منورې غوښتې، په وطن کې د امن، ترقۍ، خوشالۍ او آبادۍ مُنارې يې غوښتې.
د غني خان د زوکړې د سل کلن جشن په حواله د افغان دولت د فرهنګ وزارت له معين او ځينو نورو متعلقه کسانو سره د پښتونخوا د ليکوالانو او مدني ټولنې د غړو يو پلاوي ليدنه کړې او ترې غوښتي يې دي چې بايد ۲۰۱۴م کال په دولتي کچه د غني خان په نوم ونوموي.

"پښتو شاعري کې د هئيت، ماهيت، موادو او موضوعاتو په حواله غني خان دومره غني ثابت شو چې په ټول پښتو ادب کې سړی ويلی شي چې که چا له خوشال بابا وروسته بېخي يوه بدله لار ونيوه نو هغه غني خان و."
علمي سمينارونه ترتيب کړي او ځينې کتابونه خپاره کړي او هغوی ورسره ژمنه کړې. پکار ده چې دې ژمنې ته په زغرده عملي جامه واغوستل شي ځکه چې غني خان د افغانستان يو لوی ملي وياړ دی.
غني خان يوازې د يو لوی پلار زوی او د يو لوی سياسي قامي نهضت فعال غړی نه و بلکې د يو داسې لوی هنري او فکري استعداد څښتن هم و چې ځان ته په خپله يو لوی شناخت دی.
په خپله يوه حواله ده، د تاريخ يو قوي ماخذ دی، هغه لکه خپل لوی پلار پر جوړو لارو سفر نه کاوه بلکې ځان ته يې خپله لاره جوړه کړې وه.
په پښتو شاعري کې د هئيت، ماهيت، موادو او موضوعاتو په حواله غني خان دومره غني ثابت شو چې په ټول پښتو ادب کې سړی ويلی شي چې که چا له خوشال بابا وروسته بېخي يوه بدله لار ونيوه نو هغه غني خان و.
په داسې دور کې چې د ځانګړو سياسي حالاتو په سبب، د خدايي خدمتګار نهضت او نورو فکري مېلاناتو په بهير کې، په پښتو ادبياتو کې يو ډول حاوي فکري التزام انکشاف کاوه.
غني خان په هغه بهير کې هم اکثر داسې څه ویلي چې د هغه هم عصرو نه دي ویلي.
د خدايي خدمتګارۍ په مرکز کې د اوسېدنې او روزنې سربېره، د يو ډېر فعال سياسي ژوند او د زولنو او زندانونو د ژوند برسېره، هغه ډېر داسې څه ویلي چې نېغ په نېغه له سياسي او قامي سوالونو سره هېڅ تړون نه لري.
هغه ژوند ته په يو برسېرن سياسي نظر نه بلکې په يو ژور فکري، فلسفيانه او تخليقي نظر کتلي، دا ډېره ګرانه وي چې په توپاني غوندې ټولنيزو حالاتو کې دي يو شاعر کايناتو، خدای، ژوند، انسان، ځناورو، مينې، ښايست، وطن او سياست ته په ډېره هوشمندي سره په داسې يو نظر وګوري چې هېڅ د هغه وخت مقبول نظر (popular view) نه وي يعنې د هغه خپل نظر وي او داسې يو غږ وي چې د هغه وخت د ټولنې غوږونه نه يوازې ورسره اشنا وي بلکې اورېدلو ته يې تيار هم نه وي.
"غني خان او د هغه لوی پلار پښتانه په علم، شعور، ورورولۍ، انساندوستۍ او روښانفکرۍ منور غوښتل، په وطن کې یې د امن، ترقۍ، خوشالۍ او آبادۍ مُنارې غوښتې."
د خدايي خدمتګار نهضت شاعرانو او د هغوی په تاثر کې ورسته را پېدا شوو کسانو په خپلو پنځونو کې د هغه وخت سياسي او قامي ارمانونو ته ژبه ورکړې او له قام او قامي تحريک څخه يې داد اخيستی خو غني خان داسې څه ډېر لږ ویلي او چې په څه ډول يې ویلي هغه هم د عمومي ټولنيزې سويې د ادراک نه ؤ.
هغه يو داسې ژورې ته کوز شوی چې د زوکړې د سل کلن جشن پر موقع يې هم قام پر غاړه غاړه ګرځي، په نورو ټکو، د غني خان هڅه کله هم دا نه ده پاتې شوې چې د لوستونکو ذهني سويې ته خپل معيار راټيټ کړي بلکې هڅه يې دا پاتې شوې چې د لوستونکو ذهني معيار را اوچت کړي.
د يو لړ داسې پوښتنو د ځواب په لټون يې سر کړي کومې چې عمومي پوښتنې نه دي.
د جرمني لوی فېلسوف فرېډريک نيټشې د خپل کتاب (The Antichrist) په سريزه کې ليکلي، "دا کتاب د يو څو کسانو لپاره دی او ښايي يو هم لا اوسمهال دلته ژوند نه کوي، سبا نه بله ورځ زما ده، ځينې خلک له مرګه پس زېږي."
رښتيا هم نيټشې له مرګ پس وزېږېد، له مرګه پس يې لوستونکي (چې شمېر يې ډېر لږ دی) وزېږېدل او د پوسټ ماډرنېزم په بحثونو کې يې د نظرياتو څېړل نه يوازې لازمي وګڼل شول بلکې د دې بحثونو ډېری سرلارو مفکرانو خپله فکري تومنه او تاثر هم له دې سړي اخيستی.
د غني خان کيسه هم څه داسې ده، يو خو تر اوسه لا د غني ټولنه له کتابه سره اشنا شوې نه ده او بل د هغه کتاب هم څه داسې دی چې د لوستونکو سويه، پايه، مزاج او مېلان ور رسېدلی نه شي.
دلته د يو سندرغاړي مننه او يادونه په ځانګړې توګه پکار ده چې هغه سردارعلي ټکر دی. دې سندرغاړي پښتون اولس د غني خان له نوم او شاعرۍ سره اشنا کړ، ډېرو خلکو ترې هسې خوند واخيست او ډېر خلک يې پرې پوهه هم کړل.
غني خان يوازې د يو لوی پلار زوی او د يو لوی سياسي قامي نهضت فعال غړی نه و بلکې د يو داسې لوی هنري او فکري استعداد څښتن هم و چې ځان ته په خپله يو لوی شناخت دی.
ځينې شاعران داسې وي لکه رحمان بابا چې په ظاهره يې شاعري ډېره ساده ښکاري خو ساده توب يې ډېره پېچلتيا هم لري.
د پېچلتيا ډېرې کچې (layers) لري او ځينې شاعران بيا داسې وي لکه غني خان چې شاعري يې ډېره زياته پېچلې وي خو له پېچلتيا څخه يې هم ډېری خلک خپل يو ساده مفهوم اخيستلی شي. د لوستونکي او اورېدونکي خپله يوه تشريح په هر صورت موجوده وي.
د کايناتو، ژوند او انسان حقيقتونو ته د غني خان اپروچ د يو جمالياتي صوفي دی خو د لټون انداز يې فلسفيانه او د حقيقت د پلټولو او پلي کولو په چارو کې يې برخورد عملي دی.
هغه په ټولنيزو او سياسي چارو کې يو ډېر فعال سړی و خو د يو شاعر په حېث يې د فعاليت زاويه له خپلو هم عصرو شاعرانو بدله وه.
غني خان استاد عبدالروف بېنوا ته په خپل يو ليک کې داسې کاږي:
"
زما خيال دی چې په ژوند کې د يو شاعر مرام او هدف د يو مبلغ او ملا څخه بېخي جلا اوبل شان دی، او دا ځکه چې انسان په اساسي او بنيادي توګه يو ځناور دی، هغه خوراک، څښاک، جنسي اړتياوې او استراحت ته ضرورت لري، او نور هېڅ ته نه. دا زموږ شاعرانو وظيفه ده چې د انسان پاملرنه د هغه د ژوند او هستۍ دې لوړو مرکزونو ته وګرځوو، چې هغه ممکنه ده د خپل تکامل انعکاس وويني، او د خپلي ابدي معشوقې د ښکلا او ښايست ديدن وکړي."
خو غني خان شاعر له خپل چاپېرياله مبرا، آزاد او بېل نه ګني بلکې د چاپېريال غلام يې ګني، د شاعر مثال د هغه په نظر "د يو داسې حېوان دی چې د هغه په وجود څرمن نه وي، که پوټی د ازغي څوکه وروړې نو په کريکو ځان وژني او که پوټی آرام ورشي نو د خوشالۍ نه بې هوشه کېږي."
د غني خان په شاعرۍ کې د خپل ماحول عکس، اخذ او اغېز شته، هم پکې د مزاحمت او مقاومت روش، رويه او رهنمايي شته.
د هغه ځينې زېږه، بېباک او بربنډ ټکي، ترکيبونه او خبرې که له يوې خوا د هغه د جري، ازاد او بېباک ذهن ترجماني کوي، له بلې خوا په تخليقي عمل کې د هغه د مزاحمتي رويې شدت، د برلاسي طبقې له اخلاقياتو د هغه مخالفت او د ژوند د بقاء او پرمختګ په چارو کې د هغه فعاليت هم څرګندوي.
غني خان د يو لوی پلار زوی، د يو لوی سياسي نهضت غړی، د يو لوی تخليقي ذهن او استعداد خاوند، د يو لوی اديب او نوبل انعام يافته شاعر رابندرنات ټاګور شاګرد، فلسفي، شاعر، ليکوال، مصور او مجسمه ساز و.
"انسان په اساسي او بنيادي توګه يو ځناور دی، هغه خوراک، څښاک، جنسي اړتياوې او استراحت ته ضرورت لري، او نور هېڅ ته نه. دا زموږ شاعرانو وظيفه ده چې د انسان پاملرنه د هغه د ژوند او هستۍ دې لوړو مرکزونو ته وګرځوو."

غني خان
موږ به په روان کال کې د هغه د شخصيت او فن پر بېلا بېلو اړخونو خبره کوو، نن يوازې پر دې يوه نظم "زه" اکتفاء کوو چې غني خان په خپله خپل ځان پکې را معرفي کوي:
نه زه فلسفي يم خلکه نه زه لېونی يم
يو غريب بچی زه د پښتون د پلارګنی يم
واړه مې ياران دي يو دښمن مې چرته نشته
زه د ځان دښمن يم په خپل ځان ډېر مړنی يم
بعضې ځای کې لږ بعضې کې ډېر يم خدای لوی کړی
خيال مې د سبا دی پېدا شوی پرونی يم
خوښ مې دي ګلونه هم ښکارونه هم آسونه
خوښ مې نر پښتون دی زه راوړی پښتنې يم
نيت مې دی طواف ته د وطن د تورو خټو
ستړی له طوافه د مکې د مدينې يم
زه وم په وطن مئين خو تن جلاوطن کړم
زه د سر ګل نه شوم هسې زه ترې سپېلنی يم
زړه هسې بخښمه او ايمان په ټېپر نه خرڅوم
ځکه لېونی يم خلکه ځکه لېونی يم

 

- بېرته شاته