(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کالم ليکنه

ليک ، نعمت الله صديقي  23.12.2013
ډير کله په ادبي غونډو او ناستو کې د نثري پنځونې د کرکتنې يا ارزونې پرمهال په تيوريکو اړخونو کې ګډونوال ځکه ناحل کيدونکى ټکر رامنځته کړي، چې ليکوال يې د ړانده دغونډاري په څير پر هر څه د وربرابر شو په مصدق خوشال وي، يوه پنځونه چې د بڼې له مخې تخليق نه شي نو دا ډول ستونزې يې د کره کتونکيو لپاره د موضوع پر ځاى د ژانر په تعيين کې راولاړې شي،
بويه د يو ژانر (صنف) درک يا ارزونه او تعريف تر هغه بشړ ندې، ترڅو يې چې تخليق له خپلو ټاکلو ارونو او اصلونو په چوکاټ کې ونه ګورو،
غواړم د کالم ليکنې په اړه يو څه ووايم، پورته مې وويل چې د ژانر اصليت د هغه په تعيين کې دى او تعيين يې پر تيوري درک کولاى شو، خو د کالم د تيوري په اړه ډير څه ځکه نه شو پيدا کولاى، چې د تعريف په برخه کې يې لا پر جامع تعريف څوک فورم لستان ندي تونيدلي ، هغه څه چې لږ ډير يې په اړه ګورو، د تعريف له بحثه منشا اخلي، مثلا د کالم بنسټ تر ډيره حده د ژورناليزم له چارو سره وصل وو او دى ، خو بيخي يې د ژورناليزم په اصولو نه شو تللى، او نه يې په ټوله کې له ژورناليزم بيل ګڼو، دا ځکه چې د کالم موضوعي هېيت هغه څه چې د نثر نور ډولونه يې لري، په خپله پراخه لمن کې هر ډول ماهېيت ته ځاى ورکولاى شي، که تبصره يا خاطره او يا هم راپورتاژ، د کالم په چوکاټ کې ليکو، ليکلى يې شو، خو د ژبې په خاص امتزاج يعنى د ژورناليزم يا د راپور ژبه او د هنري ادبي ژانرونو د ژبې تر منځ امتزاج بايد پيدا کړو ، په کالم کې د ژبې دا ډول امتزاج لاره او سليقه هغه څه دي، چې د کالم د ژبې په توګه يې هم نومولى شو او هم يې دکالم د هېيت د موضوعي پراخوالي ځانګړنه بللى شو، خو له موضوعي ځانګړنې به دا معنا نه اخلو چې له کالم دى مقاله او يا تشريحي او يا هم بيخي توصفي ليکنه جوړه کړو،
په کالم کې کالم ليکوال ډير تيوريکو خواوو ته نه تم کيږي، بلکې په متوازن شکل په موضوع کې پاتي کيږي، يا لکه يو څوک چې چا ته د لارې پر سر مهمه خبره کوي، خو خبره بايد يو څه مکمل هم وي، په کالم کې هغه ډولونه چې حد بندى لري، ډير موثر ندي، ځکه کالم لکه پورته مې چې وويل هر ډول موضوع په ځان کې ځايولى شي، د کالم ليکنې بنيادي شرط چې ډيرى کالم نويسان پرې تمرکز لري، هغه د کالم ليکونکي د مطالعې او مشاهدې مهارت ښايي، خو ولې دا او دې ته ورته لارښونې د کالم ليکنې لپاره داسې دي لکه په مجموع کې چې دهرې نثري ليکنې لپاره وي ،
زه چې هره ورځ د اردو ژبې لسګونه کالمونه لولم، يوه لويه ښيګړه يې دا راته مالومه شوه چې د هر ډول موضوعاتو لپاره په نيم غير رسمي شکل د روزمره،سياسي،ټولنيزو، فکري، اخلاقي، ستونزو د هواري په هدف په يو وخت د عامو او خاصو لپاره د افهام او تفهيم پروسه په مسولنه ډول پرمخ بيايي، 
کالم ليکنه د خپل زمانې تناظر په شاليد کې په صنفي حواله د نورو ژبو په منځ کې د خپلو خاصو ارونو او ځانګړتياوو لامله څرګند مقام لري، خو په پښتو ژبې کې د ځينو نورو نثري ژانرونو په څير هغه هومره پاملرنه نده ورته شوې، څومره چې لازم وه، لاملونه يې شايد بيلا بيل وي ، په کوزه پښتونخوا کې پرلپسې د ورځپاڼې وحدت له لارې د سليم راز( قلم کالم ) سعدالله جان برق ( برښنا ) نورالبشرنويد ( ماته غوږ شه ) او فيروض خان صادق (ګنګوسې) د خاصو مونوګرامونو لاندې کالونه، کالونه چاپ شول، او پدې ورستيو کې په تاند ويب سايټ کې د استاد شپون ، شهرت ننکيال او په بي بي سي کې د يو شمير نورو ليکوالو تر څنګ د استاد نجيب منلي کالمونه هغه څه دي چې د وسني دور د کالم ليکنې معياري ځانګړنې لري ، خو د استاد عضنفر ، ډاکتر محب زغم او استاد اجملي ښکلي، ځينې داسې ادبي ليکنې چې په خپله د کالم ليکنې غوره بيلګې يې بللى شو، په پاشلي بڼه يې هلته او دلته په مطبوعاتو کې پرته له مونوګرامونو په ښه معيار وينو، 

- بېرته شاته