(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا هدیرې،دا مقبرې

دا ادیرې دا مقبرې کله چه بنده سترګی پټې کړی نو په زمکه د هغه وجودد خاورو په ډیری بدل شی. په ژوند کی د جائیدادونو مالک د مرګ نه پس په دوه ګزه زمکه کی ځائ شی. هم دغه د فنا او بقا عمل دی. چه د دنیا سره راغلی او تر اخره به دومدار وی. د هر وطن د خلقو د ژوند ژواک دودونه دستورونه جدا جدا دی. د هرې خطې ابادی خپل مړی د خپلو مذهبی رسومو او عقائیدو په رڼا کښی سنبهالوی. ځینی خلق مړی سوزوی.ځینې خلق مړی ښخوی. ځینې ئې په کمرو او غارونو یا بیابان کی هم دغسې کیږدی.او د مارغانو،ځناورو او حشراتو د سخومې ذریعه وګرځی. مسلمان خپل مړی په زمکه کی ښخوی . په مشترکه توګه د زمکې یوه ټکړه بیله کړی او په هغې کی‌خپل مړی د خپلو مذهبی رسمو او عقائیدو په طریقه ښخوی. د ډیرو قبرونو دغه تکړې ته ادیره یا مقبره وئیلی شی. پښتانه د خپلو مړو په حواله ډیر زیات حساسه دی. د دنیا نور قومونه خپل مړی هم په هغه وطن کې ښخوی په کوم وطن کې ئې چه د ژوند ورځی شپې تیرې کړې او اخری سلګئ اخېستی وی .ولې پښتانۀ خپل مړی خپل د پلار نیکه وطن ته رسوی او هم هلته ئې تورو خاورو ته سپاری. ځکه چه د پښتون وګړی د خپل وطن سره بی کچه مینه ده،لکه چه احمد شاه ابدالی وئیلی وو د ډیلی تخت هیرومه چه را یاد کړم زما د ښکلې پښتونخواه د غرو سرونه . په خارجی هیوادونو بلخصوص په امریکه او اروپائی هیوادونو کې میشته مسلمانانو ځان له خپلې خپلې خپلې ادیرې دی او په بیعه د قبر ځائ اخلی او خپل مړی پکی دفن کوی- ولې پښتانۀ دهر ځائ نه خپل مړی خپل ټاټوبی ته رارسوی او په خپله خاوره کی ئې ښخوی. د پښتون وګړی لپاره دا خبره یو پیغور ګڼلی شی چه د هغه ورور عزیز مړی د په بل هیواد کی ښخ شی. د مړی په راوړلو کی بلا ډیرې ستونزې او مشکلات وی.ډیر خرڅ په کیږی.ځکه نور قومونه اکثر خپل مړی نه راوړی . خو پښتون وګړی داسې ضد لری چه تر څو پورې ئې خپل مړی یو ځل خپل کور ته نه وی راوړې .د هغه زړه او ذهن ته قلار نه راځی. او هلته ئې ذهن او زړۀ ارام ومومی چه کله ئې په خپل لاس په خپله ادیره کی ښخ کړې. پخواه به د نړئ نورو قومونو هم د پښتون قوم په څیر د خپل وطن ،کلتور رسمونو رواجونو سره هم دغسې مینه او عقیدت لرلو خو اوس د مادیت زمانه ده او د خلقو رویې مزاجونه احساسات په نورو ترجیحاتو بدل شوی دی. په عربو هیوادونو کی د مړی ژوندی زیات مسؤلیت او کار د حکومتی چارواکو په ذمه وی. هر کله چه په عربو کی مړی وشی نو د ښار بلدیه او محکمه صحت د ملکی قانون تر مخه دغه ذمه واری په لاس کی واخلی او د حکومت په خرڅ دا هر څه تر سره کوی. پخواه به دلته هم د هر قوم قبیلې ځان ځان له ادیرې او مقبرې وی خو اوس د عربو په هیوادونو کی دا ټول کارونه په اجتماعی توګه د یوې منصوبې لاندې کیږی. په کلو او ښاریو کی د زړو ادیرو نه دیوالونه راتاؤ کړی او په دغۀ ادیره کی مړی ښخول بند کړی او بیا څو کاله وروستو دغه ادیره همواره کړی او پارک هسپتال یا سکول د رفاه عامه د پاره جوړ کړی. نوې ادیره د ښاریې نه دیرش څلوښت کلو میټره لرې جوړه کړی شوې وی او د بلدیه د منصوبو لاندې د اول نه دلته په کافی تعداد کی په قطار او په ترتیب قبرونه کنستل شوی وی. چه زمکه ضائع نه شی . هر کله چه مړی وشی نو بیا ئې د مړی د کورنیو د غړو سره په مشوره په خپل تحویل کی واخلی او د عزیزانو سره څنګ په څنګ تر اخری تدفین پورې دا ټول کارونه تر سره کوی. مړی چه تر څو پورې ښخ شوې نه وی نو د هسپتال په مرده خانه کی پروت وی او کورونو ته ئې نه راوړی. د ټولو دا کوشش وی چه مړی زر تر زره ښخ شی او دغسې د دنیا په کارونو کی یو ځل بیا شامل شی.او د شکر کلمه اوئی چه الحمدالله د الله مال وو او الله واخیستو. خو د بده مرغه په پښتونخواه کی د عربو په مقابله کی دادیرو او مقبرو ډیر بد حال دی. په سؤونو کالو راسې جوړی ادیرې او مقبرې هم په هغه ځائیونو پراتی دی. په دغه ادیره کی هیچا ته هم د مړود قبرونو شناخت نه وی خو بس په ادیره بلوڅیدل ورته عیب ښکاری. دغه ادیرې به د لارې سړک او عین چه د ښار په مینځ کښی وی او ډیره په ارزښتناکه زمکه به بی ترتیبه او بی ځایه قبرونه جوړ شوی وی خو حکومت د داسې قسمه کارونو او منصوبو ذمه واری نه اخلی. کله کله د مړی وارثان د مړی سره د مرګ نه وروستو د دعا او د عقیدت په توګه په خپله حجره یا جماعت یا کور سره نزدې پټی کی ښخ کړی چه بیا وروستو په پښېمان وی. په زړو ادیرو خلق خو نه بلوڅی ولې قبضه ګر دلته هم د خپل کومی د ډکولو په خاطر خپله کاروائی جاری ساتی. په دغه ادیره د قبضه کولو او پکی د ناجائزه ابادئ جوړولو کوششونه کوی. په قبائیل سیمو کی په ادیرو لوئ لوئی ځنګلونه او ونې بوټی ولاړ وی او هیڅوک هم ترې یو ډکی نه شکوی .ځکه چه د بابا نه په زړه کی ډاریږی. د خلقو په شعور کی دا ویره پراته وی چه که دا شین لرګې د پریکړو نو کیدئ شی چه ولی بابا درته زیان درورسوی. خلق د حقوق الله او حقوق العباد پروا نه لری خو د باباګانو په معامله کی خپل ذهن بدلولو ته تیار نه وی مونږ لیدلی دی چه په قبائیل سیمو کی اوس هم په ادیرو او مقبرو لوئې لوئې ځنګلی د ښه علامت په توګه ولاړی وی چه د ادیرې د بزرګئ نښخه ګڼل کیږی . که هر څو عقیدوی تصور ئې بد هم دی خو بیا هم د ځناورو،ماحول او اب هوا د پاره ښه کار دی. په دغه ادیرو او زیارتونو کی خلق د لرې لرېځنګلو نه راوړلی لرګی جمع کوی. یوی ،سپاره جغ او بیلچې ،کودالی پکی لکه بطور امنت پراته وی. او هیڅ بلوڅه په نه کوی. په ښاریو کی خو خلق اوس د جماعتونو نه هم پکی راکوزوی او په بازار کښی ئې خرڅوی. او دغسې په مشترکه قومی زمکو چه د ادیرو د پاره مخصوصه شوې وی قبضې کوی او په خپل تصرف کی ئې راولی. حکومت ته پکار دی چه دا ټولې ادیرې او جماعتونه او عید مصلې په سرکاری تحویل کی واخلی او.د ښاریو نه بهر دمنصوبې لاندې یو لویه ادیره جوړه کړی او خلق پابند کړې چه خپل مړی هلته ښخوی او دا ټولې زړې ادیرې څه موده بندې وساتی او بیا ئې د سکولونو پارکونو او هسپتالونو د پاره په کار راولی. د دې سره به په ښاریو کی کشادګی هم راشی.فضا به هم خوشګواره شی. او د خلقو د اسانئ د پاره به سرکاری پارکونه هسپتالونه او سکولونه هم جوړ شی.ځینی خلق به وائی چه ګنی په دې ادیرو او مقبرو کی زمونږ د پلار نیکه هډوکی خوندی دی او یاتاریخی اهمیت لری نو بیا خو دا ټول کائینات زمکه ، اسمان،غرونه سیندونه او دا ټول وطنونه تاریخی هم دی او د اهمیت وړ هم دی . ژوندې خلق به ورله ګوتې هم نه وړی؟.او نه به ئې پکار راولی.؟ د هر مسلمان بائید دا عقیده وی چه مړی یو ځل په زمکه کی ښخ شی نو د هغه غوښې او هډوکی د خاورو سره خاورې شی او د جزا او سزا تعلق ئې د روح سره پاتې شی .او روح هسې هم په قبر کی نه وی. هسې هم دوئم او دریم نسل ته د خپلو پلارونو او نیکونو د قبرونو هیڅ څه کومه نښه نشانی یاده نه وی او که فرض که چرته د بادشاهانو او باباګانو قبرونه پاتی هم وی نو د هغوئ نسل به په دغه قبرونو څه کوی؟ پکار دا ده چه د ژوندی انسان د ژوند د اسانتیاؤ او انسانی خیر ښېګړې د پاره موجود هر یو شئ پکار راوستې شی. دا بادشاهان په ژوند هم د لامحدوده جائیدادونو او زمکو او سرو سپینو مالکان وو او په مرګ هم په جریبونو مقبرو او مزارونو کی پراته دی بل طرف خوار ژوندی انسانان ئې د مزارونو په درونو او دروازو کی پراته دی . د سر د پټولو سیورې ئې نیشته. د تاج محل په لیدو یو یو شاعر څه ښکلې شعر وئیلی دی ایک شاهنشاه نی اپنی دولت کا سهارا لی کر هم غریبون کی محبت کا اړایا هی مزاق مذهبی ټهیکدارنو په ژوند هم خوار اولس د استحصال په ژرنده دل کړې دی او د مرګ نه پس ئې هم په عقیدوی رسو داسې تړلې دی چه هم د دوئی په قبرونو او مزارونو کی د حال او مسقبل فالونه لټوی. دا ټولې تیارې به د علم په مشالونو رڼا کیږی - بېرته شاته