(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

،،،مورني ژبي په لومړيوزده كړوكې

مورني ژبي په لومړيو زده كړو كښې ولى ضرورى دي

عبدالجباركاكړ

تيره اونۍ په يوه مجلس كښې خبري اتري رواني وي په دي مجلس كښې دقام پرستي پاټي او ګوند دمركزي لارښو د دڅنګه ددهغه ګوند نور ځائي او مشران اولادان هم ناست  وو نامتو ليكوال دمترقى ليكوالو مركزي مشر چي و كوټي ته راغلي وو محترم سيلم راز هم د نيك مرغي سره په دا مجلس كښې ناست وو خبره په دي روانه وه چي په مورني ژبه ويوه ماشوم ته په لومړيو لګيو(CLASSES) كښې څومره ارزښت لري؟ څرګنده خبره ده چي په دي به هم خبره شوي وي چي په لومړيوليګو كښې په كار ده چي ارومر وو پښتنو ماشومانو ته په پښتو او د نورو ژبو ماشومانو ته د دوي په مورني ژبه لومړي زده كړي وشي ولي چي دا دپوهانو دتعليم ماهران او دروحي او نفسياني ماهرانو او پوهانو دا لارښودنه كړي ده چي لومړي زده كړي په كار دي چي يوه ماشوم ت ارومرو دده په مورني ژبه وركول شي خو په مجلس كښې ناست دوطنپال ګوندد مركزي مشر چي په رښتيا يې د قام ولي دپاره ډيري خواري او جيلو نه وړي دي هغه دا وويل چي نه دي په كار چي ماشوم ته لومړي زده كړي په خپله مورني ژبه وركول شي دوي وويل چي زه خو خپل ماشومان ودي ته نه ايله كوم چي دوي دي لومړي زده كړي په پښتو وكړي چي ددي څخه موږ او ځموږ ماشومان څه ګټه نه شي ترلاسه كولي خو په دي بحث باندي تر ډېره خبري اتري وشوي هر يوه به خپل دريځ وړاندي كړي وي خو وروسته سيلم راز ته وويل شو چي دوي په دي اړه خبره وكړي سيلم راز ډيري حوالي وركړي چي دا موږ ته وايو بلكي دنړۍ لويو لويو پوهانو دالارښودنه كړي ده چي يوه ماشوم ته په خپله مورني ژبه زده كړي او تعليم په لومړيو ټوليګو كښې اړين او ضروري دي په دي اړه ډېره بحث وشونو دهغه بحث بشپړه روئيداد دلته را وړل ګران دي.

              دا وړاندي ليكه او خواله ددي دپار وړاندي شوه چي ځموږ په ټولنه كښې ډېر ښه ښه پوه او زيرك سړي تراوسه په دي نه دي رسيدلي چي په مورني ژبه يوه ماشوم ته درس اوښوونه كول څه مطلب؟ دا ډېر اوږ د بحث دي خو په لنډه او ځغړده به ووايو چي ديوه ماشوم تعليمى غوښتنه نفسياتي غوښتنه او كلتوري او دژبي سره دولدتيا په مانا كښې راځي خو ددي مطلب دا هم نه دي چي زده كونكي به بس هم دهغه مورني ژبه لولۍ نور به نه زده كوي نوري ژبي او دپخوا او د ضرورت سره سم به هراړخيزه زده كړي كوي نه خبره داسي ن ده دنورو پوهانو چي دټولو نومونه دلته ليكل به لاړ ډېر اوږ دكړي دلته موږ ديوه پاكستاني ژبه پوه ډاكټر ډاكټر رحمان ذكر دلته كوو دوي دماشوزده كړي په دروبر خو ويشلي دي لومړي زده كړي په كار دي چي پخپله مورني ژبه وركول شي(PRIMARY) بياتر دي پورته زده كړي بايد په اردو ژبه وركول شي او بيا په پورته ټولګيو كښې په انګريزي ژبي وركول شي ولي چي په انګريزي كښې دسائنس او ټيكنالوجى په ګډون د زده كړو ټول ورونه ورته پرانستل شي دوي و خپل دي نظر ته ډېر ثبوتونه او رښتني ازمويني او تجربي وړاندي كوي چي ددي لاري يو زده كونكي څومره مخ په وړاندي رسوي.

        دبده مرغه په پاكستان كښې دنورو چارووارو هر څه سره ګډوډ كيږي چي ددي څخه ځموږ د زده كړو ټولي چاري ويوه زده كونكي ته څه پايلي نه لري كله دموږ نيو ژبو څخه كركه خپرول كله وائي كه مورمي ژبي په ښوونځيو كښې راغلي پاكستان ته به زيان ورسيږي ضياالحق خو بيله دڅه سوچ او دليله څولسيځي په زده كونكو غربي ژبه وتپله ددي څه ګټه زده كونكو ته ورسوله په كار دي چي دپوښتنه دهغه چاڅخه وشي چا چي نوموړي ودي ته هڅولي وو ځكه چي اوس هغه څوك چي په غوښتنه هيلو او خو اهيشاتو يې  د ملك تعليمي نظام جوړ كړي وو هغه نن دا خبره كوي چي دغلامانو سوچ لرونكو خپل دهغه غلام سوچ او فكر ځموږ په روان نسل او را روان كهول باندي دتپلو دپاره ځموږ ږده زده كړو او تعليم چاري او نظام سره ګډوډ كړي خبره ديو او دبرابري دنظام تعليم دكيږي خو په رښتيا هم زده كړي په طبقاتي نظام باندي ولاړي دي لكه.

THE POWERFUL AND AFFLUENTELITE OF PAKISTAN HAD INVESSTED TEDIAN ENGLISH AND THERE WAS NO WAY THEY WOULD ALLOW THEIR CHILDREN TO STUDY IN PUNJABAI OR PUSHTO ETS EVEN IT WAS FOR THE FIRST FEW YEARS OF THEIR LIVES NOR WOV-LD THEY TO STUDY IN URDU OR ANY OTHER LWC LATER.THEY GAINEN THEIR PROMINECE THEIR CLASS ADVAN TAGE AND THEIR SOCIAL GR-AES THROUGH ENGLISH. SO IT WAS INSANG TO THINK THEY WOULD LIKE THIS TO BE ALTERED TO THE ADVANTAGE OF THE HAVE NOTS(THE EXPPESS TRIBUNE)

         خو چي خپلي خبري ته راځو راسي داوګورو چي دپنجاب حكومت لخوا چي په لومړي ټوليګو(CLASES) كښې انګريزي ژبه د زده كړو دپاره لازمى وګرځول شوه په هغه باندي دي د زده كړو او تعليم پوهان څه وائي دپنجاب حكومت په دي پريكړه باندي كلكى نيوكي شوي دي او يو را پور په دي جوړ شوي دي دانګريزي ژبي په لومړي زده كړو كښې دنافذكيدو به څه ګټي وي او څه زيان به وي په دارا پور باندي يوه چيړن غونډي وارو ناسته هم شوي وه وي دناستي ته د (LUMS ) نامتو استاد ډاكټر فضل باري او دانجمن ترقى تعليم عباس رشيد او نورو وينا كونكو وي واو رولي او ويل چي دماشومانو د روزني او دزده كړو او د دوي په ضد دهغه كيږي چي دا به ښه پايلي ونه لري ددي دڅنګه دپنجاب د حكومت په دهغه پريكړه باندي دوي نوري ډيري نيوكي وكړي.

        رښتيا خبره دا ده چي دپاكستان زياتره چاري د داسي چا په لاس كښې دي چي دوي يا دوي مشران هميش دانګريزانو په چوپړ كښې پاته شوي دي يا دهغه چا تر لاس دي چي دوي دنورو سيمو څخه راغلي دي دوي ته دخاوري مينه دخپل دود او دستور سره اړيكى شليدلي دي نه دوي دخپلي مورني ژبي په ارزښت پوهيږي چي يوه بله لويه پيښه دا ده چي دخپلواكي په خوند نه دي پوه ځكه چي انګريزان خو ولاړو چاري دي ته وسپارلي خو خپلواكي دخوار ولس په برخه نه شوه.ځكه چي دوي په دي نه دي پوه چي په انګريزي ژبي زده كړي او تعليم يو شي دي او په انګريزي ژبه تعليم بيل څه دي.

                 دعوامى نيشنل ګوند د حكومت لخواد لازمي او اړينه وګرځول شوه چي د پښتو په ګډون هر ماشوم به لومړي زده كړي په خپله مورني ژبه كوي ويل كيږي چي په ډېرو سيمو كښې دماشومانو مشرانو خپل ماشومان دخپلو مورينو ژبو دلوستلو څخه ډه ډه وكړه او مخ يې وګرځاوي ولي چي لومړي يارانو دا اواځي كړي چي دپښتو په ګډون نوري مورني ژبي په ښوونځيو كښې مه لولۍ ولي كه په په دهغه ژبو تاسي زده كړي وكړي نو به دروزګاره څخه بي برخي شي نو اوس تاسو خپله سوچ وكړي چي دنړۍ پوهان څه وائي او ځموږ خلګه څه وائي رښتيا خبره دا ده چي په كستان كښې يو داسي سوچ(MIND SET) شته چي هغه  خپل نظر ته سم او نور ټوله نړۍ او رښتيا منلو ته دسره څخه تيار نه دي.

             اوس په بلوچستان ايالت كښې دوطنپالو او قوم پرستو حكومت به دنوي كال (تعليمى) چي دمارچ څخه به پيل كيږي پښتو بلوڅي او بروهي ژبي به هر ماشوم په ښوونځي كښې لولۍ پښتونخواملى عوامي ګوند دهغه وخت څخه داغوښتنه  كوله نو اوس چي دوي د حكومت برخه ده ځكه دوي دبلوچستان اسمبلي په غونډه كښې دا اعلان وكړي هم دا ډول نيشنل ګوند په موږنيو ژبو كښې وماشومانو ته د زده كولو غوښتنه لرله اوس چس د بلوچستان اعلاوزير هم دنيشنل ګوند مشر ډاكټر عبدالمالك بلوڅ دي دهغه بشري سائنس نفسياتي او ولسي غوښتنه به په را روان مارچ كښې عملي شي چي د ډېرو خلګو لخوا د پښتونخواملى عوامى ګوند او دنيشنل ګوند ددي پريكړي هر كلي كيږي خو ددي دڅنګه په دپ لوئي عمل ومخ ته ډېر خنډو نه پراته دي چي هر څوك په پوه دي دايو ډېر لوئي او ستر عمل دي نو ددي عمل دسركو دپاره و ډيري تياري ته اړتياده چي لومړي لويه ناخوالو دولس سر په خلاصول دي چي دوي په دي پوه شي چي په مورني ژبه ولي يو ماشوم ته لومړي زده كړي وركول ضروري دي؟ او ددي دڅنګه نور هم ډېر تياري ته اړتياده خو تراوسه داسي څه نه ښكاره كيږي يا دا چي چند لوړ پوړي په دي خبر دي دي ځماد خبري مانا دا ده چي ولس په ذهني ډول ودي ته تيارول هم څه آسانه كار نه دي خو په دي اړه څه تياري نه ښكاره كيږي خو كله چي يو وزير وينا كوي نو داخبره ورسره وكړي.

                  ليكوال رڼ انده او شاعرانو دا ډنډه جوړسيږي چي دوي دمورنيو ژبو وماشومانو ته په لومړي ټوليګو كښې دلوستلو ارزښت باندي پوه او خبركړي ځكه چي دا دټولو قومي او ملي فرض او ډنډه جوړيږي ځموږ خوا ولس چي په بشپړه پښتونخوا كښې دګټو او زيان په توپيرنه يوهيږي بايد چي دوي ته لارښودني په خپلو ليكونو كښې وګړي پښتو ځموږ دټولو ده او پښتو ځموږ نوم او نشان ياپيژندني ده نو بايد چي خپل وس ونه سپموو هغه ټولي ستونځي چي خيبر پښتونخوا ورسره مخامخ شوه په كار دي چي هغه دوي ليكوال هغه په ګوته كړي ولي چي شمالي پښتونخوا ددي ازموينو څخه تيره شوي ده او سويلي پښتونخوا ددهغه سترعمل څخه تيريدونكي ده او سويلى پښتونخوا پښتانه حكمرانان ګټه ځيني ترلاسه كوي شي چي دوي داوسه څخه ددهغه خوار يو دمنځ څخه دوړلو هڅي پيل كړي او يوه خواپاكي اورڼه لاره واخلي داسي نه چي بيا دنورو ناخوالو سره مخامخ شي او دهغه لويه دنده دليكوالو اورڼ اندو په مرسته مخه ته يو شي.

- بېرته شاته