(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ريدي رنګې اوبه

ليک اسيرمنګل

ريدى رنګې اوبه، دپښتو جديد غزل يوه زړه پورې شعرې مجموعه ده چې مصنف ئې زلمی شاعر ښاغلیاقبال شاکر دی چې په لږه موده کښې ئې نه يوازي د ملاکنډ شاعرۍ سردرې سر کړې بلکه په ګړده پښتونخوا کښې ئې يو لوئی نوم او مقام هم پيدا کړو او اوس دا دی د پښتو جديد غزلګو شاعرانو په وړومبي صف کښې ولاړ دی ما ددۀ کودرې، هم لوستی دی او دی مې هم نيغ په نيغه بې شماره مشاعرو او محفلونه کښې اوريدلی دی پاکه خبره دا ده چې دی کتاب کښې هم خوندور دی چې سړي ډډه وهلی وي او ددۀ خوږ غزل نه لکه د ګړې چکۍ په مزه مزه چکونه اخلي نو نه به ئې يوازې خوله خواږه وي بلکه د زړه په زخمونو به ئې پهې هم لګي اؤ دمشاعري خو ئې څه بيل انداز دی لنډه دا چې ددې ښاغلي غزل هم دلوستو سره تعلق لري او هم په اوريدو کښې ئې بيله مزه او بيل سرور وي.
ريدي رنګې اوبه، د ،کودري، نه دفن او هنر په ميدان کښې يو وړاندې ګام دی وړومبۍ شعري ټولګه ئې هم ډېره خوندوره ده په ريدي رنګې اوبه، کښې هر څه دعلامت بڼه اخستې ده يعني شاعر لکه دجديدو غزلګو شاعرانو هر څه دخپل ځان سره نه ساتي خپل لوستونکی هم د ځان سره شا ملؤل غواړي چې هغه په خپله هم په مازغو لږ زور واچوي اؤ دشاعررائي سره خپله رائي هم يو ځائ کړي اؤ ددې ټولو نه غټ مثال ددې شعرې مجموعې نامه ،ريدي رنګې اوبه، دي کيدی شي ځنې ملګري په دې ونه رسي خو دا دپښتو جديد غزل يوه زړه راښکونکي نوې اصطلاح ده چې دپښتني احساساتو او جذباتو په ښکلي انداز کښې ترجماني ده چې په روماني بڼه کښې دنن تصوير په شاعرانۀ توګه انځوروي.
د سوات اوبۀ سپينې دي رڼې دي ستر خوشحال ئې دکابل اوبو نه هم خوږې ګڼي ددې غرونو، رغونو، ورشوګانې، لوړ لوړ نښترونه، شنه شنه چنارونه، دسپينو واورو منظرونه چې سيلانيان تري خوند اخلي په صفتونو ئې مړيږي نه خو چې کله ددغه غرونو رڼې اوبه چې هرچا ته سپينې او صفا ښکاري په ملاکنډ تيريږي نو سترګه ورشاعرته ريدي رنګې ښکاري دلته دوه معنې پټې دي يو خو هغه د ريدي رنګونه دي چې دپښتونخوا دغرونو رغونو ښکلاګانې په خپله لمن کښې رانغاړي او بله معنا ئې دا ده چې دا ريدي رنګې اوبه، دګلونو رنګونه نۀ دي چې په دې غرونو رغونو کښې خوارۀ دي بلکه په دې کښې دپښتون قام هغه وينه ده چې کومه دلته تويه شوې ده رښتيا خبره دا ده چې ،ريدي رنګې اوبه، ددې سيمې د اوسيدونکيو ګونګو جذبو دشاعرۍ ژبه ده اؤ چې دا ژبه ورله چا ورکړې ده هغه شاعر اقبال شاکر دی اؤ دی په دې نکته رسيدلی دی چې

دلته اوس داسې بوتې راوړئ چې په وورلو ئيږي
دا غرونه سوي دي غوړاڅکې او نښتر نه کوي

پښتون بچی يم وخت دګوتې نه نيولی يمه
د زړۀ دڅړيکو په بازار کښې مې نن سم ګرځوي

چې څه چل نه وي پښتني دکوره نه راوځي
که څه چل نه وی نو ملالې به ټپې نه وې

که هر څوک هر څه وائي خو زما خبره دا ده
دا وور ددې چينې نه دې چنار راخستی دی

د زړۀ زخمونه دټکور خمار ته چرته پريږدي
مونږ څوک په خپله خاوره خپل اختيار ته چرته پريږدي

دا اوس چې کومه لوبه په دې کلي کښې ده جوړه
ددې خبرې تاسو ته نارې خلقو ايستې

داسي حالات دي چې څوک خپل او پردی نه پيژني
داسي حالات غواړم چې خپل خپل شي پردی پردی شي

غزل چې د داخليت يوه هينداره ده ولې چې خار جيت ريدي رنګې شي نو بيا خوبه غزل خامخا د داخليت نه راوځي ځکه چې شاعر مجبور وي چې دخپل چاپيرچل نه اثر واخلي ولې د اقبال شاکر کمال دادی چې دی که دبهر نه هم متاثره شوی دی ولې خپل دنني احساس (Interl urge) ئې په ځائې ساتلی دی دا کوم شعرونه چې دنمونې په توګه وړاندې کړې شؤل دائې ښه زبردست مثالو نه دي چې دخپل چاپيرچل يوه زبردسته سياسي پوه لري ترکومې پورې چې په غزل کښې د تغزل رنګ دی هغه دښاغلي اقبال شاکر دګس لاس کار دی داسې غزل به ئې ډېر کم په نظر راشي چې په هغه کښې ئې دتغزل زور نه وي دانسان ابتد نه حسن وعشق يوه زړه پورې موضوع پاتې شوې ده د زړه دنيا ډېره رنګينه ده په دې کښې د درنګ او بو، چې کومې پېښې کيږي دحسن چې څومره نزاکتونه دغزل په چوکاټ کښې بيانيدې شي دهغې جواب نشته دې له کبله غزل دنورو مشرقي ژبو نه علاوه دپښتو ژبې هم يو زړه راښکونکی صنف ګرځيدلی دی ښاغلی اقبال شاکر چې دې توکي سره دفن او هنر په ژبه څومره انصاف کوي هغې نه څوک سترګې نه شي پټؤلې

ديار په شونډو باندې خوندنۀ کوي تل خاموشي
کله نه کله مې زړۀ غواړي ما تول خاموشي

چې ښکلې ده لوظونه ماتؤل هغې ته څه دي 
دنۀ راتلو بانې راجوړول هغې ته څه دي

په زلفو کښې سپين ګل ږدي په رخسار باندې شين خال ږدي
زمونږه سپينؤل او تور ؤل هغې ته څه دي

چې ته په ماباندې مئين ئې دروغ دې ته وائي
چې زۀ په تاباندې مئين يم رښتيا دې ته وائي


دنيا ده خامخا به چاپه چاپورې خندل
زه څومره بختورو وم تابه ما پورې خندل
ستا وچې شونډې دلمدونه هم بلها خوږې دي
وسکې ترې جوړې شي اشنا چې کله کورمړا وی شي

مينه زوره وره ده چې کاڼې هم ګويا نه شو
هسې خو خبرې د انځور کؤل اسان نه دي

هغې ما ته کاتۀ خو ما هغې ته نه کاتۀ
پتګ دخپل فطرت خلاف ډيوې ته نه کاتۀ

د شعريت خپل اهميت دی دهغې نه انکار نه شي کيدی ولې مقصديت اوس ددې وخت اواز دی فن او هنر دبې ترتيبه اؤ دخورو ورو خيالونو د ترتيب نوم دی يو ډېر ښه خيال او يو ډېر ښه نظر چې په زړه راښکونکي انداز کښې وړاندې نه شي دهغې اهميت ضائع شي شاعر دا کمال لري هغه چې څه خپل اولس ته مخکښې کوي دهغې يو اثر وي ولې عام وګړی دغه صفت نه لري ښاغلی اقبال شاکر که د موجوده ناورين انځور ګري کړې ده او يا ئې د حسن وعشق نزاکتونه چيړلي دي نو ښه انصاف ئې ورسره کړی دی دې نه علاوه ددۀ غزل په ټولنيزو ستونزو هم خاموشه نه دی چې چرته ئې په ټولنه کښې څه کمزوري په نظر راغلې ده هغه ئې په ډاګه کړې ده خانداني نظام چې په پښتونخوا کښې ئې تراوسه جرړې مضبوطي دي اؤ بيا په کلي والو سيمو کښې خو ددې اثر نور هم سيوا دی ولې دحرص، لالچ اؤ دخو دغرضۍ وبا له کبله ددې مضبوط او ګټور نظام مشاده هم په ړنګيدو ده او اوس دووروڼو ترمنځه هغه خواږۀ نشته لکه چې وائي

ددې نه به لا نور بې برکته ژوندون څه وي
يو رور چې په يو کور کښې دبل رور نه ځان ساتي

دپښتانۀ په نفسياتو بلها ډير ليکل شوي دي زما په خيال دټولو نه بشپړ انځور ئې خوشحال راښکلی دی خو دهر وخت خپلې غوښتنې دي زما د موجوده اولس ترجماني ښاغلی شاعر داسې کوي

خلقو زمونږه سړيتوب پورې خندا کړې ده
خلقو زمونږ نه په خوږه خوږه کښې کار راخستی

کبرجن قوتونه دخپل کبر نه ،نۀ اوړي دهغوئ مستي دغريبانو وينې څښل وي څوک دا هر څه خاموشۍ سره زغمي او څوک لکه دسره بڅري د زردار په محلونو اور وروي ، ريدي رنګې اوبه، هم په خپلو پاڼو کښې دمزاحمت سره بڅري لري

دسوال جامې دسوال پيزار په سر دسوال لوپټه
ديو غريب سړي په لور باندې دسوال ځواني ده

ډله پره زياته په هر لور دزورو ورو وي
شور دزورور وي هم زور دزورورو وي
د ژوند دضابطي د دئرې نه وتي چرته شي
لؤکه دلؤګرو وي خو لور د زورورو وي

نرګيست يوه نفيساتي بيماري ده چې چاته ولګي دهغه عمر ډير په شوا خون تير يږي ددې رنځ ځپلی يوازې بس خپل ځان ويني اؤ چې څوک ئې نفي اوکړي بيا ئې حال دکتو وي دا حقيقت شاعر داسې په ګوته کوي

په ځان باندې مئين خلق ورکيږي او سپکيږي
په ځان باندې مئينو خلقو دې ته نۀ کاتۀ

هم دغه بيماري لږه ددې نه هم په شان داسې په ډاګه کوي

ښه په ځان پوه يمه چې پړيم خو اقرار نه کوم
په اصطلاح کښې دروغژنه انا دې ته وائي

خبرې ډيرې سر ئي يو دښاغلي اقبال شاکر د "کودري" شاعري ده اؤ که د"ريدي رنګي اوبه" دپښتو جديدې شاعرۍ په زړه پورې کتابونه ده او بيا چې په دې نوې شعري مجوعه کښې چې په کومه توګه دغزل سر څڼه شوې ده کومي اصطلاح ګانې، ترکيبونه، تشبيهات او استعارې چې دۀ راوړي دي دهغې په حسن او ښکلا کښې دويمه خبره نه شي کيدی اؤ دا هر څه ددۀ په قادر لکلامۍ باندې ګواهي ورکوي دشاعر په مينه او اخلاص هيڅ شک نه شي کيدی څنګه چې دی معصوم او دحد نه زيات مينه ناک شخصيت دی هو بهو هم دغسې يو ښکلی تصوير ئې غزل هم وړاندې کوي ولې په ځنې ځايونو کښې دا ملا غلطۍ په نظر راځي لکه چې پښه، په ښپه ليکلې شوې ده او ښ، په خ، ليکلی شوی دی چې دپښتو نرمې لهجې دپاره ځنې ستونزې پيدا کؤلی شي پکار ده چې مونږ په خپل ليک کښې دټولو پښتنو خيال وساتوپرته له دې ځنې دقافيې کمزورۍ هم لري.
زه ريدي رنګي اوبه، ته هر کلی وايم اؤ په دې وياړم چې ما د پښتو جديدې شاعرۍ دنوي غزل په زړه پورې مجموعه ولوسته، زما باور دی چې کله دا ريدي رنګي اوبه، دپښتونخوا نورو سيمو ته اورسي نو دغزل په زمکه کښې به نور ګلونه هم وسپړي
شاکره ! ټول جهان ته دا خبره اورسوه
چې محبت يوې سپځلي عقيدې ته وائي

Prof. Aseer Mangal

- بېرته شاته