(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDP له خوا د ژوندون تلویزیون ملاتړ

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا  په برېښنايي پيژند پاڼو کښې  د افغان او اسلام  د نوم د حذف کولو غندنه  او د ژوندون تلویزیون ملاتړ

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې  د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په هکله د اطلاعاتو او کلتور د وزيرښاغلي سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال ښاغلي  محمد اسحق الکو د ناقانونه او د بیان د ازادۍ پر ضد پرېکړه  او دغه راز د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې هغه  اسلام ضد او افغان ضد پرېکړه، چې له مخې ئې په برېښنايي پيژند پاڼو کښې د اسلام او افغان هویت حذف شوی،  په کلکه سره غندي.

مونږ پدې  پوره باور لرو، چې د پښتون قام شعوري او تاریخي  دښمنان به  هیڅکله دخپلو شو مو او پرديپالو موخو  په پلي کولو سره د پښتون /افغان قوم د ځوان کول اراده کمزوري نه کړي، او ښاغلي محمد اسماعيل یون ته ډاډ ورکوو چې پدې لاره کښې مونږ ستاسې د هلو ځلو ملاتړ کوو.

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی  د پښتنو رسالت  ورپغاړه دی ، د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، آبادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره   د خپلې بنسټیزې (منشور) په  رڼا کښې هلي ځلي او مبارزه  کوي لکه د تل په شان یو ځل بیا  په ټولو پښتنو/افغانانو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی کړې او د خپلو حقوقو پوره پوره ساتنه او دفاع وکړئ او  د افغانستان په اوسني حکومت کښې په هغه پښتنو چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوری او په دولتي لوړو کورسیو ناست دي، غږ کوي چې نور له مضر احتیاط څخه لاس واخلئ او په زغرده د پښتنو د حقوقو دفاع وکړئ.

په درناوی

د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند

 

 

- بېرته شاته