(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشهیدخان عبدالصمدخان اڅکزی څلوېښتم تلین

لیک:محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

په دویم دسمبردهغه سترانسان اوستري هستي تلین لمانځل کېږي کوم سترانسان ستر مبارزچي دانګریزي ښکیلاکوپه ضدخپله مبارزه دیولس کلن هلک په عمر کښي پېل کړه.اوبیادوخت تېرېدوسره سم دغه یولس کلن هلک دپښتونخوا وطن ترڅنګ دبرصغیردآزادۍ دستري قافلې سترمبارزوګرځېدی.هم دغه سترمبارز خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی وو.کوم وخت  چي انګریزي استعمارګرانوپه کال ۱۸۹۳عیسوي کښي ټوله پښتونخواونېوله نوپه هم دې وخت کښي دانګریز استعمارپه ضددآزادۍ غورځنګونه په ډیر زور کښي وو دغلامۍ په دغوشپو او ورځوکښي دسهیلي پښتونخواپه تحصیل ګلستان کښي خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي دنورمحمدخان په کورکښي دکال ۱۹۰۷ د جولاي په میاشته کښي سترګي روڼي کړې.په یوې غازي کورنۍ کښی زېـږېدوله کبله دخان شهیدپه وینه کښي دغیرت اوغازا جذبه توده پرته وه.خان شهیدتراتم سیم پوري زده کړي وکړې دکورنۍ حالاتوله کبله خان شهیدنه سوکولای چي وخپل تعلیم ته وده ورکړي. خان شهیددمېووتجارت کول پېل کړې. دمېو د تجارت دپاره به خان شهید و پنجاب اودلوي هندوستان ونوروبرخوته تلی راتلی. خان شهیدپه دې تګ راتګ کښي څه دډیروخلګوسره لیده کاته وکړه.خان شهیدچي کله یولس کلن وونویې دانګریزشکېلاک ګروپه ضددمکتب دلوستونکو یولاریون راوېستی وخان شهید ته هغه وخت خپلوانواونوروډیروبدورته وویل خوخان شهیدودې ټولوته دا ځواب روکوای.چي انګریزد زرګونومیل لیري نه راغلی دی اوپه موږه خپله واکمني کوي پښتانه اونورقامونه یې غلامان کړي یو.په دې خاوره ددې خلګودواکمني حق دی. څوک چي له پخواڅخه دلته په خپله خاوراستوګن دي.په دې خاوره دانګریزانو د واکمني کولوهیڅ حق نه جوړېـږي.خان شهیددوړکتوب نه دانګریزانو د غلامۍ په ضد وو.خان شهید د مکتب په زمانه کښي هم دانګریزانوپه ضد کار کوی.اوهم یې په هغه وخت کښي چي داتم سیم لوستونکی وو په جرګه یې لیک وکړی.خان شهیدترلیک کولوپلټنه وکړه.پخپل چاپیرچل کښي سترګي واړولې راوازړلې اودجرګې هغه غامیاني یې په ګوته کړې کوم چي انګریزي استعماردخپلو ګټو دپاره کارولې اودپښتنوتاریخي جرګه یې پرې بدنامه کړې وه.

خان شهیدچي کله په ښه اوپه بدپوه سونوسم دلاسه یې دانګریزانوپه ضدمبارزه پېل کړه.دخان شهیدپه ژوند کښی یوه داهسي پېښه وسوه چي خان شهیدیې دانګریزانوپه ضد دپښتنودحق دپاره ویولوي غورځنګ ته وهڅوی.هغه پېښه داوه چي کله غازي امان الله خان وسهیلي پښتونخواته راورسېدی نوپه هغه ورځ په چمن کښي باران اورېدای اوخټي وې په دې ځاي کښي چي کوم انګریزپوځیانووغازي امان الله خان ته سلامي وړاندي کولادهغوپوځیانوګوټونه په خټو سو نوهندواڼویې ګوټونه په ټوالوپاک کول داخوپه ظاهره معمولي غوندي پېښه وه خودې پېښي د خان شهیدپه ژوندکښی ډیرلوي بدلون راوستی.

خان شهیددمحکوم افغان ملت ټولني دفرنګي استعمارپه ضدپه کال ۱۹۲۹عیسوي کښي په سیاسي توګه هلي ځلي پېل کړې.دمحکوم پښتون دیووالۍ ملي خپلواکی داولس خپلواکی او د دیموکر یسي دانګریزدغلامۍ څخه خلاسون دپاره په خپل غورځنګ پېل وکړی. هم په دغه کال کښي خان شهید د دسمبرپه میاشته کښي ولاهورته ولاړې. هلته دبهارت مهاسبهااودنوروګوندوکلنۍ غونډي کېدې په دې کښي خان شهید دځان او د پښتونخوا وطن دپاره ډیره رڼاوموندله.دډاګټرسیف الدین اود کاکاصنوبرحسین ویناوي یې ډیري خوښي سوې.خان شهید دکال ۱۹۳۰ عیسوي په پېل کښي دملګروپه ملتیاپه کلواوجماعتوکښي سیاسي کار او ویناوي پېل کړې.خوډیرژرخان شهیدسره دخپل ورور عبدالسلام خان اوایوب خان اڅکزی فرنګیانوبندیان کړل.اوجولاي ۱۹۳۰کښې د فرنګیانوتابع جرګې په امردوه کاله ډنډ(سزا)ورکول شوه اوپه مچ بندي خانه کښې بندیان کړل سول. دیولس میاشتو د تېرولووروسته په ۱۹۳۱کښي خوښي کړل سوځکه چي دهندسیاسي مشران لندن ته دګول میزکانفرنس دپاره تلل. ددې وړاندي دګاندهي اودهنددواي یس راې لارډارون دلوظ نامې لاندي ټول سیاسي بندیان خوښي کول ضروري وو. خان شهیداودهغه ملګري دیوګوندجوړولوپه هڅه کښي ووچي یوسف علي خان مګسي په ۱۹۳۲کښي په ملتان کښي د بلوڅانویوه غونډه رابللې وه اوپه دې لړکښي وخان شهیدته یې ترټولولومړي بلنه ورکړه.په دې وخت کښي خان شهیدډیر بوخت ووهم له دې کبله یې د بلوڅانوپه دې غونډه کښي ګډون ونکړ.ددې ور وسته یوځل بیاپه هم دې کال کښي په جیکب آباد کښي دپښتنواوبلوڅانویوګډه قامي جرګه دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی په مشري کښي وسوه. دې جرګې ډیري پرېکړی وکړې چي په کښي د ایالت نظام حکومت بدلوولواونوی نظام راوستلوپه سهیلي پښتونخوا(برټش بلوچستان)کښي پښتو ژبه تعلیمي اوسرکاري ژبه ګرځولوپرېکړي د پښتنواوبلوڅانوقامي غورځنګو یودبل سرمرسته کولو په شان نوري پرېکړي وسوې.په دسمبر  ۱۹۳۳کښي خان شهیدپه حیدرآبادسندهـ کښي ریاست بلوچستان کانفرنس کلنۍ غونډي مشري وکړه.له دې وروسته خان شهید په خالقدنیاهال کښي ویناوکړه اوپه جنوري کښي بېرته کوټي ته راستون سو. نو انګریزي استعمارګروونېوی اوبیایې ددرې کالوډنډ ورکړی . خان شهید یې په مچ بندي خانه کښي بندي کړی اوهلته یې له ډول ډول کړاونوسره مخامخ کړی . انګریزحکومت په ۷م جون ۱۹۳۴ کښي خان شهید له بنده څخه خلاس کړې په کال ۱۹۳۵کښي په هند کښي دولایتونودمحدوده خپلواکۍ قانون جوړسوکه څه هم داقانون په سهیلي پښتونخوا(برټش بلوچستان)( دافغانستان څخه بېلی کړل سوي پښتني سمي چي انګریزانوخپل دشو مو مقاصدودپاره دبلوڅوپه نامه ونومولې)اوریاست بلو چستان (دخان قلات بلوچستان)کښي نه ووعملي سوی.کله چي خان شهیدپه ۱۹۳۴کښي له بنده څخه خوښي کړل سونوپه هم دې کال کښي په سهیلي پشتونخوا اوریاست بلوچستان کښي د ورځپاڼو او مطبوعاتوقانون دخان شهیداودهغه دملګرود هلو ځلوپه ترڅ کښي رامخته سوو.خان شهید د خپلو ملګرو په مرسته کالداري راغونډي کړې اود استقلال په نوم یې دورځپاڼي دراېستلولپاره هڅي پېل کړې اودیوسف علي مګسي دقلمي نوم په مناسبت سره یې سم یوپریس خلاس کړی.په هم دې کال کښي خان شهیدداستفلال ورځپاڼي په خپرولوپېل وکړی. په کال ۱۹۳۸کښي دخان شهیداودهغه دملګرود ډیرو هلو ځلووروسته قامي خپلواکي اودجمهوریت اود انګریزانودایستلولپاره مبارزه کولودپاره دانجمن وطن په نامه دیوسیاسي ګوند بنسټ کښېښود.خان شهیدددې ګوند مشروټاکل سو .دانجمن وطن د لومړي کال ترسره کېدوپه مهال دانجمن وطن په کلنی دستوره ۱۶م ۱۷م جون ۱۹۳۹کښي په صدارتي ویناکښی خان شهیددګوندمرام سیاست او دتنظیم په ډیرواړخورڼاواچوله.

هم په دې کال کښي باچاخان دانجمن وطن په بلنه دایالت برټش بلوچستان (سهیلي پشتونخوا) او د ریاست بلوچستان دوره وکړه.خان شهیدپه ملګرتیا باچاخان ډیري اولسي غونډي وکړې ددورې دپاي په ورځ په نصیرآبادکښي د جمالي خاندان په لمسون په جلسې بریدوسواومحمدآمین یې په تبرزین ټپۍ کړی. په ۱۹۳۹کښي نړیواله جګړه پېل سوه نو انجمن وطن پرخپل بنیاددانګریزسره د مرستي نه کولوکړن لاره خپل کړه.بیاپه ۱۹۴۲کښي چي کله کانګریس دانګریز د اېستلولپاره چي انګریزدی له هندوستان څخه وزی ناره پورته کړه نوپه دې وخت کښي خان شهیداوباچاخان ډیرلوی غورځنګ وچلوی. په دې ترڅ کښي فرنګیانو د دوي په ضد ګامونه اوچت کړل اوخان شهیدیې بندي کړ اوپه خداي خدمتګارانو یې هم ظلمونه وکړل.انجمن وطن له کانګریس سره پردې مرسته وکړه چي دې ګوند په ګراچي کښي په خپله غونډه کښي دژبي پربنسټ د خپلواکه ایالتو دجوړولو لوظنامه کړې وه .خو وخت په ثبوت ورسوله چي انجمن وطن اوخداي خدمتګار یعني دپښتون قام دآزادۍ غورځنګونه اوګوندونه چي په کانګریس کښي ګډسو یعني ملاتړیې ورسره وکړی.په دې وخت کښي دې قامي غورځنګو دمحکومو افغانانودیووالۍ اوله انګریزڅخه له هندستان څخه ځانته دخپلواکۍ ښکا ره لاره دټاکلواووخپل منزل ته درسېدولپاره د پښتنوخپل آزادګوندوحېثېت وساتلو. د انګریزانو د تلووروسته دپښتنوپښتونستان دانګریزانووتالۍ څټو ته دسوغات په شان ورکول سو.هم په دغه ترڅ کښي په کال۱۹۴۷کښي په بنوکښي یوه ډیره لوي جرګه وسوه په هغه کښي دپښتون د یوکولو او خپلواکه پښتونستان جوړولوپرېکړه وسوه چي تاریخي بنوقراردادبلل کېـږي په ۱۹۴۸کښي د انګریزانودتلووروسته پاکستاني واکمنوسم دلاسه خان شهیدونېوای اوبندي یې کړې اودغه شان یې باچا خان هم بندي کړې.اوپه خېبر پښتونخواکښې دخداي خدمتګارغړي یې په ګڼ شمېربندیان کړل. اوهم دغه شان په ۱۹۵۰کښي دمحمدایوب خان اڅکزی په مشری کښي دسهیلي پښتونخواپه سلګو نوپښتنووآزادافغانستان ته هجرت کوای چي په توبه اڅکزۍ کښي له پنجابي استعمارګرانوسره وجنګېد ل عبدالرحمان اڅکزی اونورډیرننګیالي پښتانه د پنجابي استعمارګرانودبمبارله کبله شهیدان او ټپیان سوو.دفرنګي دوخت ورکړل سوی ټوله ښاری حقوق هم ختم کړل سو.په ۱۹۵۰کښي دسهیلي پښتونخوااودریاست بلوچستان په لومړی ورځپاڼي استقلال بندیزولګول سو.استعمارګرانوپه ۱۹۵۴ د پاکستان اسمبلی ماته کړه او خېبر پښتونخوا،سهیلي پښتونخوا،ریاست بلوچستان،سندهـ ایالتونه یې ختم کړل او د پنجاب دګټي دپاره یې بنګالیانوپه سیالي کښي بنګالیان په لږبدلولودپاره یویونټ جوړکړ. دغه شان یې یوخواته پښتانه،سندهیان بلوڅان ، سرایکیان بلي خواته بنګالیان چي سرشمېرنه یې ترپنجابیانوزیاته وه دپنجاب غلامان کړل. بنګالیان ترپښتنو،سندهیانو،بلوڅانوښه سول خپل دخاوري حق یې پرځاي کړې اوځانته یې له پنجابیانوآزادي واخېستله.خودانورقامونه لاتراوسه پوري د پنجا بیا نوغلامان دی .خان شهید دیویونټ په ضدخپله مبار زه پېل کړه نوخان شهید پنجابي استعمار ګرانو ونېوای.خان شهیدپه کال ۱۹۵۵کښي دورورپښتون ګوندبنسټ کښېښود دغه یوسیاسي ګوندوو.ددې ګوند مشرخان شهیداوجنرل سیکتریې هاشم خان غلزی وټاکل سو.پښتنودخپلواکۍ لپاره دورورپښتون کړن لاره وټاکل سوه.

دورورپښتون مرامونه:

۱.په پاکستان کښي دننه پرله پوري دپښتنویوخپلواک ایالت دپښتونستان په نامه جوړول اوپښتنوکښي ورورګلوي رامنځته کول.

۲.ریاست بلوچستان اوبرټش بلوچستان سهیلي پښتونخواکښي دټولو پښتنو دژوند ،دین،ژبي ګزران،ذدهکړی اوروزني دپاره زیارکښل او دغسي څه نور.....

دیویونټ په ضددورورپشتون منظم کولوسیاسي کارپېل کېدوسره سم په جولاي ۱۹۵۴کښي خان شهیدبېرته بندي کړل سو اوبیاچي کله دډاکټرخان په مشرۍ کښي دیویونټ پلان عملي کړل سو اود لاهورداسمبلۍ دپاره تش په نامه دټول ټاکنوتېاري پېل سونوپه جولاي ۱۹۵۵کښي خان شهیدله بند خلاس کړل سو او بیا دټاکنوپه وخت کښي بېرته د ډاکټرخان په آمرسره خان شهیددلورالاي بوري څخه استعمارګرانوونېوی اوپه کال ۱۹۵۶کښي یې دلاهورهاي کورټ په آمرله بنده ایله کړې په لاهورهاي کورټ کښي خان شهید دپښتونستان په هکله څه داسي واي د پشتونستان په خاوره خپلواکه ایالت پشتونستان دپښتنوحق دی دپښتونستان په هکله دپاکستان واکداران غلطي پروپګېنډې (خبر ي)کوي اوپښتون اولس غولوي موږ غواړو چي په پاکستان کښي دي دننه پښتونستان یوداهسي خپلواکه وحدت جوړکړل سي چي پرله پوري په پشتون آبادي سیموباندي خوروي داوحدت دي عدم تشدداوآیني اوپه جمهوري لاره جوړکړل سي.خان شهید دبلوچستان د پښتنو په باره کښي دپښتونستان اوبلوچستان ترسرلیک لاندي لیکي...زه دبلوچستان په پښتنوکښي زېـږېدلی یم اولوي سوی یم اود ا قدر تي خبره ده چي زماپه سیاسي ژونداومقاصدوکښي ددوي اړتیااوستونزي وړاندي وړاندي دي ماپه سر کښي دا محسوسه کړه چي دهغوي دحق نمایندګي او زموږدژبي بې بسي تړټولولويه وجه د ذدهکړی ناقص ډول دی پر دې چي دادوي په مورني ژبه کښي نه ورکول کېږي په دې هکله په ۱۹۳۲کښي په جیکب آبادکښي دریاست بلوچستان کانفرنس د دې علاقې په تاریخ کښي لومړي غونډه وه په غو نډه کښي دا قراردادمنظورکړل سوچي ذدهکړی دي په مورنۍ ژبه کښي ورکول سي په لوي هندو ستان کښي له کانګریس سره زمااړیکوترټولولويه وجه دکراچي قراردادوو.کوم چي پوره په زور تاید وکړه چي په آزادهندوستان کښي دي دننه دژبود خودمختارایالتوضمانت ورکول سي. خان شهید به ویل چي په برټش بلوچستان اوریاست بلوچستان کښي د اوسېدونکو پښتنوچي کومه کښاله ده ددې یواځینی حل پښتونستان دی.خان شهیدچي کله په کال۱۹۵۶کښي له بنده خلاس سونوخان شهید اودهغه ملګرودپنجابي استعمار ګرانوپه ضد د بنګالي،سندهی،بلوڅ قامونواودپنجاب داولس دخپلواکۍ غورځنګ ترمینځ یواتحادوسو.چي د ۱۹۵۶کال په پاي کښي دټولوقامي غورځنګوله خوا نیشنل عوامي ګوندجوړکړل سوپه کوم کښي چي دخان شهیدورورپښتون ګوند، د باچاخان خداي خدمتګار،دحیدربخش جتوي سندهـ هاري کمېټی، دمیا افتخار الدین پنجاب آزادپاکستان ګوند،دجی ایم سیدسندهـ عوامي محاذګونداوپه کال ۱۹۵۸کښي له بنګال څخه دمولانابهاشاني عوامي لیګ هم دعوامي نیشنل ګوند برخه سو.نیشنل عوامي ګونددآمرانواواستعمارګرانوپه ضد د پښتون،بلوڅ،سندهی بنګالي اودپنجابي قامونودسیالۍ اودیویونټ دماتولواودژبي اوثقافت پربنسټ د قامونودخپلواک ایالتودجوړولوبېراغ اوچت کړی.خوله بده مرغه دپنجاب دګټي دپاره په ۱۹۵۶کښي آیین ختم کړل سواوپه ۸م اکتوبر ۱۹۵۸کښي دپاکستاني پوځ کمانډرایوب خان په مشری کښي مارشل لاولګوله اولومړی واریې په نیشنل عوامي ګوندوکړې اوخان شهیدیې بندي کړې چي ددسمبر۱۹۵۸کښي په دویمه اووهنۍ کورټ مارشل دلاری خان شهیدته دڅوارلس کالو ډنډورکړی. دایوب خان دمارشل لاټوله موده خان شهیدپه بندي خانې کښي تېره کړه.خان شهید د ایوبي مارشل لا لومړی بندي وو کوم چي بیاد ټولو ور وسته له بنده څخه په ۲۵م اپریل ۱۹۶۸کښي خوشي کړل سو.خان شهیددایوبي مارشل لا په ټوله موده کښي په بندي خانې کښي وو.(خان شهیدیوخواته دانګریزان له خوااوبلي خواته دپاکستان داستعمارګرانوله په څوڅوځله بندي کړل شو.خان شهیدچي کله بندي وونوبه یې هلته خپل لیکنه کوله یوشمېرکتابونه خان شهیدژباړلي دي اوبلي خواته یې خپل زدکړی تر بي اې څورالسم پوري کړي دي)خان شهیدپه اپریل ۱۹۶۸ کښي دبندڅخه د خوښي کېدووروسته په لومړي ځل کوټي ته راغلی نوپه هواي ډګریې تودهرکلی وسوکوم چي په پنجابي استعمار ګرو او دهغه په تالۍ څټوښه نه ولګېدی اوهم له دې کبله دد وي خوبونه ورک سونوسمدلاسه یې دساینس پو هنځي دلوستونکوپه استوګنی(هاسټل)بریدوکړې اوهلته یې لوستونکي ټپیان کړل او یو لوستونکی ظریف خان یې شهیدکړی.خان شهیددبنده خلا سېدووروسته په کور کښي نظربنده کړل سو.

په کال ۱۹۴۷کښي دپښتون قامي غورځنګ ددښمن دلاسه ماته خوړولووروسته د لومړي ځل دپاره دا امکان پېداسوچي پښتون به له بولانه ترچتراله پور ي خپلواکه کېږي.خوله بده مرغه نیشنل عوامي ګوندپه دوبرخوکښي ووېشل سوچي دیوې ډلي مشري یې ارواښادولي خان کوله اودبلي ډلي مشري یې مولانابهاشاني کوله هم ددې ترڅنګ نیشنل ګوند دپښتنومشرانوسره سم دنورقاموسره اړه لرونکو مشرانو د ګوندکړن لاره چي دیویونټ وروسته به ایالتونه دژبي اوثقافت په بنسټ جوړېږي او ځپل سوی قامونوته به خپل حق ور کول کېږي څخه په شاسو.خان شهیدپه وار وار د پښتنومشرانوته دیوکېدودپاره لېکونه ولېکل چي داهسي مه کوی خوچادخان شهیدخبره ونه منله اویوځل یې بیادپښتنوپرسینه چاړه تېره کړه اود پښتنوحق یې وبل چاته ورکړې.(داخان شهیددغه تاریخي لیکونه اوس دکتاب په بڼه هم سته هرڅوک یې ترلاسه کولاي شي)کله چي ایالتونه جوړسونوپښتانه یوځل بیا په څلوروبروخوکښي ووېشل سوکوم خلګوچي دپښتنودحق نارې وهلې هغوپه خپل لاس پښتانه په څلوربرخوکښي وېښلو باندي لاس لېک وکړې اوپټه خله سو او سهیلي پښتونخوایې وبلوچستان ته اومیانوالي اواټک یې وپنجاب ته ورکړ.اود خېبر پښتونخوادپاره یې دسرحداومنځۍ پښتونخوادپاره یې دقبایل نوم خوښ کړ .خان شهید دپښتونستان دخپلواکۍ دپاره هلي ځلي رواني ساتلودپاره په کال ۱۹۷۰کښي کښي دپښتونخوانیشنل عوامي ګوندپه نامه دپښتونستان د خپلواکۍ اودپښتنوحق ترلاسه کولودپاره ګوند جوړ کړې.(دالومړی ځل ووچي په پاکستان کښي دننه دپښتونخوانوم دیوسیاسي ګونددنامه سره ولګېدی.اوبیاچي کله په کال 1991کښي دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی زوي دپښتنوملي مشرمحمودخان اڅکزی دپاکستان وقامي اسمبلۍ ته ولاړی نوبیادپاکستان په قامي اسمبلۍ کښي په لومړي ځل دپښتونخوا،پښتونستان ناره اوچته شوه اوپه لومړي ځل دپاکستان په پارلیمان کښي یوداهسي سیاسي مخکښ پېداشوچي هغه دپاکستان دواکمنوله خواپه افغانستان کښي دلاس وهنی غندنه وکړه اوترننه ورځي پوري یې کوي چي پاکستان دي په افغانستان کښی لاس وهنه نه کوې)اوله بولانه ترچتراله پوري یې د پښتنود خپلواک پښتونستان دپاره یې هلي ځلي پېل کړې. اود۱۹۷۰په ټول ټاکنو کښي خان شهید د پښتنواو بلوڅانوګډایالت داسمبلۍ غړی وټاکل سو. نوپه کال ۱۹۷۲کښي دبلوچستان اسمبلۍ لومړی غونډه دخان شهیدپه مشری کښي په هغه ځاي کښي وشوه چیري چي به وخان شهیدته انګریزانوسزاورکوله. په اسمبلۍ کښي دنیشنل عوامي ګوند(ولي خان ډ لي)چي مشری یې بلوڅانو کوله دجمعیت علمااسلام سره په ګډه په حکومت جوړولوسره سلاسو.اودسردارعطاالله مینګل چي اړیکی یې دنیشنل ګوند ولي خان ډلي سره وې په مشری کښي حکومت جوړسو .خان شهید دحکومتي څوکۍ ترلاسه کولوپرځاي په سیالي کښي کښېنا ستی او د قامي اوجمهوري کښالوپه هکله یې په جمهوري توګه خپل دریځ وړاندي کاوی. خان شهید عبدلصمدخان اڅکزی دپښتون قوم یوستراونه هېرېدونکی مشر ووخان شهید یو ادیب، سیاستمدار اونیک سړی وو.خان شهیددیوتکړه ژورنالسټ په توګه هم ځانته پېژندګلوي ترلاسه کړې وه خان شهیدپه خاص توګه دسرداري نظام په ضدډیرښه اوپه زړه پوري لیک کړی وو اودغه شان یې دووټ په ارزښت په هغه وخت کښي لیک کړی ووکله چي په پاکستان کښي اولس ته دووټ حق نه وو ورکول شوی.په پاکستان کښي چي واولس ته دووټ حق ورکول شوی دی هغه هم دخان شهیددهلوځلوپه ترڅ کښي روکول شوی دی.تردې وړاندي به دخان،ملک، سردار،چوهدري اودوډیره ووټ ووبیاچي خان شهیدسیاسي هلي ځلي وکړې اولس ته یې دووټ حق راوړی اودابیاډیره تاریخي خبره ده چي هغوخلګوچي دووټ مخالفت کړی وو هغوخلګوبه اولس ته ویل که دجنت هوالری ووټ به کجوري ته راوړی.خان شهیددپښتون قام دپاره کړی خدمتوله کبله یې پښتانه چي دنړۍ په هرکونج کښي مېښت دي دڅلوېښ کالووروسته یې نن هم په ډیره مینه اودرناوي سره یادوي. اوهرکال دخان شهیددتلین ورځي په ډیره درناوي سره لمانځي.خان شهیدداستعمارګرانوپه سازش پر۲دسمبرکال ۱۹۷۳کښي دسهارپه ۴بجوپه دوو بمبونوشهیدکړل سو.دسهارګاپه مهال د استعمار ګرانوتالۍ څټودخان شهیدپه کوټه کښي چي په جمال الدین افغاني روډیې کوروواوپه خپله کوټې کښي وېده ووظالمانوبمبونه وکوټې ته وروغور ځول اوخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی یې شهید کړې.خان شهید د زرګونو کسانو او خوا خوږوپه مخ کښي په عنایت الله کاریزګلستان کښي وخاورو ته وسپارل سو.دخان شهیددشهادت وروسته د استعمارګرانواو دهغو د تالۍ څټو دا فکر ووچي دخان شهیدوروسته به د آزاد پښتونستان نوم څوک وانه خلي اونه به څوک دافغان ملت دیوولی خبره وکړي. خووخت دغه ټولي خبري درواغ څرګنده کړې خان شهیدچي کومه ونه په مځکه کښي ښخه کړې وه نن هغه ونه په یوې مېوه داری وني بدله سوې ده. چي ددې وسیوری ته ټوله پښتون افغان اولس په تمه دی چي ددې ونی ترسیوری لاندي به کښېنو. نن دخان شهیدنیم ارمان پوره سوه دی .ونیم وطن ته دخېبرپښتونخوانوم ورکول سوی دی. اوپاته وطن ته به هم ډیرزرخپل نوم پښتونخواورکول شي.په اوسني زمان کښي هرپښتون ځوان داهڅه کوي چي دخان شهیدپه لاره ولاړسي او د خان شهید دزوي ښاغلی اوننګیالی پښتون محمودخان اڅکزی په لشکرکښي د یوسپاهی په توګه ورګډسي او د آزادپښتونستان ترڅنګه دګران اوآزادافغانستان په بیاودانولوکښي برخه واخلي اوپه افغانستان کښي دګوانډي هېوادودلاس وهني په کلکه توګه مخ نیوي وکړی.لوي څښتن دی و شهید خان عبدالصمدخان اڅکزی ته جنت ورپه برخه کړي اوآزادپښتونستان کوم چي دخان شهید او باچاخان ارمان وولوي څښتن دې پوره کړی.(آمین)

- بېرته شاته