(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالصمد خان اڅکزی

عبدالصمد خان اڅکزی (۷ د جولای، ۱۹۰۷ ز. - ۲ د ډېسمبر، ۱۹۷۳ ز.) (په انګرېزيAbdul Samad Khan Achakzai) د سهېلي پښتونخوا يو مخور ولسي مبارز، سياسي مشر او نامتو ادبي شخصيت ؤ. هغه د خپلو سياسي فعاليتونو او په سياست کې د ښکېل پاتې کېدو په سبب د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار وار زنداني شوی. نوموړی د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي غورځنګ مشر او بنسټګر ؤ چې بيا دغه ولسي غورځنګ د هند د کانګرېس او خدايي خدمتګارو له خوا په رسميت وپېژندل شو.

عبدالصمد خان اڅکزی د نور محمد خان اڅکزي زوی ؤ. هغه د سهېلي پښتونخوا په ګلستان نومې سيمه کې زېږېدلی ؤ. نوموړی چې د خان شهيد په نامه هم شهرت لري، خپلې لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولګي پورې په منظمه توګه ترسره کړې وې، بيا يې نورې زده کړې په دوديزه توګه د سيمې له ديني عالمانو څخه ترسره کړي وې. کله چې په ۱۹۲۹ ز. کال کې د سياسي ښکېلتيا په سبب په ۱۴ کاله بند محکوم شو، نو بيا يې په بنديخانه کې په غير رسمي ډول د فاضل پښتو، فارسي، مېټرک او اېف اې په آزموينو کې ګډون وکړ او د برياليتوب سندونه يې ترلاسه کړل. نوموړی په پښتو دري، اردو او عربي ژبو ښه پوهېده او احاطه يې پرې درلوده. هغه خپل ټول عمر په زده کړه، فرهنګي او سياسي فعاليتونو تېر کړی او د سياست په ډګر کې له هېواد سره د مينې په ګناه د مچ، هري پور او ملتان په زندانونو کې يې سختې شپې او ورځې تېرې کړي.

اڅکزی په ۱۹۳۰ ز. کال هند ته لاړ او د لاهور د کانګرېس په کلنۍ غونډه کې يې ګډون وکړ په دې غونډه کې يې د ښکېلاک ضد شعارونه او خبرې واورېدې، کله چې بېرته کور ته راستون شو په حال او احوال کې يې بدلون راغلی ؤ، دغه حال يې محمد ايوب خان اڅکزي او خپل ورور عبدالسلام خان ته بيان کړ، چې دوی درې واړو د يوې ملي سياسي ټولنې په جوړېدو لاس پورې کړ. کله چې انګرېزان د دوی له فعاليت څخه خبر شول، د دوی دغه ګوند يې غير قانوني وباله او درې واړه يې بنديان کړل. کله چې هغوی له بنده خوشې شول، نو په ۱۹۳۲ ز. کال کې يې په سوېلي پښتونخوا کې د يوه سياسي مرکز په جوړولو لاس پورې کړ، چې د همدغه کال په ډېسمبر کې د سند او سوېلي پښتونخوا په پوله په يعقوب آباد نومې سيمه کې د انجمن وطن په نامه د خان عبدالصمد خان په مشرۍ د يوه ولسي تحريک بنست کېښود. دغه انجمن د هند د کانګرېس او د خدايي خدمتګارو لخوا په رسميت وپېژندل شو. نوموړي په ۱۹۳۶ ز. کال کې په خپل شخصي لګښت يوه چاپخونه هم رانيوله او د ۱۹۳۸ ز. کال په جنوري کې يې په پښتو او اردو ژبو د استقلال اخبار چاپ او خپور کړ. دغه اخبار په ۱۹۵۰ ز. کال کې د پاکستان د حکومت لخوا مصادره او ضبط شو او په خپله عبدالصمد خان زندان ته لاړ. کله چې هغه له بند نه خلاص شو نو بيا يې دوه نور ګوندونه هم جوړ کړل چې يو يې د ورور پښتون او بل د اسمان ګل په نامه يادېده. د لومړي ګوند مشري پخپله د صمد خان په غاړه وه او د دويم مشري يې شهزاده عبدالکريم خان بلوڅ کوله.

په ۱۹۳۹ ز. کال کې چې د ملي خوداراديت څپې څپڅپانده وې د پاکستان پوځي حکومت د هغو د آرامولو او له منځه وړلو په خاطر بنديزونه لګولي وو او خان يې د مارشل لا له قوانينو څخه د سرغړونې په تور ۱۴ کاله بندي کړ.

عبدالصمد خان اڅکزی يوازې يو سياسي او ټولنيز شخصيت نه ؤ، هغه يو هر اړخيزه وګړی ؤ چې د رسنيو د چاپ تر څنګ په ادبي او علمي چارو کې هم بوخت پاتې شوی او ګڼ شمېر فرهنګي خدمتونه يې کړي دي. ده برسېره پر دې چې د استقلال په ورځپاڼه کې يې خپلې ليکنې خپرولې، د ګلستان له مجلې او نورو ملي خپرونو سره يې هم همکاري کوله. د ده ليکنې په يوې سيمې پورې محدودې نه وې، بلکې د افغانستان، بلوچستان او پېښور په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپرېدلې.

چاپ شوي آثار

  1. صمد اللغات - د پښتو ژبې سيند چې په لس هاو زره لغتونه په کې راغلي. دا سيند په ۱۹۵۳ ز. کال کې د کوټې په جېل کې ليکل شوی دی.
  2. زما ژوند - په دې اثر کې د خان صاحب ژوند پېښې په ۷۹۰ مخونو کې راغلی دی
  3. پښتو ژبه او ليکدود - دا يوه کوچنۍ رساله ده چې په ۱۹۵۶ ز. کال کې په کوټه کې چاپ شوې ده.

ژباړې

  1. ګلستان - د شېخ سعدي د ګلستان پښتو ژباړه - دا کتاب په ۱۹۵۰ ز. کال کې د هري پور په زندان کې ژباړل شوی.
  2. ترجمان القرآن - دا د مولانا ابوالکلام آزاد، د ترجمان القرآن پښتو ژباړه ده چې په ۱۹۴۷ ز. کال کې د مچ په زندان کې ژباړل شوی.
  3. کيميای سعادت - د امام غزالي د کيميای سعادت پښتو ژباړه
  4. سيرة النبي - د شبلي نعماني د سيرة النبي د لومړي ټوک پښتو ژباړه
  5. د آزادۍ پای - د چارلټ اوډايس مارټر د کتاب (Future of Freedom) پښتو ژباړه
  6. آزادي کا افق - د همدې پورتني کتاب اردو ژباړه.

عبدالصمد خان اڅکزی يو ټول منلی پښتون مبارز د ګڼ شمېر فرهنګي او ټولنيزو چوپړونو وروسته په ۲ د ډيسمبر، ۱۹۷۳ ز. کال د کوېټې په ښار کې د خپل کور په مېلمستون کې د لاسي بم په بريد کې شهيد شو.

Nisar Samandar

د ملت ژغورنه يوازې او يوازې يو سياسي سنګر کې سره راټوليدلو کې دۍ، د يو بيرغ او شعار لاندې ۔ ۔ 
شهيد عبدالصمد خان (خان شهيد) په لومړي ځل د مبارزې په لار روانيدو اساسي او د مبارزې بنسټ يې همدا نيمګړتيا وه چې پښتانه يې تر نن ورځ لري ۔ په يو مرکز او يو سنګر نه راغونډيږي، فکري وحدت نه لري، د ملي آزادي لپاره د يو منظم ګوند لاندې نه راغونډيږي، مشر نه مني، خودسره مبارزې کوي، په وړو وړو غورځنګو او ډلو ټپلو باور ساتي، د يو بل په لاره کې خنډ جوړوي، هر څوک ځان ته خان وايي او همدا ډول خپل ملي سياست باندې بې باوره دي !!
دغه رنځ خان شهيد عبدالصمد خان دې ته اړ کړ چې سياسي مبارزه پيل کړي ۔ له ملت څخه ځان ځانيتوب وباسي او يو سنګر ته يې راغونډ کړي ۔ ۔ نن ورځ خان شهيد نړۍ کې نشته، خو فکر يې ژوندۍ او ورځ په ورځ ځوانيږي، هره ورځ پيواړۍ کيږي ۔ ۔ د پښتونخوا ملي ولسي ګوند اصلي مرام همدا دۍ چې په ملت کې فکري وحدت راولي او له وړو وړو خودسره ګوندونو او ډلو ټپلو ډډه وکړي ۔ يو مشترک ملي سنګر خپل کړي او د آزادئ په لاره لارويان شي ۔

شیرین آرین

Khan Shaheed Abdul Samad Khan Achekzai

He was young, strong and well-dressed. “Go to your District, you will be appointed as EAC and be in the service of your people”; said the Political Agent. He stood firmly on his feet; with an unshaken (and from then on never shaken) confidence he replied “not job, but freedom is my ultimate goal”. 
In a tone of mockery, Political Agent smiled and said “I know you are doing a great job for your nation but I will not tolerate your political activities. Give it up or you will be imprisoned and there unending labor is waiting for you”.
“I know the consequences. Yet I will carry on the torch of struggle against the oppressors”. The young man, this time looked straight into the eyes of the British man.
The foreigner felt pity for this nice and courageous young man. “Look, you will be punished by your own people. Jirga will punish you”. 
“If it’s, then let it be so but neither your mercenaries nor your slave tribal chiefs can stop me from the struggle for freedom”. The young man was as firm in his will as the mountains of his homeland.
Then …… he was imprisoned, tortured but like Maya Angelo Said 
“You may shoot me with your words, 
You may cut me with your eyes, 
You may kill me with your hatefulness, 
But still, like air, I'll rise.”
He rises, still, long after his martyrdom. Like a full moon in dark sky, he is still leading his people from darkness to a Dawn.
A Dawn of total freedom.

خان شهید عبدالصمد خان اڅکزئ ځوان هلک و. غښتلي وجود او ښه لباس يې وو. 
فیرنګي پولیټکل ایجنټ ورته ووییل ځوانه ولاړ شه مونږ تاته د پښین د ایکسټرا اسسټنټ کمشنر څوکئ درکړله. 
صمدخان د خپل ځائ نه ونه خوځيدلو او ځواب يې ورکړلو، زه نوکري نه غواړم ازادي غواړم. 
فیرنګي پولیټیکل ایجنټ ته دا یوه ټوقه ښکاره شوه او مسکئ شو ویل زه پوهیږم ستا مرام ستا د اولس لپاره ډیر ښه دی.خو مونږ ستا سیاسي هلې ځلې نه شو زغملې. دا کارونه پریږده کنه مونږ به تا زنداني کړو او هلته سخت مشقت ستا لاره څاري.
خان شهید هم مسکئ شو وییل هو زه د دغه نتیجې نه خبر یم. خو زه بیا هم د ازادئ بیرغ په مخ وړم. او د سر نه ټیټولو پریکړه مې کړی ده. دا وار خان شهید سترګې د فیرنګي په سترګو ورښخې کړلې. 
هغه فیرنګي په دی ځوان زړه سواندې شو، چې کمشنري نه اخلي او زندان ته تیار دی 
هغه فیرنګي صمدخان ته وویل تاله به سزا ستا د خپلو خلکو جرګه درکوي 
سمد خان وخاندل ویل ښه که خبره داسی ده نو زما دا هم واوره، نه ته او نه ستا دلالان قبائلي مشران دا توان لري چې ما د خپلې خبرې نه واړوي. دغه ځوان په هوډ او د ازادئ په دریځ داسی کلک ولاړ و لکه د دغه سیمې غرونه چې کلک او جګ ولاړ دي. 
دغه ځوان زندان ته ولیږل شو، دغه ځوان شکنجه کړل شو، خو لکه مایا اینګلو چې وايي، ته ما د الفاظو په توپنځو ویشتلی شی، ته ما په سترګو حلالولی شی، ته ما په خپل نفرت وژلې شی، خو زه به لکه د هوا پورته کیږم، صمدخان هم پورته شو، او د شهادت نه وروستو هم پورته کیږي. 
لکه د تیارو ډک اسمان کې روښانه سپوږمئ، هغه اوس هم خلکو ته په تیارو کې لاره روښانه کوي. او هغه د ازادي یو غښتلی سباون دی.
د خان شهید مزار ته سلام او د هغه فکر به مونږ په مخ وړو.

 Murad Khan.

 

(2 December Khan Shaheed Day)
Khan Shaheed Abdul Samad Khan Achakzai (circa. 7 July 1907 – 2 December 1973) (Pashto: عبدالصمد خان اڅکزی) was a Pashtun nationalist and political leader from Quetta, Pakistan. Known as "Khan Shaheed", he became the founder and head of Anjuman-i-Watan, Wror Pashtoon and Pakhtunkhwa National Awami Party. He was repeatedly imprisoned for 35 years both during the British Indian and the Pakistani government for secessionist activities. During the Independence Movement, "Anjuman-i-Watan" was first political organ in Baluchistan launched by Khan Shaheed. he was a member of the Congress party in the Balochistan area of British India, and campaigned for Pashtun autonomy in a united secular India, along with Khan Abdul Ghaffar Khan (Bacha Khan) in the then North-West Frontier Province. A follower of Mohandas Gandhi, he was known by many as the "Baloch Gandhi". He was a member of the National Awami Party (NAP), before forming a breakaway Pakhtunkhwa National Party and later on Pakhtunkhwa Milli Awami Party. He was member of the Balochistan Provincial Assembly at the time of his assassination in December 1973. After Samad Khan's demise, his son Engineer Mahmood Khan Achakzai was elected the chairman of the party.
(Early life of Khan Shaheed Abdul Samad Khan Achakzai )
Achakzai was born on 7 July 1907 at Gulistan, near the city of Quetta in undivided British India. At age 13 Samad was inspired to lead a school student procession to protest against British imperialism in Afghanistan as well as in favor of the "Khilafat" Movement in India. The student procession went well and without violence as Samad firmly believed in non-violence as demonstrated by his political career. His successful student procession at Gulistan however provoked the Quetta based Political Agent of the Raj. Samad was reprimanded. His parents were warned against Samad's semi-political activity believed to be prejudicial to the British Baluchistan. This political activity led to Samad's first prison term as a political prisoner in Quetta prison for 28 days.

پورته شو له کوئټې پښتنو کړی اقدام دی ــــــــــ مخکې مامود خان دی ورپسې میړنې قام دی

د خان شهيد قبر ته لحده!

نيســـــه ئې کرار پـــــه غېږ کي

يو زهـــــــره چاودی او خــوږمن درسپارو

چي ئې زخمونه دي د ستورو په شمېر

د کهکشــــان غــونــدي بـدن درسپـارو

د صداقت لــــــه ګلــو ډکــــــــه چې وه

 پــاره پـــاره هغــــــــه لمــن درسپـــارو

دا ئې ګنــاه وه چـي ئې نــــۀ پرېښوول

 پـر خپــل آسمــان باندي د بـل لمرونـــه

 توره تيـاره بـــــه ئې تيـــارۀ بللــــــــــــه

سپينــو لـمـرو تــــــه ئې ويل لمرونـــــه

خپل ژوند ئې ټول په تروږمۍ کي تېر کړ

د بـل د پـــاره ئې تــراشـــل لمرونــــــــه

دا ئې اعـلان وو چې انصاف بــــــــه ګټو

د خپلي خـــاوري او خپل ځـــان د پــــاره

چې د بل پـــــــه وينو داړي سـرې کـړي

دا حق بــه نـــــــــه وي د انسان د پــاره

څوک بـــــــه د چا قصېدې نـه پرې وائي

 منبر بـــــــــه وي تش د 


خان شهيد عبدالصمدخان اچکزے
خان شهيد عبدالصمدخان اچکزے دجولائي په مياشت په کال1907 کښې عنايت الله کاريز ګلستان  کوئټې په يو علمي او ديني کورنۍکښې سترګې وغړولې دے په اصل اچکزئ حميدزئ  جليزئ او د برخوردار خان د کالۀ دے. چا چې د احمدشاه بابا په مشرۍ کښې د پانى پت په مېدان د يوې دستې کمان کوۀ او مرهټوته ئې سخته ماتې ورکړې وۀ،د خان شهيد پلار يو لوستے او ديندار سړے وۀ او په تازى فارسۍ اوپښتو ښۀ پوهېدو،د دۀ  پلار ډېر امانت ګر مېلمه دوست او غريب دوست وو د لسو کالو په عمر کښې دے چې  پلار ئې وفات  شو نو ځان ئې يتيم محسوس کړۀ،  خو د پښتو ژبې سره  د مينې او لوستو خواهش ئې لا زيات شو د ګلستان په مډل سکول کښې ئې داخله واخسته او په آزموينه کښې اول نمبر راغے.
          د انګريز او پنجابى استعمار چيانو په عدالتونو کښې ورته قريبا دېرش کاله سزا اورولې شوې ده او دوويشت کاله  تاريخى سزا ئې د دوي په مختلفو جېلونو کښې تېره کړې وه.  خپل ژوند ليک او نور ډېرکتابونه ئې ليکلي دي چې ځنې چاپ شوي او ځنې لا  د چاپ نه پاتې دى جنوبى پښتونخوا د هغه وخت د ټولنې ساخت، نفسيات،ثقافت، سياست او د انګريز سامراج او دهغه د پېدا کړى سردارۍ او خانۍ د نظام په  ظلم جبر او ناروا قوانينو باندې په تفصيل سره بحث شوے دے  او ددې پر خلاف د اولس او ددۀ د سياسى جماعت د مبارزې مرام او پاليسو څرګندونه  شوې ده  داسې کتابونه او تحريرونه د جېل د تورو تنبو شاته او په ډېرو نامساعده  حالاتو کښې د ليکلوحوصله صرف دهغۀ برخه ګرځيدلې شى او هغۀ له ديواوچت ملى سالار نه  علاوه  ديواوچت  پښتون اديب  مقام ورکولې  شي.
په کال1936 کښې انډين پريس ايکټ په بلوچستان کښې نافذ شو او هغه چې کله د جېل نه په دغه ورځو کښې رها شو نو دخپل اولس د منظم کولو او بېدارولو په غرض ئې وړومبنۍ چاپه خانه ولګوله او يواخبار ئې داستقلال په نامه جارى کړو چې ډېرعلمي سياسي اوسنجيده اخبار وۀ البته د هنر مندانو ډېرکمے وۀ د اخبار بيا په 1950 کښې بند کړے شو او ايډيټر ئې ګرفتار شو او دوباره ئې د چلولو دپاره اجازت ورنکړو. خان شهيد په کال 1938 کښې د انجمن وطن  په  نوم وړومبے سياسي تنظيم په محکومه  پښتونخوا کښې رامينځ  ته کړو استعمارګرانو اود هغوى دلالانو او اولس دښمن طبقاتو  په يو سازش دا بهادر ننګيالے او مثالى  پښتون او باعمله لار ښود په دوئېم دسمبر1973 سحر څلور بجې په کوئېټه کښې  شارع جمال الدين افغانى باندې پخپله کمره کښې په اودو په بمونو شهيد،  خو دتل دپاره په تاريخ کښې ژوندے پاتے شو.
                 
د وطن پــــه سر ئې کېــــښــــوده ککـــــره  

  سر ئې لــــوړ شــــــو تر اسمانــــه نــــاببره
 هسې مۀ وايه چې مړ شو تل ژوندے دے

 نۀ  ئې  ياد  مرى،نۀ  ئې  مينه ،نــــۀ  خبره
 په افغانستان کښې د خان شهيدسيمنار کښې د ارواښاد شېرعلي باچا دمقالې څخه اقتباس-  
              
                                          ..........................................................................



خان شهيد

  محمد اشرف غمګين

د شهيد عبدالصمد خان اچکزۍ سياست مرتب شوکت ترين نه ترجمه

  د تقسيم نه اګاهو چې عبالصمد خان اچکزۍ صېب سياست کښې برخه واخستله د اتم جماعت طالب علم وۀ چې په قېدوبند سر شو د شپږ شپېته کلونو عمر کښې درې ديرشت کاله يعنې نيم په نيمه عمر جيلونو او نظر بندۍ کښې اوښت په سياست، ادب، صحافت، لسانيات، فقه او تراجم ئې پوره غبور درلوده. هغه وخت ډېر معتبر خلق د انګريز نمک خواره ؤ بزرګ لارښود عبدالصمد خان اچکزى صېب د جنګ ازادۍ د ړومبى صف په مبارزو کښې شامل داسې شخصيت وۀ چې د قوميتونو د حقونو نظريه ئې هم پېش کړه. محترم راهنما عبدالصمد خان اچکزى صېب د پښتونخوا جماعت باني او سربراه وۀ.  د ډېرې مودې نه په بلوچستاني ګاندهي مشهور وۀ، د صوبه سرحد سيمې ملاکنډ وغېره کوئټه، سبى، پشين او نور د ژبې په بنياد د پاکستان دننه پښتونستان د موصوف ارمان ؤ مظلوم طبقات، کسب ګر، کاريګر ئې خوښ وۀ. استقلال يو اخبارئې هم اېستلو په پښتو ژبه ډېر مئين او د هر اړخيزې ودې پله ئې فکر کولو، د رسم الخط ضرورى مئسله ئې مېدان ته کړه د عدم تشدد داعى علمبردار وۀ. د ګلستان د پخوانيو راسې درنې کورنۍ چشم و چراغ وۀ، د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ ممبر پاتې شوے وۀ. باچا خان بابا  ته ئې احترام درلوده، ويل د پښتونستان په ځائې پښتونخوا هم کيدلې شي، د بد روح جنوني دهشت ګرد لاسونو ئې د شپې کوئټه کښې په کور بم ګذار کړو چې دغه د خلقو همدرد لارښود  شهيد کړې شو.په ګورئې نور او سره ګلونه.
شهيد عبدالصمد خان اچکزۍ صېب د همه ګير شخصيت خاوند ؤ علم و فضيلت ،دانش خصوصا ادبيات، صحافت ،سياست کښې لوړ ارفع مقام لرلو. د پښتو ژبې د ودې پر مختګ په لړ کښې هلې ځلې ليکلې موجود دې. د پړانګ چارسدې بابړې د شهيدانو په يا د کښې د غازي ګل بابا جومات چارسده لوئې جلسې ته تشريف راوړې وو. نو فقير راقم الحروف ته ئې او فرمائيل ْْد پښتو په رسم الخط، امله باندې خبرې کؤو،   د سهيلي پښتونخوا د سوسن او طلب مذهب مصنف قاضى عبدالسلام غشيزى چې نامي ګرامي شاعر او عالم دے د صمد خان اچکزى صېب درې کلونه د جومات پېش امام او خاص ملګرے وۀ. د صمد خان اچکزي د سلام غشيزى او د غازى امان الله خان شهنشاه افغانستان سره ډېر تعلق وۀ، او بيا شاعر صېب ملا سلم اشيزې خو د ملکه ثريا خدائې بخښلې  هم ډېر مداح وو. دا د شهيد عبدالصمد خان اچکزي صېب  متعلق پښتو ادب ته د رغبت يوه اشاره وه  صحافت کښې ګلستان او نور اخبارات و جرايد د اجرا‌‌ء کارونه  هم اچکزي بابا تر سره کړې دي نورو اخبارونو رسالو سره ئې ليکل هم کړې دي، د روز نامه پاکستان، ابزرور ډهاکه 12 مارچ  1969ون يونټ دې ختم کړې شي، روز نامه مارننګ نيوز کراچۍ16مارچ1969کوئټه ډويژن دې سرحد کښې ضم کړې شي د صوبه پختونستان حالت به معاشى  حوالې سره  خود کفيل شي د سندهه سياسي  مشرانو ته شهيد عبدالصمد خان اچکزي صېب تار هم وهلې ؤ په دې سلسله کښې  حېدر بخش جتوى،  مخدوم محمد زمان طالب مولا محمودالحق عثمانى او جى ايم سيد صېبانو سره خبرې هم کړې وې، دا خبر روزنامه  ټائمز راولپنډى هم ورکړې دے 
د کوئټه ښار په يو هوټل کښې د عبدالصمد خان اچکزي صېب په اعزاز  کښې يو پارټۍ ته عبدالصمد خان اچکزي صېب وويل ،پرېس ته په ډېره ديانت دارۍ خپل کردار ادا کول پکار دي صحافت يوه ډېره نيکه  پېشه ده په هفت روزه استقلال جارى کولو کښې اچکزي بابا ته ډېر مشکل پېدا شوې وو، دغه د فرنګي زمانه وه په سهيلي پښتونخوا کښې ګران مشر عبدالصمد خان اچکزي صېب د صحافت باني دے په دې موقع د هفته روزه هېواد کوئېټه مدير سلطان محمد صابر په  تنظيم کښې د شموليت اچکزي بابا خېر مقدم وکړه او ووئيل چې صابر صېب د جنګ ازادۍ مبارز او د پښتو ژبې شعر و ادب خدمتګار دے دې د ډېر خراج تحسين قابل دے دا د ټائمز خبر وو.
 
عبدالصمد خان اچکزي ووئيل مونږه د پاکستان دننه پښتونستان جوړؤل غواړو او نوا‌ئے وقت اخبار ته ووئيل چې دا به جوړيږى،  په سوات کښې فسادات  ښۀ نۀ دي په نېشنل عوامى پارټۍ کښې د سردارانو په شموليت  عبدالصمد خان اچکزي صېب تنقيد وکړه او د دفعه 144د لګولو ئې مخالفت وکړه مارشل لا ګانې او غندلېعبدالصمد خان اچکزي يو اخبار ته په انټرويو کښې ووئيل د بلوچستان  عوام پخپله مرضۍ پاکستان کښې شامل شوي دي، حکومت د پښتنو استحصال کوي په شيش محلونو کښې ناستو له نور په کاڼو ويشتل پکار نه دي د دوې د جمهوريت پسندۍ پته هم ولګېده، ارباب اقتدار د خپلو وعدو نه منحرف شوي دي، بلوچستان کښې  غېر يقينى صورت حال ختمؤل پکار دي.  ملا ظريف اخون کاکړبه د اچکزي بابا د معتقيدينو جوش زياتولو،        شهيد عبدالصمد خان اچکزے صېب د برصغير د تحريک ازادۍ د اول صف راهنما د انګرېزانو د غلامۍ نه د نجات په لړ کښې دوي بې مثاله قربانۍ ورکړي دي. د قېد وبند ډېرې سختيانې برداشت کړي دي چې په تاريخ کښې به همېشه  ورته دقدرپه سترګه کتلي شي.ددوي جدوجهددتاريخ ځلنده باب دے، ددوي د حب الوطنۍ او قومى مفاداتو په معامله کښې د خلوص او ديانتدارۍ مثال بې ساري دے، دوې د ائين مطابق د جمهورى اقتدار او جمهورى ادارو د ارتقاء او استحکام دپاره مصروف عمل وۀ د جنګ جګړې تشدد د هشت ګردۍ د انسانى وينو تويولو ئې نفرت وۀ . د خرد افروزى، عقل ودانش مظاهره  ئې کوله، د معاشرتي سماجي اختلاف رائے په حق کښې ؤ د عبدالصمد خان اچکزي شمار د ملک په بزرګ ترين سياستدانو کښې دے. دوي په1930  کښې انجمن وطن پارټى جوړه کړه،  چې مقصد ئې ازادي معاشي او معاشرتي پسماندګۍ خاتمه وه، او د خلقو سياسي طبقاتي شعور تېز کولو مطلب ؤ، په سياست کښې  حصه اخستلو سره قېد شو دا سلسله ئې د نيم عمر پورې جاري وه.  په جېل کښې مېټرک او بى. اے وکړه د اديب پښتو عالم، پښتو او ورسره د فارسۍ امتحانونه پاس کړل، د چارلټ او ډائى سن کارټر د کتابونو فيوچر اف فريډم ترجمه ئې وکړه، ابتدا کښې د کانګرس سره وۀ،  خلقو به په سهيلي ګاندهى بللو، خو بيا ئې زياته توجه خپلې پارټۍ انجمن وطن طرف ته وه.
شهيد عبدالصمد خان اچکزي بابا د روشن خيال ترقى پسند خلقو مرستيال او هم سفر وۀ، ددوي د پارټۍ  رخ د جاګيردارواو سرمايه دارو خلاف وۀ. همېشه د ګس لاس د پارټو طرف ته به مائېل وۀ نئى دهلى 30دسمبر(دپ) لوک سبها کښې د بلوچستاني ګاندهي عبدالصمد خان اچکزي په شهادت باندې تعزيتى قرارداد منظور شو او ورته خرج عقيدت پيش شو دا په ړومبى ځل د پاکستان د سياسي راهنما عبدالصمد خان اچکزي بابا بهارتي ايوان کښې قرارداد ؤ د ايوان سپيکر جى ايس ډهلون د ايوان سره دوه منټه اودرېدۀ او خاموشي ئې اختېار کړه د صمد خان اچکزي  په باب سوشلسټ ليډر سمارګوها په تفصيل سره خبرې وکړې د شهيد عبدالصمد خان اچکزي مشن چالو دے د منځ پښتو نخوا نوميال دانشور شېر على باچا مرحوم پکښې د خپل خرد، دانش سياست لويه برخه اچولې ده او دغه د ګړدې ويړې پښتونخوا د لوري کفايه ده، د خان شهيد سياست د اردو کتاب ښاغلې شوکت ترين صېب په دې ترتيب  مرتب کړے دے، حصه اول پرېس کانفرسونه، اخبارى بيانونه او جلسو ته تقريرونه دويمه حصه کښې اخباري ادارې او درېمه حصه کښې د اخبارونو تراشې جمع کړې شوې دي  چې مجموعي طور باندې ډېر بيانات دي، لهذا مذکوره ترجمه تلخيص او ماخوذ دےفقير راقم الحروف د ګلستان په ګورستان کښې د شهيد عبدالصمد خان  اچکزي خدائې بخښلي په قبر د مرحوم د معفرت لپاره دعا وکړه، خدائې پاک دې د مرحوم اتۀ واړه جنتونه نصيب کړي او اقرباء ته ددوي په لاره د چلند توفيق ورکړي
 امين

اخستونځي: ویکیپیډیا او پاڅون

د برصغیر د ازادۍ او د پښتنو د حقونو لوېئ مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) ۴٠م تلین ددوشنبې په ورځ په داسې حال ونمانځلی شو چې د نوموړي "انجمن وطن" نن د پښتونخوا ملي عوامي پارټي په بنړه یو لوئ گوند جوړ شوی دئ ـ د بلوچستان گورنري، ایالتي کابینې کې وزیران، په قامي اسمبلۍ او سینیټ کې استازي لري ـ
وائس اف امریکا ډیوه رېډیو په دې مناسبت د روانو چارو په خپرونه کې د خان شهید سیاسي، علمي او شخصي ژوند ته کتنه کړې ده.
نامتو لیکوال پروفیسر عبدالغني غنو وايئ د ارواح ښاد صمد خان اڅکزي په ژوند د نور څیړنیز کار کولو اړتیا سته او وايي هغه ټینگ مذهبي شخصیت درلود هم دا وجه وه چې د مولانا ازاد "ترجمان القران"، د شیخ سعدي "گلستان سعدي" او د مولانا شبلي "سیرت النبي" يي پښتو ته ژباړلی وو. خو سیاست يي د بشري ازادیو، زغم او د پښتنو د یوالي د پاره وو.
ډاکټر عبدالروف رفیقي وايي خان عبدالصمد خان اڅکزي د سیاست سره سره په علمي څانگه کې هم ډیر کار کړی وو خو له بده مرغه ډیرئ لیکنې او کتابونه يي لا تر اوسه چاپ شوې نه دي لکه پښتو ډکشنري "ژبتون" او داسې نور.
ښاغلئ رفیقي وايي خان شهید په دغه سیمه کې لومړئ ژورنالست وو او د "استقلال" په نوم يي خپله مجله درلوده او ډیرئ قیمتي لیکنې يي پکې کولې. هغه وايي د مولانا ازاد مجله "الهلال" بیرته چاپ شوې هم دا رنگه که د خان شهید "استقلال" هم بیرته چاپ شي نو د علم د تږو به تنده ماته شي.
د خان شهید زوئ او د قامي اسمبلۍ غړئ ډاکټر حامد خان اڅکزۍ وايي هغه خان صمد خان د پلار په حیث نه دی لیدلی په دې چې هغه شا و خوا ٣٠ کاله د انگریز او بیا د پاکستان په زندانونو کې تیر کړې. دی وايي پلار يي په لومړي ځل هغه وخت ولید کله چې د شپږو کلونو وو. د صمدخان اڅکزي د ناچاپ شوي لیکنو په باب ډاکټر حامد وايي زیاتره سیلابي اوبو وهلې دي او ډیر په خراب حال کې دي. البته دده په وینا د محمود خان اڅکزي په مشري کې ورباندې کار روان دی. 
خو د پښتو ژبې نامتو هنرمند سردار علي ټکر وايي
۴٠ کاله وشو د صمد خان اڅکزي په لیکنو باندې کار نه دی پیل شوی نو دا کار به کله پوره کیږي؟ هغه اندیښنه څرگنده کړه که چیري د صمد خان اڅکزي په علمي اړخ باندې چټک کار وو نه شو نو دا به د خلگو هیر شي چې هغه له سیاستدان سره سره یو ډیر عالم انسان هم وو. نصير احمد کاکړ

- بېرته شاته