(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار:دخبریالانو ترمنځ دتفاهم پالنې غوښتنه

دختیزو سیمو خبریالانودافغانستان او پاکستان دخبریالانو ترمنځ دتفاهم پالنې غوښتنه وکړه

دیکشنبې په ورځ د ۲۰۱۳م کال دنومبر پرڅلورویشتمه نېټه دافغانستان دختیزو سیمو خبریالانو په ننګرهار میدیوتیک کې غونډه وکړه.په غونډه کې دهغه کنفرانس په اړه خبریالانو بحث وکړ ، چې په دسمبر میاشت کې په کابل کې دافغانستان او پاکستان دخبریالانو ترمنځ جوړیږي.

دایوه ورځنی کنفرانس دسهار په لسو بجو دننګرهار میدیوتیک دمسوول محمد داود وفا په خبرو پرانستل شو، نوموړي په خپلو خبرو کې دننني کنفرانس او دکابل کنفرانس دواړوکنفرانسونو  اجنداوې تشریح کړې او غوښتنه یې وکړه، چې ښاغلي خبریالان باید وروسته دګروپي کارونو په ترڅ کې یاد کنفرانس ته خپل نظریات هم وړاندې کړي او ورسره خپل درې تنه استازي هم وروپېژني.

بيا دشمشاد راډيو او ټلویزیون خبریال طاهر ساپي خپله لنډه مقاله ولوسته، چې دکابل دکنفرانس لپاره په کې دکار وړاندیزونه شوي وو. ورپسې دمشال راډيو خبریال بازمحمد عابد خپله مقاله ولوسته او په دې اړه یې مهم وړاندیزونه وکړل.

ورپسې داسوشیتد پریس خبریال او دننګرهار داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال الحاج شېرشاه همدرد خپلې خبرې وکړې او وې ښوده، چې که پاکستانی لوری ددوی وړاندیزونو عملي کولو ته تیا رنه وي، نو بیا خو ددې کنفرانس دجوړېدو ضرورت نه شته.ورپسې په کونړ کې دبي بي سي راډيو خبریال نعمت الله کریاب دکار خبرې وکړې او دافغاني او پاکستاني خبریالانو دعملي کارونو ځينې بیلګې یې وړاندې کړې، چې په اړه یې باید کنفرانس ته پېشنهادونه وشي.

بیا ورپسې دتهران او زاهدان راډيوګانو او ځينو نورو ازاد ادارو خبریال الحاج محمد اصف شينواري دکار خبرې وکړې او مهمو نکتو ته یې ګوته ونیوه. بیاداریاناتلویزیون خبریال رحمت الله زیارمل، اودژوندون تلویزیون خبریال زیار خان یاد او نوروهريوه په خپل نوبت دکابل دکنفرانس داجندا او دافغاني او پاکستاني خبریالانو ترمنځ په مسایلو کې دتفاهم په اړه خبرې وکړې .

دکنفرانس په دویمه برخه کې په څلورو ګروپونو کې ګډونوالو خپل وړاندیزونه تیار کړل او بیا یې عمومي غونډې ته واورول.

بیا ورپسې درې تنه هریو:  الحاج محمد اصف شینواری دبېلابېلو رسنیو فعال خبریال، نعمت الله کریاب په کونړ او نورستان کې دبي بي سي راډيو خبریال او شاه ولي نیازی دلغمان دخبریالانو دټولنې مشر دکابل کنفرانس لپاره دلاس په جیګولو په ازاده بڼه وټاکل شول.دا کنفرانس دورځې په څه باندې دريو بجو پای ته ورسېد او دمیدیوتیک له خوا چمتو شوې ډوډۍ ته خبریالان وروبلل شول.

هغو خبریالانو، چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و، په د ې توګه وو:

له ننګرهار ولایت نه:

۱.ببر ک میاخېل ( بي بي سي)

۲.ضیاوالرحمان حسرت( امریکا غږ)

۳.عزت الله ځواب ( مینه مجله)

۴.رحمت الله زیارمل (  اریانا تلویزیون)

۵.تقی الله تقي ( یک تلویزیون)

۶.محب الله الله یار (مثبت بدلون اوونیزه)

۷.طاهر ساپی( شمشاد راډيو تلویزیون)

۸.محبو شاه محبوب ( پژواک خبري اژانس)

۹.توریالی همت ( کلید راډيو)

۱۰.بازمحمد عابد ( مشال راډيو)

۱۱.ایوب فرهت ( رڼا پروډکشن)

۱۲.سیدعبدالله نظامي( ايمادین تلویزیون ملي باور ورځپاڼه اونورې رسنۍ)

۱۳.بریالی تلاش ( ټي وي یک)

۱۴.عبدالقادر وفا (باختر اژانس)

۱۵.اکمل ظاهر( تابان تلویزیون)

۱۶.محمداصف شینواری ( زاهدان راډيو او بېلابېلې نورې رسنۍ )

۱۷.ذبیح الله غازي (سلام وطندار راډيو)

۱۸.شېرشاه همدرد ( اسوشيتید پریس او دننګرهار داطلاعاتو او فرهنګ اداره)

دننګرهارپوهنتون دژوناليزم او ادبیاتو استادان:

۱۹.استاد شېرحسن کمالزی

۲۰.استادحامد عبیدی (کابل اوننګرهارپوهنتونونه)

۲۱.استاد عزت الله ساغر

۲۲.استاد سبحان الله شهاب

له کونړ ولایت نه:

۲۳.نعمت الله کریاب ( بي بي سي راډيو)

۲۴.ادريس غروال ( ازاد خبریال )

۲۵.سلیم پسرلی (اسوشیتید پريس او فرانس پریس)

له لغمان ولایت نه:

۲۷.شاولي نیازی ( دلغمان دخبریالانو دټولنې مشر)

۲۸.عتیق الله قرېشي( باختر اژانس او لغمان ملي تلویزیون)

۲۹.وجیه الله کمالي ( دبېلابېلو رسنیو خبریال)

او یو شمېر نور .

په درنښت

ننګرهار میدیوتیک (رسنیز کور)

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

- بېرته شاته