(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لويې جرګې ته د ولسمشر وينا

مشورتي لويې جرګې ته د ولسمشر کرزي وروستۍ  وينا مهم ټکې

  له پریکړه لیک څخه مننه کوم

نن سهار جلال آباد کې چاودنه دوه نفره مړه او څو نفره زخميان شول

په پېلیزه وينا کې مې وویل چې افغانان له نړيوالو سره دوستي غواړی

د لاسلیک له پاره د تړون که جرګه موافقه وکړي او ولسي جرګې ومنله، د تطبیق مراحل به په نظر کې ونیسو، امنيت، سوله او شفاف انتخابات مراحل دی

امنيت او سوله تاسي هم په نظر کې نيولي ده، خوشاله یم

سوله او امنيت کله، همدا نن ورځ يا لس يا پنځلس ورځي وروسته، همدا نن امنيت غواړو

امریکا ته د اډو سپارل اسانه کار هم نه دی، او زما غيرت يې په خدای  قسم نه منی، مګر مجبوريت لرو

داچې آډي ورکوو، امنيت او سوله ورڅخه غواړو

زموږ په کورونو له نن څخه وروسته عمليات نه د ورځي او نه د شپې کولای شي

د جرګې به ناسته کې امریکا په جلال آباد کې عمليات وکړل، دامریکا عملیات نور زموږ پر کورونو خلاص شول

که يو وار هم عمليات وکړي بيا قرارداد نه کيږي

دامريکاسفير ناست دی اوري که يو وار بيا دوی عمليات وکړی قرارداد نشته

که طالب دی که تروریست دی موږ سره پوهيږو امريکا دي پر موږ کار نه لرو موږ دي سره پريږدي

د امريکا عمليات سره له ننه بند دی او په کورونو کې ارام کينۍ

دوهم سوله ده له دي مخکې  رحيمې صاحب  د امنيتې ستونزو راپور راوړئ

له جرګې يوه مياشت مخکې د طالب په نوم ډیر بې ګناه کسان مړه شول، دا ډول عسکر، ولسي کسان، دا ټول افغانان وو

د جرګې په اړه چې مو ډاډ ورکی د ۱۴ ورځو راپور ملکې، امنيتې، پولس او اردو د تلفاتو شمير ډیر کم وو

پرون ورځ د يو نفر پولیس د مرګ خبره راکړل شوه

له دي وروسته هم باید همداسي پاتي شي، او امنيت بيا ځل خراب نه شي

د افغانستان سوله: اول د امريکا او دویم د پاکستان په لاس کي ده، او داثابته ده ماته، ډیر زيات دلیلونه د خپل اثبات له پاره لرم

اوس د امريکا چاره باید وکړ، د پاکستان چاره موږ وروسته هم کولای شو، د امنيتې ستونزو په برخه کې

د قطر د دفتر د خلاصون په اړه چې موږ يې مخالف وو، موږ شک درلود چې دا دفتر بل هدف لري، چې دافغانستان حکومت او د اسلامی امارت به وي، موږ يو شي غواړو، د افغانستان حکومت

د قطر دفتر لږ مخکې موږ امريکا ته وویل چې يو خط راکړئ چې دا يوه علیحده حکومت نه  دی، اوی خط راکی، اوس يې تاسي ته وایم

موږ د افغانستان له حکومت سره موافق یو، يواځي د سولي عالي شورا سره د سولي د خبرو له پاره خلاصيږي، دا دفتر نه سفارت، نه امارت او نه حاکميت دی

مګر موږ په اوله ورځ د امارت بیرغ او لوحه وليدله، که دا سند له موږ سره نه وای موږ بایللی وه، همدا سند وو چې موږ بیرغ او لوحه ایسته کړه

موږ ته وویل شول که طالبانو ته يوه سيمه ورکول شی، موږ وویل چې له موږ سره دی به حکومت کې شريک شي، يوه سيمه په لاس کې نه ورکوو

هغه خلک چې له طالبانو سره تماس کي وو

ضعيف صاحب مي وليد او راومي غوښت چې تاسي ته هم داسي وړاندیزونه شوي، هغه  وویل چې هو، ومې ویل آفرين، ورته مې وویل چې بيانیه دی طالبان ورکړي او هغوی د افغانستان تجزیه رد کړه

موږ سوله غواړو، او تجزیه نه غواړو

که امريکا صادقانه وغواړی سوله کيږي

دسولي اړوند ډیري خبري دی خو کمي مې کړي

 انتخابات

د جرګې له دایريدو درې ورځي مخکې  موږ د امریکا له سفیر او جنرال ډانفر سره خبرې کولي په دريمه ماده جوړ نه شو، چې ددوی نظامي عمليات د افغانانو په کورونو وو، سره جوړ نه شو

سفیر ته مې وویل چې څه عجله لرئ، ولي انتظار نه کوي نوی حکومت ته ، هغه وویل چې نه انتظار نه شو کولای، ویې ویل چې موږ خپل پروګرام لرو، ددی امکان شته چې انتخابات اول ځل سم نه وی، دویم ځل ته وځنډيږي او کيدای شي چې ۶ مياشتي وخت ونیسي، دلته مې خبره مغزو ته ولاړه

چې بيا همداسي چل راسره کوی لکه تیر ځل او بيا به خپل شرطونه راباندي مني

جان کيري وویل چې دویم روڼد ته ولاړشئ او انتخابات دويم ځل ته بيایو، مګر دویم روڼد ونه شو، او ما اوه کلونه حکومت کړی وو، شناخت مي په افغان جامعه کي  درلود، که بيا هم د انتخاباتو اول رونډ کامياب نه شي، دویم رونډ ته ولاړشي، زموږ وخت به پوره وي، او افغانستان به پرته له جمهور رئیس څخه پاتي وي

موږ له نړيوالو غواړو که اول وار انتخابات يو نفر کامياب نه شي، دويم ځل باید په دوه هفتو کې ؤشي، تر څو دمعاملي مخه ونيول شي
امريکاته پېغام لیږم، افغانانو ستاسو سره خپله دوستی ثابته کړه، جرګې اعلان وکی چې تړون کوو، باميان خلکو وویل چې موږ ته هم يوه آډه راکړئ،  دا معنی چې غواړو تړون وکړو

امریکا او متحدين يې بايد صادق وي چې زموږ سره د تړون مادي عملي کړي، او امريکا  ولس ته وایم،

د تړون د تطبیق مراحل بايد ووينو، ماته اجازه راکړئ چۍ سياست وکړم، چې امنیت شته، سوله او انتخابات، که سوله نه وی انتخابات خراب شي مملکت مو ولاړی

دا زموږ وظیفه ده چې افغان ملت له دغه ډول عاقبت څخه وساتو

يوه ښځه  وایې چې جنګ تاسي په افغانستان کې شروع کړی

کرزی: جنګ که موږ شروع کړی وی موږ يې ختمولای شو

امنيت غواړو، سوله غواړو، ښه انتخابات غواړو

تاسي غوښتي چې امضاء په يوه مياشت کې وکړم، په يوه مياشت کې سوله راتلای شي

که زه امضاء وکړم او سوله رانه شي بيا ملامت څوک دی؟ ځواب راکړئ، ملامت به څوک وي؟

ضمانتونه غواړو، بلې موضوع ته راځم

يو نفر خبري کوي نه اوريدل کيږي چي څه  وایې، جنرال  هزاره

په ټلویزونو کې دي ماته هم ډیر ښکنځل کړي، افرین

د  امریکا اډي منظور شوي، ملت ته يې وايو اوس دي دوی وعدي ثابتې کړي

دجرګې خلکو! دا پريکړه ليک ستاسي دی، څوک خو مخالف نه شته؟ لاسونه پورته کړئ؟

ځينې کسان ولاړ شول او سوالونه لري، نه اوريدل کيږي

کرزی: تجاوز تعريف په اړه مو له امريکا سره ډیرې خبري وکړي چې تجاوز تعریف شي، امريکا به له افغانستان سره د تجاوز په برخه کي کمک کوي، کله چې پاکستان حمله وکړه امريکا پړه وکړه، موږ به پوښتنه کوو

يو سړی وایې چې امريکا مستامين دی، که ذمي يا يرغلګر

کرزي ته په غوږ کې ویل کيږي مستامین، مستامين

جرګه کې ګډوډی شو

کرزی:دستی ځواب  درکوم، اجازه راکړي مولوي صاحب سم سوال وکړی، د بیان ازادی ده، که په ۵۰ کميټو کې هم تاسي اجازه نه وي ورکړی بيا دا پريکړه لیک هم سم نه دی

تاسي اوس د لوګر موسي ته نه شي تللای، په هلمند او پکتيکا کې ولسوالی ستاسي په لاس کۍ نه دي، داچې موږ سوله غواړو چې ټول موافق شي

مخالف نظرونه په دي خاوره کي شته بايد احترام ورته ولرو

اکثريت تړون تاید کړی او مخالفان هم لری، زه يې د تطبیق مرحله غواړم، چې سوله راشي که سوله رانه شي دا تړون د افغانستان د بدبختي سبب کيږي

که سوله راشي زه په دواړو سترګو تړون امضاء کوم

امنتي کسانو ستاسي د امنيت له پاره زيات زحمت کښلي دی، مبارکي ورته وایم

دکابل ښاريانو د سولي له پاره ستونزي ګاللی نه د تړون له پاره

مننه ، سرلوړي او خوشاله اوسئ

زه د تړون د تطبیق له پاره اماده یم چې مراحل  د تطبیق يې ؤشي

جرګه کې ناري شوي، دجرګې غړي غواړی چې سوالونه وکړي خو کرزي کشته شو، او کښيناست

مشورتي لويې جرګې ته د جرګې د ريس حضرت صبغت الله وينا

نظرمحمد مطمئن

د حضرت صاحب د وينا مهم ټکې

يوه ښځه خبري کوي څوک يې نه پريږدي حضرت ورته وايې چې بفرمايد

ولسمشر چې څه وویل ډیر  يې ښه او د افغانستان په ګټه وو، مګر موږ ته قران تعليمات راکوي، آیت دی چې دعوت په  سم ډول وکړئ

ولسمشر زما د اولاد او شاګرد پرځای  دی، زه يې ولي نعمت يم، زه يې د اولاد په ډول ساتم، تراوسه د ملګري او وروري لاس مو ورسره کړی ده

۵۰ سلنه دده په رياست کې زه هم برخه  لرم، هغه هم زما احترام کوي، په محضر عام کې زما لاس مچوي، مګر زما خبرو ته غوږ نه نیسي. عمل زما پر خبرو نه کوي

که زما پر خبرو يې عمل کولای دا مشکلات به نه وای پيداشوي

زه مسلمان يم او الحمدلله په شريعت برابر يم

کله چې امريکا ته تلی او له اوباما سره يې مجلس درلود، ورته مې وویل چې احساساتی نه شي، او احتیاط کوه

زه يو سپين ژیری یم که زما خبرو ته غوږ رئیس جمهور ونيسي دده په ګټه ده

ولسمشر وایې چې امریکا زموږ خلک ووژل ، بنديان کړل او نور...

اوس چې هر څه ده وویل سم دی حق په جانب دی، امریکا بايد خپلې تيروتنې تکرار نه کړي

که تړون امضاء شي او امریکا تخطي کوي، دا ملت ژوندی دی مړ نه دی، موږ روسانو ته ماتی ورکړي، اوس هم زه تعهد له تاسي او حکومت سره کوم، موږ مړه نه يو که امريکا مخالفت کوی موږ پاڅو کوو، اګر که په تش لاس وي

امریکا  هم بايد فکر وکړي چې افغانان غريب دی، روس موږ مات کی آوس امريکا ابر  قدرت دی، دا زموږ د جهاد له برکته

د تړون له لاسلیک څخه نه شاته کيږو، ولسمشر دي موږ ته وعده راکړی چې قرارداد ژر لاسلیک کوم

که امريکا په آینده کې سرغړونه کوي موږ له ولسمشر سره دريږو

که تړون نه امضاء کوي، زه له ټولو چوکيو استعفی کوم او کوم بل ملک  ته هجرت کوم، زه په دوه درې ورځو کې له هيواده څخه ؤځم، مجبوره یم چې هيواد پريږدم، ځکه زما خبره څوک نه اوري او زما نصيحت ته څوک غوږ نه ږدي.

تړون زموږ په ګټه دی، او زموږ له پاره مهم دی

ولسمشر ته وړانديز کوم چې صادق مدبر ته د ښه کار مډال ورکړي

له ټولو مشرانو، امنيتې ادارو او رسنيو څخه  مننه  کوم

کرزي بيا سټیج ته ولاړشو، حضرت وايې که هر څه دي په ذهن کې درغلي وي اوس فايده نه کوي

وایم چې تکراری ووایم ، امريکا زموږ کورونو ته نه شي تللای او زموږ خلک نه شي وژلای، سوله به راځي او سوله به کوو

د کرزي او حضرت مشاجره شروع شوه

که تړون امضاء ن کړي زه خفه کيږم، حضرت وايې

کرزي حضرت ته وویل برو (زه ولاړ شه)

 ولسشمر کرزی له امریکا د امنیتي تړون په بدل کې امن غواړي: بشیر ګواښ  مشال راډیو 

که څه هم د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون د څيړلو لپاره راغوښتل شوي لويې جرګې له ولسمشر غوښتنه کړي چې زر تر زره دې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د يو شمير امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه دا تړون لاسليک کړي خو افغان ولسمشر وايي دی له امريکا ځينې ضمانتونه غواړي
افغان ولسمشر حامد کرزي نن د دې جرګې په پای کې خبرې وکړي او وي ويل چې د جرګې فیصلې ته احترام لري خو دا تړون به له هغه وروسته لاسليک کړي چې امريکايانو ورته افغانستان کې د سولې او راتلونکو انتخاباتو د ښه تر سره کېدو ضمانت ورکړي
چې کله ولسمشر حامد کرزي د لوبې جرګې له ګډوانو وغوښتل چې که د ده له غوښتنو  سره متفق وي نو دي لاسونه پورته کړي. د نوموړي له دې خبرې سره هغوی لاسونه پورته کړل.
ولسمشر کرزی خپلې دغه غوښتنې تشريح کړې او ویې ویل چې په هیواد کې امن غواړو او ښه انتخابات غواړو. 
د جرګې د کډونوالو د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر وویل ً تاسو له ما غوښتي دي چې په یوه میاشت کې دننه دا تړون لاسلیک کړم. ایا په یوه میاشت کې امن راتلای شي. که ما دا تړون لاسلیک کړ او امن رانغلی نو به د افغانستان تاریخ ته څوک ملامت وي.ً 
افغان ولسمشر وویل چې دی غواړي چې د دې تړون نتیجې باوري کړي.  هغه وویل ً افغانستان تل جګړې ګټلې دي او سیاست یې بایللی دی. اوس ماته دا موقع ده چې سیاست وکړم او د افغانستان لپاره د دې تړون نتیجې باوري کړم.ً 
خو سياسي چارو کارپوه، اسماعيل يون وايي ولسمشر کرزی د سياسي ګټو د تر لاسه کولو په ترڅ کې  غواړي امريکايان په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه د خوښې د کانديد ملاتړ وکړي. نوموړی زياتوي اول دې تړون لاسليک شي بيا دې وکتل شي چې امريکا يې عملي کوي او کنه؟ 
اسماعیل یون وویل ً یو تړون چې لاسلیک شوی نه وي نو بیا د هغه د پلي کولو لپاره له دې پرته بله لاره نشته چې سړی یې په عمل کې وګوري. 
اسماعیل یون زیاته کړه چې امریکا د داسې تړون په لړ کې د نورو هیوادونو په پرتله افغانستان ته ډېر زیات امتیازات ورکړي دي.ً
نن د ولسمشر کرزي تر خبرو وروسته د جرګې مشر صبغت الله مجددي وويل چې ولسمشر بايد د تړون لاسليکول ونه ځنډوي. دا مهال کرزی يو ځل بيا سټيج ته ورغی او وي ويل چې که امريکايي ځواکونه د افغانانو د کورونه تالاشي کړي نو بيا به دا تړون مات وي
ياده دي وي چې د شپې عمليات او د امريکايي پوځيانو له خوا د افغانانو د کورونو د تالاشۍ په اړه په تړون کې راغلي چې دغه کا به په ډيرو استثنايي حالاتو کې کيږي
ځينې رسنيوو ليکلي چې کيدای شي د دغه تړون ترمخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۱۴۰۰۰ په خوا او شا کې امريکايي پوځيان افغانستان کې پاتې شي
تر دې وړاندې هم کرزي واضحه کړي وه چې دا تړون بايد د راتلونکي ولسمشر په وخت لاسليک شي خو امريکا ويلي چې بايد د دې کال تر آخره پورې وشي ځکه چې دوی او اتحادي هيوادونو ته يې د خپلو پوځيانو او مرکزونو په اړه د پلانولو ضرورت دی. که څه هم د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون د څيړلو لپاره راغوښتل شوي لويې جرګې له ولسمشر غوښتنه کړي چې زر تر زره دې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د يو شمير امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه دا تړون لاسليک کړي خو افغان ولسمشر وايي دی له امريکا ځينې ضمانتونه غواړي
افغان ولسمشر حامد کرزي نن د دې جرګې په پای کې خبرې وکړي او وي ويل چې د جرګې فیصلې ته احترام لري خو دا تړون به له هغه وروسته لاسليک کړي چې امريکايانو ورته افغانستان کې د سولې او راتلونکو انتخاباتو د ښه تر سره کېدو ضمانت ورکړي
چې کله ولسمشر حامد کرزي د لوبې جرګې له ګډوانو وغوښتل چې که د ده له غوښتنو  سره متفق وي نو دي لاسونه پورته کړي. د نوموړي له دې خبرې سره هغوی لاسونه پورته کړل.
ولسمشر کرزی خپلې دغه غوښتنې تشريح کړې او ویې ویل چې په هیواد کې امن غواړو او ښه انتخابات غواړو. 
د جرګې د کډونوالو د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر وویل ً تاسو له ما غوښتي دي چې په یوه میاشت کې دننه دا تړون لاسلیک کړم. ایا په یوه میاشت کې امن راتلای شي. که ما دا تړون لاسلیک کړ او امن رانغلی نو به د افغانستان تاریخ ته څوک ملامت وي.ً 
افغان ولسمشر وویل چې دی غواړي چې د دې تړون نتیجې باوري کړي.  هغه وویل ً افغانستان تل جګړې ګټلې دي او سیاست یې بایللی دی. اوس ماته دا موقع ده چې سیاست وکړم او د افغانستان لپاره د دې تړون نتیجې باوري کړم.ً 
خو سياسي چارو کارپوه، اسماعيل يون وايي ولسمشر کرزی د سياسي ګټو د تر لاسه کولو په ترڅ کې  غواړي امريکايان په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه د خوښې د کانديد ملاتړ وکړي. نوموړی زياتوي اول دې تړون لاسليک شي بيا دې وکتل شي چې امريکا يې عملي کوي او کنه؟ 
اسماعیل یون وویل ً یو تړون چې لاسلیک شوی نه وي نو بیا د هغه د پلي کولو لپاره له دې پرته بله لاره نشته چې سړی یې په عمل کې وګوري. 
اسماعیل یون زیاته کړه چې امریکا د داسې تړون په لړ کې د نورو هیوادونو په پرتله افغانستان ته ډېر زیات امتیازات ورکړي دي.ً
نن د ولسمشر کرزي تر خبرو وروسته د جرګې مشر صبغت الله مجددي وويل چې ولسمشر بايد د تړون لاسليکول ونه ځنډوي. دا مهال کرزی يو ځل بيا سټيج ته ورغی او وي ويل چې که امريکايي ځواکونه د افغانانو د کورونه تالاشي کړي نو بيا به دا تړون مات وي
ياده دي وي چې د شپې عمليات او د امريکايي پوځيانو له خوا د افغانانو د کورونو د تالاشۍ په اړه په تړون کې راغلي چې دغه کا به په ډيرو استثنايي حالاتو کې کيږي
ځينې رسنيوو ليکلي چې کيدای شي د دغه تړون ترمخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۱۴۰۰۰ په خوا او شا کې امريکايي پوځيان افغانستان کې پاتې شي
تر دې وړاندې هم کرزي واضحه کړي وه چې دا تړون بايد د راتلونکي ولسمشر په وخت لاسليک شي خو امريکا ويلي چې بايد د دې کال تر آخره پورې وشي ځکه چې دوی او اتحادي هيوادونو ته يې د خپلو پوځيانو او مرکزونو په اړه د پلانولو ضرورت دی.    مشال راډیو    

- بېرته شاته