(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون متعصب ندی

پښتون د هېڅ قوم سره نه تعصب لري او نه يې مني!
خو چې کله پښتون د خپل حق خبره کوي ټول ورته متعصب وايي! دا ولې؟
پښتون په نړۍ کې يوازينى قوم ده چې د بل قوم او بلې ژبې د احترام لپاره له خپلې مورنۍ ژبې له خپل حقه تيرېږي!
د دې ژوندۍ مثال دا دى چې کله په يو مجلس کې لس پښتانه وي او يو فارسي ژبى وي دا ستا ټول لس واړه پښتانه د ده لپاره فارسي وايي، دا ولې دا ځکه چې پښتانه متعصب نه دي؟ خو نور دا پښتون چاته له خپل حق نه هم نه تېرېږي نور فارسي نه وايي ځکه دا نور دې د افغانستان ملي ژبې ته په احترام بايد له پښتنو سره پښتو ووايي تر څو دا ملت جوړ شي تر څو دا افغانستان جوړ شي او که يې نه وايي نو نه دې وايي خو مادې له خپلې ژبې نه منې کوي!
غير پښتانه دومره متعصبه دي چې د يوه پوهنتون کلمه نه درسره مني په يوه کليمه يې څومره چغې او سورې وکړې تر نړيواليو يې فرياد ورسېد چې پښتانه له له دوى سره تعصب کوي خو کيسه بېخي بر عکسه ده دلته؟
ته او خداى چې تاسو ټول فارسي نه وايئ له دوى سره؟ تاسو کله ليدلي چې دوى ستاسو په احترام تاسو سره پښتو ويلې وي؟ نه هېڅکله نه!
خو نور دا کار بس کړئ ځکه چې متقابل لورى له تاسو په دې کار ګټه پورته کوي خو ستاسو بېرته هېڅ احترام نه کوي
تاسو نور بس کړئ خپله ژبه مه قرباني کوئ له خپلې مور سره خيانت مه کوئ که پښتو ستاسو مورنۍ ژبه وي، په دې ته نه متعصب يې او نه غير ملي شخصيت، په دې ته يو ښه انسان يې او يو ښه پښتون يې چې خپلو ارزښتونو ته احترام کوې خپلې ژبې خپلې مور ته احترام کوې
ما له حمزه بابا په خپله اورېدلي وو چې هغوى ويل: "چې ما د ښونځي په وخت کې غوښتل چې په اردو ژبه شاعري وکړم خو زما يوه استاد راته وويل چې ته په پرديو ژبو کې هېڅکله هم هغه مقام نه شې ترلاسه کولاى لکه څومره يې چې ته په خپله مورنۍ ژبه کې کولاى شې نو هم هغه مشوره وه چې ما يوازې پښتو شاعري پيل کړه او خپلې ژبې ته د خورا زيات خدمت جوګه شوم"
نو نورې ژبې زده کول او ويل که کمالي ده خپله ژبه نه ويل او سپکول لويه بې کمالي ده Najibullah Khashkai

- بېرته شاته