(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صوابۍ ،کړه مار او شېربانو

محمد پروېش شاهين
دې کښې هيڅ شک نيشته چې پښتانۀ د نړۍ په قبيلو کښې د ټولو نه يوه لويه قبيله ده او کۀ يو اړخ ته دا يوه داسې قبيله ده چې د معلوم تاريخ د زرګونو کالونو په لويه دوره کښې بيا هم لکه د يو لو
ے زنځير د کړو اماني روغې او سلامتې دي چې د يو بل نه ،نۀ وشوکېدلې او نۀ د يو بل څخه ورکې شولې او بيا دا هم د ډېر خوش رنګ، فخر او افتخار خبره ده چې د نړۍ د نورو قبيلو په مقابل کښې دا يوه لويه قبيله د تاريخ په وږدو کښې هم پخپله دې ننګ پاله خاوره ميشته را روانه ده او د دې د پاسه چې د تاريخ په وږدو کښې د اشوريانو، شاميانو، ايرانيانو، يونانيانو، ساکانو، پارتيانو، ترکانو،عربيانو، منګولو، مغلو، پيرنګيانو او بيا د دې نننې سقاوې دورې رقم رقم چپاونه، تيرې، وهلو ټکولو، سوزولو،ډز ډوز،غړپ غړوپ،دماکو، بمونو، راکټو، لانچرو او د حلالولو او د خاورې ايري کولو يو وران، کرک جن، انسان دښمنه او يو ورکونکې ناوړه عمل پرله پسې را روان راغلے او لا روان دے او ښۀ په زور کښې روان دے. خو د دې هر څۀ د پاسه لا پښتنه خاوره د دې د نازولې خو باتور خوښه ځامنو په لاس او واک کښې ده
دا خاوره او دا خلق خو پخپله خو په کور کښې د ورور تربور سره لاس وګرېوان پاتې شوې هم دي خو بهرنو خلقو دپاره د رحمت، امن، مېلمستيا،ساتنې او پالنې خلق پاتي شوي دي، کله چې د نړۍ لويه تجارتي لار چې د ريښمو لار ورته وئيلې شي چې دا پښتون قام د خپلې غورې ځوانۍ په سوب د دغې لوې لارې د ملا په تير پروت د
ے، چرته چې به د نړۍ رقم رقم نسلونه، خېلونه، خلق، سوداګر، قافلې، مذهبي ځايونه، زيارت کونکي ، د زده کړې دپاره شاګردان، د ژبې ايزده کولو دپاره شاګردان عالمان، د نورو علومو او فنونو د تربيې دپاره د لرې لرې هېوادونو نه شهزادګان او د شتمنو خلقو بچي، د روغتيا موندلو دپاره ناروغه او رنځوران، سحر، نجوم او ټوټکو له ايزده کوونکي د زرګونو په شمېر راتلل، نو دا کتل پکار دي چې دغه چلنده شاهراه چې پوره دوه زره کاله يې لويه تيره لرله او چرته چې به ترکي، يونان، چين، وسط ايشيا او د جنوبي ايشيا يو ځاے کېدله ،رقم رقم خلق به وو،رقم رقم ژبې به وې، رقم رقم مالونه او څاروي به وو، نوکران او مزدوران به وو، مالونه او اسبابونه به وو، نو کۀ چرې په دې پښتنه خاوره دغه قافلو، دغه سوداګرو،د دوي مال او د دوي پنګې ته امن او قلارتيا نۀ وي ،د دې نورو ټولو خلقو د پاره د خوراک، څښاک، وسيدو او پاتې کېدو ځائے ځائيګے نۀ وي، د دوي په ژبه او ليک دود څوک نۀ پوهېدلې، د دوي د دارو درملو تابيا نه وي، د دوي د ډېر مال دګيا او وښو کار سم نۀ وي، د دوي د مال او جنس د بدلون غوره بندوبست نۀ وي ،د دوي دپاره د ښو ښو او پوهه استاذانو او ورسره د ښو ښو ادارو شتمني نۀ وي، دلته د خوراک څښاک شيان پريمانه نۀ وي، د دې ځاے آب و هوا ښه نۀ وي، دلته ښيرازه ورشوګانې، ودانې باغ باړې او سمسوره پټي نۀ وي ، بجلي نۀ وي، دانې نۀ وي، مېوې نۀ وي، پاکې او روانې اوبۀ نۀ وي ، ډک پک بازارونه نۀ وي، دلته عزت،احترام او انسان پالنه نۀ وي، نو بيا دا دومره لوے نړي وال تجارت، راشه درشه،ايزده کړه به څنګه د پوره دوه زرو کالو پورې چلنده او ګړندۍ وه. بيا کۀ دلته فن نۀ وي ،فنون نۀ وي، فرهنګ نۀ وې، ارټ نۀ وې،او يو ښۀ کلتور نۀ وې نو نور خو نور،د ګنداهارا دا دومره لوے، ارت بيرت او خوندور فن او ارټ به له کومې راتللو، دا بيخي کورنے مال دے ، دې کښې شک نيشته چې په دې به د لرې د روس د يونان، د روم،د چين او يا د هاغه نورو هېوادونو د چا سره چې په دې لويه لار د پښتنو راشه درشه، او څۀ نه څۀ تعلق وۀ، د فن او هنر اثر وي ځکه چې ارټ او هنر هم لکه د تجارت د دواړو اړخونو څخه اثر اخلي ،خو دا چې يوې شړې شباړې زمکې ته ټول او پوره په پوره پردي فن او ارټ نه راځي او کۀ راشي هم نو هغه بيا په دې شاړه شبړه زمکه وده نۀ کوي ،بيا پښتنه لويه خاوره چې څرنګ په لويو لويو او جدا جدا خصلته سيمو او علاقو کښې وېش ده ، دغه شان دا لوئے قام په رقم رقم قبيلو او خېلونو کښې وېش دے، لکه د لوے چنار د ښاخونو خوارۀ وارۀ او څانګې څانګې او دانګې څرانګې تللې دي، خو موټيا او ځيله يې يوه ده ،لکه څنګه چې يې هره قبيله د بلې نه څۀ لږ ډېر ځانګړي ،خوي ،خصلتونه ،جامه، پېزار، مالي او فرهنګي شتمي لري نو دغه شان يې دا بيلې بيلې سيمې هم جدا جدا علوم، فنون، ارټ، اثار، د دستار سړي، خواري کښ خلق، غلې دانې، فصلونه، دانګونه، موسمونه، چينې ، خوړونه، دريابونه، وني بوټي، ځنګلونه، مرغۍ او مارغان، مال او څاروي، لارې ګودرې، سيمه ايز تاريخ، لوبې، ټوقې ټقالې، ساز او اواز، او کار او روزګارونه لري
د بختورې پښتونخوا په لويه او ارته بيرته خاوره يوه غاوره او د فخر او افتخار يوه ډکه سيمه د صوابۍ په نوم هم ډېره مشهوره او بختوره ده چې په رنګ رنګ مادي او فرهنګي ښائستونه ښائسته او ماموره ده ، چې د زرګونو کالونو يو روڼ او چوڼ تاريخ لري چې د پخوا راهسې د علم او فن ،کرکروندې، پوهې او شعور يو لو
ے کان دے، چې د نور هر څۀ سره سره د وطن ساتنې او وطن پالنې هم يو نۀ هېرودونکے تاريخ لري.
پښتنه خاوره اګرکۀ په هر رنګ، په هر ډول د سيالو سياله ده او لا په ځني کارونو کښې خو بې مثله بې مثاله هم ده خو د دې خاورې څۀ تاريخ يا تاريخونه نۀ دي ليکل شوي ،د کومې څخه چې ځوان کول پخپله مورنۍ ژبه کښې فائده او مانه اغستې وي، او د
ے د دې خپلې خاورې په قدر، مقام او حيثيت پوهېدلې وي ، نا داسې هم نۀ ده، بلا بلا تاريخونه يې خپلو هم او بهرنو هم ليکلې دي، خو دغه د جنګ جګړو او سياست تاريخونه دي ، د کلتور او فرهنګ تاريخونه يې لا د ليکوالو د راتلو په طمعه او انتظار دي کۀ چرې د دۀ په ژبه کښې د دۀ په غوره فرهنګ، کلتور، فن او فنون څۀ غوره او فکر ورکونکے کتابونه وې نو د دۀ هاغه اثاثه چې د دۀ د خاورې په لويشت لويشت او ګډوزي ګډوزي برجقه پرته ده دغه به ولې داسې تالا ترغه کېدله او د مينځه به تله، کۀ په غور وکتلې شي نو قادر خداے ، دې لوې وګړي ته د نورو ډلې بخښنو نه پرته يو دوه داسې لوئې بخښنې هم کړې دي چې د دۀ پرې هيڅ زيان تاوان او کړاؤ نۀ دې شوې او لکه د لا ټرۍ د ختلي خسڼي چې په لاس ورغلي دي د کومې په سوب چې دې د نړۍ د سيالو سيال شوے دے کۀ يو خوا دۀ ته د تاريخ د دورې څخه هم پخوانے او بيا د تاريخ دورې يوه لويه کلتوري اثاثه په لاس ورغلې ده ،بل اړخ ته ورته يوه داسې فطري اثاثه هم په لاس ورغلې ده چې هغې کښې رنګ رنګ موسمونه،روانې اوپرېمانه اوبۀ، غرونه، واورې، خوړونه، چيني، پرېمانه ځنګلونه او داسې داسې غريز ډاګونه چې د غره هره شنه ګټه يې هم ياقوت او ګوهر دي چې دا وطن يې د اثارو او سيل ګرۍ په دنيا کښې ځلولے او پړقولے دے او بيا د دۀ افرادي قوت چې نړۍ يې د ګريټ افغان په نوم پېژني.
په دې پرېمانه او فرهنګ خېزه او کلتور ډکه خاوره يواځې خبره د ګندهارا ارټ او کلچر نۀ ده ځکه چې د دې ګنداهارا فن نه آګاهو په دې خاوره د انسان د وړومبي فن او هنر روښانه نخښې نخښانې هم موجودې دي، ځکه چې د تاريخ په وږدو کښې په دې خاوره ډېر نسلونه، قامونه او مذهبونه هم تلې راغلې دي چا چې خېل،خپل د قدرتي برخې او ښکلا او جمال فنون نقش کړي دي هغه کۀ ( سټون هږ) او " ميګا لات" په قبر دي او کۀ د داراګانو اثار دي ،کۀ ګنداهارا اګر يو کلچر د
ے او کۀ د زر تشتو اثار دي، کۀ د داراګانو اثار دي او کۀ د يونانيانو اثار، کۀ د هندو مت اثار دي او کۀ د اسلامي دورې اثار دي ،کۀ د مغلو،پيرنګيانو اثار دي او کۀ د پښتنو خپل اثار دي خو دغه د نورو تللو راغلو عالمو دغه اثار دلته په ځاے پاتې شول او هغوي د مينځه لاړل..
د بابر او د بادر خبرې لاړې دافغان قيصه باقي ده کوهستان کښې 
داسي باري چې د باره هم ډېره درنه شوه خو دا په دې راياده شوله چې د علمي او فرهنګي پاڅون په يوه ګڼه کښې يې د ځوان محمد عثمان مردانوي يو ښکل
ے مضمون ( د کړه مار په لمنه کښې ) لوستې وي او د رسالې چلونکي روښان فکر ډلې له اړخه په سر پاڼه يو داسې زړۀ راښکونکے شعر ورکړے وۀ چې لکه د کړه مار په يو تيږه چې يوه ملکوتي نغمه ليک وي او هغه دا چې
لائق مخ د سوګند بل نۀ وۀ په زمکه

چې په جونو سوګندي د کړه مار شوم 
اشرف خان هجري دې شعر او دې مضمون زۀ څۀ شل پنځوشت کاله پخوانو يادونو ته بوتلم کله چې زۀ د اروښاد روشن خان د حجرې څخه وتلې د شهباز ګړې د مقبرې چې د رستم د سړک په خوله پرته ده او بيا دکړه مار غرۀ ته ختلي په غرۀ مې د سپين رنګ خور وور پروت مار موتيا معلوم کړي او بيا د يکه يوسف او بابا زيارت ته ودرېدلې او د ښۀ بخت او ورځې دپاره مې پرې سوالونه کړي او بيا د اسوټا آتش کدي او يا لمر کدي ته ودرېدلې فوټو ګرافي مې ورله کړې چې يو څو ګټې د زمکي په مخ پرتې او څۀ ولاړې دي نور راسره هيڅوک خو نۀ وو خو يو دوه درې خرۀ دغلته څرېدل او زنګ شوې بورډ يې په زمکه راپرېوتې وۀ
د شوي د غرۀ، د سپين رنګه مار او د اسوټا د دغه لويو ګټو په باب له مې څۀ پوښتني د شوې د سکول د استاذانو څخه وکړل او څۀ مې په پټي کښې د لو لور کارکونکو زمين دارو څخه وکړلې هغوي وئيل چې دا يو د ښځې او ناوې راروانې وي چې کله يې دلته پښتني ناموس ته خطر راپېښ شو نو دوي د ناموس ساتلو دپاره دعاګاني و غوښتې او هم په دې ځائ
ے ګټې شولي هم دغه شان يې د اسوټا د کلي او د باباجي د راستو ډکي يو څو خبرې راته وکړې ما دغه ورځو کښې په دغه لاس ته راغلي معلوماتو وحدت اخبار ته يو مضمون وليکلو، په اسوټا او د دې په دغه تاريخي کتبو فيرنګي ليکوال په 1928ء د انډين ريلوے په رساله کښې يو خوندور مضمون هم ليکلے دے او ورسره ډېره ښه فوټو ګرافي هم کړې ده چې دغه وخت يې دا ټولې ګټې په ډېر ښۀ حالت کښې وې دغه رساله د لاهور د انار کلۍ په کوټ بازۍ ما ته په اتۀ انې په لاس راغلې وه ) نو خبره مې د مردانوي د مضمون کوله لکه چې ذکر وشو چې د پښتنو د خاورې هره دره د لوې لوې کلتور يوه ګل دره ده او بيا صوابۍ خو صوابۍ ده کنه هسې خو د پښتون په نورو ډليزو سيمو کښې بلها داسې کلي شته دے چې په لکۍ داره ى ( ۍ) خلاصيږي خو د هزارې په بټ ګرام ،شانګلا او صوابۍ کښې دا چل ډېر زيات دے لا نه يم پوهه چې دا چل ولې دے داسې ۍ خو د ښځينه نوم دپاره پکاريږي خو ايا دلته هم دغه مطلب پوره کوي او کۀ څۀ نوره وجه يې ده لکه صوابۍ، مانيرۍ، جلسۍ، چلۍ، زروبۍ، ټوپۍ، ترکۍ، بابېنۍ، ډاګۍ، اتلۍ، کپ ګنۍ او نور او نور زما خيال دے چې صوابۍ د س په ځائې په ص ليکل د چا مُلا بخښنه ده کنه دا په س سوابۍ په کار ده، ځکه چې سوا وۍ، سواړۍ ،سورا، ساول ډېر، اسوټا، رڼا ډېرۍ او ادينا( Sun God) دا ټول لمر او اور اړخ ته کږيزي چې دا ترې بريښي چې دا ټوله سيمه په يو وخت کښې د اورپرستۍ او لمرپرستۍ يو لوے مرکز وۀ او اسوټا د دې لويه او مونيا نيره عبادت خانه ده چې هره ګټه يې د مياشتې د ورځو په حساب د هرې جدا ورځ دپاره د ننو وتلو دروازه ده او زما په خيال ( نور خو به پرې مردانوي صاحب پوهيږي ) په دې لپاسه څۀ بلډنګ ځکه نۀ وۀ چې بيا به د دوي له نظره لمر پټېدلو سوابۍ د قبيلو او خېلونو په سوب هم ډک پک تاريخ لري کۀ نور ياد نۀ کړو هم نو ټوپۍ د زړو سواتيانو ډکه ده او ښۀ نران او مېلمه پال خلق دي د ټوپۍ د بازار په خوله کښې پراتۀ پرېمانه آبادي لري او دغه شان د دې زړو سواتيانو يو غټ کلے بام خېله (بام خېل) دے چې آيا اوسني اوسيدونکي يې هم سواتيان دي او کنه دا ورته د زړو سواتيانو ميراث پاتې شوے دے ځکه چې دا نمونه د کلو نومونه په سوات کښې ډېر دي لکه بټ خېله، خوازه خېله، زره خېله، بامه خېله، پيرخيله او دروتى خېله او نور نور بيا د لاهور په کلي لوے سرکاري سکول سره جوخت د ډوماخېل کورونه دي کوم چې د تاريخي ډوما کافر د لوئې باچاهۍ يادګار دے چرته چې بهاکو خان، ملامست زمن او نور يوسفزي جنګيدلي وو او ډوما له يې ماتې ورکړې وه او د هغۀ راڼۍ چې نوم يې شنډۍ وۀ هغه د خدوخېلو يو خان خپله ماندينه جوړه کړې وه بيا د هنډ د کلي خواو شا په سيمو کښې هغه کسب ګر هم لا شته دے دچا مشرانو چې سکندر اعظم له د پورې وتو دپاره بېړۍ جوړه کړې وه چې دغه اولس د مانګانو، ماڼکيانو، مليهى او ملاح په نوم ياديږي چې زۀ يې د مون جودړو خلق ګڼم بيا هم په دې هنډ لاهور کښې په ګڼ شمېر کښې يهوديان آباد وو چې د وخت سره سره د پښتنو په قامي سيند ورګډ شوي دي بيا دلته د لوے سکندر څۀ سپايان او افسران هم د دې ګودر د ساتنې دپاره پاتې کړې شوې وو د چا په نوم چې نن د جانګيرې کلے دے چې زوړ نوم يې اليګزنډريا وۀ زما په خيال د مانکۍ او ماڼکيان دا کلي هم دغه مانګانو اړخ ته ځي او بيا چې دا هم اورو چې جلسۍ او جلبۍ دوه لوي لوي ډنډونه وو بيا رڼا ډېرۍ، ګاړمناره، ثبا کړه دا خو ټول رڼا اړخ ته سترګې وهي کنه ايا دا مطلب ترې واخلو چې دا يو پخوانے ګودر وۀ لکه نن چې هم د ارسلا خان بابا د نوسي عبدالواحد خان د بنګلې نه بهر په ارت او خورور سين ور پورې ووځې او ايا دلته کښې د جازونو، بېړو دپاره خو دلته د رڼا ګانو څۀ تابيا خو نۀ ده شوې کۀ بر اړخ ته وغزيزو نو د رستم مقام په لاره لاره په ناټيانو د امبېلې او چملې پورې او بيا خاص د ملندرۍ په ودان غرۀ کښې ټانګو او لړم کلي پراتۀ دي چې د لرغون پوهه زين الوهاب صېب وائى چې د دوي خلق نن هم د اشوک د ورځې ژبه وائي بيا په دې سيمه د ګدر( GADAR) کلے دے کوم چې د لوے ايراني دارا په ډبر ليک کښې د ګندهارا دپاره پکار شوے دے بيا د دې شاباز ګړهه ده کۀ يو خوا دستړو د دمې ځائے وۀ نو بل خو د شاباز قلندر روضه هم ده بابر د خپل تزک په رڼا کښې دا روضه دړې وړې کړه ولې هغه خو پرې زما په خيال تومت لګولې وه چې ورانولو ته يې جواز ولټوي خو ايا دا خو چرته د مغل خلاف د پښتنو د لښکرو د جمع کېدو ځائے خو نۀ وۀ دغه شان د مرغز او کوټۍ کلي دي کوټه خو جوړۍ قلا او چاوڼۍ شوله خو مرغز په نامه پوهه نۀ شوم خو يوه خبره ده چې دلته د دې کلي خلقو د سين د سيندونو نه څومره د فن آو ښکلآ ډک د جمات وداني جوړه کړې ده د ستائلو قابله يوه پښتنۍ نمونه ده 
کۀ څۀ شېبي له بره لاړ شو او د ګدون په غريزه خو غيرتمنده سيمه ور سم شو نو د ملکي دم، کپ ګنۍ، کوهي سر، سالار، منصور وېش او سيمې مابڼ او د شاکوټ څوکې د بيرګلي رسټ هاوس او د اُتلۍ اوچت غريز خو لوي کلي او مېلمه پاله خلق يې کۀ درې سيمې منځ ته لارې دورې ته لاړ شو او مشران يې وګورو نو باکو خان ، شاه منصور، ګجو خان، سليم خان، فتح خان، مقرب خان، ارسلاخان، ورپسې د سيد احمد شهيد راتلل، سيدوبابا، کوټ
ے ملا، پنچ پير، پير روښان په مېنۍ او کوټا قامي غورځې پرځې بيا هم په دې خاوره صاحبزاه عبدالقيوم خان، مولانا عبدالقادر، غلام اسحاق خان بيا په دې خاوره سر تېزه او د غرونو نه تمبېدونکے لوے اباسين چې هم په دې خاوره ورته لکه د قلندر کچکول اېښودے شوے او دغه سيند سمندر يې ورکښې راګېر کړے دے 
بيا کۀ د اثارو لوے بازار ته ور ګډ شو نو دغه خو دومره ډېر او امباري دي چې په شمېرلو يې هم پرې ستړے کېږي هغه کۀ راني ګټ دے او کۀ هنډ، لاهور، الکو ډېرۍ،ګلا، اسوټا،دي او کۀ د نني دنيا او دين د نور او معرفت پوهه لوې ادارې شاه منصور، او پنچ پير دي.
کۀ ژبې ته يې ګورو نو په رشتيا چې ډېره خوږه لهجه لري او پېغلې يې خو بيا په داسې لهجه کښې خبره کوي لکه چې ملائېکو ورته په خله کښې توکلي دي او سړي يې د خبرو نه الهامونه اخلي کۀ د خلقو ساده باده مګر د پت او پښتو او پښتني دود دستور ډک ژوند ته ګوري نو جامه پېزار، شريکه ماته کړې ډوډۍ، کالو خاني تالي، موخه ويشتل، او جامه پېزار يې خو د عحائب ګر په هره پژه کښې موجوده ښکاري
کۀ د زمکي څورب والي او د خلقو د مټو زور ته يې ګورو نو هغه هغه خواږۀ او شتمن فصلونه کوي چې يوه توره لړه ښکاري او بيا ددې خاورې د تماکو فصل چې خوله پرې د دوي بهېږي خو مزي پرې نور او نور کوي او بيا کۀ د لو
ے ډنډ نه په اخوا يې غازي ته وګورې نو بروتها يې په سړي پرغز راولي ځکه چې کلي خو د دې وران او بې اوبو پاتې شول او د ګټې وټې غولا نزئې بروتها ته لاړه. 
په ژبه پالنه او ژب ساتنه کښـې لوي سټې لري هاغه هاغه اديبان، شاعران او پوهان يې زيګولي دي چې په ډېرو ډېرو مېدانونو کښې خپل ساري نۀ لري.
کۀ په وسطي او جنوبي ايشيا کښې د الفبا تاريخ ولټوؤ نو دغه الفبا هم د دې خاورې بخښنه ده چې لويه ګواهي پرې چيني زيارت کونکي هون سانګ کوي او سوب يې دا د
ے چې دلته لوے ژب بولو او لوے ليک دود سازونکي ، لوے ګرامر بولو او په دغه لوي او بې مثله بې مثاله کتاب ليکونکي چې ترننه پورې يې چا مور راوړي جواب هم ونه ليکلې شو او کۀ يې ورکې څۀ وران ځاې په ګوته کړې شو او کوم چې د کلهمې نړۍ د ګرامو ليکونکو دپاره يوه بله روښانه شونټۍ ده چې هر څوک پرې ترې د خپلې لارې رڼولو لپاره ليتکي اخلي .
هيون سانګ ليکلي دي چې کله چې د نړۍ نه ليک لوست ورک شو نو دلته پائيني ته د الهام او کرامت په لار د يوتاګانو پېرزونه وکړه او دلته ليک دود رامنځ ته شولو او کۀ څۀ رنګ چې پورته ذکر وشو چې د صوابۍ د خلقو ژبه ډېره پاکه او خوږه ده دا نۀ يم پوهه چې د سوات د ژبې نه زياته پاکه ده او که نه؟ هم دغه شان په زرګونو کالونو پخوا به خلق د پاکې او روانې او خوږې ژبې د ايزده کولو دپاره دلته راتلل او بيا چې به د لرې هندوستان نه دلته څوک دې زده کړې له راغلل او بيرته په خېر ستون شو نو خلق به يې لکه د ننني حاجيانو پخېر راغلي له راتلل او د دې ځا
ے پاکه ژبه به يې ترې تپوسله او اورېدله. څۀ سل کاله پخوا په لوې هند کښې په دې خبره سوال راپورته کړې شو چې په براعظمګي کښې د ليک اغاز له کوم ځايه وشو چا څۀ او چا څۀ ځاے ښودل خو دغه وخت په ژبو، خطونو او اثارو کار کونکي لوي عالم مکس مولر ( Muller ) دومره پخه او رشتونې وينا وکړه چې هيڅ چا سره يې بيا جواب نه وۀ هغۀ ووئيل
I still challenge any scholar to provide any nation of writing in Indian literature before the suppared age of panini"
دغه سوب د
ے چې د ژبو او ليک دود په دې لوي کور کښې په يو وخت کښې 64 ليک دودونه په چلن کښې وو چې يو ورکې تصويري خط هم وۀ د دې خطونو قبول ثبوتونه د هاغه ډېر ليکونو نه په لاس راځي کوم چې دمابڼ په غرونو کښې کنډه، زيده تورډېر، ګلو ډېرۍ کښې مونتلي شوي دي چې لا د ځينو په ژبه او خط پوهانو لاس بري که دي مونتلي او په عجائب ګرونو کښې The unknown language and Unknown scripts په نوم باندې خوندي پراتۀ دي. د پائيني د اوږد دور نه پس په دې سيمه يو بل خوا سترګې غړوي چې هغوي ډېر ډېر ليکونه او کتابونه ليک دي خو دا ليک دود د فقط پښتون خوا پورې دي دا خط يا ليک دود د خروشتي ( Khroshti) په نوم شُهره لري او د شاباز ګړې ډېر ليکونه هم په دې ليک دود کښې ليک دي او غټه خبره دا ده چې د موهن جودوړو د ليکونو (چې هغه هم د پښتنو د وطن نخښه ده ) او د پانېني د ليکونو نه ورستے خط خروشتي دے. چې دا د براعظم ګي په خطونو کښې وړومبے خط دے او لوي راجا اشوک په اخواني هندکي د ډېر ليکونو د ليکلو دپاره د دې قامي ليکوال او استاکاران پيپي کار غوښتلي وو او دغه ليکونکو لويه پېرزونه دا کړې ده چې د هغه په دغه ډېر ليکونو کښې يې خپل نومونه هم ليکلي دي. نۀ يم پوهه چې پښتنو دا ليک دود ولې پرېښودو ځکه چې لوي عالم داني صېب دا وائي چې دا يو مکمل او يو غوره ( Perfict) ليک دود وۀ. بيا چې کله په هندو شاهي خاندان په کابل کښې سخته راغله او هغوي کابل پرېښود او هنډ يې خپله پلا زمينه وګرځوله نو دلته يو بل ليک دود ساز کړې شو کوم ته چې شاردا وئيلې شي. چې ړومبے ليکلے کتاب يې چې موضوع يې رياضي ده د مردان په بخشالي کښې موندلې شوې او بيا په لوي هند کښې په ناګري خط او انګليسي ترجمه کښې چاپ شوے دے د چا په حقله چې هاشم غوندې لوے عالم وائې چې دا ليکوال په هند کښې په دنياوي لحاظ د ګوتم بدهه نه ورستو ډېر لوے سړے دے
(يه خدايا دا په څۀ سر شوم خبره خو د مردانوي ورور د مضمون سره د مشغولتيا وه ځکه راځم هغې اړخ ته)
اوس چې کله د کړه مار ، شېوه، شېخ جانه،او د هغې د کافر د ګلو ، ګل رخسارو،يادونه کېږي نو ارو مرو به مو د غوږوکېږي . "چې د دوکړو اواز يې رسي کالو خان ته " کله چې خدا
ے بخښلي عوامي شاعر علي حېدر جوشي د يوسف خان او شېربانو بدله سازه کړه او د پښتون خوا ريډوانو د پښتونخوا ګوټ ګوټ ته ورسوله نو د نورو قيصې سره سره شېراغونډ، سمېله، شېر بانو، کړه مار، ميره چينه، دوبيان او داسې نور بلها کلي او ځايونه هم رامنينځ ته شول
اوس خو به دا خبره نوره هم وږدېږي چې د دغې قيصې د ځايونو يکه غونډ په خير په سوات مومندو او الايي بټګرام کښې هم لرو نو ايا د دې په خپلو کښې څۀ تعلق هم شته کنه؟ په سوات کښې يوه ډېره زړه قبيله په فتح پور کښې وسېږي چې نورې کډې يې خورې ورې په الايي نندياړ، هيلو ، سوات چکېسر، ميان دم او بشي ګرام کښې وسېږي او په 1993ءکښې د جرمني لو
ے لم لرغون پوهه او نوع پوهه کارل چنمار او د ناروې لوي عالم فريډرک بارتهـ زۀ پروېش شاهين دې ته چمتو کړې وم چې دا قبيله بيا مومم او که ژبه يې لا ژوند ۍ وي نو ريکارډ يې کړم ځکه چې دغه پوهانو د پوهې په مناسبت دا د سوات د ټولو نه زياته زړه قبيله ده خو هغوي يې په موندلو کښې بريالي شوي نۀ وو ما په پوره شل کاله کښې په اتفاقي ډول دغه قبيله بيا موندله چې د ژبې ويونکي يې دا مال فقط اوۀ کسان پاتې دي دغه قبيله په دوو ډلو يا خيلونو کښې ويش ده چې د فتح پور دغې ته يکه بد ېشي وائي او استوګن ځاے يې هم دغه يکه بدېشي نوم لري ،دغه شان په مومندو کښې يکه غونډ په پېښور کښې يکه توت سوات کښې برغونډ او بټ ګرام کښې تورغونډ د کلو او خيلونو نومونه هم لرو. .. نور بيا 
هم دغه شان کړه مار چې په سوات کښې کړه، بت کړه، کړاکړ، کړاکنډ، د بونېر او د خټکو کړپه ، او د سوابۍ بټاکړه خپل منځ کښې څۀ خپلوي او نسب داري لري او کۀ نا او د حسن ابدال مار+ګلا دې سره څۀ اړخ لګوي
په سوابۍ او کړه مار باندې يو نه څو څو مذهبونه او ورسره کلتور ونه او هغه هم په يو وخت کښې تېر شوى دى او چې څۀ رقم يې مذهبونه او مسلکونه بيل بيل وو هم دغه شان يې دود دستور او مذهبى ګروهې بيلې بيلې دى څۀ وخت چې مشهور او نامتو لو
ے افغان عالم البيروني په 1030ء کښې دې سيمې ته راغلے وۀ نو هغوى د خپلو ليدلو کتلو حال داسې بيان کړے دے چې دلته وشنو ازم، شيو ازم او نمر پرستى په زور کښې دى او د نادايانا يعنې د وشنو منونکى زيات دى.
خو دا عامه معلومه ده چې په اباسين غاړه کښې په عامه توګه او په ګندارا کښې په خاصه توګه شيوا يو عام دېوتا نمانځل
ے شو د چينيانو ګرځند وو د دنيا په مناسبت چې دا هم د شيوا مذهب وۀ کوم چې په دې سيمه کښې د لبال مت د غوورزولو سوب وۀ.
د شيوى او کړه مار په وړومبى ځل د سترګو ليدل
ے حال د چينى ګرځندور د کتابونو څخه معلوم شوى دى او بيا په دوي ټولو کښې خاص هوى سانګ (Hswang tsang) وۀ څوک چې پخپله د دې ليدو له راغلے وۀ او خپل ليدلى کتلى او او اوريدلى يې د قلم لاندې راوستلى دى. 
هغه د يو غر په باب خبره کوى کوم چې اوس د کړه مار په نوم مشهور د
ے او کوم چې ډېر نېغ او ستغ دے او کوم چې د بيهما دېوى په سوب ډېر مشهور دے د دې چيني ګرځنداوى په دغه بيان اوږد او ارت بيرت بيان د لوى لرغون پوهه فوشر( Faucher) وائي چې دا دېوى ډېره طاقتوره وه او د دې يو مندر د کړه مار د غرۀ په منځ کښې وۀ په دې مندر کښې به ډېر سادوان وسېدل چا چې به ځانونه په ايرو لړلى وو د دې دېوى د بت په باره کښې څۀ تفصيل خو نۀ دې ورکړے شوے خو وائي چې دا بت قدرتي طور جوړ شوے وۀ چې په سوام بهو(SAYAMBHU) نوميدو چې هم دغه په تبت کښې په رانابهو مشهور دے. هم دغه لرغون پوهه فوشر چې کله په 1942ء کښې دلته پخپله دې اثارو کتلو له راغے نو يو سړے يې د لار ښود په ډول د ځان ملګرے کړے وۀ دغې سړى فوشر ته يوه ډېره مزه ناکه قيصه واووله چې دلته يو فقير ميشته وۀ څوک چې خپلو دشمنانو د غرۀ له سره ښکته راغورځولے وۀ خو هغۀ ځان د اونو په ښاخونو کښې راټينګ کړو تر دې چې د هغۀ يوه ملګرې فقيره راغله او هغۀ ته يې خپله ټوکرۍ ونيوله چې دۀ هغې ته ور ودانګل دا ښکلې ښاپېرۍ شېربانو وه (Lion Woman)د چا نوم چې د درګا سره تړون لرى
پروفېسر توشي څوک چې د نړۍ په يوه دوه دريو لرغون پوهانو کښې حساب عالم د
ے مخکښې ليکى چې د دې قيصې نه مونږ څلور مطلبونه اخستې شو (1) د غرونو مسلک(2) د دې دېوګنې يا ښاپېرۍ مسلک(3) چې دا د دې ځاے اصلى او محلى مسلک وۀ(4) او هم دغه مسلک چې بيا يې په اسلامى دوره کښې بل شکل او بيان اخستے دے.
دلته په دې کړه مار کښې د اور پرستۍ د عبادت او مندر خبره ډېره مشهور ده دې باره کښې په ګندهارا او کاپيسا د پى ايچ ډى د مقالې ليکونکى عالمه ګپتا ليکى چې په ګندهارا کښې درګاه د بيهما يا د بهى ماله په نوم مشهوره وه. 
کله چې په هنډ کښې د هندو شاهانو باچاهى وه نو د هندباچا چې کميش وري يو نمر پرست د شيوا او مندر جوړولو د کار دپاره مقرر کړو. 
بيهما پخپله د درګا ديوى يو شکل د
ے دا درګا به د ديوتاګانو په شان د عبادت لائق ځاے ګڼلے شو په دغه حقله د چينى هيون سانګ خپل ليدکلے بيان دا شان دے. د پوليوشا (شابازګړې) ښار په سويل او نمرختيز د پنځوس لي په واټن په يو اوچت غر د ايشور ديوتا د ښځې د اودى ګټې جوړ يو بت دے دا بيهما دېوى ده د لوړې طبقې او ټيټې طبقې ټول خلق دا وائي چې دا بت پخپله جوړ شوے دے مشهوره ده چې دې بت ډېر کرامات ښودلى دى دغه سوب دے چې دا ټول د دې عبادت کوى د لوى هندي د هر ګوټ نه خلق د منښتو دپاره دلته راځى او دلته خوشاليانې او شتمنۍ تر ګوتو کوى دلته هره نمونه خلق راځى او د الوهى روح د شکل ليدو دپاره اوۀ ورځې روژه کوى د کوى کولو پس چې دا هر څۀ ووينى او ډېرې دعاګانې يې قبليږى د غرۀ وېخ کښې د مشهور دېو يو مندر دے چرته چې په ايرو لړلى مذهبى خلق دلته قربانيانې ورکوى اوس دغه د غرۀ د ويخ دغه مندر څۀ شو تر دې چې څۀ لږ غوندې اثار يې هم نشته دے دې لړ کښې فوشر خيال ښکاره کړے دے چې کله انګرېزى انجنيرانو دا سړک جوړولو نو هغوى د بيهما دېوى دغه بت مات کړو اوس فقط د دغې لاندېني ديوالونه ليدې شى او نمرخاتۀ په اړخ يو زيارت دے د چا نه چې چاپېره دېوالونه دى او دا د بت وخانقاهانو په شان دى په کوم چې وړې وړې جنډې رپېږى ډېر عقيدت مند اوس هم دلته راځى چرته چې ښکلو اونو په دې زيارت سېورے جوړ کړے دے د غرۀ په سر د يکا صاحب زيارت دے ورسره د يکا صېب د سپې قبر هم دے
فوشرپه ورستى کښې په دې نتيجه رسيدل
ے دے چې وائي چې هم دغه مندر چې ورک شوے دے او کوم چې دومره مشهور وۀ هغه هم په دغه ځاے وۀ چرته چې اوس شيوه ده .د هون ساګ چينى د کتاب ژباړن ليکى چې دا بت د مشهور دېوتا د ښځې وۀ.
په عام ډول دا خبره مشهوره کړې شوې ده چې لو
ے راجا اشوک خپل ډېر ليکونه پخپل ملکى سرحدونو لګولى وو خو کۀ په ژور نظر وکتلى شى نو دا خبره سمون نۀ خورى ځکه چې سوابۍ او شابازګړه د باچاهۍ په سرحدونو پرتې سيمې نۀ دى د اشوک حکم تر کشميره پورې او د ګلګت هنزه او چترال واخان پورې په چلن کښې وۀ کۀ ورسره يې دې خبرې ته هم نظر وکړو چې د اشوک راجا ډېر ليکونه خو په باجوړ او بونير کښې هم موندلي شوى دى فقط په سوات کښې لا دغه څۀ ډبر ليک نۀ دې تر لاسه شوى حالانکې دا ډېره د حېرانتيا خبره ده ځکه چې سوات د اشوک راجا مورنې او پلارنې وطن وۀ او دغه وجه وه چې هغه سوات Bali-Gram يا Tax freeزون ګرځولے وۀ او بله دا چې سوات ته يې د دۀ د خپلې خدائي حسن اوديانه سره سره...Mohammad Parwish ShaheenAsoka gardenنوم هم ورکړے وۀ.

- بېرته شاته