(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښادډاکترحنیف بکتاش پرښکلامین شاعر

 

ارواښاد  ډاکتر حنیف  بکتاش  د پښتو ادب   نوښتګر، انځورګر او پر  ښکلا مین  شاعر

زموږ  په  ادب  پالونکي هیواد کې  د پیړیو پیړیو راهیسې  مخکښو، نامتو او لویو لیکوالو، ادبي او  فرهنګي  شخصیتونو او شاعرانو  د نوښتګرو اندونو،  پوهې، قلم، ادب  او علم  په  وسیله  د هیواد  د عیني او ریښتیني حوادثو او پیښو په  اړه  داسې لیکنې  او څیړنې کړي  دي، چې  د  دوی  مقام  د سیاست  او ادب  په  تاریخ  کې  څرګند او  د  درناوې  وړ ځای  لري . دغو اتلانو هم  د تورې  او  هم  د  قلم   په   وسیله   د  عمل  په   ډګر کې  د  خپلو  ادبي او فرهنګي  هلو ځلو تر څنګ  د  هیواد د خپلواکۍ، آزادۍ او  دموکراسۍ په  ګټلو کې فعاله  ونډه تر  سره کړې  ده .  له  امیر کروړجهان  پهلوان  نه  نیولې تر شیرشاه سوري، بایزید روښان، خوشحال خان خټک، میرویس نیکه  او لوی احمدشاه بابا  پورې ټول  د تورې  او قلم، پوهې  اوتدبیر اتلان  تیر شوي  دي . دوی  ټولو هڅه  کړې  ده چې  هیواد  د  ناپوهې، نادانې، فقر، ظلم، خپلمخی ( استبداد)، زور واکۍ او  فساد د منګلو څخه  وژغوري .

زموږ  د هیواد زیاترو لیکوالو،  ادیبانو او شاعرانو د خپل توان  او استعداد سره سم  د ټولنې ستونزې، خپګان،  نهیلې، عیني  پیښې، حوادث  په   ډیر  واقعبینانه  توګه  د شخصي ملاحظاتو او تعصباتو او احساساتو نه  پرته  لیکلي دي، چې  د  دوی  دا  ارزشتمن  کار   زموږ   د هیواد اوسني  او  راتلونکو  نسلونو ته   یو لوی  علمي ، سیاسي، ملي، ادبي  او  فرهنګي  خدمت   ګڼل  کیږي . زموږ   د هیواد  زیاترو لیکوالو  او شاعرانو، ادیبانو او فرهنګیانو د  پښتو معاصر ادب  په  تاریخ  کې  د  ډیرو سترو  اثارو  او  شعري  ارزښتونو  د هستونو څښتنان دي، چې  زموږ  اوسني او  راتلونکي  نسلونه  ته   د میراث په  توګه   دا  اثار  یوه ستره  شتمنې او پانګه  ده . دا  اثار هم  معنوي  ارزښت  لري  او هم  شعري  او ادبي  جوهر لري .

یو له   دغو لیکوالو  او  شاعرانو له   ډلې  څخه ،  سیاست پوه،  تاریخ  پوه، ادب  پوه، ژمن،  وتلې،   شاعر  ارواښاد   ډاکتر حنیف  بکتاش  دی، چې  د خپل  قلم،  اندو  پوهې   له  لارې  یې  زموږ   د پښتو ادب  ګلبڼ  ښیرازه، سمسور،   او رنګین  ساتلې  دی .

ډاکتر حنیف بکتاش زموږ   په  هیواد کې  یو پیژندل شوی ،مخور  لیکوال  او شاعر  و،  چې په  (۱۳۴۱) لمریز کال کې د (وردګ)  ولایت په   میدان ښار کې  زیږدلی دی . ده خپلې  لومړنې  زده کړې  په  مزارشریف، میدان ښار، قندهار، هلمند او نورې  زده کړې  یې  د کابل  د حبیبې  په  لیسه کې  پای  ته  رسولي  دي .  وروسته  یې  په  مسکو کې  د نړی  په  معاصر تاریخ  کې  د  ډاکتری   دیپلوم  تر لاسه  کړې   دی .

د یادونې وړ ګڼم که  چیرې  د ده  شعرونه په  غور سره  ولولو، نو دا  څرګندیږي  چې دی  د ځانګړي  هنري، ادبي  او علمي  سبک خاوند  شخصیت  و ، او  د ده  شعرونه  د  ده  د  شاعرانه  او هنري  تخیل، څپانده،  روښانه  او  نوښتګر  فکر  او  آزموینې زیږنده  دي .

-  ښاغلي اکادمیسین سلیمان  لایق  چې  زموږ  د هیواد یو  وتلې، نامتو او انقلابي لیکوال،  شاعر  او ادیب دی،  د ارواښاد  ډاکتر حنیف  بکتاش  د هغې  ټولګې  په   تړاو  چې  په  نامه  دې   (کله چې لمر دخدای آیتونه لولي)  یادیږي  داسې لیکلي دي :

(( .... د هنرمن  سبک ځانګړی  او  د  ده په  ذات  پورې  تړلی  وي . زما  خپل  نظر دا دی چې  په  شاعرانو کې  د سبکونو توپیر کټ  مټ  هغسې  دی لکه  چې  د دوی  په  بڼو ، آوازونو او  د ژوند په  ځانګړیو  تګ  توګو کې  لیدل کیږي .  د ( لون ګیزس )  دغه وجیزه  د سبک  په  پیژندنه  کې  ډېره  ژوره   ده  چې  وایي  :  (( د هر چا سبک پخپله هغه  شخص  دی .

 

همدا راز  د بکتاش سبک یواځې  په   ده  پورې  ځانګړی  دی کوم  چې په  دې سریځه کې  په   بشپړ   ډول  معرفی  شوی  دی ...))

او په   بل  ځای  کې  وایي :

((....  د  بکتاش د  دغې  ټولګې  زیاتره  شعرونه  ښکلاییزو  ځانګړونو،  انساني مفکورو  او د  وطن  مینې ته  ځانګړي  شوي  دي . او د  ده  لوی کمال  دا دی  چې  دی په خپلو  هستونو کې  تغزلي ښکلا  او رزمي   هیجان  داسې سره  اوبي  چې   د  یوه پاخه   شاعر پر   زیږیدو شاهدي  وایي .

بکتاش  په  شعر کې  د تجدد  او نوښت  یو جدي   پلوی  دی .  د شعر په  دې  دفتر کې د دودیز و  شعرونو په  نسبت نوي  شعرونه هم  د کیفیت او هم  د کمیت  ارجحیت لري  . دی حتی  په  دودیزو تغزلي  هستونو کې  غزل، څلوریځې او د هغوی  په  نورو ډولونو کې  د کلاسیکانو له  منل شویو شعري  کلمو څخه  لکه  : د  وروځو توره،  د بڼو غشي،  د مخ سپوږمۍ،  زاهد، محتسب،  خرابات،  رند، او نورونه کار نه اخلي او حتی  هغه   ترکیبونه، مصطلحات او  مقولې نه کاروي  چې  دودیز شعر  دخیالونو د  انځورونو په  جوړولو کې  پیړۍ  د ښکلا د  ننداریینې  لپاره کارول شوي دي لکه : د  زلفو ماران، مړې سترګې، د نقطې غوندې  تنګه خوله  او  د  ویشته  غوندې  نرې ملا  د ښځې  لپاره منفی  صفات چې  په  دودیز شعر کې  یې  نمونې کمې  نه  دي لکه : لولۍ، هرجایي، بیوفا،  دروغجنه،  مکاره،  کوډګره، او غولونکې پخپل  کلام  کې نه  کاروي . حتی  په  هغو هستونو کې  چې  په  دودیزو قالبونو کې  یې  وړاندې  کوي نوي  او له  زمان  سره  وړ  اصطلاحات  اختراع کوي ، شعري روح  وربخښي او په دې توګه  دودیز  شعر ته  نوي تصویرونه  ورننه  باسي  او نوښت  ورکوي ...))

 

زه  د تیارې  او  سپیدې  تر منځه

د  نښت  پر ټکي  لکه  سات  پاتې  یم

پر  شاوخوا  مې  دي  د غم   لښکرې

لکه   بې   وسه   باچا مات  پاتې  یم

هره  خوا  ګورم  دیوالونه   ښکاري

لکه  چې  ګور کې  کرایي  ناست  یم

روح   رانه   تښتي،  زړه  یاري  نه   کوي

آسمان   ته   لاس  په   ګدایي  ناست  یم

(د نښت  پر ټکي  مخ ۲۶ )

 او په  بل  ځای کې  لایق صاحب وایي :

(( .... د بکتاش  په  ټولو آثاروکې ، که  هغه  ړومبني  دي  که  وروستني ، زه  داسې  یو څه   نه   وینم  چې  له  مجرد  شعر سره  (شعر  د شعر لپاره)  د ده  فکري   اړیکه  وښیي .

د  ده   د شعر  دغه   دفتر او  ټول  نور  سره  او  ناسره   اثار  د  ژوند او  انسان   په   باره  کې  لیکل   شوي  او په   مینې ، مبارزې ،  هوډونو  او   ارمانونو   ډک  شوي  دي : 

۱ـ   دا زما د کلي د بزګر لاسونه  چا  تړلي ؟

 پر دې   ویالې  کومه   داړه  راغلې ؟

چې   په   لښتیو کې  مسکا   نه   خوځي

 او   په   پټیو  کې ،

 د  مینې  پر  ځای

! فصل   اغزي   زیږوي

زمانه   ولې   داسې  شنډه   ښکاري ؟

 مینې  کې   ولې   اعتماد   مړ   شوی ؟

 هنداره   ولې   تصویر نه   شي   ښودی ؟

 سبا   کې   ولې   رڼا   نه   بهیږي

 آسمانه   ړوند  یې ،

! ولې   نه   نړیږې ؟

شړلې   مسکا   مخ   ۲۱   ))

د  لایق   صاحب  د   لیکنې  پر  استناد  په  رښتیا سره  چې  د حنیف  بکتاش  په  شعرونو  کې  هغه  ترکیبي عناصر  لکه  :  احساس ، عاطفه،   وزن ، کلام  او  داسې نور  ژبني  ترکیبونه  په   داسې  فورم   او  شکل   کې   ترتیب  شوي  دي ، چې  د ده  د شعر  معنا، مفهوم ، سکالو (موضوع )  او پیغام  په  ډیر  هنرمندانه او  ظریفانه  ډول بیانوي ، چې لوستونکي او اوریدونکي یې  په خوند، ننداره  او اوریدلو نه  مړیږي .

-  دا پر   هیواد مین  لیکوال  او شاعر په   تنکۍ ځوانې  کې    شعر و ادب  ته  مخه کړې   هغه  ذاتي او فطري  استعداد او  ذکاوت  چې  ده  درلود، دی  دې  ته   وهڅیدو  چې  په  (۱۳۵۴) لمریز کال کې  د افغانستان  په  کچه   دیو مخکښ  او نوښتګر  شاعر  په توګه  په  یوه  ادبي کانکور  کې  د شعر جایزه  وګټي . د  ده  په  سل ګونو  لیکنې او څیړنې د هیواد په رسنیو کې خپرې شوي  دي . ده  نه  یوازې په  پښتو  ژبه  بلکې  په  دري –  فارسي  ژبې هم  لیکنې  کړې  دي .

-  زموږ د پښتو ژبې او ادب  نومیالي ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار  په  خپله  یوه  لیکنه کې  د ارواښاد حنیف بکتاش په اړه داسې کښلي دي :

((ځوانيمرگ  بکتاش 

د يادونو  يو  تلپاتې  څپرکی

په  هېواد کې د جمهوري  اوښتون  دويم  پسرلی  وو   د  زينب  سېنما په  تالار کې  د مور ورځ  نمانځل کېده  او (  مېرمن  زينب  داود ) هغو  شاعرانو ته  جايزې وروېشلې  چې  اړونده  يې  سيالي  گټلې  وه .

 هسې  خو  به  د هر  يوه  گټونکي   له  نوم  اخېستنې او ستېج  ته  له  بلنې سره،  اوږدې اوږدې  چکچکې کېد لې، خو کله  چې وياند په  ډېر  شورو  ولوله  انگازه  کړه :

اوس  به  يوه   تنکي ځوان  شاعر ((حنيف بکتاش)) ته  بلنه  ورکړو چې ستېج  ته راشي او خپله  جايزه  تر لا سه  کړي!

له  پرلپسې لاس پړکاوو او شورو هاهاوو  سره  د  نندار چيا نو دا  تلوسه  هم  هماغه شېبه  پايته  ورسېده  چې يې  وليدل، سور سپين  تنکی شاعر له  خپل  ښکلي  شعر سره  د هېواد  د کومې  ژبتوکميزې  ډلې استازي کوي! 

د تورکي  توکمي مريي ((بکتاش))  نوم  هغه  شپې  ورځې  د ټولو کابل  مېشتو په ذهنونو کې  په  دې  راټوکېدلی وو  چې له  شاعرې ((بلخي رابعې)) سره  يې  د وينې او مينې  داستان  د ((نذير فلم))  له  خوا تازه  تر سېنمايي  پردې  رسېدلی وو.  داسې چې  تر  اور  ژبې شاعرې د هغه  مريي  ځار ځپلې څېره  ډېره  ولوليزه  او  عاطفي ځلېدلې  وه .

دا هم  دومره  هېښنده  نه  وه چې نقش يې هم  يوه  پښتون  توکمي (شادان)  او همدا راز يې  بله  مرکزي  څېره  ارواښاد  داود فاراني  ځلولې  وه .

په  دې  توگه  زموږ  ځوانيمرگ  شاعر له  هماغو لومړيو څخه  د ((بادارې مينې)) پرځای  (( مريی بکتاش)) ځان  ته  د الهام سرچينه  ټاکلې وه .  هغه  په  ټوله رښتينولۍ  د  دويم- درېيم  انقلابي پښت  د يوه  استازندويه  او ژمندويه   په  توگه له  تنکۍ ځوانۍ نه  د شعرو رزم  گډ  مورچل  ته  را  دانگلي  ول .

بې  له  دې  يې چې څه  ناڅه  ارامه  منځپاړکيزه  آره  ستر گې  ور وبرېښوي، له زيارکښ  انسان سره  يې د  ژوند تر  روستۍ سلگۍ  خپل  اندوژوند ټينگ و ترينگ ساتلي ول .

رزميالي  شاعر  دا ستر ارمان  هم  له ځان  سره  تورو خاورو  ته  يووړ  چې  د  لومړي پښت  پر خلاف  يوازې  شعرو شاعري  همرزمو  ته  د  پزې  پېزوان  نه کړي ،   بلکې خپله  پوهنيزه  څانگه ((تاريخ))  هم   ور سره   مله  کاندې  او د  ترشا  پرېښي  جنگ وجهل  ځپلې  پښتني-افغاني  ټولنې د  ژغورو  روښانگرۍ  لپاره  يې پرکار وا چوي. له  دې ناخبره  چې د  نورو  زرگونو جنگيالو په  څېر جلا وطنۍ ته  اړېستل کېږي  او ورسره ورسره  د ( بي بي سي ) سرخوړلې  وياندۍ  ته!

ده  وکړای شول، په  هغه  لړکې  د ((هېلمند)) په  بدل  نامه،  د يوې  ادبي- هوساييزې خپرونې له  لارې  په  زړه  پورې  پيغام  د خپلو پرگنو تر غوږه  ورسوي .  خو  له   بده مرغه  چې هغه  اوريزه -  رسنيزه  کار و  بوختيا  ورپورې  اور  شوه .

د هماغه  اور لمبې اولوخړې  وې  چې  دوياړلي  ژوند و ژواک  پېنځمه  لسيزه  يې ورباندې  ويرژلې او زهر ژ لې کړه، ترڅو يې  په  ځوانه  ځوانۍ کې  د مرگ کومي ته ور  برابرکړ .

حنيف بکتاش  تر پايه   له خپلې خوښې خندانې لوښې سره  سم  هغه گرد  رنځونه  او دردونه  په  زړه کې پټ   وساتل ، خو له  شعري سېمبولونو يې  پوره  راجوتېده  چې د ننه  نړۍ  يې  تر څومره  فشار لاندې  راوستې، د گل  غوندې يې  شونډې  هماغسې خندانې، خو  د غوټۍ  په  څېر  يې  زړه  هغسې  له  وينو  ډک  وو.

د نا مهالي مرگ  بلهاري شاعر يوه  په زړه پورې  لوښه  دا وه  چې تازه  کښلی شعر به يې  دوستانو   ته  اوراوه   او  ورسره  ورسره  به يې  ترې  د ارزونې غوښتنه  هم  کوله او په  دې  لړ کې يې  زه  يې  هم  له  دې  لورونې  بې  برخې  نه  پاتېدم . سره  له  دې،  به ما په  ټوکو ټوکو کې  ورغبرگوله  چې  دا  يا  هغه  ټکی يې  د کوم  تاريخ  وهلي   زاړه بوت  (( شعاري))  پېښې  دي!

و به  يې خندل،  سم  له  سمونې  به  يې  قلم  راواخېست، هغه  ټکی  به  يې  ور  سهي کړ  او  هله  به  يې  له  سره   را  واوراوه .

هرگوره، دا به  د چا  په  ارواکې  هم  نه  گرځېده  چې  نا ببره  مرگی  به   يو  داسې خوږ ژبې  ويناوال  له  ناپايه   نا غوړېدلو  انساني ارمانونو سره  په  ځوانه  ځوانۍ کې  له خپلو نيمه  خوا پرگنو،  اړوندانو  او يارانو  دو ستا نو څخه  اخلي  او  يوې  تلپاتې  جلا وطنۍ  ته  به  يې  ور لېږدوي .

         د  تلپاتې  حنيف  بکتاش اروادې  ښاده  وي! ))

د پوهاند استاد زیار صاحب  د  لیکنې  پر  استناد په  رښتیا سره چې  ارواښاد ډاکتر حنیف بکتاش  زموږ  د هیواد  هغه  ادبي او فرهنګي شخصیت و،  چې  د ده   په شعرونو  کې  معنوي  ارزښتونه، د هیواد،  خلکو او ټولنې او ټولنیزو  اړیکو  په  اړه  د ده  احساس، عواطف ،  جذبې او ولولې، سپیڅلې هیلې او ارمانونه، اورنۍ مینه او افکار،  له ورایه معلومیږي 

-   ښاغلی صدیق کاوون  توفاني ، چې زموږ  د هیواد په  ادبي، فرهنګي او سیاسي ډګر کې  یو پیاوړې، وتلې او پیژندل شوې  لیکوال،  شاعر، ادبي  او فرهنګي  شخصیت  دی ،  په خپله  یوه لیکنه کې  د ارواښاد حنیف بکتاش  د ادبي او فرهنګي شخصیت  په اړه   داسې کښلې  دي :

((.... ارواښاد حنیف بکتاش  زموږ  د سرگردانه  او لالهانده  نسل  د  رزمونو  او سنگرونو  شاعر ، د ماتو  او  بریو، غمونو او خوښیو  یو زړور  او آگاه  راوي  و . یوازې  راوي  نه ، بلکې  پخپله  هم  د زیار  ایستونكي انسان  د مبارزې  د سرې لارې نه  ستړی  کېدونکی  لاروی و.  هغه  د  خپل لنډ خو ویاړلي  ژوند زیاته  برخه  د ستم او استبداد ، زورواکۍ  او  زرپرستۍ ، ناپوهۍ  او  جهالت  پر ضد  د  مبارزې سپېڅلې  چارې  ته  وقف  کړې  وه .

د خپلې  تنکۍ ځوانۍ په  کلونو کې د پښتو ادب  پر آسمان  وځلېد ، پلوشو یې  ډېر ‌ذهنونه  روښانه  او ډېر  فکرونه  تازه کړل . شعر یې ښکلی شو ، له  نوښتونو  ډک شو او په  هماغه کچه  چې  د عمر  په لحاظ  پخېده  شعر  یې  هم  پوخ  ، رنگین  او  صیقل شو .

د پښتو  آزاد  شعر او په  ځانگړي   ډول « سپین شعر »  په  بڼ  کې  یې  داسې گلبوټي وکرل  چې   تر   ډېرو  وختونو  پورې  به   د ښکلا   او  نوښت   وږمې  خوروي  او زړونو ته  به  تازه گي  وربښي .

حنیف  بکتاش  تر هر څه   د مخه  په  خپل  شعر  کې  خپل  ځان  موندلی  و ، خپل چاپېریال  او خپله  ټولنه یې  موندلې وه . خپل   او د خپلې  ټولنې  غمونه  او  دردونه یې  موندلې  وو  نو ځکه  خو یې  په  هر شعر کې   د  ده  او د ده  د ټولنې  د ژوندانه انعکاس وینو .

زه   د بکتاش  په  شعر کې  د ده  د  ژوندانه  د  زخمي  شیبو غبرگون  په   ډاگه  وینم . زه دا هم  وینم  چې  لکه  د یوه  ماهر  انځورگر  په  شان  یې  د خپل  ژوبل  احساس له  هرې  شیبې څخه  یوه رنگینه  تابلو جوړه کړېده  چې  ډېر څه   د ویلو او  احساسولو لپاره  لري . موږ   باید د  هغه  د شعر  هرې  تابلو ته  ځير شو ،  په  دقت  یې  وگورو او ولولو، تر څو و پوهيږو  چې  دغه  زرینفکره  انځورگر  موږ  ته  د کوم  پیغام  لېږدول غواړي ...))

 

د کاوون   صاحب  د  لیکنې  پر  استناد،   ارواښاد حنیف بکتاش  هغه  هوډمن  او با  احساسه  شاعر او ادیب  و، چې   په  خپلو شعرونو کې  یې  د  خپلې  ټولنې  د خلکو  د  زړنو  غمونه  او  دردونه  ، د  کونډې، رنډې او یتیمانوسره  خواخوږي ، د پښتو،  پښتونولي او پښتو ژبې  سره  چې  د انساني، اخلاقي، علمي، اسلامي، ملي او پښتني اوصافو او فضایلو نه  ډکه  ژبه  ده  پاکه  او سپیڅلې مینه  د یو مقدس ارمان،  موخه  او مقصد په  توګه  په   ډیرو  ښکلو افکارو، هر اړخیزو  او جامع  انځورونو، خیالونو او سمبولونو کې  په  ډیر  ظریفانه  او هنرمندانه  ډول  ترسیم  کړي   دي ، چې  د ده  دا  هنري او ادبي هلې ځلې او خدمتونه   د خورا ستاینې  او قدر وړ دي . د بیلګې په  توګه  د  ده   دا بیتونه  ګورو:

 

شړلې مسکا

وطن  مې ،

لکه  د وینو غوټۍ

لکه  د اوښکو څپه

لکه  له شونډو پر شا شوې  مسکا

لکه  له  زړه نه  راوتلې  سلګۍ

د  ویر  پر  پاڼه  باندې  ورژېده

وطن  مې ،

لکه  زړه  سندره

لکه  د کلي  چنا ر

لکه  سرکښه  مجنون

لکه  عیسی  غوندې  د مینې  مفهوم

لکه  بودا غوندې  ترتله  مضمون

پر  هره  کاڼه ،  کاڼه

د  یاد  پر پاڼه ،  پاڼه

ولیکل  شو .

...

او یا وایي :

بې تقدیره شېبې

 

خدایه !

دا ستا  د  آیتونو  تفسیر څنګه  کیږي ؟!

آسمانه  ستا  په  وېش  کې

دا  زموږ  قسمت  څنګه  دی ؟

تن  مې ،

د  کلي  د سهار  د سپینو  پرخو  په  څېر

له  پرهرونو  ډک  دی

زړه   مې ،

د غره  په  څېرمه

له  ماتمونو  ډک  دی

سینه  د  دود  له  تنفسه  ستړې

باغ  مې   ټپي ،  ټپي   دی

چینه  کې  سا  وچه   ده

او د  پسرلي  په   هدیره  کې  شمال

پر   وچو   څانګو  باندې

لوبې  کوي .

...

او یا وایي :

کابله  مه  ژاړه  ته

 

ما  درته  ډیر  ژړلي

کابله  وخانده  بیا

کابله   وغوړېږه

دریڅه  پرانیزه  د  باغ  پر  لوري

چې  زما  د  زړه ،  دا  نړېدلې  نړۍ

یو  ځلې  بیا د  سرو  ګلانو  له  عطرو   ډکه  شي

کابله  مه  ژاړه  ته

کابله  وخانده  بیا

د  قرآن  غله  له  کابله  وزه

دا زما  د اوښکو  له  ساحله  وزه

زموږ   د سرونو  د  کرلو  شیبو

له   دې   حاصله   وزه

دا  زما  د زړه  له  کوڅې

زما  د فکرونو  له  منزله   وزه

د  قرآن  غله  له  کابله  وزه

کابله  مه  ژاړه  ته

کابله  وخانده  بیا

کابله  لوړ  شه

کابله  نر  شه

کابله  ستر  شه

کابله   ودروه

یو ځلې  ودروه

دا  زموږ   د  اوښکو  سفر

...

 او یا وایي :

د  غوړېدلو  هیله

که  ځمکه  نه  غوړېږي

که  په  لښتي  کې  مینه  نه   بهیږي

که  په  پټي  کې  د  غنمو  پر ځای

مونږه  سرونه  کرو

که  په  ځنګله  کې  وږمه  نه  چليږي

او  د سپېدې  پر لمن

د  لمر سپېڅلې،  وړانګې

نه  ځلیږي

د  ماشوما نو پر  تنکیو  شونډو

کله  به  وغوړېږي

د خوشحالیو  مسکا

او  د نیالګيو  په  رګونوکې  به

کله  جاري  شي

د  ژوندانه  سندرې ؟!

...

او یا وایي :

زه  د تیارې  او  د سپېدې  تر منځه

د نښت  پر ټکي  لکه  سات  پاتې  یم

پر  شاو خوامې  دي  د غم  لښکرې

لکه  بې  وسه  باچا  مات  پاتې   یم

هره  خوا  ګورم  دیوالونه   ښکاري

لکه  چې  ګور کې  کرایي  ناست  یمه

روح  رانه  تښتي ، زړه  یاري  نه  کوي

آسمان  ته  لاس  په  ګدایي  ناست   یمه

...

او یا وایي :

د  ما  زدیګر  لمنه  سره  په  وینو

دا  زموږ  د  لمر  جنازه  چېرې  وړې ؟

منګي  مات  شوي  د ګودر  پر غاړه

د  دې  ګودر  جنازه  چېرې  وړې؟

باغ   مو زخمي شو  د هوس  پر تبر

د  شنو فصلونو  هدیره  چېرې  ده ؟

مینه  له  زړونو  تښتېدلې  چیرته ؟

زموږ   د  یادونو  هدیره  چېرې ده ؟

...

او یا وایي :

یې  نجلۍ ، یې  نجلۍ!

سترګې  دې  پرانیزه ، د  ناز په   وږمو

سر دې  کړه  پورته

د  آسمان  لوري  ته

چې  په   آسمان  کې ، دریڅه   پرانیستې

څه   ښایسته ، په  جنتي  رنګونو

که  موږ  له  دغې   دریڅې  نه   تېر شوو

زموږ   د   ایمان ،

او  د  ښکلا ، د  باغ   ګلونه  به   بیا

وغوړېږي

ګوره  چې   دغه ،  شېبه   تېره  نه   شي

ګوره   چې   تېره   نه    شي

-  ښاغلې  ډاکتر  صاحب  ببرک ارغند چې  یو نامتو  ژورنالیست، نوښتګر او مخکښ  داستان  لیکونکې  دی،  په  خپله  یوه  لیکنه کې   د  ارواښاد حنیف  بکتاش  د علمي، ادبي  شخصیت  په  اړه  داسې  وایي :

(( ....حنیف بکتاش با عشق زیست، با نقد پویا شد و با انساندوستی جاودانه گشت

حنیف بکتاش  شاعر بلند  آوازه  در سال  (1961)   در میدان شهرِ  ولایت  وردک  در یک  خانوادۀ  روشنفکر به  دنیا  آمد .تحصیلات  ابتدایی خویش  را  به  ترتیب  در شهر های مزار شریف ، میدان شهر ، کندهار و هلمند ادامه  داد و در سال  (1978)  از  لیسۀ  حبیبیه  فارغ   شد . انستیتوتِ پیداکوژی را به  پایان  رسانید و سند دوکتورایش را  در رشته  تاریخ  از اتحاد شوروی  آن  زمان  بدست  آورد .  زبانهای پشتو، فارسی  دری ، روسی  و انگلیسی را میدانست  ویکی از چهره های  اثرگذار در مبارزات  سیاسی جوانان  افغانستان بشمار میرفت . از  این  نویسنده و  شاعر فرهیخته  آثاری  چون « یادداشتها و نوشته ها » ، مجموعۀ « دځنگله سترگوکې »  و مجموعه های « کله چې لمر د خدای ایتونه  لولي » ، « شعری که خنجر است » و « صدا »  به  زبانهای پشتو و دری  زینت چاپ یافته اند.

بکتاش شاعری عدالتخواه و مبارز  بود و تا پایان  عمرش بر سرِ عقایدش استوار ماند ؛ اما هیچگاهی ادبیات را در خدمت ایدیالوژی قرار نداد . نه فرمایش گرفت  و نه  فرمایش داد .  صمیمی ، متواضع  و دانشمند بود . باور های حاکم  در کشورش را همواره با دید انتقادی مینگریست و علیه  سرکوب سیاسی و فقر و بیعدالتی به پا میایستاد.  دوست محرومان و بینوایان  بود و آنانی را که  لب از نکوهش ظالمین فرو میبستند  مورد نقد و انتقاد قرار میداد .این شاعر گرانمایه عمرِ پُر بار خویش را در راهِ  خدمت به مردم  به  ویژه محرومان به پایان  برد. بکتاش به این باور بود   که ضمانتِ  پایدار  ماندن  هر جامعه  بر میگردد به  باورِ  عمیق  مردمش  به  عدالت اجتماعی  و احترام به  فضیلت و  دانایی و عقل و خرد و تزکیه  روح  و جسم  افراد آن جامعه . این شاعر متفکر و دارای اندیشه های انسانی با شعر ، عشق ، ایستاده گی و مقاومت  زیست و با نقد پویا شد  و با  انساندوستی  در قلب  دوستدارانش جاودانه  گردید . شعر بکتاش بیان اندیشه ها  و آرمانهای  والای انسانیست که  با هنرمندی  و عاشقانه  سروده  شده اند .او در  اشعارش  آشفته گی  اجتماع  و انسانهای از خود  بیگانه   شده  وسرگشته گی انسان معاصر کشورش را  در  دایرۀ افکار و اندیشه های  خودش و مناسبات اجتماعی حاکم  با خلاقیت  هنری  بیان میدارد .این شاعر آزاده ، آگاه و پر شور، عاشق  آزادی ، زیبایی و مورد احترام   و بزرگداشت  مجامع  فرهنگی و سیاسی کشور بوده و  است . جوانان از کارکردهایش اثر میپذیرند .  مجموعه های « دځنگله سترگوکې » و « کله چی لمر د خدای ایتونه لولي »  به شخصیت فرهنگی و ادبی این شاعر ورجاوند  سیمای خاص  و برازنده یی بخشیده اند که  قابل  دقت  و درنگ میباشد  . نبود بکتاش ،  یک  ضایعه است ...))

په  رښتیا  سره   ارواښاد بکتاش  هغه  با احساسه  لیکوال  او شاعر  و،  چې د خپلو هیوادوالو د  دردونو، غمونو، غربت،  بیوسي او بې  وزلي  سره  دردمن  او غمجن  و .  ده  د  وطن   او هیوا دوالو سره، د  ادب  پالو، هنر پالو او فرهنګ پالو انسانانو سره  ځانګړې  مینه  لرله  .  د آزادۍ،  خپلواکۍ  او دموکراسۍ سره،  د پښتون او پښتونولي سره، د انسان  او انساني کرامت سره   ژوره   مینه   او اخلاص  درلود .

-  ښاغلی  افضل  ټکور  چې  زموږ  د هیواد  خوږ  ژبې  شاعر،  تکړه  او  پیژندل شوی   لیکوال  دی،   د  ارواښاد بکتاش  صاحب  سره  د خپلې  پیژنګلوی په  اړه  په  خپله یوه  لیکنه کې  داسې کښلي  دي :

((....  جدایي  د اشنایانو هر دم   کاندي

                     په  رحمان  باندی  د تورو  ګوزارونه

د انجنیر صاحب  مسعود په قلم  او اند یې  رحمتونه  شه، زه خو  کله  داسې انګیرم که  دی  نه  وي  نو  پښتو  هغسی   بوله  چې   وایي :

چایې  پلو له  مخ  وانخیست

پښتو لا  هسې  بکره  پرته  ده

او بیا په  دې  جلا وطنی خو هسې هم  د انجنیر صاحب  علمي او ادبي هلی ځلی د ډیری  ستاینې  جوګه  دي ، پر یوځان  دومره  علمي او ادبي کارونه کوي چې  ډیر یي نه شي کولی .  دوه  دری  ورځې مخکې  یې  راته  وویل چې  دپښتو ژبې  د ښه  شاعر او لیکوال  ارواښاد  حنیف  بکتاش  په  اړه  څه  ورته  ولیکم .  که رښتیا ووایم ځان  راته  لږ څه  پیکه ښکاره  شو ځکه  چې  پر بکتاش خو په  کار  وو چې  په  هماغه  توده  کې چې  هغه  له موږ  نه  بیل  شو او خپل  عمر  یې  دوستانو ته  پریښود یو څه  لیکلي وای او د هغه روح  ته  مې   د عقیدت  ګلونه  وړاندې  کړي  وای ،خو هغه  د حمزه بابا خبره  ده چې وایي :

واعظه ته  چې ما بیکار  بولی

دا بیکاري  جوړی  څه  کار نه  دی

نو په  بې کاری  او تمبلی کې  مې د هغه  په  مړینه که  هر څومره  او ښکې  توی کړلې نو زه  فکر کوم  چې هغه  حق  ما نه  دی  ادا کړی چې  د اروا ښاد بکتاش  پر ما وو، ځکه  زه  او بکتاش  تقریبا او که  رښتیا  ووایم  نو ټیک همزولي یو زه او هغه   دواړه  په  کابل کې  په  شپیتمو کلونو کې  اشنا شولو  دا داسې  کلونه  وو چې په کابل او په  ټول  هیواد لکه  د اوس غوندې  دجګړی  اورونه  بل  وو،سری لښکرې وی  سره  شعرونه  وو،  او سره  شعارونه  ...  مرحوم  بکتاش  د  واکمن  ګوند غړی  وو  او زه  بر عکس، هغه  یوه ادبي، سیاسي   لاره لرله  او ما  ادبي  لاره، خو  زه  او دی  ډیر سره  نژدی وو، زما او  د  ده  د نژدیوالي  علت  یو ګډ ټکی  وو، او هغه ګډ ټکی شاعری  وه، ما او ده  دواړو  له  شعر سره  مینه لرله  او  دغې مینې  موږ  یو د بل ملګري کړي وو، مشاعرو او غونډو کې  به  مو که  کله  د حاکم  ګوند یا  ډلی  ټپلی  پر  ضد هم  څه  ویل  نو  دی  به  موسکی شو او  د تاید سر به  یی   وخو ځولو، دا د  ده  یوه  لویه ځانګړنه  وه  چې  دټولو لیکوالو او فرهنګیانو سره  یې  ډیره  مینه   او راشه  درشه کوله، هغه  ته  ادبي او فرهنګي راشه  درشه  له  سیاسي  هغه  ډیر ګران  وو.

هغه  له  مانه  لږ  څه  وروسته  له  کابله  پښی  سپکی  کړلی، په  مسکو کې  بیا سره  یو ځای  وو، خو زه  هلته  ډیر پاتی  شوم  او  دی  لندن  ته  راکډه  شو،کلونه  وروسته په  لندن کې  سره یو ځای  شولو هر  وخت  چې  به مو ولیدلو،  نو د یو بل په  لیده به  نه  مړیدلو، او ما ته به یې  وویل : مړه،  ته  خو یو غزل  راته  ووایه  ډیر وخت  کیږي چې شعر مو نه  دی  لیکلې  ،کله کله به ما  ورته  یو نیم  غزل  او  ده  به  راته  خپل  ازاد شعر زمزمه  کړ، زما په  اند ارواښاد بکتاش  زموږ   د  هیواد  د معاصر  شعري بهیر له مخکښو څیرو څخه  دی  په  ازاد او سپین  شعر کې  خو دی  ډیر برلاسی  وو، شعر یې  د  وطن  له  مینې نه  د خپلو خلکو سره  له  مینې نه   ډک  وو، او دغه  مینه   ده  چې د هغه  نوم  او  یاد  به  د تل لپاره  ژوندی ساتي .

روح  دې  ښاد  او یاد  یې  تل  ژوندی  اوسي

تیاری   د قبر  ورته  رڼا   شه

اوس   همدومره

په   مینه ...))

ارواښاد حنیف بکتاش  نه  یوازې  چې  یو تکړه ادیب او شاعر و،  ده په سیاست او  ټولنیزو مسایلو کې  هم  فعاله  ونډه  درلوده . په  ټولنیزو  او سیاسي  فعالیتونو او کارونو کې  په  ځانګړي  توګه  د  ځوانانو په  دیموکراتیک سازمان کې  د  ده  واقعي او ریشتیني  افکار  عواطف  او احساسات  چې   په   ډیر مبتکرانه   ډول  ځوانانو ته  بیان  شوي  دي   او د ځوانانو د شعور او افکارو په  راویښولو کې  او د دوی  د ملي احساساتو او جذباتو په   راپارولو کې  یې  با  ارزښته   نقش لوبولې دی  د  خورا ستاینې او قدر وړ دي .

-  ښاغلی  داکتر اسد محسن زاده  چې زموږ  د هیواد یو تکړه   لیکوال،  سیاسي  او ټولنیز شخصیت  دی  او  د  ځوانانو په  دیموکراتیک سازمان کې  د نړیوال  اړیکو  د  څانګی مسوول و،  د ارواښاد بکتاش  صاحب  سره  د خپلې  پیژندګلوې  په  اړه  په  خپله  یوه  لیکنه کې  داسې  کښلي  دي  :

((....  زمانیکه من  در سازمان دیموکراتیک جوانان افغانستان  مصروف وظایف  بودم،  با زنده  یاد داکتر حنیف بکتاش که جوان حدود بیست  ساله  ای بود آشنا شدم . وی چون خلیل خسرو، یحیی و عتیق  رحیمی همیش کتابی  زیربغل داشت . اهل کتاب  و مطالعه  بود . برای همین هم  شده بود رئیس  و یا  مسوول شعبه کارسیاسی  و توده ای  س د ج ا.  به  دری  و پشتو شعر می سرود و با  آنکه  از نظر سن  جوان  بود  شعرهایش  شیرین و پیام  صلح ،  عشق ،  پیشرفت ،  شور و مقاومت را حمل  میکرد. بیشتر  رهنمود ،  مضمون  و پیام مینوشت .  دستمایه  تلاش  های سیاسی و  فرهنگی اش  پیهم  در  رسانه های  سازمان  نشر میشد. گاهی  به  شکل رهنمود شعبه کار سیاسی  و توده  ای  و زمانی  به گونه  مقاله  و دیدگاه های شخصی .

با آنکه  در یک عمارت  و منزل با هم کارمیکردیم گاه گاهی چنین  رخ  میداد که  ماه ها همدیگر را نمی  دیدیم . من  درخارج  و او  در  ولایات . چند باری  چنین  رخداد که همدیگر را پس از  چند ماهی  در یکی از  ولایات  ببینیم  و از کار و روزگار مان باهم درد دل نماییم . من  با هیات ها  و ژورنالیستان خارجی  و او با گروه  هنری  و یا تیم کاری سیاسی  ـ  تبلیغی اش .

وقتی درفش جوانان  در آسمان  رسانه  های کشور  درخشیدن گرفت  از  همان روزهای  نخست  هر دو با  آن  همکار  و یاور شدیم . وی  درباره  مسایل  فرهنگی  و سیاسی  به  ویژه  در باره  کار سیاسی  توده ای  در میان  جوانان  مینوشت  من  در کنار مسایل  سیاسی  و فرهنگی به  مسایل  بین المللی و  جنبش جهانی  دانشجویان و جوانان  میپرداختم . در  این سالها  به  همدمی  با مردم  و جوانان  توجه  زیادی شده وتلاش  های فرهنگی جوانان  با ستایش  و جانبداری  فراوانی  روبرو میشد. آفریده های  فرهنگی و ادبی شاعران  و نویسنده گان  جوان  مورد حمایت  دولت ، حزب  و سازمان  قرارداشت . دراین سالها  نخستین مجموعه  شعری حنیف بکتاش  اقبال چاپ  یافت  و مورد ستایش  و آزرم  قرارگرفت .

حنبف با اخلاص مینوشت  و راه  رشد و پویایی می  پیمود و مسوولیت های  بزرگتر  سیاسی  را به  گردن  گرفت  .  درچنین  روزگاری پرجنبش و تلاش  راه مان از هم  جدا شد. من رفتم  به کار سابقه ام  و بعداش  به کار  دانشگاهی ، سربازی  و روزنامه  نگاری  .

***

وقتی  در جولای ( ۲۰۰۵ ) ترسایی  با وی  درلندن دیدم  دیگر بیش از یکنیم  دهه  از آخرین  دیدارمان گذشته  بود . در این سالها  او  داده های  بهتری  و پرمایه تری   را به  جامعه  علمی  و ادبی کشور هدیه  کرده  بود.

چندی  پستر از بیماری  اش اگاه شدم . برایش  آرزوی  جانجوری  و تندرستی کردم . وقتی  دراکتوبر سال ( ۲۰۱۲ ) ترسایی « بازگشت دوباره به زنده گی  »  را به  دوستان و همر زمانش  نوید داد سخت خوشنود  شده  برایش  این  برگشت  را مبارک  گفتم . دریغ  که  این  برگشت  آماده گی تازه  برای سفر  برگشت  ناپذیر  و همیشه گی  بود .

حنیف  انسان  نیکومنش  و نیکو کردار بود و سزاوار  دوستی  و محبت . بر آورد  و ارزشیابی  آفرینش  های ادبی  و نوشته هایش  نشانده  اندیشه های  پیشروانه  آن محیط  سیاسی  ای  بود که  وی  در آن  میزیست  و به  تماشای  وجود  بیرون میپرداخت .  جهان  مبارزه ، بیدار سازی  انسان ، کار  و آفرینش  و راز  و  پیوند های بیشمار!

یادش  گرامی  باد!

په رښتیا سره  چې  ارواښاد داکتر حنیف بکتاش  د  خپلو  علمي، هنري او ادبي هلو ځلو او خدمتونو په وسیله  د پښتو ادب  ډیوې  بلې ساتلې وې . د ده په شعرونو کې هنري  رنګ، خوند او ښکلا  له  ورایه  معلومیږي  .  د د ه  ملې ، وطني  او  انساني اهداف  او  احساسات   د ځوانانو  په   ذهنونو  او زړونو کې  ژوندي  پاتی دي  او  د ده  شخصیت ته   د ادب  او سیاست   مینه وال   په   تیرا بیا  ځوانان   په   ډیره  درنه  سترګه  ګوري .

-  ښاغلی  زلمی  نصرت   چې  زموږ  د  هیواد یو  تکړه  لیکوال، سیاسي او ټولنیز شخصیت دی، د ارواښاد بکتاش صاحب سره  د خپلې پیژندګلوې  په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې  کښلي دي :

(( .... شناختم  با  زنده یاد داکتر حنیف بکتاش بر میگردد به سال های  (1358  ) خورشیدی زمانیکه  در بخش کار با جوانان مصروف شدم . او یکی از چهره های  مبارز  رسالتمند  و عدالتخوا ویکی از پیشکسوتان ممتاز  جنبش جوانان  دیموکرات کشور بود .  وی در  تربیه جوانان با روحیه میهن دوستی ، تشویق جوانان  به کار های هنری  و فرهنگی و کار دوستی و اموزش ، صفا و صمیمیت استادانه  برخورد  می کرد . او در پهلوی  شخصیت سیاسی،  ادبی و فرهنگی  و چهره زیبا   شخصیت با وقار اجتماعی هم بود.  در دوستی او یک نوع  شور و یک رنگی ، صفا  و باور  دیده میشد.  داکتر حنیف بکتاش یک انسان  جالب  بو د و کرکتر به خصوص خود را داشت .  نماد از اعتماد بود. زندگی ساده  را خوش داشت . از خود نمایی بدش می آمد. هم چشمی با کرکتر و شانش بیگانه بود . اگر یکبار  او را میدیدی و با او هم صحبت میشدی ،  هر گز نمیخواستی از او جدا شوی .  او میتوانست زود انسان را مجذوب خود بسازد . از صحبت با او هرگز خسته نمیشدیم و از او فقط می آموختیم . اشعارش خوشم می اید. در اشعارش پیام  به نسل جوان و آینده سازان وطن  وضاحت می یابد. او میگوید :

  لاروېه   لاره  درنه   ورکه  نشي

            بېا پر  بېلارو  باندې  پل  کې  نږدې

            نوې  لار  پرانيزه ،  ېو نوی  فصل

            نوي  نېالګي  ته  اعتبار  ورکړه

            بېا د غوټۍ شونډو ته  مينه ، مينه

            بڼ  ته  شيمه  د اقتدار  ورکړه ٠

زندگی با داکتر  زبانشاس  و تاریخدان کشور شاعر  روینده و پیشرونده  داکتر بکتاش  وفا نکرد  و زود به  جاودانگی  پیوست . روحش  شاد  و یاد و خاطراتش زنده و جاودان ب

ارواښاد داکتر حنیف بکتاش  یو متواضع ، پاک  او سپیڅلې  انسان  و،  او د لوړو  اخلاقو او اوصافو شخصیت خاوند  و . دی  هغه  پیژندل شوی،  وطنپال او ځوان  شاعر و، چې د  پښتو  ادبیاتو د  ودې ، پراختیا  او  پرمختګ  لپاره  یې  ډیر اوچت  قدمونه  پورته کړي  دي ، زموږ  د ادب مینه وال  د  ده  ادبي او فرهنګې شخصیت  ته به  ډیره  درنه  سترګه  ګوري .

د ارواښاد بکتاش صاحب  چاپ شوي  آثار  دا دي :

-  د ځنګله  سترګو کې

-  یاداشت  ها و نوشته ها

- شعری که  خنجر  است

-  صدا (د افغانستان د ځوانو شاعرانو بیلګې)

-  کله چې لمر دخدای آیتونه لولي

او داسې  یو شمیر نور آثار چې تر اوسه چاپ شوې نه دي 

ارواښاد  حنیف  بکتاش  د (۲۰۱۲)  زیږدیز کال  د  اکتوبر  پر څلورمه  نیټه  له   دغې فاني  نړۍ  څخه   د ابد  لپاره  سترګې  پټې  کړې 

اروا  دې   ښاده   او  ښېرازه  وي .

په  ډیر درنښت  او ادبي  مینه  : انجنیر عبدالقادرمسعود

- بېرته شاته