(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاله يوسف ذي ولى ترينوكو لاندي ده

قدرت چي و چاته لوئي مقام او لوئى نوم وروبلي پا يې وركوي نو دهغه دپاره چاري هم جوړه وي ملاله خو يواځي د څور لس كلو وه چي ددي قام او ددي ټاټوبى ديوې داسي ناخوالي او ناورين سره مخامخ شو چي چا يې سوچ هم نه شو كولي چي ملاله او ددي كورني هم تر دهغه ناورين راغلو په يو داسي ناورين كښې چي چا هيڅ نه شو كولي يايې كول نه خو ملالي يواځي دومري وكړو چي د ګل مكئي په نامه يې دبى بى سي تړون وشو او دسوات په زياته بياد منګوري حالات يې هم ددي لاري و نړۍ والو ته ښوول چي په رښتيا هم داسي كار يواځي هغه څوك كوي شي لوئي څښتن (ج) وهغه ته څه زړه او جرات وركړي وي كښې په كار وو چي دا كار هغه چا كړي وي څوك چي د رسنېو او ميډياباګان او هر څه ځان ګڼي خو دوي دا كار دويري نه شو كولي يا كه دمصلحتود  كبله بهر حال دهغه ډنډه هم د دوي وه خو په رسنېواو ميډيا كښې چي څوك كار كوي په هغو كښې دځينو ځانګړي سوچ (Mina .set) دي چي هغه هره هغه پيښي ته په خپل سوچ ګوري او خپروي يې او داهر څه ترلاسه روان دي او دا ځانګړي سوچ د پښتنو په بشپړه مخالف دي نن هم په رسنېو كښې ليدل كيږي او هر سترګه ور په دي ناوړه عمل ښه پوهيږي.

        دملالي يوسف ذي نوم هغه وخت په ټوله نړۍ كښې راڅرګندشو كله چي په سپنه ورځ په موټر كښې داتندي په مرمي ووشتل شوه او دوي نوري خوندكي يې هم تر دهغه تشددلاندي راغلي خو ښكار كونكي موخه داوه چي ملاله په داسي ځائي وولۍ چي بياد ژوند څكه ونه كړي خو قدرت ته دامنظوره نه وه په ملالۍ باندي د ژوند او مرګ دا وه وه خوبلي خواته ټوله نړۍ په دي پيښه باندي ډېر خواښني وه نو ځكه دپاكستان په ګډون ددي د روغيتا دپاره په ټوله نړۍ كښې دعاوي وشوي ملاله ډېره كاري وشتل شوي وه او د نړۍ دهر كونج څخه ددي د روعتيايا د ژوندپه اړه هر وګړي ځان خبرول غوښتي ځكه چي يوه خواته په ټوله نړۍ كښې دا خبر خپور شو وبلى خواته هر چاغوښتو چي ددي په روغتيا ځان خبر كړي او داسي څوك نه وو چي ددي سره دلچسپى نه لرله هم دهغه خبره وه چي دملالۍ يوسف ذي نوم په ټوله نړۍ كښې خپوله شو دا ددي كبله چي ددي تهره ګري او وحشت سپكاوي په ټوله نړۍ كښې وشو چي په يوه ماشومه باندي به څنګه داسي بريد كيدي؟

              تراوسه خو دملالۍ سره د هر سوچ لرونكي خوا خوږي ملګري وه خو كله چي ددي پيښي غندنه پيل شوه او ترهګرۍ په كلكه وغندل شو منفى سوچ لرونكو وسنجوله چي د دوي په سوچ دملالۍ پيښي بده اغيزه وكړه او دوي په ټوله نړۍ كښې رسوا شول نو ځكه يې منفى حربي پيل كړي لومړي دا وويل شو چي داهسي يو ناټك او ډرامه ده څوك چي په سر كښې ووشتل شي هغه څنګه ژوندي پاته كيدي شي او بيا يې دملالۍ په جامو خبري پيل كړي چي لومړي يې څنګه جامي اغوستي وي بيا يې كومي جامي وي دهغه ډول يې خپل منفى سوچ مخ ته وړي چي دا ټول د رواغ دي.

                خو چي كله ملاله خدائى(ج) جوړه شوه او دجراحي عملياتو وروسته يې د ژوند هيله پيدا شوي او دنړۍ والو لخوا ددي همت وستايل شو او دتهره ګري غندنه په لويه كچه وشوه نو ځانګړي شوچ و خپل منفي هلو ځلو ته نور تاؤ وركړي خو بيا چي كله ملاله په رسنېو او نړۍ واله ميډيا كښې نوره را څرګنده شوه او داسي وينا وي وكړي چي په هغه كښې دتهره ګري څخه كركه او د بشر سره مينه پر چار دي د كړي نو دهغه خلګو دا او اځه ګډه ګډه كړه چي دا لويدي او غرب ديوي مهري په حيث ګار وي چي هغه  د اسلام په ضد وي خو ملالۍ كله هم داسي خبره نه وكړي نه يې كومي بلكي ددي وراشه دا ده چي بايد د تشدد څخه كركه وشي او د زده كړو او تعليم سره مينه وشي هر ماشوم په زياته بيا انجونى بايد ښو ونځي ته ولاړي شي كله چي د نړۍ والو وياړ نو جائيز وباران پ ملاله باندي وشو آن دا چي و نړۍ والى نو بل جائيزي ته ددي نوم ونومول شو او بيا د نړۍ د ملكو مشرانو په ګډون دباراك او باماد ملالۍ سره ليدني او كشتي وكړي او په وكړي او په ملګرو ملتو كښې يې وينا ته دعوت كړه نو ددي مخالفينو اوربل شو او دوي ته داموقعه په لاس ورغله چي څنګه د دومره لږ عمر انجلي په دومري لږ وخت كښې د پرمختيااوج ته رسيږي ارومرو ددي وشاته غرب ولاړ دي چي ملاله يوسف ذي د خپلو ګټو دپاره نوره راڅرګنده كړي خو دهغه سوچ لرونكو سره كه په رښتيا هم دليل او ثبوت شته خو دي دي وړاندي كړي خو دنورو چارو د څنګه دوي هر وخت داټكل څخه كار اخلي او ددي دڅنګه دبيځايه ويلو څخه هم مخ نه ګرځوي او درواع په رښتيا ووبدلوي نو ځكه چي يوه ورځ يې د رواغ ويلي دي بله ورځ يې ايروي او بله خبره كوي.

           اوس نور اځو هغه كتاب ته چي ملالۍ خپله ليكي دي چي زه ملاله يم (I AM MALALA)  كه څه هم داكتاب مانه دي لوستي خو په ورځپاڼو كښې په دهغه كتاب تصبري كيږي تصبدي څه چي په اټكل باندي نيوكي په كيږي او د دوي په دي نيوكو كښې داسي دلي او منطق نه ښكاره كيږي چي څوك و هغه ته ارزښت وركړي په دوو ورځپاڼو كښې د دوو ليكوالانو ليكونه ياينوكي مالوستي دي خو داسي ملاله څه نه دي په كښې چي لوستونكو ته يې څه په ګوته كړي وي خوهو دايوه خبره په دهغه ليكولو كښې شته چي ونورو ليكوالوته بلنه وركړي دهچي دملالۍ يوسف په كتاب كښې دي وګوري او داسي څه دي ځيني راو باسي چي هغه موږ د ملالۍ په ضد ګار كړو يا دا چي ليك په ملاله پيل شوي ددي دكتاب ذكر شوي خو دڅو جملو وروسته ملاله يا ددي كتاب ځيني پاته شوي دي.

                       ددي ليك موخه دانه دهخ چي موږ دملالۍ يوسف ذي يا ددي دكتاب پ بشپړه ملاتړ وكړه ولي چي ملاله يوپښتنه ده خو چي په چاباندي بيځايه نيوكي كيږي او هغه دنورو سره تړل كيږي نو بيا ديوه ليكوال ډنډه ده چي د داسي چا يا د داسي سوچ جواب وركړي هسي په هواكښې خبري كول او دلوستونكو سوچ پراګنده كول ددي اجازه خو هيڅوك چاته نه وركوي ځكه چي د رښتيا ملاتړ كول تر ټولو لوئي جهاد ګڼل كيږي.

            رښتيا خبره دا ده چي دتهره ګري په نامه چي كومه تش په نامه جګړه روانه ده ددي زور او ټاؤ تر هر چا زياته د پښتانه څخه وتلي دي او څومره زيان چي دغه جګړي و پښتون افغان ته رسولي دي و بشپړه نړۍ ته دومره زيان نه دي رسيدلي لكه دوي ته چي رسيدلي دي چي دهغ ژوندي بيلګه دبى پائيلټه بريدو نه دي چاودنى دي ځان وژونكي بريدو نه د څړك دغاړي چاودمي دي دجوماتو جنازو جحرو او جرګو او دهوا دلاري بمباري او په نخښه شوو پښتنو او افغانانو وژني دي چي دهري لوري په دوي باندي دهغه بريدو نه كيږي آن دا چي دا څرګنده شوي ده چي دهغه ډراؤن بريدو ته دچاچا په صلاح كيږي بلكي داسي هڅي هم وشوي چي پښتانه افغانان وټولي نړۍ ته په ګوته كړي چي تر ټولو لوئئ تهره ګرا وران كار هم دهغه پښتانه افغانان دي په كار دي چي دوي دمحكمى دمخ څخه ورك شي اوس نو كه ملاله يوسف ذي په نړۍ واله كچه و نړۍ ته دا خبره كوي چي پښتانه وران كار او تهره ګرنه دي نه اسلام دتهره ګري لارښودنه كوي او دملالۍ دا خبره په دوي ښه نه لګيږي او په دي نيوكي كوي نو داسودا دملالۍ دپاره ياد پښتانه او مسلمان دپاره د زيان سودانه ده خدائي (ج) دي وكړي چي په موږ كښې نوري ملالۍ وزيري او نړۍ والو ته ور په ګوته كړي چي دوي دتشدد په ضد د زده كړو ا علم سر مينه او محبت لرلي كوم ناورين او جګړه چي په پښتانه او افغان او د دوي په ټاټوبى دتيرو ۳۵كلو څخه ورانول كيږي او د دوي وژنه په لويه كچه روانه ده او ددي دڅنګه هغه پښتانه افغانان چي دبل پ جګړه كښې لتاړ دي هغه دي هم په خپلو ګريوانو كښې وګوري او ځان په دي پوه كړي چي څوك وژل كيږي د چاټا ټوبى ورايتږي او په دي هم پوه شي چي دهغه ناورين يواځي دوي خپله په ګډه ختم كوي شي نور خوو دهغه جګړه بيا بيا دوام وركول غواړي خو موږ پوه پناه كول غواړي اوس چي ورځ تيريږي هر خبره او رښتيا په ډاګه كيږي چي هر سترګه ور په ټولو لوبه پوهيږي او دا ورڅرګنديږي چي د پښتنو افغانانو سره دلويه لوبه چا وكړه خو دبده مرغه نه مشران و خپل ولس ته داهر څه په ګوته كوي نه رڼ انده او ليكوال په دي لوئي ناروين څه ليك نه كوي ځكه چي په دوي اوس هم تور شپه ده او توره شپه دويري علامه ده خو كوږ بار هم تر مزله نه رسيږي؟

- بېرته شاته