(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سيد حامد ګيلاني څه شي په غوسه کړی

نظرمحمد مطمئن

همدغسي خلکو ته همدغسي پاچا په کار دی لکه  ښاغلی کرزی، په کابل کې دننه ټول سياسي چنه وهونکې  ګوندونه او کسان يې يې دولس کلونه په ډول ډول تمو وساتل، کله يوه ډله ځان ته نږدې کړی بلې ته امتيازات کم کړي، سياسي څیرې کله په يو نوم او کله په بل نوم کاروي.

سيد حامد ګيلاني ښاغلي ولسمشر کرزي د ۲۰۰۹ کال  له درغليو ډکو ولسمشريزو ټاکنو له ګټلو وروسته د سرحدونو او قبايلو چارو  وزات ته ونوماوه،هغه د ولسي جرګي له خوا د ۱۴۹ مخالفو او ۷۰ موافقو رايو سره دغه وزارت ته لار پيدانه کړه.

ښاغلی سيد حامد ګيلاني د مشرانو جرګې په تیره دوره کې د حضرت صبغت الله مجددي لومړی نايب وو، او دا ډول د محاذ ملي اسلامې ګوند له مهمو او مشهورو څيرو څخه ګڼل کيږي

پیر سيد احمد ګيلاني چې اوس يې عمر ډیر دی، دهغه د نوم پرځای ددغې کورنۍ څخه د سيداسحاق ګيلاني چې د پیرصاحب وراره دی او سيد حامد ګيلاني چې د پيرصاحب ځوی دی نومونه ډیر اوريدل کیږي، او د پیرصاحب کورنۍ په تیرو دولس کلونو کې د حکومت لويه سياسي ونډه له ځان سره درلودله.

فاطمه ګيلاني چې د سرې مياشتي مشره ده، دپيرصاحب لور او دا ډول انوارالحق احدي چې پخوا د ماليې وزير وو،لنډ وخت مخکې د سوداګري وزير وو، اوس ۲۰۱۴ ولمشريزو ټاکنو ته نوماند وو، خو نوم يې له ابتدايې لسټ څخه ايستل شوی، د پیرصاحب زوم دی.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون  له پاره د مشورتي لويې جرګې مشر صبغت الله مجددي وټاکل شو، په خپله لومړنۍ ناسته کې  يې نعمت الله شهراني او سید حامد ګيلاني د مشورتي لويې جرګې مرستيالان وټاکل.

دا ډول  د مشورتي لويې جرګې په لومړۍ ناسته د تلې ۲۷مه ۱۳۹۲  کې ښاغلي حضرت صبغت الله مجددی ددغي جرګې راغوښتل د وخت ضياع او بې ځایه مالي لګښت وباله، ويې ویل چې زه مجبوره شوی یم چې دمشورتي لويې جرګې مشرتوب ومنم، او ما په دي اړه ډیرې هڅې وکړي چې دي جرګي ته اړتيا نشته، خو د فشارونو له امله مې د جرګي مشرتوب ته غاړه کيښوده، حضرت صبغت الله مجددی وویل چې د امريکا سره دامنيت مسئله د تيرې دوديزې لويې جرګي په وخت کې فیصله  شوي او منل شوي، که حکومت له امريکا سره خپلمنځي ستونزه لري هغه دي دوی سره حل کړي.

د لړم پر ۶مه ۱۳۹۲ سيد حامد ګيلاني يو ناڅاپه ۱۰ ورځي وروسته له دي چې د مشورتي جرګې مرستيال وټاکل شو اعلان وکی چې زه په مشورتي لويه جرګه کې ګډون نه کوم، او نه هم مشورتي لويې جرګې ته اړتيا شته، مخکې دوديزې لويې جرګې فیصله کړی، دا ډول د مشورتي لويې جرګې راغوښتل د پارلمان په صلاحيتونو کې لاسوهنه ده، د امريکا او افغانستان د امنيتې او دفاعي تړون د قضايې مصؤنيت موضوع مخکې حل شوي او دغه قرارداد بايد دپارلمان له خوا ومنل او تايد شي.

سوال دادی چې ولي لس ورځي وروسته ښاغلی حامد ګيلاني اعلان کوي؟ آیا هغه مخکې نه پوهيدی چې د مشورتي لويې جرګې راغوښتل هسې د افغان ولس او نړيوالو په سترګو کې خاورې شيندل او غولول دی؟

درې مياشتي مخکې لا ښاغلي کرزي صاحب له سيدحامد ګيلانی سره وعده کړي وه چې د بهرنيو چارو وزیر زلمی رسول ولسمشريزو ټاکنو ته دريږي او پرځای به يې تاسي د بهرنيو چارو وزیر وټاکل  شئ.

په همدې تمه او خيالی تصور کې يې شپې او ورځي سبا کولي، او ددی له پاره یې  ورځي شمارلي چې وخت ژر لنډ شي او تیر شي چې زلمی رسول له وزارت څخه استعفاء وکړي او زه وزيرشم، خپل عمر ته يې هم پام نه وو چې که وخت ژر ژر تیريږي نو عمر هم خوړل کيږي.

کله چې سيد اسحق ګیلانې د لړم پر شپږمه مخکې د وزيرانو له اعلان څخه خبر شوی وو، سمدستي يې په هیجاني او احساساتي ډول ميډيا راوغوښته او د مشورتي لويې جرګې جوړول يې رد کړل، ويې ويل چې په لويه جرګه کې به ګډون ونه کړم.

هغه د قاضي او دوه دعوه لرونکو مشهوره کیسه پرې وشوه چې لنګوټه غوا وخوړله، ددوه کسانو دعوه وه، يوه يې قاضي ته قيمتي لنګوټه ورکړه چې دعوه دهغه په ګټه تمامه شي، دوهم يې چې خبر شو، قاضي ته يې غوا ورکړه، د پريکړه په وخت کې قاضي  فیصله د غوا ورکوونکي په ګټه وکړه، هغه اولني نفر قاضي ته وویل چې هغه لنګوټه څه شوه (یعني ما لنګوټه درکړي وه تاسي وعده کړي وه چې پريکړه به زما په ګټه کيږي)، قاضي ورته وویل چې لنګوټه غوا وخوړله.

په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پیرسيداحمد ګيلاني او دده کورنۍ د کرزي صاحب په خوښه د زلمي رسول څخه خپل  ملاتړ ښکاره کړی وو، ولي کرزی صاحب هم چنې وهي.

عبدالله عبدالله د لړم پر ۵مه له ښاغلي کرزي صاحب سره وليدل او په راتلونکو انتخباتو او د واک په وېش يې خبرې وکړي، که انتخبات کيږي او هرڅوک وړونکي وي، بيا هم واک به سره وېشي، او که انتخبات لغوه کيږي  هم به په خپلو منځونو کې واک سره ويشي، فکر کوم چې د همدې ليدنې په وخت  او يا هم  مخکې لا د مارشال قسيم فهيم له خوا ښاغلي کرزي ته وعده ورکول شوي ده چې واک به غځوو او قدرت به خپلو منځونو کې سره شريک کوو، داچې شمالي ټلواله نظر محاذ ملي ته قوي ده نو د سيدحامد ګيلاني وزارت هم ضرار احمد مقبل وخوړی.

اسلامي حزب  (کابل) د ارغنيدوال په مشري  له عبدالله عبدالله سره د يوځای کيدو پريکړه ددغه ګوند اجرائيه شورا په غوڅ اکثريت وکړه چې دوو نفرو يې مخالفت وکړی، جمعه خان همدرد د پکتيا والي او حاجې محمد اکبر بارکزی د فوايد عامې وزارت مالي او اداري مرستيال.

داچې داسلامي حزب ارغنديوال ګوند نور هم کمزوری شي، ښاغلی ولسمشر هڅه کوی چې دغه دوه مهمې او قوي څيري د ځان کړي او په راتلونکې وخت کې يې په سياسي واک کې د خپل ځان په ګټه وکاروي.

عارف خان نورزي هم غوښتل چې د ۲۰۱۴ ولسمشريزو  ټاکنو ته ځا ونوموي، له پرله پسي غونډو او ناستو، عارف خان نورزي ومنله چې له خپلې نوماندې څخه تير شي، خو ګل آغا شيرزي ونه منله، همدا لامل وو چې ښاغلی عارف خان نورزی د اوبو او بريښنا وزارت مستحق وګرځيدی.

 د لړم ۸مه ۱۳۹۲

- بېرته شاته