(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د اووم تلین نمانځغونډې ته

دارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د اووم تلین نمانځغونډې ته  په مشرانو جرګه (سینټ) کښې  د کونړ ولایت استازي ښاغلي سناتور رفیع الله حیدري وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

د خاص کونړ محترم ولسوال صاحب ، د دره پیج او نرنګ محترم ولسوال صاحبانو، سپپن ږیرو ،د شورا محترم ریس صیب، او د ارواښاد کبیر ستوري د لیسې محترم مدیر صیب، ښوونکو،د غونډې درنو ګډونوالواو ګلالیو زده کوونکو، اسلام علیکوم و رحمت الله وبرکاته.

دغونډې درنو برخه والو!

نن ورځ  مونږ د پښتو د ژبې یو شاعر ، لیکوال  ،ساه پوه ،څیړونکې او خبریال ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د اوومې کلیزې په مناسبت راټول شوي یو، هغه چا چې ددې غونډې او مشاعرې تابیا نیولې زحمت ئې ایستلی ، دغه شاعران ،لیکوالان او ادیبان ئې د کونړ ولایت د مرکز او د کونړ د بیلو بیلو ولسوالیو  اود ننګرهار د ولایت نه راغوښتې ، دزړه له کومې   مننه کوو دا واقعا ډیر د قدر ځای دی الله دې دوئ ته توفیق ورکړي ، چې په اینده کښې دغسې غونډې تر تیب او جوړې کړي،چې  د کونړ د ټولو ولسوالیو ځوانان دلته راشي او ستاسې سره د نزدې نه د زړه خواله وکړي او خپل شعرونه ووائې.

 زمونږ دغه ځوانانو چې اوس ئې مونږ شعرونه واوریدل، ددوۍ احساسات مو واوریدل، د هغو نه مو ډیر خوند واخست الله دې دوي ته توفیق ورکړي،چې په اینده کښې هم د خپلو هغه مشرانو، چې نومونه ئې مونږ سره پاتې دي او خپله نشته د هغو نمانځغونډې جوړې کړې، او د هغوۍ د افکارو نه ، د هغوۍ د لاسته راوړنو نه، د هغوۍ د علم ، پوهې  او تجربو نه چې په خپل وخت سره ترې هغوۍ خپله استفاده کوله، مونږ او تاسې ترې هم ګټه واخلو او استفاده ترې وکړو.

درنو حاضرینو!

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري شاید ځما نه  تاسې ښه وپیژنۍ، او ښه به مو پیژندلی وي، ورسره  ناستې به مو کړي وي، د هغې لیکنې به مو لیدلي وي، د هغې لیکنې به مو لوستلې وي،د هغې شعرونه به مو لوستلي او

اوریدلې وي ،که دهغه د ژوند په هکله غږیږو، یا د هغه  د شعر په باره کښې غږیږو،یا د هغه د لیکوالۍ په باره کښې غږیږواو یا د سیاست په ډګر کښې چې هغه څه کړي دي، وغږیږو،دا ډیر وخت نیسي او په دې لږ وخت کښې نه کیږي، چې تاسې سره ټولې خبرې وکړو.

 زه چې څومره مطالعه لرمه او د هغه لیکنې مې لوستې، د هغه اشعار مې لوستې ، هغه غوښتل چې د خپلو پښتنو لپاره، د خپل ملت لپاره او د خپل قوم  او خلکو لپاره خدمت وکړي.دسیاست په ډګر کښې هغه  ډیر تکلیفونه ګاللې ،او پدې لاره او مبارزه کښې هغه د پاکستان په خاوره کښې بندې شو.

د ارواښادستوري دیارلس څوارلسو پورې اثار چاپ شوي دي، راځئ دا د کونړ خاص خلک ئې اول مطالعه کړو بیا ئې نور کونړ اوټول افغانستان کښې خواره کړو.

 د ارواښادستوري د ویناوو او د هغه د خبرو نه به زه دوه ټکې راواخلم چې اولنې هغه څه دي، چې هغه د پښتنو په خپل منځ کې بې اتفاقې ده، نه یووالی دی، چې ددې سبب شوی، چې پښتانه  لا تر اوسه د ټولې دونیا په قومونو کښې داسی یو قوم معرفي شوی،چې څوک ئې د دهشتګر په نوم، څوک ئې د ورانکارې په نوم  بولي. هغه نومونه  او لقبونه ورکوي، چې ځما نه پرې تاسې ښه پوهیږۍ، ددې بدبختیویو علت چې کبیر ستوري ښودلې ،هغه بې علمې ده،نا پوهي ده، مونږ او تاسې علم نه دی کړی او علم ته مو توجه نه ده کړې ، نو ښه خبره داده ،چې علم او زده کړې ته مخه او توجه  وکړو، د روښانه راتلونکې  ، او ددې غمیزې نه د خلاصون لپاره خپل ځانونه د علم په ګاڼه سینګار کړو او د خپلو مشرانو تعارف کشرانو ته وکړو، د هغوۍ کارکردګي وستایو، هغې ددې قوم لپاره زحمتونه ګاللې، تکلیفونه تیر کړي دي ، نو پکار داده چې  د هغې په خبره عمل هم وکړو، د هغې کتابونه وګورو، د هغې لیکنې وګورو د هغې شعرونه وګورو او په دې ځانونه پوه کړو چې د څه هدف لپاره ده دا کار کاوه، هدف ئې څه ؤ او کوم ځای ته ورسیده او اوس باید مونږه څه وکړو.

مونږ ډیر ښه علمي او معنوي خلک لرل، خو اوس دلته مونږ سره  په کونړ نه شته ، یا مړه دي، یا مسافر دي، او هغه کوم چې دلته دي، هغه هم داسې ځوریدلي او زړونه ئې ټکیدلي دي چې نه غواړي  میدان ته راوځي.

ګلالیو زده کوونکو!

ستاسو کور ، ستاسې مکتب، ستاسې استاد، ستاسې موټر، ستاسې سرک ، ستاسې پل  او ستاسې ترقي څوک نه غواړي او که تاسې غواړئ،چې تاسې ځلمي شئ او ددې نه استفاده وکړئ، او ددې نه ئې ښه جوړې کړۍ، نو خپل  ډیروخت زده کړې ته ورکړۍ ، درس وویوئ، مکتب وویوئ او ددغه موقع نه استفاده وکړئ، چې دا د کبیر ستوري غوښتنې وې.

زمونږ د خلاصون او زمونږ د ارتقا او کامیابۍ یوازینۍ لاره  علم دی ،علم او پوهه  په مکتب کښې حاصلیږي، نو پکار ده چې خپلو اولادونو ته متوجو شو،چې زمونږ اولادونه علم حاصل کړي ، نو دغه مشکلات، چې دا اوس ورسره مخ یو لدې څخه به خدای نجات راکړي.

درنو حاضرینو!

مونږ چې  د بن دویم کنفرانس  لپاره جرمنې ته تللې ؤ د بن د کنفرانس نه چې فارغ شولو ،مونږ  دکونړیانو خواته ورغلو، د سنا (مشرانو جرګې) رئیس  ښاغلی فضل هادي مسلمیار صیب هم راسره ؤ ، مونږ داسې احساس نه دی کړی، چې مونږ په جرمنې کښې یو. هلته  ددوئ مسجد ، ددوئ ټولنې وې .او هغه کتابونه چې ما  په جرمنې کښې د فرهنګې ټولنو نه راوړې، تر اوسه پورې ما دلته نه دې تر لاسه کړي، هغه افغانان چې هلته دي لوړ احساس لري، دوئ هلته هم افغانان دي او دافغانانو بچې دی او زمونږ ددوئ نه هیله هم داده چې د هغه ځای نه زمونږ په ځوانانو غږ وکړي ، زمونږ د ځوانانو سره رابطې ولري، زمونږد ځوانانو سره تماسونه ولري، لکه څنګه چې کبیر ستوري د خپلې محصلۍ په دوره کښې د لومړی ځل لپاره دغلته په جرمنې کښې  تنظیم جوړ کړ او دغه ځوانان او خواره واره پښتانه ئې په ځان راغونډ کړل دغه راز دهغې د ځامنو نه ، د هغې د ملګرو نه او د هغې د مکتب د شاګردانو نه،  چې په المان  او یا په نورو هیوادونو کښې اوسیږي زمونږ هیله داده چې دهغه په قدم قدم کیږدي.

ورونو!

مونږدکونړ خاص ددغه اوسنیو مسائلو نه خبر یو ،ورته متوجه یو او هغه څه چې زمونږ په ‌ذهن کښې دي، او هغه څه چې زمونږ زده دي،او هغه څه چې زمونږ په وس کښې دي ، ستاسئ د هوساینئ لپاره ،  به ئې په کار اچوو، ستونزې او مشکلات  به د ولسوال صیب سره شریکوو او تاسو سره په ګډه به ئې د سوله ایزې او خبرو اترو له  لارې حل راوباسو.

مونږ په افغانستان کښې له دوسوه څخه زیاتې ولسوالۍ لرو ، چې د ټول افغانستان په ولسوالانو کښې ستاسې دکونړ خاص ولسوال ښاغلی محمد رحمن دانش یوازینی ولسوال  دی، چې د لوړو زده کړو او لوړ استعداد خاوند دی ، د سیاسي علومو ماسټري لري . دافغانستان په بله ولسوالۍ کښې په دغه معیار باندې ولسوال نه  دی ټاکل شوی.

داچې کله کونړ خاص ته راتللو نو ماورته وویل چې ولسوال صیب ځوان ئې مخکې دې هم ولسوالي  کړې ده ، د کونړ خاص د خلکو خدمت به  کوې، دلته مدني ټولنې دي،نورې ټولنې دي، د شاعرانو ټولنې دي، ددوۍ سره همغږي ولره، ددوئ سره مشورې ولره،او ستاسې نه هم زما هیله داده چې دده د علم او پوهې نه استفاده وکړۍ، په انګلیسي ښه پوهیږې،که تاسې په  لیسه کښې استاد نه لرۍ ، په بل ښوونځي کښې استاد نه لرۍ راوې غواړئ. چې شاګردانو ته درس ورکړي. او له ده نه زمونږ هیله داده چې د نورور کارونو سره سره دې د کونړ خاص ولسوالۍ لیسو ته وخت ورکړي، په نړیوال سیاست  او د ګاونډیو سره دې په سلوک پوه کړي.

په اخر کښې ډیره مننه د نصیر خان ستورې نه، ستړې مه شې ورته یو ځل بیا  وایم  او دښاغلي  نورلبشر نوید دغه دوه بیتونو سره خپلې خبرې پاې ته رسوم

داسې قامت لکه چنار چنار قامت د پښتو

لکه سړی چې ځې روان وي، سیوری نه شي نیوی

د لوې افغان د اسمان داغرور څه لږ خو نه دی

سپوږمۍ به تندر رانیوی شي «ستوری» نه شې نیوی

ډیره ډیره مننه

سناتور رفیع الله حیدري

د افغانستان د مشرانو جرګې (سنا) غړی

- بېرته شاته