(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پکتيا کې اخترونه

په پکتيا کې پخوا د اخترونو په دريو ورځو کې به که هرڅومره مېلې کېدې، هغه خو به وې، خو له هغه وروسته به په څلورمه، پينځمه او ان شپږمه هم د اختر مېلې او سيلونه او مبارکۍ نه ختمېدې، خو اوس حالاتو اوښتي دي، ځوانان وايي، چې په تېرو دريو  ورځو کې يې هم د بمي چاودنو او جنګ جګړو له وېرې چندانې خوشالۍ نه دي کړې.
دا چې  په پکتيا کې اختر څنګه وو؟
په پکتيا کې رواج داسې وو چې له اختره وروسته به هم تر څو وروځو پورې د ځوانانو او زلميو مېلې او سيلونه کېدل، ډله، ډله ځوانان به په ولسواليو او کليو کې د يو بل په کورنو ګرځېدل، بانډارونه به يې جوړول، خو دا ځل د دوی روحيات هغسې نه دي پاتې او وايي چې د اختر په دريو ورځو کې يې هم چندانې خوشالۍ نه دي کړي.
د جنګ، جګړو او بمي چاودنو وېرې د پکتياوالو روحي سکون اخيستی دی، دوی وايي په اخترونو کې يې دپخوا په څېر مزه نه ده پاتې، او په ډاډه زړه له ښاره لرې يوې خواته هم نه شي کولای سفر وکړي او مېلې وکړي.
د پکتيا په ديارلسو والسواليو او مرکز کې به د اخترونو بېلابېل دودونه ترسره کېدل، ډېر خلک به لرو پرتو ولسواليو ته د ملګرو، يارانو او دوستانو کورنو ته د اختر مبارکيو او مېلو په خاطر تلل، خو چې موږ په دې اختر کې له څومره خلکو او ځوانانو سره خبرې وکړې، د ناسمو امنيتي شرايطو له امله يا يوازې په ښار کې ګرځېدل او يا هم په کور ناست وو.
ځوانان وايي داځل په پکتيا کې دوی اختر د پخوا کلونو په څېر هغسې له خوشاليو ډک نه دی لمانځلی او نه يې خوند ترې اخيستی دی، د دوی په خبره د امنيتي ستونزو له وېرې يې اختر پيکه وو.
پخواني اخترونه له خوشاليو ډک ول، ډار نه وو، اوس خو خوشالي څه کوې د جنګ او چاودنو له وېرې په جومات کې خلکو لمنځونه ونه کړل او نه ورته راغلل، دلته خو مشکلات دي، مخکې خو ښه وو لوبې به وې، نېزه بازي به وه، ډلونه او اتڼونه به وو، خو دا ځل هغسې هېڅ هم نه وو چې خوشاله شوو ورته
اوس اخترونه خو داسې دي لکه د جمعې ورځ، خلک لمانځه ته ځي او بس، مينه نشته، جنګونه دي، کرکې او ستونزې دي، نو څنګه به څوک اختر وکړي، څنګه به خوشالي وکړي چې له یوه بله کرکه کوو، په وطن کې مو جنګ وي
د سيمې د اوسېدونکو په خبره پخواني اخترونه يې ځکه ډېر ښه وو چې که  خلکو به اقتصادي ستونزې هم لرلې خو اختر به يې د خوشالۍ ورځ وه او دې ورځې ته به ډېر خوشاله وو، خو اوس يې د اقتصاد ښه والي سره، سره په اخترونو کې مزه نه ده پاتې.
ځوانان وايي چې د جګړو او بمي چاودنو وېرې ددوی له کلي او کورونو د اختر د خوشالۍ ټغر ټول کړی دی، يوازې زلمي او ځوانان نه دي چې اخترونه يې پيکه شوي، نجونې هم د پخوا په څېر ډلې، ډلې نه شي کولای چې په خپل کلي کې کور په کور وګرځي.

داود تپان – پکتيا

- بېرته شاته