(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورک وجود

فرمان علي تنها يوسفزې

ګل ميرا په ګل ميرا ته ورشه بچى نګينه ترور دې وګوره چې کور شته دے اوکه نه چې ډوډۍ ورله يوسى ګل مير ښه دادے ورځمه نګينه ترور دپوردل په ګاونډ يوه جونګړه شان کورکښې اوسيدله چې څوک خپل پردى ئې په دى کلى کښې نه لرل نګينه څوک ده دچرته نه راغلې ده دامعلومات چاته هم نه وو دوه وخته ډوډۍ به پوردل دخپل کورنه روزانه ورليږله

ګل مير چې واپس کورته راغے نوپلارته ئې ووئى نګينه ترور کور ده پوردل ورته وئيل ښه ده نو داډوډۍ ورله يوسه اوبيا واپس زر راځه بانګ شوے دے چې مانځه لا لاړشى ګل مير ډيره ښه ده داجى ډوډۍ ئې راواخسته او نګينې ترور له ئې يوړله نګينې ترور چې په دغرمې ډوډۍ وخوړله نو ترماذيګر پورې به کور وه پس دماذيګر نه به ئې روزانه د بازار حسن يوچکرلګولو او ماښام تياره به واپس خپلې کوډلې ته راتله

چې يوه ورځ دپوردل خان په نظر شوه څه ګورى چې نګينه ترور دبازار حسن دنګو دنګو بالاخانو ته اورڼاګانو ته پورته ډير په غور سره ګورى او دځان سره څه وائى هم دښار په دغو بدنامو بالاخانوکښې شپه ورځ اوورځ شپه وى پوردل سوچ اوفکر واخسته چې نګينه دلته څه ګورى او څه کوى هغه ډير ساعت هلته ولاړ ؤ خونګينه ترور داسې په خپلو خيالونوکښې ورډوبه شوې وه چې دخواو شا دحالاتو اودخلقو نه هډو خبر نه وه چې پوردل ترينه دکور مخه ونيوله او روان شو خو په ذهن کښې ئې تر خپله کوره پورې دې فکر يواتڼ جوړکړے ؤ چې ددې بازار دې بالاخانو ته دنګينې داسې په غور سره کتل او دلته راتلل څه معنى لرى دې کښې خو څه ناڅه راز ضرور خوندى دے

په دغه سوچونوکښې پوردل کورته ورسيدو او دماسخوتن مونځ ئې چې وکړو نو دخپل کور په ځائې ئې دنګينې جونګړې ته غير ارادى خپل قدمونه وروګرځيدل د دزړو پوزکو اوکڼکو نه جوړ شوے شپول او چپره نما جونګړه کوټه کښې دډيوې زيړه تته تته رڼا دماسخوتن دتيارې درڼا کولوناکامه کوشش کولو پوردل اول غاړه تازه کړله اوبيائې اواز وکړو نګينې خور په نګينې خور دے اوز سره نګينه په کټ کښې جګه بګه کښيناستله دپوردل اواز ئې وپيژندلو په ډيره حيرانتيا سره ئې غږ ورکړو پوردل خانه دا تۀ ئې که زۀ خوب وينمه زما کوډلې ته دې نن څنګه پيښه راوکړله راځه راځه دهغې لارې قربان شم په کومه چې تۀ راغلے اودې سره ئې پوردل ته په لپو لپو دعاګانې هم وکړې پوردل چې دننه راغے نو په زمکه يوه زړه شليدلې درۍ خوره وه په هغې کښې کښيناستو چې نګينې ورته ډير ووئيل چې راځه پاس په کټ کښې کښينا خو هغه وئيل دلته ښه يم تاسره يو دوو خبرو له راغلے يم نګينې ورته وئيل چې وروره دوه خبرې نۀ څومره خبرې چې کوى وايه

زماسره دخبرو کولو څوک دى داهم ستا ډير لوئې احسان دے چې ماسره دې دخبرو لپاره وخت وباسلو وايه چې څه وئيل غواړى پوردل خان سوچ کولو چې خبره دکوم ځائې نه اوڅنګه شروع کړم چې نګينې پرې بياغږ وکړو چې وايه کنه غلې ولې ئې هسې نګينې خور ماداپوښتنه کوله چې تۀ دې ماذيګر کښې اوماښامى کښې چرته ځى او دې تپوس دنګينې ترور په تندى اومخ دکرښو يو جال راخور کړو چې پوردل دډيوې په تته زيړه رڼاکښې هم محسوس کړو خو نګينه دوخت تودو سړو سره بلده شوې وه يودم ئې ځان قابو کړو او ورته ئې ووئيل چې وروره زۀ به چرته لاړه شم زماڅوک دى خوپه دې جونګړه کښې په ناسته اوملاسته د تنهائى نه چې تنګه شم نوداسې بهر اوځم په دې غرض چې پام مې لږ بدل شى

خو په دې خبره دپوردل تسلى کله کيدله يوه شيبه خاموشۍ نه پس پوردل همت وکړو اودزړه خبره ئې په خله راغله چې نګينې خور رښتيا رښتيا به راته وائى خبره داده چې زۀ نن اتفاق سره په هغې بازار راروان ووم چرته چې خلق دشپې ويښ اودورځې ويدۀ وى ماته نن په هغې بازار کښې دهغو بالاخانو په لورى په تماشه ليدلې وې زۀ ستا په خواکښې ولاړوم تاپه ډير غور سره دبالاخانو په لورى کتل اودځان سره دې څه وئيل هم دځان اوجهان نه ناخبره وې نن به ماته داحال رښتيا رښتيا وائى چې دغه ځائې سره ستاڅه تعلق دے

اوکوم هغه کشش او را دے چې تاهلته په بوتلو مجبوره کوى دې خبرو اوريدو سره نګينه پوهه شوه چې پوردل داسې په اسانه نه منى اونه ځى خامخا به ورته له دې راز نه پرده پورته کول غواړى يوځل بيا دواړو خاموشى اختيار کړله نګينې په خواکښې دپروت مات بوړى منګى نه دخاورو په کنډول کښې اوبۀ را واخستې او يو دوه درې ګوټه ئې ترينه وکړل چې مرۍ ئې لونده شوه نو په وچو سپورو شونډو ئې ژبه ووهله اوپوردل ته ئې مخ راواړلو او ورته ئې ووئيل پوردل خانه وروره ستاپه ما باندې ډير احسانونه دى زۀ تاته دروغ نه شم وئيلے خودا وعده راسره وکړه چې ماسره ستاسودکورنۍ چې اوس څومره تعلق دے هغه به راسره ختموى نۀ پوردل ورته وئيل چې زۀ تاسره يازماکورواله تاسره څه امدادوغيره کوى نو په څه لالچ ئې مونږ نه کوودالله درضالپاره ئې کوو . نګينه نو ښه ده پوردل خانه کوم راز چې ماپه خپله سينه کښې له دومره مودې نه خوندى ساتلے ؤ نن ئې ستاپه وړاندې کوم

په اصل کښې زۀ له دې ښار اوسيدونکې نه يم زماخپل پردى وروڼه خويندې مورپلار وو او زۀ ديوې بانډې ساده باده پيغله وم کله چې زماعمر هغه وخت نولس کلن ؤ زما دښائست او ځوانۍ په ټول کلى کښې ثانى نه وه ځکه خوماله مور پلار نامه هم ښاپيرۍ غوره کړې وه پوردل خانه وروره داسې عمر چې دنادانۍ ورځې شپې وې نوخامخا پکښې دهرانسان نه غلطى ضرور کيږى زمانه چې پکښې کومه غلطى شوى ده هغه شريف خاندان کښې دمعاف کولونه وه زمونږ دکلى يوزلمے ؤ چې نامه ئې شريف خان وه سور سپين دنګه لوړه ځوانى ئې وه خودنامې ترحده شريف ؤ ځکه خوئې زۀ هم په ظاهرى رنګ دهنګ تيروتم اودخپلې مينې په رنګين جال کښې چې په اصل کښې دمکرو فريب اودبربادۍ جال ؤ چې زۀ بدنصيبه پکښې قسمت راګيراکړم اودشريف خان په خوږو پستو دمينې محبت په خبروکښې راغلم چې ورسره دخپل کورنه ملا بانګ نه مخکښې سره دنعدو روپو او کالو راووتلم چې دې ښارته اودې خلقو ته ئې راوستم اوماته شريف خان وئيل چې دازماخاص خپلوان دى زۀ د کلى دبانډې ساده پيغله وم اوچرې دخپل کلى نه بهر نه ومه وتلې ماپرې باور وکړو خودې فريبى اوضمير فروشه شيطان دمخکښې نه دې سوداګرو سره زما دسر سودا کړې وه چې زۀ ئې هم هلته پريښودمه اوشريف خان رانه په خپله مخه لاړو ما ته چې کله حقيقت معلوم شو نودپښو نه مې زمکه وتښتيدله او په سرمې دشين اسمان تندر راګزار شوزماژړا فرياد اوسلګو په دې بې احساسه اوبې ضميره سوداګرو اثر چرته کولو

دې خبرې سره نګينه يوځل بيا غلې شوه اودخاورو هغه کنډول ئې راواخسته او هغه پاتې اوبه ئې په يوه ساه وڅښلې داوبو څښلو نه پس ئې يوه اوږده ساه واخسته دزړۀ ورغلى پرهرونه ئې يوځل بيا تازه شو سترګو کښې ئې راغلے وينې اوښکې دخپلې زړې خيرنې لوپټې په پلو وچې کړلې اوپوردل ته ئې ووئى وروره که ګور ګران وى خودمړى ناکام وى ماچې کوم ګامونه په نادانۍ کښې دخپلې بربادۍ په لورى پورته کړى وو هم هغه تباهى اوبربادى مې دغاړى هار کړله دې خلقوزما نامه نګينه کښيودله زمادځوانۍ دښائست وجود دې بالاخانو کښې ديوې نګينې په څير خپلې رڼاګانې اواداګانې ځلولى دى زۀ پکښې نن دهغې نګينې دورک وجود اوورکو پناه شوو رڼاګانو په لټون کښې نن دهغې نګينې دورک وجود اود ورکو پناه شوو رڼاګانو په لټون پسې هلته ځم دهغې نګينې رڼاګانې اواداګانې خودوخت تياروتتې کړلې خو زۀ پکښې دبانډې دښاپيرۍ هغه ورک وجود لټومه ځکه زۀ هرماښام دغه بالاخانو اود بالاخانو درڼاګانو دګنګرو په شور او دتبلې په ګډو وډو اوازونو کښې زۀ خپل ورک وجود لټومه

د پښتنو قامي سنګرKhyberOrg

- بېرته شاته