(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ا پريديان

اپريدي اتۀ خيلونه دي: آدم خيل، اکا خيل، کمر خيل، کمبر خيل، کوکي خيل، ملک دين خيل، سپاه، او زخه خيل. د آفريدو ملک چه تيراه ورته ويلي شي نهه زره (9000) ميل مربع دي.او د پيښور د سهيل غر پريواتۀ ګټ پلو پروت دي. دا خيلونه درې څلويښت زر ځوانان ملاتړ ويستي شي. کمر خيل يا کمري، کمبر خيل، کوکي خيل، سپاه او زخه خيل د لواړګي نه ئې واخله تر جم پورې د خيبر په دره پراته دي. او سرکار دې قامونو ته د خپلو خپلو علاقو د حفاظت په سر ماجبونه ورکوي. اکا خيل د پيښور نه نمر پريواتۀ سهيل ته غرونو کښ پراتۀ دي. آدم خيل د کوهاټ او د پيښور په مينځ کښ غرونو کښ آباد دي.

اپريدي اکثر کډبانۀ دي کډې کوي. يعني په ژمي کښ کډې او يخني له کبله ميدان نه د پيښور خواؤشا ته راکوزوي او دلته خپل مال ډنګر څروي او په سپرلي کښ خپلې کډې بيا غرونو ته خېژوي. افريدي ډير زيات په فوځ کښ بهرتي کېږي او ډير ښه او اعتباري سپاهيان دي. په تيره تيره د غرونو د جنګ ډير مړني دي او ښه جنګېږي.

اپريدي په دړه ثقه کښ غټ نۀ وي. نغښتي څکښتي چابک دست او ميانه حال بدن لري. ولي په کار کښ ډير تکړه او مضبوط دي. د خولې ډير پچار او خبرلوس خلق نۀ دي. د نورو پښتنو په شان ئې خولې ئي بې ځائ سوري نه دي. د زړه خبره په زړه کښ ساتي. په فوځونو کښ که سردار ئي ښه وي، نو ډيره ښه نوکري کوي او ښه حکم مني و بې که سردار ئې خراب وي يا ئې څه خبره په زړه بده ولګي که هغه سمه وي که کږه نو ناڅاپه وران شي. اپريديان د پټنړي نوکري سره ښه جوړېږي. ليکن په رساله کښ هم نوکران کيږي او بيا په تيره تيره آدم خيل چه د هغوئي د چندي لاس رسي، ولې اوس د فوځ ويستلې شوي دي او بهرتي ئې بنده ده.

اپريدي د خپلو ملکانو (خانانو) هسې په نامۀ د لاس لاند دي کني ډيره پرواه ئې نۀ لري. هر يو د خپلې رضا خاوند دي. آزادي د دوئ په خښير کښ اخښلي شوې ده ولې د مليانو او د ميانګانو دم لاندې ډير زر راځي او اګر که خپلو کښ ئې تل بدي وي. ولې د خواؤشا په قامونو باندې هيچرې غرض نه کوي. او که د باهر نه پر چرې دښمن وبلوسېږي نو بيا کورنئي بدي او دښمني پرېږدي او د بهرني دښمن مقابلې د پاره خپلو کښ ګړې شکري شي لکه چه په 1897ء د تيراه په جنګ کښ شوي وو. د خيبر د اپريدو د کور او د باهر ټول کارونه هم ښځي کوي. سړي ئي بس د فوځ نوکري کوي يا داړي غورزوي او د خپل مال متاع حفاظت کوي ځکه خو په کښ چرته اوستکاري نشته. هو، دا ده چه د کوهاټ افريدي ډير خواري کښ دي. د زميندارې کار روزګار نه علاوه سکارۀ لرګي هم خرڅوي او سوداګري او چلندونه هم کوي. د کوهاټ په دره کښ څو کارخانې هم شته چه ټوپک په کښ جوړېږي.


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده .31 اګست 2009 د پښتنو قامي سنګر خیبراورګ

- بېرته شاته