(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملالې یوسفزۍ کتاب

فاروق فراق/   فضل عزيز

نن په نهم اکتوبر دجينکو د تعليم دپاره دغږ پورته کوونکې طالبعلمې ملاله يوسفزئ د طالبانو له لوري د ويشتل کيدو دپيښې يو کال پوره شوى اؤ ددغه تاريخي پيښې په مناسبت په لندن کې د ملاله يوسفزئ لخوا ليکل شوى دهغې د ژوند يا سوانح په اړه يو کتاب هم د "ايي ايم ملاله" يا زۀ ملاله يم ترنامۀ چاپ شوى.
ددغه کتاب دچاپ کيدو څخه دمخه کۀ چرته په ټوله نړۍ کې خلک دهغې لوستلو ته ليواله وؤ نو هلته په پاکستان کې هم ددغه کتاب لوستلو ته خلکو په بې صبرۍ سره انتظار کولو اؤ مارکيټ ته د راوتلو په لمړۍ ورځ دغه کتاب دپاکستان په بيلابيلو ښارونو کې په زرگونو کسانو اخستى اؤ لوستلى يې دى.
 په پاکستان کې  دجينکو  دتعليم دحق لپاره دغږ پورته کولو اؤ په طالبانو دنيوکو له امله  تيرکال  په ٩م اکتوبر  دسوات  انتظامي  مرکز مينگوره کې  ديو وسله وال  لخوا ١٦ کلنه  پاکستانۍ طالب علمه ملاله يوسفزئي   هاغه مهال پسر په ډزو ويشتل شوې وه کله چې هغه  دخپلو نورو ملگرو سره  په يو گاډي کې دسکول څخه کور ته روانه وه.
دملاله يوسفزئ د ويشتلو ذمه واري وروستو دپاکستاني طالبانو تحريک پغاړه اخستې وه اؤ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد تيره اوونۍ  ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ” ملاله دجينکو دتعليم دملاتړ نۀ بلکې  داسلام دسپکاوي له امله په نخښه کړل شوې وه“  اؤ زياته  کړې يې وه چې  دهغوي ډلې به مستقبل کې هم دموقعې په ترلاسه کيدو په ملالې حمله کوي.
هرڅو کۀ پاکستاني طالبان اؤ په سوشل ميډيا يوه طبقه خلک ملاله يوسفزئ د اسلام په سپکاوي تورنوي خو دجينکو دتعليم دپاره دغږ پورته کولو دپاره په کم عمرۍ کې دهغې جرائت اؤ بهادرۍ په ټوله نړۍ کې ملاله يوسفزئ ځلولې اؤ خلک د هغې سره مينه کوي، دهغې خيالات اوريدل اؤ خورول غواړي.
ملاله يوسفزئ هاغه لمړۍ پاکستانۍ ميرمنه ده چې دشپاړسو کالو په کم عمر کې يې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا کولو وياړ ترلاسه کړى دى بلکې دامن دپاره په هڅو کولو يې گڼ شمير نړيوالې جائزې هم گټلي دي.
په ۹م اکتوبر ۲۰۱۲ سوات کې په ملاله يوسفزئ شوي حملې د هغې قدوقامت څومره لوړ کړی دی او يا دا چې په پاکستان کې خلک هغې سره څومره مينه لري ؟ دا اندازه د دي خبري نه کيږي . چې د ملاله کتاب په وړومبۍ ورځ د پاکستان غټو ښارونو ته رارسېدلی دی . کراچۍ ، اسلام اباد او لاهورکې په کتاب خانو کې پروت دی   اؤ په لمړۍ ورځ دغه کتاب په زرگونو خلکو اخستې اؤ لوستلى دى.
کراچۍ کې د لبرټي بک په نوم دکتابخانې اېډمن منيجرمنصور دوائس اف امريکا ډيوه ريډيوخبريال فضل عزيز  ته ويلې د )(ائي اېم ملاله) ۱۰۰۰ کتابونه يې د نهې په ورځ راوړلی دی ، او کراچۍ کې يې د لبرټي بک په لسو کتابخانو کې اېښودی دی . د يو کتاب بيه ۵۹۵ روپۍ ده 
هغه وويل خلک دملاله يوسفزئ کتاب اخستو دپاره ورمات دي اؤ تردې مهاله گڼو کسانو دغه کتاب اخستې دى.
د ښار د کتابونو د اردو بازار د يادو کتابخانو لکه وېلکم بک ، فضلي سنز او نورو کتابونو واله په وينا خلک راځي او د دغه کتاب پوښتنه کوي خو دوۍ ته لا دغه کتاب نه دی رسيدلى .
اسلام اباد کې ذ ډيوه راډيو دخبريال اورنگزيب خان له مخې دغه کتاب د سعيد بک په نوم کتاب خانې ته راوړل شوی دی اؤ  په غټه کچه خلک کتاب اخلي او ډير خلک په ټيليفون د کتاب د راتلوپه اړه پښتنه کوي.
لاهور کې د فېروز سنز کتابخاني مسعود وايې دوئ ته هم نن دغه کتاب رارسيدلی دی او ځينې نورو کتابونو واله هم د ملاله کتاب راوړلی دی .
خو په پيښور کې چې کله د ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق د کتابونو تر ټولو لويې دوکان يونيورسټي بک ايجنسي کې ددغه کتاب پوښتنه وکړه نو د دوکان مالک مياانعام الله ورته وويل تر دې مهاله پيښور ته دغه کتاب نه دى رارسيدلى البته خلک يې پوښتنه ضرور کوي.
دکوئټې څخه د وائس اف امريکا ډيوه راډيو دخبريال حميد سمسور له مخې کوئټې ته هم تردې مهاله دملاله يوسفزئ په سوانح ليکل شوى کتاب نۀ دى رسيدلى خو خلک دغلته هم خلک خوښي لري چې دغه کتاب ولولي.
په پيښور کې يو سينئر صحافي عبدالقدوس څخه مو چې کله دملاله يوسفزئ دکتاب په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وويل دملالې په کتاب کې داولس دلچسپي داښايي چې ددې ځايې پښتانۀ دجينکو دتعليم خلاف نۀ دي اؤ ملاله چې دجينکو دتعليم دپاره په غږ پورته کولو کوم جرائت اؤ بهادري ښودلې ده اولس دهغې سره په دغه تورزنۍ مينه کوي.
هغه وويل دغه کتاب چې څوک لوستلى شي هغه خو يې ارومرو لوستل غواړي خو چې څوک يې لوستلى نۀ شي نوهغوئ  په دې کې هم دلچسپي لري چې صرف ددغه کتاب مخ وويني اؤ ملالې سره خپله د عقيدت تنده پرې ماته کړي.
دملاله يوسفزئ دکتاب په لوستلو کې د پاکستان دننه دخلکو دلچسپي په اصل کې دانتهاخوښۍ اؤ جگړو  په ضد داولسي کرکې غمازي کوي

- بېرته شاته