(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا ديوه اوږده ناورين لاندي

ليكونكي: عبدالجباكاكړ

په پښتونخوا كښې د څو كلو څخه عام وژنه روانه ده چي د ختم كيدو نوم نه اخلي حكومت چي دنده او ذمه واري يې داوي چي د خپل ولس ځغورنه او ستانه وكړي نه يواځي دا چي د ملك دننه بلكې

د ملك څخه د باندي په ملك كښې باندي څوك بريد كوي يا په ملك كښې ګډوډي څوك جوړه وي د هري لارې دهغه مخ نوي وكړي يو د ډول سرشندني څخه مخ ونه ګرځوي ملكو نه او ولس وسله وال پوځ پوليس او مخبري شبكى او نوري وسلي ډلې او قانون پولي كونكي اداري هم ددي پاره ساتي او دوي ته د ولس د شتمنې او خزانې څخه يوه لويه برخه هم ددي دپاره وركوى چي د ملك د كورنيو او باندنيو خطرونو مخ نوي وكړي او د ملك قانون پولي كړي او هغه څوك چي دوي د قانون څخه سرغړونه كوي هغه د قانون او عدالت منګولو ته وسپاري د يوه ملك اوسيدنكي ماليه او ټيكس هم د دهغه دپاره هر وخت وركوي او د ولس په ماليه دهغه ټولي اداري خپل كار كوي هغه ملكونه چي اداري په ښه ډول تر سره كوي د هر ډول خطر مخ نوي كوي داسې ملكونه سوكاله پرمخ تللې او ولس يې په كراره او آرامه ژوند كوي او دوي په ښه چاپيريال كښې ژوند كوى.

         د بده مرغه د څو كلو څخه د پاكستان د يوي داسې جګړي سره مخامخ دي چي يو دښمن يې هم و ولس ته نه ښكاره كيږي خو په دا ډول ناترسه او ظلمانه بريدونه كوي چاودني كوي چي په يوه وار كړي په لساو وګړي په كښې ووژل شې او په ډېر لوئي شمير په كښې ژوبل كيږي څوني ماڼي زيان و خلګو او حكومت زيان كيږي دهغه خو شميرنه كيږي دهغه جګړه چي پاكستان د څو كلو څخه به كښې راګير دي لاس د ملك هر وګړي يې په داسې روحي او نفسياتي ناروغي كښې اچولي دي چي يو وګړي هم ځان خوندي نه شميري او دوي په بې باوري كښې ژوند كوي د دهغه اوږدي مودي څخه روانه جګړه كښې نه لوئي ښارونه خوندي دي نه وړوكي ښار نه كلي او ښار ګوټي بلكې اوس خو لوئى لاري هم خوندي نه دي په لوئى لارو د خلګو ښكول وژل موټران ځيني تښتول آن دا چي د ډاكټرانو و كبلو و سوداګرو پوهانو سوداګرو د پيسو دپاره پرامته كول اوس يوه عام خبره ده ددي د څنګه نوري ډيري لانجي دي چي ملك او ولس ورسره مخامخ دي خو تر ټولو لوئي چيلنج او پيښه دهغه چاودني دي چي په پټه هر ځائي كيږي كه د دا اوږده ناورين پيښې موږ و ګورونو دا به راته څرګند شې چي نه د پنجاب نه سيندنه بلوچستان د دهغه ناورين څخه خوندي پاته شوي كراچۍ، كوئټه، پيښور هغه ښارونه دي چي د عام وګړو په وينو هر ځائي ككړدي چي په زراو وګړي په كښې وژل شوي ژوبل شوي دي او زياتره عام وګړي په كښې راګير شوي دي خو دا باور اوس څوك نه كوي چي دهغه ناورين كله هم د منځ څخه تلي شى....؟

         تر ټولو لوئى ناورين چي په خيبرپښتونخوا د لس د ولس كاله څخه په مخه كړي دي په هغه باندي د پاكستان نور خلګه بلكې تر ټولو زياته نړۍ وال ورته غاښ په ګوته دي داسې ورځ او اونى نه تيريڼي چي د خيبرپښتونخوا په يوه نه يوه ښار كښې ځان وژونكي بمي چاودنى نه كيږي يا دي په دولتي ځواكو بندي خانو بريدونه كيږي او تراوسه په سوونو بريدونه د خيبرپښتونخوا كښې شوي دي چي ژوندي بيلګه يې په روانه اونى كښې د عيسويانو په كليسا د دوو ځان وژونكو په يوه وار ځان الوځولول دوي ورځي د مخه په چارسده كښې په يوه سواري موټر كښې ايښوول شو توكو چاودنه او بيا په قصه خوانى پيښور كښې د پرون چاودنه چي په درې پيښو كښې نزدي دوه سوه وګړي وژل شوي او تردي زياته ژوبل شوي دي په قبائيلي سيمو كښې څه روان دي كومي ډله ايزه جګړى چاودني او د عام وګړو او قامى مشرانو وژني او ډراون بريدونه او داسې ناخوالي دي چي په هر وګړي تېريږي عجبه خبره خو داده چي د هري پيښې پړه او مسئوليت ځانګړي ډلي په غاړه اخلي خو نه حكومت څه وس په رسيږي نه هغه پښتنى جرګي چي هر لانجه به اواريدله دهغه جګړه والو د پښتنو هغه جرګي هم د خپلو بريدونو د كبله د منځ څخه يووړي او د پښتنو مشرانو مرګونه هم د دهغه اورپكو د خواڅخه وشوي او د دوي هر څه يې وروران كړي دي د دهغه اوږدي جګړي څخه نه جمات خوندي دي نه جنازه خوندي ده نه جرګه او نه روغتون بازار او كور او ښوونځي او كور او دفتر خوندي دي په خيبرپښتونخوا اوس د اوسيدو ځائي نه دي پاته كه هغه هر څوك دي وي چي دهغه ناورين د مخ نوي دپاره حكومت بشپړه بي وسه او بې بسه ښكاره كيږي اوس خو ډېر خلګه دا وائي چي خيبرپښتونخوا ولي دا ور په لمبو كښې سوځل كيږي په نورو ايالتو او صوبو كښې ودي ته ورته پيښې كيږي كه هغه د خيبرپښتونخوا و قبائيلي سيمو د چاودنو او وراني سره پرتله شي نو هغه به وړو كښې د مالګي برابر دي خو كراچۍ، كوئټه هم دوران كارو د ناخوالو او جنايت كاري څخه نه دي ځغورلي خو په خيبرپښتونخوا او قبائيلو كښې چي دهغه وران كارو د مخ سړي ووژل هغه د چا څخه نه شې ايريدلي كه هغه سياست مداران وو كه مذهبي علماء پوهان او دانشوران ډاكټران د پوليس وګړي او ډېر نور په خيبرپښتونخوا كښې تر ټولو د مخه هغه وخت دهغه بې سره جګړه پيل شوه كله چي په بشپړه سوات، بونير او نور سيمو كښې د طالبانو په نامه په زراو جنګياليانو سر راپورته كړي او دهغه سيمه يې د كوتك په زور تر خپل واك لاندي د راوستلو هڅه يې وكړي د سوات څخه نزدې ديش لكه وګړي د پيښور، مردان او نورو ښاروو خواته په بيړه مخه كړه او دهغه ټول خلګه بيله د څه جواز بې كوره شول چي څومره خواري په دوي تيري شوي خو بيا د پاكستان پوځي ځواكو د دهغه جنګيالانو په ضد جنګي عمليات وكړو چي دوي په  شاوتمبول شول كه چيري پوځي ځواكو د دهغه جنګياليانو د نيولو يا تير لير تښتولي وي نو كيدي شوي چي د دوي زور مات شوي وي خو هغه وخت دا كارونه شو چي دوي په چاودنو ځان وژونكو بريدونو او په نورو ناوړو چارو لاس پوري كړي چي تراوسه يې په زراو وګړي ووژل يا ژوبل كړل چي تراوسه روان دي او هر د پيښور او خيبرپښتونخوا خلګه جنازي وړي چي دوي اوس په جنازو وړلو ستړي شوي دي چي ددي بيلګه د تيري اوني ناوړه پيښي دي او ددي سره سره چي حكومت كه مركزي او ايالتي حكومت پټه خوله ناست دي او دوي داسي څه لاره نه شې خوړولي چي څه وكول شى..؟

         اوس پوښتنه داده چي وران كار به هم دهغه چاودني بريدونه وژني او ګډوډي ته دوام وركوي خلګه به هم داسې وژل كيږي او دا پوښتنه به نه كيږي لس پنځلس ورځي د مخه يوه ټول ګوندي غونډه وشوه چي لومړي وزير ته دا واك وركړي چي دوي د طالبانو سره د خبرواترو هڅي وكړي خو د دوو اونيو تيريدو وروسته تراوسه دا نه دي څرګنده چي مخالف لوري خبرواترو ته تيار هم دي كه يا..؟ كه دوي خبرواترو ته تيار وي نو د هغه ځان وژونكي چاودني به ولي كولي ولي به په لساو او سلاو وګړي وژل كيدي او ژوبل كيدي دهغه ټول ګوندي غونډي د خبرواترو د پيل كيدو د مخه يوه غوښتنه او شرط نه شو ورته وړاندي كه دهغه ټول ګوندي غونډي دهغه يوه غوښتنه او شرط هم ايښي وي چي د پاكستان حكومت ودي ته تيار دي خو په كاردي چي جنګ بنديځ وشي او كومي چاودني چي طالبان كوي هغه دي ودروي تر هغه وخته چي خبري اتري پيل كيږي او بيا چي د خبرواترو هر پايله راووته دهغه وروسته به هر اړخ خپل كار كوي كه دهغه غوښتنه ټول ګوندي غونډو لخوا د طالبانو څخه شوي وي او طالبانو منلې وي نو نن به دهغه په لساو وګړو وژنه او ژوبله نه رامخ ته كيدي او د حكومت د څنګه به ولس و زړه ته هم دا لويدلي وي چي هو د سولي و خبرواترو ته دواړي خواوي تيار دي دا څنګه د سولي د خبرواترو هڅي دي چي يوه خوا چاودني ځان وژونكي بريدونه كوي او په ملك كښې ګډوډي جوړه وي خو بله خوا لاس په لاس ناست عام وګړي په سرووينو كښې رواني لامبو وي ګوري دا خو خلګه نور شكمن كوى..؟

         متل دي چي مځكه هغه سوځي چې اور په بل وى، هر ورځ په لساو ماشومان ښځي سړي او نور زيانونه و خلګو ته رسيږي خو حكومت چارواكي سياسي مشران مذهبي مشران بيله ددي چي د شوو پيښو غندنه وكړي نور دوي په دهغه اوږده جګړه كښې څه كړي دي..؟ خو دوي دي دهغه چا څخه پوښتنه وكړي چي مړي يې د دهغه ناورين څخه په بد حال او غير بشري حالت كښې د دوي كورو ته ور وړل كيږي او بې شميري ژوبل كيږي او د دوي په حال هيڅوك ځان ته خبر وي مركزي حكومت وائي چي دا دنده د خيبرپښتونخوا د حكومت ده او د خيبر پښتونخوا حكومت وائي چي دا د مركز كاردي خو دهغه ګوندونه چي دوي دا وخت په مركزي او ايالتي حكومت كښې ناست دي دوي د ټولټاكنو او انتخاباتو د مخه پښتونخوا د خلګو كولي خو د كله څخه چي دهغه نوي مركزي او ايالتي

حكومتونه راغلي دي په خيبر پښتو نخوا كښې ځان وژونكي بريدونه چاودني او تشدد نور زيات شوي دي په كاردي چي مسلم ليګ(ن) تحريك انصاف، جماعت اسلامى او دافتاب شيرپاو ګوند و ولس ته جواب وركړى..

- بېرته شاته