(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو توپاني بېړۍ

د پښتونخوا لرغونی او تاریخي  ښار «پېښور» چې ورته د ګلونو ښار ویل کېږي، خو د ترهګرۍ راټوکېدلې څپې په کې د وطن ښکلي وګړي داسې په بېدردۍ رژوي لکه پر شنو زرغونو ونو چې د مني ځول راشي.

د ویرلړلو کورونو په انګړونو کې د مني ماځیګري له سپېرو بادونو او رژېدلو پاڼو سره یو ځای پر ګوډ مات ولس د بېچارګۍ یو تور څادر غوړولی دی. ګڼ یې لکه مات وزري بازان د هسک الوت له همته لوېدلي ښکاري.
د سپین پښتون بېړۍ توپاني سیلیو داسې پر مخ اخیستې لکه چې سمندر ته هم تش دا ورپاتې ده چې، بیا بیا یې د ناکرده ګناهونو په سزا کله ټټر کله څنګل په خپلو خوني پنجو ورپږي او ژوبلوي.
تاریخ ته لکه چې یوازې سپین پښتون ورپاته دی چې تر تېغ یې باسي، که یې د اوسپینې غوندې کلکوي؟ رنځور ترې جوړوي؟  که یې له ناروغیو پخوي؟ د جنګ  بټۍ ته یې ټېل وهي؟ او که یې د امن او سولې کورګي ته بیايي؟
د نړۍ ګڼو ولسونو په پېړیو پېړیو جنګونه کړي خو پایلوري ته هم تللي دي. سپین پښتون هم یو داسې پایلوبې او پایلوري ته څار باسي چې د خټو له کوره یې نور په یبلو پښو ماشومان د خپل کلي ښوونځي ته بې له ویرې او ترهې زدکړو ته بسته په شا روان وي. چې نه یوازې د خپلې مورکۍ او پلار جان د ستړي ژوند هوساینه شي، بلکې د خپلو خویندو او وروڼو د روڼ سباون یو هسکین ستوری شي.

پښتون وطن لکه د رخت یوه زړه څیره (ټوکر، ځړوکی) چې هر لوري ته یې د پلو ولونه په نیولو رېښه رېښه کېږي. د وجود کاسه یې ماته شوې ده.

یوه مې راوړله شل مې بایلې

دا د هغې ویرژنې ترورکۍ غږ وو چې ښکلې پښتونخوا د شوکدر مټه مغول خېلو کوچي بابا کې د خپلې کورنۍ د اتلس تنه شهیدان شویو مړیو تر سر ناسته په چیغو چیغو یې سوتونه کول. د دغه کلي د یوې کورنۍ ګڼ غړي پېښور ته د واده بلنې لپاره تللي ول چې په کیسه خوانۍ بازار کې د وحشي ترهګرو په بریدونو کې لاهو شول. او شا ته یې د غمژن داستان کیسه پرېښودله.
پښتنو  هغه د رحمت شاه سایل د شعر په څېر که د خپلې خاورې وجود په جوارۍ کې بایللی نو د ترهګرۍ په جوارۍ کې یې سرونه رېبل کېږي.
دا وګړی په وجود څومره غني دی
خو په برخه جوارګر دی تاواني دی
تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سایله
د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی
پښتون وطن لکه د رخت یوه زړه څیره (ټوکر، ځړوکی)  چې هر لوري ته یې د پلو ولونه په نیولو رېښه رېښه کېږي. د وجود کاسه یې ماته شوې، ځکه خو یې ولسونه د اجتماعي دړد احساسولو له کېفیته وتلي دي.
پښتانه متل کوي:
وزې (بیزې) چې پمنې شي سره مینې شي، خو پښتانه چې څومره ځپل کېږي هومره د دغه ناورین پر وړاندې د سنجولي فکر له چوکاټه وځي، چې ولې وهل کېږم، څله کړول کېږم. ولې کندو ته غورځول کېږم. ولې مې وینه ارزانه شوې ده. ولې د جومات ملا د جمعې په خطبه کې د دغه وحشي کړنو پر ضد غږ نه پورته کوي. ولې د شوکدر مټه مغول خېلو کوچي بابا د ترورجانې او ادې جانې غوندې د لسګونه زره مېندو سوتونه او چیغې نه اورېدل کېږي.  

Source: Mashaal

 

- بېرته شاته