(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا د پوهنې دیره

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:    اکتوبر 2000

په ویښتو کښې ځما سپین ډکي ښکاره شو

خپل احساس راته دا وائي چې بوډا شوي

خو مئین زړه دا خبره کله مني

وائي اوس خو ایله ځوان شوي چې بابا شوي

د اشعر د پښتونخوا د پوهنې ددیرې مشر او د پیښور راډیوجنرل ډایرکټر  نامتو لیکوال ،شاعر ادیب، افسانه لیکونکي او ژونالست ښاغلي لایق زاده لایق دی .

ښاغلی لایق د1959 ع کال د جنورۍ د میاشتې په پنځلسمه نیټه  دخدای بښخلي لعل جان میاں کره د سوات په ښایسته او مشهور کلې «مدین» کښې ځیږیدلی دی.

ښاغلی لایق زاده لایق په قام اخون خیل، مشرخیل دی. لومړنئ زده کړې ئې په خپل کلي کښې کړي دي. لوړې زده کړې ئې په اردو ادب، سیاست، حقوقو او پښتو ادب کښې تر سره کړي دي.

ښاغلی لایق زاده لایق سربیره پر دې چې د پښتونخوا ددیرې د بنسټ ایښودونکو د ډلې مخکښ او مشر  دی، د پښتو ژبې یو وتلی نومیالی او منلی شاعر ،  ژورنالست اوغوره افسانه لیکونکی هم دی.

نامتو لیکوال او څیړونکی ښاغلی ځلمی هیوادمل د افغانستان د څیړنې د مرکز په خپرونه «ازاد افغانستان» کښې د پښتونخوا د پوهنې ددېرې په هکله لیکي چې : دا ټولنه د لرو اوبرو افغانانو په ګډه همکارۍ د 1998 عیسوي کال د اګست په میاشت کښې جوړه شوې ده، او په پېښور کښې فعالیت کوي.

ددې ټولنې په یادښت کښې راغلي ،چې د پښتونخوا د پوهنې دېره په ولس کښې د ځان پیژندنې د روحئ د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي، چې د هر ډول سیاسي نظر نه پرته د پښتني کولتور، پښتو ژبې اوادب د پرمختګ لپاره کار وکړي او په دې توګه د لر او بر لیکوالانو تر منځ د هماهنګۍ او نظریو یووالي ته وده ورکړي.

د پښتونخوا د پوهنې دېره دوه څانګې لري. د فرهنګي څانګې چارې ئې ښاغلی ننګیالی میردادخیل په غاړه لري او مطبوعاتي څانګې مسئول ئی ښاغلی جمشید ندیم نیازي دی.

فرهنګې څانګه ئې د کولتوري غونډو او مشاعرو د جوړولو لارې سنجوي او د موسیقۍ  پروګرامونه برابروي

تر اوسه پورې ددې څانګې له خوا د موسیقۍ دوه پروګرامونه شوي دي، چې د هیواد نامتو  شاعر او پیژندل شوی هنرمند استاد رحیم غمزده ،  ښاغلي ځلمي غمزده ، خوږ غږي سندرغاړي او کمپوزرښاغلي ماسټر علي حیدر،ښاغلي رضوان منور، ښاغلي شاضوان  منور،سیداګل مینا، ګل جان صادق په خوږو اوازونو او ګڼ شمیر نورو هنرمندانو په موسیقۍ رنګینه شوي ؤ.

مطبوعاتي څانګه ئې له لیکوالانو سره اړیکې ټینګه وي، د اثارو لپاره ئې د چاپ زمینې برابروي.

د پښتونخوا دیرې په خپل دې کولتوري سفر کښې تر اوسه شپږ کتابونو ته د چاپ اسانتیاوی برابرې کړي دي او د پوهنې له دیرې له خوا چاپ شوي دي.

ګل پاڼه : د مبارز څاپي شعري مجموعه،

 ماته آئینه : د لایق زاده لایق لنډې افسانې،

لعلونه : د اختر ملک اختر او رحیم سید خان  ټولونه

دسوات او ملاکنډ د شاعرانو منتخب شعرونه او پيژندګلوي،

یادونه : د محمد ابراهیم بیدروال شعري ټولګه (مجموعه) او

 ژوندی وزر:  د ډاکتر دیدار یوسفزي شعري ټولګه، چې د پښتۍ (قیا) په سر ئي دا شعر لیکل شوی دی:

پرواز کوم ،پرواز د تورې شپې نه تر سحر

قیام کوم ،قیام زه دشعور په هر نظر

لټومه په الوت د فکر ورک منزل د قام

غوڅ غوڅ لرم ځیګر، خو لا ژوندی مې دی وزر

د پښتونخوا ددېرې مرستیال او لوي منشي ښاغلی عبدالبصیر بیدار   ددېرې عمومي چارې سموي او دېره د لر او بر د ګڼ شمیر لیکوالانو په تماس توده ساتي.

پتمن پوهان چې په پښتو ادب کښې کره لاس اولوړ استعداد لري، په تیره بیا د اسلامیه کالج استاد پروفیسر اباسین یوسفزی، د پیښور د پوهنتون د ژورنالیزم ډیپارټمنټ مشر ډاکتر شاه جهان  د پښتونخوا ددېرې ډیوه بله ساتي.

- بېرته شاته