(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علامه خادم دپښتوادب په درياب کې ورک غمی

پخوا په کابل کې اوسيدو زما د کاکا يو لويه المارۍ وه،چې کتابونه به پکې بلا بلا پراته وو. پر پښتو کتابونو سربېره روسي او دري ژبو کتابونه هم وو.

 ښه مې په ياد دي (نوې رڼا) په نوم مې يو کتاب ترسترګو شو دا کتاب ما را واخیست ګورم د شا لخوا راباندې د خپل کاکا غږ وشو اوړکيه کيږده کتاب چې څيري يې نه کړې خدای ج شته ډېر خفه شوم. ماويل دا کاکا مې ولې دومره ظالم دی،چې ماته کتاب نه راکوي ولې پرما سبق نه وايي ولې ما ښوونځي ته نه ليږي؟

 کله مې چې دا د زړه د درد او بړاس خبرې خپل کاکا ته په داسې حالت کې کولې چې د څپېړې د وار احساس مې کاوه ولې داسې نه وه کاکا مې چې زما دا خبرې واوريدې په غېږکې يې ټينګ ونيولم قربان زړګيه ولې نه ته چې دومره سبق وايې او کتاب لوستل درته خوند درکوي زه سرله سبا تابيايم تصويرونه دې اخلم او په نږدې ښوونځي کې دې نوم ليکنه کوم.

 تربيګا مې ټول وخت په خوښۍ تېرکړ زړه کې مې يو ډول د خوښۍ څړيکه تېريدله شپې مې هم د خوښۍ له وجې خوب ونه کړ.

 سبا،چې کاکا مې دندې ته روان و زه يې هم بوتلم او عکاس ته يې وويل :زما وراره ته د مکتب لپاره عکسونه وباسه په هغه وخت کې دومره پرمختللې کيمرې نه وې لکه اوسنۍ ديجيټل سيستم غوندې،چې په يوه دقيقه کې انځورونه د کاغذ پرمخ ليک کوي.

 يوازې د لستوڼي کيمره وه عکاس لستوڼۍ ور دننه کړ. دڅوساعتونو وروسته مې تصويرونه تيار شول کاکا له ځانه سره خپل دفتر ته بوتلم دسبا په تمه مې د انتظار په اور ساعتونه ساعتونه تېرول؛خو زه څه خبر وم،چې زه به د ښوونځي دروازې ته نه ننوځم کتاب نه به محرومېږم او دمرميو په اورکې به له کابل جان نه کډه کوم.

 تنظيمي جګړو نور هم زور واخیست ؛خو د ښوونځي ارمان مې پوره نه شو له څو کالو وروسته دتنظيمي جګړو پای وشو او د کربلا له تورې تيارې راووتو.

 له هغه وروسته د طالبانو حکومت ګدۍ حاکمه شوه او کاکا مې په ښوونځي کې داخل کړم ،چې دا دی اوس په ښو او بدو پوهېږم د پوهې په ارزښت او برکت مې سترګې خلاصيږي.

 دا اغېزه هماغه د خادم صيب کتاب نوې رڼا برکت و،چې مينې يې وهڅولم او له يو ډول تلوسې سره یې مخ کړم.

 ارواښاد علامه خادم هغه پياوړی شاعر،ليکوال او مفکر سياستوال و،چې د پښتو ادب،سياست او ټولنيز ژوند لپاره يې ډېرڅه د زړه په وينو په قلم ليک کړي او نړيوالو ته يې وړاندې کړي دي.

علامه خادم خپلې زده کړې له جومات نه پيل کړې او تر پوهنتونونو او بهرنيو سفرونو يې ورسولې،هغه په سياست کې هم اهمه ونډه اخیستې بيلابېل اثار يې ليکلي د هيواد د بيا رغوني په بهير کې يې په مشرانو جرګه کې د خپل ولس استازيتوب هم کړی،د پښتو ادب لپاره يې د ژبې شعري صنف او نثر کې هم خورا مهم اثار ليکلي دي.

پښتو متل دی،چې مېړه ووژنه خو ميړانه يې مه وژنه په ريښتياهم دا متل زموږ په هيواد په ځينو ځايونو کې عملي شوی او په ځينو ځايونو کې ترپښو لاندې شوی دی.

 دستر مفکر نړيوال سوله پرست غفارخان بابا وينا ده،چې مړه قومونه مړه ستايي او ژوندي قومونه بیا دژونديو ستاینه کوي. زموږ ټولنه په تېر دور کې د باچاخان بابا د وینا مطابق په داسې حالت کې وه ، چې یوازې دهغه چا ستاینه به مو کوله ، کله به مو چې یوه وتلې څیره له لاسه ورکړه او د تورو خاورو لاندې به شوه؛خو اوس دځوانو فرهنګ پالو د پرله پسې هڅو او زيار په پایله کې حالاتو ډیری بدلون کړی دی.

 پخوانی ناسم کلتور مو،چې یوازې له لاسه ورکړ دمړو کدرونو ستاینه به مو کوله اوس په دې بدل شوی،چې دخپلو ژوندیو هڅاندو او ملي کدرونو د دوئ په ژوند کې د دوئ د هڅو ستاينه وکړو.

 داچې علامه خادم صیب زموږ له نظره غورځيدلی دی د پښتو ادب په درياب کې يو ورک غمی دی بايد چې ولټول شي دفکر په صحرا کې يې پراخ مزل وشي اود ژوند او خوند لپاره ترې د خوندونو او پندونو جوهر راټول شي او هڅه وشي،چې د دې غمي قدر وقيمت اندازه وشي او د فکر ډيوه يې په تياره تياره ژوندون کې روښانه  کړو.

د خادم صيب اثار د تخيل تازګي،تجزياتي انداز،دقامولۍ جذبه،د ظلم پر وړاندې قلمي مبارزه،تخليقي توليد،کليوالي او مذهبي روایت،خوند اوپند ،دبيدارۍ جرس،تاريخي تلميح ګانې، د فکر معنوي پراختيا،سوز و ګداز،دپښتني تهذيب اقدار او نړيوال فکر هغه څه دي،چې علامه خادم يې د يوه ځانګړي اسلوب له مخې علامه او دپښتو ادب ستوری وګرځاوه.

زه له ټولو ليکوالو غوښتنه کوم،چې د خادم صیب فکري خزانه راوسپاړي اوځوان نسل ته یې وليږدوي ترڅو زموږ ځوان نسل ترې د فکري سرمايې برخمن شي.

که ريښتيا راباندې ووايئ د ده دهم عصرې زمانې يارانو ليکوالو ورسره هېڅ د وفا لاره نه وه نيولې او په هماغه وخت کې چې تنظيمې جکړو سنګرونه ښه تاوده وو.

 د ده يو زيات شمېر کتابونه د هيواد دوښمنانو لخوا وسوځول شول او پاتې نور په کتابتونونو کې غيب شول او ځينې اثار يې،چې پاتې دي د ځينو با احساسه پښتنو ليکوالو او شاعرانو سره دي.

 له اطلاعاتو او کلتور وزارت هيله او غوښتنه کوم، چې د خادم صیب د اثارو چاپ او د غونډو تابيا ونیسي او له ځوانو با احساسو تجارانو هم غواړم څو په دې برخه کې خپلې مالي مرستې ونه سپموي.

همدا ډول د خادم صيب د کورنۍ له غړيو هيله کوم،چې د ده اثار تر ليکوالو او خپرندويه ټولنو ورسوي څود چاپ په ګاڼه سمبال شي.

په پای کې د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې له مسوولينو غرونه غرونه مننه کوم،چې د پښتو ادب په درياب کې د ورک غمي د لټون هڅه کوي او دا غونډه یې د ده د فکري خزانې پر وياړ راوبلله.        د خادم صيب د ارمانونو د پوره کيدو په هيله

فريد احمد تسکين / پکتيا ـ ګردېز نوی ښار

 

- بېرته شاته