(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتودسويلى پښتونخواپه ښوونځيوكښې

پښتو د سويلى پښتونخوا په ښوونځيو او سكولو كښې

ليك. عبدالجباركاكړ

پښتونخواملى عوامى ګوند (P.M.A.K)په ځانګړي او د بلوچستان نوي حكومت د ستايني وړده چي دوي د ۱۲م مئى د ټولټاكنو وروسته د ايالتي اسمبلى په لومړي غونډي غونډه كښې دا ارزښنا كه اودوياړوړ اعلان وكړي چي دوي به په ښوونځيو كښې مورني ژبى په لومړيو زده كړو كښې نافذ كوي چي په رښتيا هم دا يوه لويه پريكړه وه چي دوي وكړه ځكه و يوه ماشوم ته لومړي زده كړي په مورني ژبه زده كړه وركول يوه بشري او نړۍ واله غوښتنه ده بلكې د نړۍ ټولو په روحي او نفسياتي غوښتنه پوهيانو تر پلټني وروسته ودي رښتيا او حقيقت ته رسيدلي دي چي و يوه ماښوم ته په مورني ژبه زده كړي وركول ضروري او اړيني دي په دي باندي ډېر ليكونه شوي دي چي دلته غبرګول اړين نه ګڼم خو كله چي په به ځموږ سياسى ګوندو چي پښتونخواملى عوامي نيشنل ګوند او د بلوڅو سياسى ګوندو هر كال په ۲۱م فرورى چي د مورنى ژبو ورځ جوړوله هم دهغه غوښتنه به موږ كوله چي مورني ژبى دى په لومړى زده كړو او ښوونځيو كښې نافذ كړل شي چي د سياسى ګوندو د هلو ځلو وروسته دهغه خوب په رښتيا او حقيقت بدليږي چي يوواربيا د پښتونخوانيشنل ګوند دواړو ته امباركى اړين ګڼم په دي خواست سره چي دوي په دهغه هڅه كښې بريالى شى.

         څوكاله د مخه هم په دي ايالت كښې مورني ژبى په ښوونځيو او سكولو كښې نافذي كړل شوي خو د دوه درې كاله وروسته داسې د منځ څخه واستل شوي چي څوك د مخه په خبر نه شول دا د هغه ناوړه عمل د يوه سيكټر يا د نورو لوړ پوړو چارواكو په قلم ځكه وشو چي ودي لوئى كار ته قانوني بڼه او ملاتړنه وو وركول شوي ځكه چي په اسمبلى كښې ورته منظوري نه وو وركول شوي ځموږ اوسنې ايالتي حكومت چي د سياسي ګوندو برخه ډېره غټه ده او دهغه يادول شوي سياسي ګوندونه يو اوږد سياسى تاريخ لري او د دوي په ارومرو ودي ته پام كړي وي چي لومړى د بلوچستان اسمبلى څخه د ژبو په اړه قانون جوړ كړي چي داسې ونه چي لور طالع ازمويونكي دهغه عمل بيا غبرګي كړي او ماشومان د دهغه بشري غوښتني څخه بې برخى كړى.

         دهغه سياسي ګوندونه چي اوس موږ حكومتي ګوندونه ورته ويلي شو دوي په حكومتي كچه مورني ژبى و ښوونځيو ته د رسولو دپاره تياري پيل او شروكړي دي او ددې دپاره يې بيلې بيلې كميټى جوړي كړي دي چي لومړى د لومړى ټولګى (لومړى يا اول كلاس) كتابونه او نصاب جوړ كړي او ددې كار دپاره يې داسې د پښتو ليك دود او لوست پوهان ورته ټاكلى دي چي د هغو څخه دا هيله ده چي دوي به په خپله خواري او محنت دهغه كار تر سره كړي خو ددې سره سره دا هم اړينه ده چي كوم نوي كتابونه د لوئى څښتنس په مرسته بشپړه شي خو ددې سره سره چي يووار  دهغه نصابى كتابونه چاپ شول نو بيا په هغه كښې كه څه تېرونه يا تيروتنې شوي وي هغه بيرته سمول به ډېر ګران وي نو ځكه چي په كاردي چي داوسه څخه داسې هڅي وشې چي بيا د داسې ستونځو سره مخامخ نه شي دويمه دا چي و عام وګړي نه موقعه او وار په لاس ورشي چي دوي بيځايه په چاپ شوو كتابو نيوكي وكړي ولي هغه د پښتو متل دي چي انجلى ماشوم چي په ګورو ګرځوي په دي كښې ستا مطلب بل څه دي ځكه چي د بده مرغه ځموږ په ټولنه كښې نيوكي كونكي ډيردي خورښتني او د پښتو او پښتون دپاره كار كول ځما په اند ډېر لږ دي نو ددې دپاره اړينه ده چي حكومتي ګوندونه دهغه كتابونه او نصاب تر هر ډول چوك څخه وباسي او بيايې چاپ كړي او ددې تر ټولو ښه او غوره لار داده چي د پښتو په مخ تللو پوهانو او ليكوالو ته دهغه ورښكاره كړل شى او د دوې هوكړه (O.K) ورسره ملګرى شى.

         يوه بله لويه ستونځه چي حكومت ورسره مخامخ كيدي شې هغه دادي چي و عام ساداره پښتنو او بلوڅو ته په كسته يا بې پامه داخبره كيږي چي تاسو په خپلو ماشومانو خپله مورني ژبه څه دپاره د ليك او لوست د لارې په ښوونځيو او سكولو كښې ور زده كونكي ولې چې مورني ژبو و لوستلي سړى ته نوكري نه وركول كيږي نه د مورنيو ژبو په لوست ليك دوي د بل كاروړوګرځوي ځموږ ساداره پښتانه چي هميش د نورو لخوا غولول شوي دي دوي به ارومرو و دهغه ډول اواځو او پروپيګنډو ته غوږ ايږدي خو څوك چي دهغه ډول خبري د نورو په غوږو كښې وراچوي د دوي په مطلب هر څوك پوهيږي چي دوي خلګه د خپلو مورنيو ژبو څخه بيګانه كړي لكه ددې د مخه چي دوي دا كار كړي وو خو حكومت ته په كاردي چي دوي د رسنېو او ميډيا د لاري ځموږ خلګه خبر او پوه كړي او دا وروښائي چي مورني ژبه و پوه ماشوم ته په لومړيو زده كړو كښې ورښوول ډېر اړينه او ضروري ده دا د نړۍ والو ازموينه او تجربه ده چي كله دي د زده كړو سره و اړشو بيا به ورته اردو انګريزي او نورې ژبى هم يو لوستونكي لوبى هيڅوك يې ددې څخه نه راګرځوي بلكې نورو ژبى به ارومرو او لازمي د پخواوارو په ښوونځيو او سكولو كښې وائي  په دي كښې بله خبره نه شې كيدي په لومړو زده كړو كښې خپله مورنى ژبه و يوه ماشوم ته ددې دپاره ويل كيږي چي ماشوم لومړى وار ښوونځي ته راشې دده د خپلې مورني ژبى په چپه بل هيڅ نه وي پوه او چي كله و يوې ناولدي ژبى چي هغه دده مورني ژبه نه وي او دي ورسره مخامخ شې نو د داسې دي لكه و چاته چي وويل شې چې بيله د پوړي اوزينى ددې منډو وسرته وخيږه په دي ډول د ماشوم زړه تورشې او د ښوونځي څخه كركه كيږي ځكه چي زياتره زه كونكي د ښوونځيو څخه تښتي خو كه په مورني ژبه لومړى زده كړي و يوه ماشوم ته ښوول پيل كړل شې د ماشوم د زده كړو او ښوونځي سره مينه پيدا شې او زړه وښوونځي او زده كړو ته غواړي خو د نړۍ دا ټول ملكونه او پوهان چي دهغه وخته څخه داخبره كوي چي ماشوم ته دي لومړى زده كړي په خپله مورني ژبه وركول شي د دهغه ټولو خبره ناسمه ده خو ځموږ خبره سمه ده....؟

 

تر كله او تر كومه چي د كتابو او نصاب خبره ده په رښتيا هم داڅه ګرانه او سپيچلي خبره ده خو كه څه خاوري واستل شي او د پښتو خپل توري په كتابو كښې وليكل شې نو بيا دومره مشكله او ګرانه خبره نه ده داسې نه چي د اردو ژبي كتاب و مخ ته څوك كښيږي او هغه ته د پښتو بڼه وركول شې چي دا به مخ ته نورې ستونځي او خواري رامخ ته كړي پښتونخوا ملى عوامى ګوند چي داوياړ چي د دوي په برخه شوي دي نو اړينه ده چي دوي په دي اړه د ډېر پام او خيال څخه كار واخلي ولې چي ددې لوئى كار بنسټ هم د دوي لخوا ايښوول كيږي چي څومره د دهغه وداني تاداو سم هم كروړوي هومره به جوړيدونكي وداني ښكلى كروړه او ښائيسته وي چي هيڅوك ودي ته تاوان ورسوي د بيلګي تيروار چي كله په دي ايالت كښې لومړى زده كړي په مورني ژبو وركول پيل شوي په هغه ډيري تيروتنې شوي وي ځما په اند دوي د اردو كتاب و مخ ته ايښي وو هم دهغه اردو قاعدي څخه د پښتو قاعدي څخه و پښتو ته ژباړلي وو د بيلګي په ډول يو عكس او انځور چي د ډېرو درختو يو ځائي ښكاره شوي وو چي وهغه ته ذخيره يا دزدتوري و مخ ته ليكل شوي وو (د پښتو په قاعده) ذخيره چي په دي هر څوك پوهدي چي دا د اردو څخه اخستل شوي دي كه دوي څه هڅه كړي وي ددې دپاره په پښتو كښې نور ډېر توري موندلي شوي او بيا كه دا ليكوال يا مصنف ته اړينه وه چي د ذخيري په ځائى د زيرمي نوم وركړي وي داسې د ډېرو درختو په يو ځائي ته په اردو هم ذخيره نه شې ويل كيدي خو دا ډېره اوږ د بحث او چيړنه ده په كاردي چي د ماشومانو ته داسې كتابونه په لاس كښې وركړو چي هغه سوچه او رښتنې پښتو وي ددې مانا دا نه ده چي ځموږ د نورو ژبو څخه كركه كيږى.

         تر ټولو سپيڅلي مرحله د پښتو اعلاده چي ودي ته ډېره زياته پاملرنه په كارده كه څه هم د لر او بر پښتنو ژبه پوهانو په ګډه او په يوه خوله د پښتو د ليك دود دپاره يو كړنلاره ټاكلي او جوړه كړي ده خو د بده مرغه ډېر لږ ليكوالان په هغه باندي عمل كوي خو دا وخت پښتو يوه ګوند يا حكومت لخوا مخ په وړاندي وړله كيږي او دا يوه ټولنه ايزه بڼه لري نو ځكه دوي مسئوليت او دنده تر هر چا ارزښت لري د

         تر كله او تر كومه چي د كتابو او نصاب خبره ده په رښتيا هم داڅه ګرانه او سپيچلي خبره ده خو كه څه خاوري واستل شي او د پښتو خپل توري په كتابو كښې وليكل شې نو بيا دومره مشكله او ګرانه خبره نه ده داسې نه چي د اردو ژبي كتاب و مخ ته څوك كښيږي او هغه ته د پښتو بڼه وركول شې چي دا به مخ ته نورې ستونځي او خواري رامخ ته كړي پښتونخوا ملى عوامى ګوند چي داوياړ چي د دوي په برخه شوي دي نو اړينه ده چي دوي په دي اړه د ډېر پام او خيال څخه كار واخلي ولې چي ددې لوئى كار بنسټ هم د دوي لخوا ايښوول كيږي چي څومره د دهغه وداني تاداو سم هم كروړوي هومره به جوړيدونكي وداني ښكلى كروړه او ښائيسته وي چي هيڅوك ودي ته تاوان ورسوي د بيلګي تيروار چي كله په دي ايالت كښې لومړى زده كړي په مورني ژبو وركول پيل شوي په هغه ډيري تيروتنې شوي وي ځما په اند دوي د اردو كتاب و مخ ته ايښي وو هم دهغه اردو قاعدي څخه د پښتو قاعدي څخه و پښتو ته ژباړلي وو د بيلګي په ډول يو عكس او انځور چي د ډېرو درختو يو ځائي ښكاره شوي وو چي وهغه ته ذخيره يا دزدتوري و مخ ته ليكل شوي وو (د پښتو په قاعده) ذخيره چي په دي هر څوك پوهدي چي دا د اردو څخه اخستل شوي دي كه دوي څه هڅه كړي وي ددې دپاره په پښتو كښې نور ډېر توري موندلي شوي او بيا كه دا ليكوال يا مصنف ته اړينه وه چي د ذخيري په ځائى د زيرمي نوم وركړي وي داسې د ډېرو درختو په يو ځائي ته په اردو هم ذخيره نه شې ويل كيدي خو دا ډېره اوږ د بحث او چيړنه ده په كاردي چي د ماشومانو ته داسې كتابونه په لاس كښې وركړو چي هغه سوچه او رښتنې پښتو وي ددې مانا دا نه ده چي ځموږ د نورو ژبو څخه كركه كيږى.

         تر ټولو سپيڅلي مرحله د پښتو اعلاده چي ودي ته ډېره زياته پاملرنه په كارده كه څه هم د لر او بر پښتنو ژبه پوهانو په ګډه او په يوه خوله د پښتو د ليك دود دپاره يو كړنلاره ټاكلي او جوړه كړي ده خو د بده مرغه ډېر لږ ليكوالان په هغه باندي عمل كوي خو دا وخت پښتو يوه ګوند يا حكومت لخوا مخ په وړاندي وړله كيږي او دا يوه ټولنه ايزه بڼه لري نو ځكه دوي مسئوليت او دنده تر هر چا ارزښت لري د بيلګي په ډول د ليكى (ې) يا پراته يې ځموږ د سويلي پښتونخوا ليكوال نه ګاره وي او كندهار او كابل يې هم نه ګاروي خوشحالى يا خيبرپښتونخوا د هغه ياده شوي ې يا پرته يې په ليك دود كښې ګاروي د نهتياګلى په غونډه كښې د پښتو مشرانو ليكوالو او رڼ اندو و خيبرپښتونخوا ته دا اجازه وركړه چي دوي دي پراته يې د پخواواروګاره وي ولې چي دهغه پښتونخوا په پښتو د نورو ژبو ډيري اغيزي شوي دي دلته به څه چل كيږي..؟ په كاردي چي په دي باندي ژب پوهان وپوښتل شي او د دوي رائي واخستل شي پاته شوه د استادانو او ښوونكو روزنه او تربيه دا ډېره اړينه خبره ده چي داسې استادان او ښوونكي و ماشومانو ته په پښتو ژبه ښوونه او روزنه وكړي چي هغه د پښتو سره ډېر نزدې او پوه وي ولې چې دوى د پښتو د زده كړو بنسټ ايښوونكي دي كه لږ هم تېروتنه وشوه نو به دا هميشنى وي چي بيا به استل ډېر ګران وي چي ددې د مخه هم ځموږ د ګراني پښتو د ګډوډه كول ډېر هڅي شوي دي او پښتانه يې د خپلې مورني ژبى څخه د بيګانه كولو ډېري ناوړه هڅي شوي دي او دا د پښتونخوا ملى عوامي ګوند او د دوي د مشرانو وياړ دي چي د دهغه بيړي و مخ ته دوړلو ډنډه او مسئوليت يې په غاړه اخستي ده كهيوه خواته د دوي د وياړ خبره ده خو بلې خواته دوي و يوه لوئى كار ته موټي راغښتي دي لوئى څښتن دي وكړي چي دوي په دهغه كار كښې بريالي شي او خپله ژبه يووار په خپل ولس كښې وخوروي چي د خپلې مورنى ژبى سره د پښتو بينګانګى د منځ څخه د هميش دپاره وركه شى.  (امين)

 

- بېرته شاته