(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په كار دي چى مخ ته فكروشې

 اختر راغلي او تيرشوخو چى څوك د ژوند په ارزښت پوه دي د هغو دپاره خو اختر د خوشحالي په ځائى پر هارونه تازه كوي د تير كال د اختر د اوسني اختر په دروان كښې څومره وګړي د موږ څخه بيل شوي دي او څوني كورنيو به  دهغه د اختر ورځ په ويركښې تيرى كړي وي او څومره ماشومان به يتيم شوي دي ددي شمير د لومړى ورځي څخه موږ نه دي كړي نه موږ په دي كله غور كړي دي چى موږ ولى په خپل لاس يادبل په لاس هر ورځ خپل وګړى وژنو؟ خدائى (ج) دي موږ ته دا سوچ راكړي چى موږ په هغه د سيسو پوه شو چى د بشپړه نړۍ لخوا ځموږ په ضد روائي دي خو دبده مرغه موږ هغه كړي نه شو تړلي چى څنګه د هغه بدمرغى يې ځموږو كورته چوكه كړى ده.

             د خو ددي ټولو ناخوالو سره سره په كاردي چى په راروانو چارو غورو كړو او دخپله وسه داهڅه وكړو چى څنګه به وكول شې چى د نورو لخوا لګول شوي او رووژنو د تيرو څلويښت كلوناخوالي ځموږومخ ته دي په دهغه څلويښت كلو څوك كروړ ټپيان شول څوك د ماڼېو او د نورو لس پوځي جوړشول او د خپل قام او ټاټوپى ګټى په نورو پلرربى او څونى نورو خواريو مړو او ورانيو لاندى شول او تراوسه پوري ددهغه بدمرغيو سره مخ دي داسي نه چى څوك د موره نتلى ژيږدلي بلكى د هم دواړو ترمنځ توپيرموږ هغه دوخت ليدلي شوچى موږ دهرسړى په عمل او كار باندي نظر واچوو خواوس دوي وخت نه دي داسي هم هر وګړي به خپل وجدان وولس اوو تاريخ ته وركوي چى هم دهغه ټول دي چى هر څوك په كښې تلل كيږي.

             هغه څوك چى د خپل ټاټوبى خپل ولس صباون ييې هدف وي كه هغه په هر مورچل كښې ناست وي نوپه كاردي چى موږ هغه پړكړو يايې ګرم كړ خو دا اړينه ده چى خپل هدف ته بيله وخپل ولس او ټاټوپى ته د زيان رسولي وهغه ته ورسيږي داخبره ځكه كوم چى څومره دسيسي چى دهرى خوا د پښتون افغان په ضد رواني دي كه په هغه سړي فكر وكړي نوبه سر بداله شې او ي د څنګه چى ځموږ هر لوري كه هغه حكومت دي كه طالبان دي ياكه نور دي څنګه ددهغه بلاو په منځ كښې راګير كړي دي وندر يوه ده غړوندي بيل بيل دي خوپه هرغړوندي كښې بيل بيل تړل شوي دي چى د خپلو ګټو دپاره د هغه ناسياله هيڅ اصول هيڅ تګ لاره اوهيځ ژبه نه لرى نوځكه هر څوك چى د هرى ډلي او زور ځواك لاندي دي بايد چى باورپه ونه كړي اونه ځان په وارو وارو ددوي په غوړو خبرو تيرباسي دارښتيا دي چى دهغه بى اصولو خلكو كله هم د پښتون افغان د سوكالي سوچ لرلي دي بلكى ديو هميش په موږ كښې ورانى كړى دى چى پ دي باندى دومره څه ثبوتونه او مواد څوك سره ټولوي شې چى هغه وولس ته وړاندى شى نوبه ځموږ يو يو وګړي په دي پوه شي چى ګاونډيانو او باندنيانو ددي خوار ولس او ټاټوبى سره كومه هغه پړه نه دكړي چى دهغه څرګندونه موږ نه شو كولي.

             لكه وړاندى چى وويل شول موږ هر يوه ته په كاردي چى د صبا غم وخورو او ددهغه ناخوالو څخه دا ولس وټاټوبى خوندى وباسو ددي سره سره چى موږ د دښمنانو لخوا راګير يو خو پښتون افغان هغه څوك دي چى ماته يې نه دمنلې په يواځى سره هم دريدلي دي اوپه ټوله ايزه بڼه هم دريدلي دي او دايې تاريخ دي چى دخپل ولس په زور او همت يې هر وخت سيالي كړي ده او اوس هم موږ په دي باور يوچى دوي به د خپل ولس په مرسته خپل ټاټوبى ددهغه اوږده ناورين څخه راوباسي اړينه نه ده چى يواځي دوسلي په زور ددهغه پريدي ناورين مخ نوي وشې بلكى دعقل قلم او سياست دلاري هم ډير څه ولاس ته راوړل كيدي شې پښتانه افغانان خو د جرګي وارو اوږد او ارزښناكه تاريخ لري او دوي هميش هم ددي لارې خپلى لانجى او شخړي اوارې كړي دي ددي سره سره چى ځموږ ازلي دښمنانو ځموږ په دهغه تاريخى وياړ د هرى خواڅخه بريدونه كړى او هرى خوا دا هڅه كړي ده چى د موږ څخه دهغه اسلامي افغانې اوپښتنى وياړونه واخلي خو ددي مانادانه ده چى موږ هرڅه پريږدو اوس چى وكال ۲۰۱۴ء ته دومره موده نه دپاته چى نړۍ وال ځواكونه په د هيواد څخه ستنږي او د افغانستان بشپړه چاري به و افغانانو ته سپارل كيږى چى ددي سره سره هم د هغه باندنيان داپى مارانو سرونه هم ښكاره كوي ولى چى دوى دا داوه كوي چى په افغانستان كښې كه لږو ډير څه جوړجاړي او سوكالي راغلي ده هغه ددوي د پوځى ځواكو په سرشندنوراغلي ده كله چى دوى د افغانستان څخه ستانه شې نوبه هغه ناتار په افغانستان كښې رامخ ته شې چى هغه پخوانى ناوړيښونو به ايرشې او ددي د څنګه به د افغانستان ګاونډيان چى د پخواڅخه په دي تيارى كښې دي هغه به په افغانستان داسي ورمات شې ياپه خپله افغانان ورته چمتو كړي چى دوى ورشې اوهغه هرڅه وران كړي چى لږ وډيرپه دهغه هيواد كښې پاته دي رښتيا خبره دا ده چى ټول هم مينځ وئى هم نال وهي لكه مخ كښې چى وويل شوچى افغانان پښتانه دهغه چا څخه راګيرشوي دي چى ددوي د ژوند هيڅ يوه تګ لاره او اصول او باورنه شته ځكه ددهغه ټولو كه په هرنامه باندي بلل كيږي د دوي يوه ګډه موخه او هدف دي چى هغه موږ ورانول دي كښې د شوروي روس د لښكرو دوتلو وروسته په افغانستان كښې بشپړه سوله اوسوكالې راتلې شوه خو دوي په كته داسي چل ول وكړي چى ټوله مجاهدين يې يودبل په ضدو درول او دهغه لوبه د مجاهدينو په منځ كښې د شوروي سره د جګړى په دوران كښې پيل كړي وه ولي كه هغه وخت د مجاهدين ترمنځ رڼې اوبه تيري شوي وي او يوسوله ايزه چاپيريال رامخ ته شوى دى نو د هغه ټولو باندنيان او ګاونډيان وخپل ټاكل شوي موخى اوهدف ته نه شوى رسيدلي نو اوس هم و افغانانو ته په كاردي چى دوى د ۲۰۱۴ء وروسته د راروانو حالاتو چيړنه وكړي اوهغه ته تياري ونيسي او په دا دوران كښې وړانديځونه و افغان ولس ته وړاندي كړي او هيچاته واراو اجازه ورنه كړى چى دوي د افغانانو ترمنځ خپل لاسونه وروغزوي او هغه څوك چى هغه باندنيانوته داموقعه وركوي هغه هم د هغو د سيسو ملګري دي څوك چى افغانستان يوواربيا د شخړو سره مخامخ كول غواړي خوپه كاردي چى هر افغان كه هغه په هر مورچل كښې ناست دي دهغه ناخوالي نه يواځي په ګوته كړى بلكى د خپله وسه هڅه وكړي چى د اسي ناخوالو مخ نوي وكړي كه هغه دوينا په زور وي د قلم په زوروي د رسنېو يا د ميډيا په زور وي ولې چى دا ځموږ دنده ده چى خپل ولس او ټاټوبى دخپله وسه ددهغه ناخوالو څخه راوباسو دهغه ټول هرڅه وائي او د هر چاخبرو ته غوږ م ايږدي او ژمنه هم كوي او په خپلو تيرو كړونو باندي هم خواښني او پشيمانى ښكاره كوي خو هغه كوي چى ددوي ګټه په كښې وي د بيلګي په ډول چى كله په بون جرمني كښې لومړي غونډه وشوه او هرڅه تيرشول نو بيا دوي ته ياد شول چى دهغه غونډى ته موږ ولي د افغان طالبانو استاځي نه راغوښتو خو طالبانو ته ورتيرو هم هغه وخت دوي ايركړو رښيا خبره داده چى دنن نړۍ وال سياست هر اړخيزه دي كه په يوه لانجه باندى د دوو ملكو دير توپيروي خو په بلكه لانجه باندي دوي سره ملګري وي رښتيا خبره دا ده چى كوم څه د مځكى په سرليدل كيږي هغه وشاته نوري دسيسي پټي وي چى كله څوك شته او پلټنه وكړي نوبه داور څرګنده شي چى د طالبانو په اړه د امريكا او پاكستان موخه يوه ده خو كيدي شې چى په تګ لاره به اختلاف وي چى د هغه څرګنده بيلګه د ملابرادر او دهغه ملګرى په كراچى كښې په ۲۰۱۱ء كښې د دواړو ملكو په ګډه ونيول شول ددي سره سره چى د پاكستان ځانګړو ادارو په ملابرادر تورو لګوي چي نوموړي دامريكا سره د سولي خبري په خپل سر پيل كړي وي او دوى يې نه وو په خبر كړي او ډالرى هم ترلاسه كړي وى خو رښتيا او حقيقت بل څه وو.

             په داسي چاپيريال كښې وداسې قامي لارښودانو ته اړتياوې چى دوي په هر دسيسه پوه او دهغه دمخ نوي توان لري خو د بده مرغه په افغانانو كښې داسې ډير لږ څوك ليدل كيږي كه شته هم هغه د ځاني ګتو په غم نيولي دي خو دايوه خبره زه د خپلې خواڅخه اټكل كوم چى ولسمشر حامد كرزى دډيرو ناخوالو دلرلو سره سره ډيره دنړۍ والو او د ګاونډيانو په چل ول پوه دي او د ډيرو د سيسو مخ نوسي يې كړي دي ددى سره سره چى هر څه يې د نورو ترلاس دي افغانسان د تيرو څلورو لسيځوڅخه په ډير مشكل كښې راګيردي خو بيرته هم دهغه ښكلې هيواد چى ددهغه شخړو څخه درا استلو توان څوك لري هغه يواځى افغان ولس دي چى د خپل هيواد دنيمكرغي دپاره وهر ډول سرشندنى ته تيار پاته شوي او ددي د څنګه مدني ټولنه ده چى دولس لارښودنه كوي دولس رڼ انده ليكوالان او شاعران دي او هغه سياست مداران دي چى د هغو يواځني هدف او مخه دا وي چى څنګه افغانستان ددهغه اوږده ناورين څخه لومړى راوباسو او بيا دهغه وروسته نورى چاري برابري كړو په هيڅ باندنى او ګاونډي ملك ياندي باور نه دي په كارولي چى په بيلو بيلو نومونو باندي دوى موږو دي ځائي ته راورسول پخپله ولسمشر حامد كرزي ته په كاردي چى ولس ته پاملرنه وكړي او ولس يوږع او منظم كړي په ځائى ددي چى د چا سره اختلاف ښكاره كړي كه په رښتيا ورته وكتل شې ولسمشر حامد كرزي د طالبانو سره د سولي خبرو ته هميش ارزښت وركړي دي كه څه په لومړى ورځو كښې چى حامد كرزي د افغانستان ولسمشر ټاكل شو د طالبانو مشرتابه ودوي ته ليك واستوي چى دده په حيث دولسمشر دټاكل كيدو هركلى او ملاتړ كوي خوپه كاردي چى دطالبانو سره خبرى اتري وشې خودوى د طالبانو د هغه غوښتنه په مځكه واچوله ځكه چى ددوي د وزيرانو په شورا كښې چى كوم غړي و هغو نه غوښتو چى دطالبانو سره د سولي خبري اتري وشى ولى چى د يوه هم دا نه و خوښه او ددي د څنګه د هغه وزيرانو دباندنيانو او ګاونډيانو استاځيتوب كوي خو بيا چى د پاكستان او امريكا د اپريل كال ۲۰۱۱ء كښې اړيكى ډيرى كړكيچنى شوي نو دپاكستان سرلښكر ښاغلى پرويز كيانى احمد شجاع پادشا د وخت لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلانى د يوه پلاوي سره كابل ته ولاړي دوى د افغان چارواكو سره د خبرواترو په مهال دا وړانديځ وړاندي كړي چى په كاردي چى د افغان لانجى د اوارولو دپار د دوى په مرسته د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ دروغى جوړي خبري پيل شي او امريكا ددي څخه ليري وساتل شې ويل كيږى چى حامد كرزى ددي دمخه چى د خبرواترو دهغه بهير پيل شي لومړى په كاردي چى هغه طالب مشران چى په پاكستان كښې په بند كښې پراته دي هغه پاكستان راخوشې كړى خو د پاكستان لخوا په دي باندى هل پلان واچول شو او تراوسه دهغه افغان طالب مشران نه دي راخوشي شوي.

             رښتيا خبره دا ده چى د تيرو پنځه ديش څلويښت كلو څخه افغانستان او ددي هيوادولس دډيرو بدو كړاونو سره مخامخ دي او دومره وراني وژني او تباهى شوي ده چى څوك يې اټكل نه شې كولي دي سره سره چى د هغه د تهره ګرى او په نورو نو موروانى جګړي اوس ټوله سيمه چى ترټولو زيات پخپله پاكستان دا ورولمبو ته درولى دي او د افغانستان وارو د خونړيو پيښو سره سره ورځ مخامخ كيږي كه څه هم دا خبره كيږي چى د تهره جګړه يو نړۍ واله جګړه يو نړۍ واله جګړه خو د اوس د اسلامى ملكو په زياته بيا ددي سيمي جګړه ده چى هر ورځ يې وراني ددي شايد دي نواړينه ده چى ددهغه اور د وژلو دپاره هم دي سيمي ملكونه په زياته بيا افغانستان او پاكسان رامخ ته شې او په ګډه او روغه جوړه د سولي يوه لاره راوباسي ابه ددي سيمى دپاره ددي ولسونو سباون د سوكالي باور وګرځي موږ ته څرګنده ده چى په دي كال دوو كښې په دي ټوله سيمه كښې يولوئى بدلون راروان دي د افغانستان څخه دباندنيانو د وتلو نيټه رانزدي ده خو ددي د څنګه داهڅي هم روانه دي چى د افغان طالبانو سره د روغي جوړي يو لاره راواستل شې په افغانستان كښې د ولسمشري ټولټاكنى راروانى دي ددى د څنګه امريكا او ناټو د ځواكوڅخه  په څه پوځيان په افغانستان كښې پاته كيږي خو ددي تړون ددي سره اړه لري چى د كال په دي اوږدو كښې ددي سيمى حالات كومه بڼه خپلوي دي سره سره چى په پاكستان كښې  نواز شريف په مشرى كښې نوى حكومت جوړ شوي دي او نوي حكومت هر وخت داخره كوي چى دوي به سيمه او پاكستان ددهغه كړكيچنو حالاتو څخه راباسىي خوددي دڅنګه موږ ته داهم په نظر كښې ساتل په كاردي چى په عرب نړۍ او په زياته د مصر شام حالا په ګډون د عراق  كومه بڼه خپلوى.

- بېرته شاته