(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پنجاب صوبه دترهگرو مور ده

د نړۍ لپاره خطرې پېداکونکي د دهشتگردو پټ پناځاېونه ېواځې په شمالي وزیرستان کې دي؟ ددې سوال ېواځینې قوي ځواب دادی چې نا، د پاکستان ځيني نورې برخو کې هم د دهشتگردو پټ پناځاېونه شته دی- په دې حقله د پاکستان پنجاب صوبه د دهشتگردو دزېږولو او پېدا کولو مور گڼلې کېږي، د پاکستان ډيلي ټائمز وتلې کالم ليکونکې ډاکټرتقي په خپل یو کالم کې ليکي القاعده خپل نوي بچي په پنجاب کې زېږوي ، ډاکټر واېي د نوې القاعده مازغه په پنډۍ زړه په مريدکی او لاس  پښې په نور پاکستان کې خواره دي-( پنډۍ ښار کې د پاکستان د ځواکونو مرکز جي اېچ کېو دی)  د پاکستان په پنجاب صوبه کې د نور هیواد په پرتله د ترهګرۍ پیښې کمی کیږي خو څیړونکي واېي دغلته په ګاونډي هیوادونو، او پخپله د هیواد دننه د حملو د منصوبه جوړولو ماهران په حکومتي حفاظت کې ساتل کېږي. څیړونکي پنجاب د دهشت ګردو د مفکورې مرکز او نور پاکستان د وجود مرکز ځکه  گڼي چې دغلته، جماعت الدعوه، لشکر طېبه، جیش محمد، سپاه محمد، لشکر جهنګوي، حرکت الجهادالاسلامي، الغازي بریګیډ او په مذهبي نومونو جوړ شوي ېو شمېر نور تنظيمونه خپل مرکزونه لري، تفصیل ېې دادی-

د جماعت الدعوه ډلې په دوه سوه ایکړه غټ مرکز  په مرید کې پنجاب کې دی. د جماعت الدعوه جنګي څانګه لشکر طېبه د هند ممبۍ ښار باندی په کال ۲۰۰۸ کې خونړۍ حملې کړی وی. ددی پیښې منصوبه ساز زکي الرحمان لکهوي پسې دا وخت هم د هند حکومت ګرزي. د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید امریکی ۱۰ ملینه ډالره انعام هم مقرر کړیدی.

د پنجاب بله غټه وسله واله او غیر قانوني ګرځول شوي ډله جیش محمد ده. د دغې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر د هند د ولقې لاندی کشمر کې نیول شوی وو. او چې کله د هند په جیل کې وو نو په ۱۹۹۸ کې د هند یوه الوتکه وتښتول شوه. او د افغانستان په قندهار کې کوزه شوه. د هغی د سورلو په بدل کې مسعود اظهر هندي چارواکو خوشی کړو او د رپورټونو تر مخه وس هم په پنجاب کې میشته دی. او د ترهګرۍ منصوبې جوړوي.
د پاکستان یوی بلې وسله واله او غیر قانوني ګرځول شوی ډلې لشکر جهنګوي مرکز هم پنجاب دی. لشکر جهنګوي په پاکستان کې په کم شمیره فرقو حملو کې لاس لري دوي په روستیو کې په احمدیانو، او شیعه  مسلمانانو خونړۍ حملې کړې  او ذمه واري ېي هم منلې ده. ددی ډلې مشر ملک اسحاق دی او د پنجاب یو عدالت ورته ضمانت ورکړی دی. د وړوکي اختر نه یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د پولیسو په جنازه د خونړۍ حملې پړه طالبانو منلی او واېي دغه ېی د لشکر جهنګوي د څوارلس وسله والو وژلو بدل اغستې په دغه پیښه کې د پولیسو د لوې افسرانو او غړو په شمول ۳۸ کسان وژل شوي وو.

سپاه صحابه ېوه بله غېر قانونه گرزول شوی وسله وال ډله ده چې دا وخت د اهل سنت ولجماعت په نوم په پنجاب جهنگ کې ستر مرکز لري، په سپاه صحابه په پاکستان کې په کم شمېره فرقو د خونړو حملو په سر قدغن لگول شوې وو، خو زېاتره مشران ېې اذاد دي-
د الیاس کشمیري یا مولانا محمد الیاس کشمیري د حرکت الجهادالاسلامي مرکز هم پنجاب صوبه ده. الیاس کشمیري د نړیوالی ترهګری ډلې القاعده مشرانو کې شامل وو او د امریکا ډرون برید کې د پاکستان په قبایلي سیمه  کې وژل شوې وو.
د پنجاب د کهوټه ډاکټر عثمان د پاکستاني ځواکونو په مرکزي دفتر جي ایچ کیو ، په پخواني صدر پرویز مشرف او سر ښار اسلام آباد کې په یو هوټل حملو کې ککړ وو او دا وخت د پاکستاني چارواکو په ولقه کې دی. عثمان وړاندې د پاکستاني ځواکونو په میډیکل کور کی نوکر وو-

په سر ښار اسلام آباد کې د لال مسجد نومې جماعت   دوه ورونړو په نوم الغازي بریګیډ هم په پنجاب کې دی. الغازي بریګیډ په باره کې ویل کیږي زېاتره ځان وژونکي ېي پيدا کړي. د لال مسجد مولانو په سر ښار اسلام اباد کې د خپل سره قانون جوړولو اعلان کړی وو او د حکومت سره ېی ډغره والې وه. وروستو په دغه جماعت د پاکستان د پوځ په حمله کې غازي عبدالرشید اووژل شو او د هغه مشر ورور مولانا عبدالعزیز په برقعه کې د تښتیدو په وخت ونیول شو. وس خوشې شوې او د لال جماعت مشر دی-
پخپله د پاکستان واکمنه زاړه پالي ګوند مسلم لیګ (ن) مشران نواز شریف او شهباز شریف د طالبانو او وسله والو ډلو لپاره نرمه رویه لري. دوېی د سعودي عربستان وفاداره دي. څه وخت چې په پاکستان د دهشت ګردو د حملو د سختی ویری نه وروستو د اوچتې کچې (هاېي الرټ) اعلان شوی وونو دا دواړه ورونړه او د کابینې نور غړي ېې په سعودي عربستان کې وو. خپله د پنجاب موجوده اعلی وزیر شهباز شریف چې تیر وخت هم د پنجاب اعلی وزیر وو نو طالبانو ته ورونړه ویلي

- تيره ورځ د پاکستاني چارواکو  لخوا دمرگ دسزا څلور قيديانو ته په روانه مياشت کې د تيزندي ورکولو اعلان مخې ته راغلې  که چري داسې کېږي دا به په پاکستان کې په دتيرو پنځوؤ کالو کې لمړۍ ځل وي چې دکوم قيدي  دمرگ په سزا به عمل کيږي. د حکومت ددغه اعلان په ځواب کې پنجابي طالبانو دمسلم ليگ(ن) حکومت ته خبردارى ورکړى چې  که چرې  دهغوي   دقيد ملگرو څخه يو تن ته هم د مرگ سزا ورکړې شوه نو دا به  طالبان په  خپل ضد دحکومت له لوري دجگړې اعلان و گڼي.
پاکستان نۀ ده په ډاگه کړې چې دپنجابي طالبانو ددغه گواښ څخه وروستو به په جيلونو کې دپرتو طالبانو دپانسۍ په سزا عمل کوي او که نه؟ خود وړاندې نه د ترهگرو د پېدا کولو مرکز گڼل کېدونکي پنجاب به د طالبانو سره نوره نرمي د هېواد تر ټولو سترې صوبې حکومت په نړيوال کچ د نورو دشکونو او پښتنو لاندې راولي

13.08.2013

Source:Deewa Radio

- بېرته شاته