(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې پنځه بناوې

 موږ سوله غواړو۔ د سولې غوښتنه په انساني طبيعت او فطرت کې په داسې ماهيت ګډه شوې چې بيلول يې کابو ناشونۍ او ناممکن ګڼل کيږي۔ سوله هغه مرغى ده چې انسان دې ته اړ کړي چې خپل فکري او عملي مبارزه پيل کړي۔ دا د انساني طبيعت غوښتنه ده چې سوله کې ژوند وکړي، سوله په ټولنه کې راولي، په سولې يو بل سره مينه وکړي، خندا او ژړا يې د سولې په لمن کې وي، لنډه دا چې د ژوند په هر اړخ کې سولې غوره ګڼي، سوله تر بد امنى، تيري، سختي، تشدد، سپکاوي، توندي، اجبار، شخړه، بدي، دښمني او تاوتريخوالي انساني ژوند کې لومړنى غوره ټاکنه وي۔ کله کله بيا د همدې سولې لاس ته راوړنې لپاره ټوپک ته لاس کړي، د ټوپک او شخړو له لارې هم سولې لپاره توده مبارزه وکړي۔ د سولې په اهميت هغه انسانان پوهيږي چې په خپل چاپيرچل او وطن کې سوله نه احساسوي، سوله، امن، کراري او روغه جوړه يې په برخه نه وي۔ دلته دې ته اړتيا نشته چې ووايو زموږ پښتني يا افغاني ټولنه هم له هغو بدبختو ټولنو څخه يوه ده چې د سولې او امن له نه شتون څخه يې تل سر ټکولى، د يو کال دوه کالو خبره نه ده، دا ټولنه له هغو څخه ده چې په پيړيو پيړيو يې سوله نه ده موندلې۔ د سولې نه شتون مساله يا ستونزه ده خو د حل لاره بايد چې څه وي ؟؟ موږ سوله غواړو، سوله به څنګه راځي؟؟ د دې پوښتنې ځواب موږ ورکولۍ شو، بل څوک موږ ته سوله نه شوي راوړۍ۔ د سولې او امن په شمير يو څو قاعدې او اساسي شرايط بايد چې تعقيب کړل شي، چې په لاندني ډول دي ۔ ۔ ۔ ۔

۱)- امن/سوله په خپل ځان کې ___ امن او سولې ته تر ټولو لومړى چې بايد په خپل وجود کې يوه داخلي برخه وټاکو، د عقل او زړه تصادم نه کيدل په وجود کې دننه سوله راولي۔ داخلي وجود کې امن راوستل انساني ژوند کې رښتينى خوښي راولي۔ د انسان په دنني وجود کې بدامني له شک، بدګماني، بې فايدې چورت وهل، تشويش، انديښنې او بغض څخه پيدا کيږي۔ دنني سوله او امن موږ د منفي فکر پر ځاى مثبتو افکارو له لارې راوستى شو، خپل د فکر سموالي او برابروالي په وسيلې، په خپل ژوند قناعت کول، په خپل ذات او اعمالو فکر کول، خپل اصلاح لپاره هڅې کول پرته له دې چې د نورو پر غلطيو نيوکې وکړو او ټول هغه وسايل وکاروو چې زموږ داخلي وجود کې د ناکراري سبب ګرځي۔ د صوفيانو په اصطلاح دغه عمل ته تلاوت الوجود ويل کيږي۔
۲)- اختلافاتو سره چلند_____ له دې حقيقت څخه مخ نه شو اړولى چې اختلاف او د رايې تفاوت او توپير د انسانانو په طبيعت کې اخښل شوې ماده ده چې ختمول يا ورکيدل يې ناشونې دى۔ څنګه چې د انسان څهرې او ارثي مادې مختلف وي، همدا ډول د هر انسان رايه او نظر يو بل سره مختلف وي۔ کله بيا اختلافات د دوه انسانانو، دوه کورنيو، کلو، هيوادو او ډلو تر منځ شخړه هم منځ ته راولي۔ د سولې او امن فضا له ګواښ سره مخامخ شي، خو که وغواړو اختلافات مو د سولې له منځه وړلو لامل ونه ګرځي نو بايد د خبرې کولو، معامله کولو، خپل رايه څرګندولو او يو مشترک تګلارې منځ ته راوړلو لپاره معيار وټاکل شي۔ افغاني ټولنه کې خو زموږ جرګه او مرکه په دغه برخه کې يو اغيزناک دود دى چې بايد تر هغه کولى شو جرګې او مرکې ته وړاندې والى او غوره توب وبخښو ځکه چې اختلافات او مسالي يو بل سره د سولې په فضا کې خبرو سره حل کيږي، نه پر يو بل نيوکې کول۔ د عمل پر عکس العمل کې د فکر پراخوالي او روښان خيالي څخه کار واخيستل شي۔ بايد فکر په دې کې بند کړل شي چې څنګه او په کوم طريق يو بل وبخښو، نه چې يو بل څخه غچ او بدل واخيستل شي۔ غچ اخيستنه او بدل اخيستنه که څه هم زموږ په قبيلوي ټولنه کې يو ډير غير سوله ايز او غير انساني عمل ګرځيدلى بايد چې ترې بغاوت وشي۔
۳)- اعتدال_____ داسې يو ټکۍ دى چې د سولې يوه ډير ژور عامل په کې پټ پروت دى۔ اعتدال په هر څه کې، هر فکر او عمل کې ډير اړين وي۔ موږ بيا په تيره داسې يوه ټولنه کې اوسيږو چې په هر عمل کې مو افراط وي، په هرې عقيدې او باور کې مو زياتى وي، په هر دستور کې مو د اعتدال څخه انکار کړى وي۔ وايي زموږ خلک افراطيان دي، حقيقت دى۔ موږ په دين کې افراط کوو، په کلتور کې افراط کوو، په خبرو کې افراط کوو، په دښمني او دوستي کې افراط کوو، په ميلمستيا کې افراط کوو، په اديولوژيانو کې افراط کوو او حتا چې په مينه کې هم افراط کوو۔ د اعتدال نه شتون زموږ د سولې او امن په نه شتون کې يو ستر لامل دۍ، او له دې حقيقت څخه انکار نه کيږي چې زموږ د بدبختى سبب زموږ له يو بل سره اختلافاتو کې د اعتدال نشتوالۍ دۍ۔
۴)- ټولنې او وطن سره مينه ______ په خواشينې او بدمرغى سره دا ويلى شو چې زموږ په ټولنو کې هغه اديولوژيانو او افکارو ځاى نيولى چې موږ د وطن له فطري مينې څخه ناخبره ساتي۔ وطن سره مينه انساني فطرت دى، خو غير ارادي هغه افکار زموږ په ذهن کې ځاى شوي چې زموږ نه دي، پردي دي۔ پردي افکار تل د دې لامل ګرځيدلي چې موږ د وطن له مينې څخه بې تفاوته وساتي۔ که چيرې د وطن مينه په فکر او عمل کې ځاى ونيسي نو ډير شمير اختلافاتو ته کولى شو چي د پاى ټکى کيږدو، يو بل سره توافق ته چمتو شو، دغه مينه موږ دې ته اړ کولى شي چې د ټوپک پر ځاى سولې ته لاره هواره کړو۔ که چيرې موږ د وطن له مينې څخه بغاوت وکړو نو دا غير ارادي او اتومات موږ دې ته اړ کوي چې شخصي مفادات په نظر کې ونيسو او خپل نظر او رايه په نورو تحميل کړو۔ د وطن او ټولنې سره حقيقي مينه د تاوتريخوالي او بدامنى څخه موږ ويروي او ډاروي، خو حقيقي مينه۔ د وطن سره ريښتينى مينه موږ دې ته اړ کوي چې د يو بل سره اختلاف لرلو باوجود صبر او زغم ولرو، پراخه او سړه سينه ولرو۔ دا د وطن مينه ده چې په نتيجه کې يې موږ بربادي څخه تښتو او د خپل چاپيرچل او ټولنې انکشاف او پرمختګ لپاره فکر کوو۔
۵)- سياست پيژندنه او د سياسي شعور خپرونه ______ سولې لپاره د حقيقت او رښتيا موندل، حقيقت منل او همدغه حقايق نورو ته رسول ډير اړين وي، تر څو د حقيقت په رڼا کې مثبط ګامونه پورته کړل شي۔ د سولې لپاره مثبط سياست، او يا ويلى شو چې په ټولنه کې سياسي شعور خورا اړين وي۔ سياست پيژندل او په ريښتني سياست پوهيدل پرته له هر څه خورا اړين وي۔ زما هدف ګونديز سياست څخه نه دى، بلکې ملي سياست بايد نظر کې ونيول شي۔ هغه سياست چې توکم څخه پاک او ملت پالنې، ټولنه پالنه او وطن پالنه په کې وي۔ سياست د اخلاق او عاطفې څخه بايد بيل نه کړل شي، سياست د ټولنيزو ستونزو حل کولو لپاره غوره لاره وګڼل شي، نه دا چي له سياست څخه کرکه او لرې والى اختيار کړو۔ سياست اقتدار ته د رسيدو وسيله نه ده، نه هم سياست خپل د افکارو او نظرياتو تحميل ته ويل کيږي۔ که چيرې سياست او سياسي پوهې څخه ولس بې برخه کيږي، نو د ټولنې او وطن واک د ولس له لاسه ووځي، په نتيجه کې هغه ولس چې ځان ته سوله غوره ګڼي، بهر څخه لاسوهنه يې په ټولنه کې د خپلو ګټو په سراښتوب سوله له منځه وړلۍ هم شي، مستعمره کولى يې شي او حتا چې هره طبعي او فطري شتمنى يې په خپل لاس سمبالولى يا تالا کولى شي۔ سياست بايد په داسې يو معنا وپيژنل شي چې د راتلونکې ښه او بد اټکل، د ټولنيزو چارو تګلاره د ولس په اختيار پريښودل شي۔ سياست بې پايه او پرله پسې مبارزې لپاره وکارول شي۔ د تاريخ څخه زده کړه او د تاريخي پيښو په رڼا کې د حال او راتلونکي اټکل کول ته سياست ويل کيږي۔ داسې منظم پروګرامونه لرل چې دغه مثبط سياسي پوهه د ټولنې ستونزو د حل لپاره، پرمختګ او سولې لپاره خپور کړل شي۔ دغه ډول عمل ته له حرصه پاک سياست ويل کيږي چې مشر او کشر په کې نه وي، ګوند او حزب ته په کې اړتيا نه وي بلکې د مسلسل زده کړې او لوستې په نتيجه کې منځ ته راتلى شي۔
له بده مرغه سياست تر نن ورځې پورې نه زموږ ولس پيژندلۍ او نه هم سياست خپور شوئ، نه سياست شوۍ او نه هم سياست باندې تر اوسه څوک پوهيږي۔
پنځه اساسي شرايط وو، د سولې پنځه بناوې چې ما وکولۍ شو په نښه يې کړم، دغه پنځه شرايط دي چې د يو ملت، هيواد او ټولنې لپاره د سولې راوستو په باب اړين دي، دا هم ستونزې دي چې زموږ پښتني او افغاني ټولنه يې لري او هم ستونزو ته د حل لارې دي۔ د يادونې وړ ده چې دغه ټول شرايط د علم او پوهې په رڼا کې لاس ته راوړل کيږي نو تر هر څه وړاندې زده کړه، پوهه او علم لازمي وي۔ که څه هم ضروري نه ګڼم چې يوازې همدا پنځه نيمګړتياوې زموږ ټولنه او وطن کې دي، بلکې ستونزې خو دومره دي چې په شميرلو يې ګوتې ستړې کيږي، ماغزه ستړي کيږي، کالونه کالونه که پرې جرګې وشي هم نه سره غونډيږي خو د سولې لپاره همدا پنځه اساسي پايې دي چې نشتوالی يې بد امني راولي، او که کوم يو ما څخه پاتې شوی وي نو تاسې يې په ګوته کړی، تاسې فکر شريک کړی۔ پاي کې ويل غواړم چې سوله او امن د انساني ټولنې هغه ضرورت وي چې په خپله ټولنه يې راوستۍ هم شي او ورکولۍ يې هم شي۔ ۔
وريت پښتون ته
- بېرته شاته