(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قصه خوانۍ تاریخي بازار

تاسو خو به د قيصه خوانۍ نوم اوريدلى وي ،بلکې دپيښور دغه تاريخي بازار به مو ليدلى هم وي اؤ چکرې به مو پکې هم وهلې وي.
خو د شپې دقيصه خوانۍ بازار رنگونه اؤ خوندونه مو ليدلي دي؟
يقيناً چې ډيرو پښتنو به د شپې هم د قيصه خوانۍ رڼاگانې ليدلي وي خو ډير به داسې وي چې د شپې به يې ددغه تاريخي بازار سيل نه وي کړى.
اؤ چې چا د شپې قيصه خوانۍ بازار ته چکر نه وي لگولى  نو داسې دې وگڼي چې هغۀ هډو قيصه خوانۍ ليدلې نۀ ده.
نو کۀ مو خوښه وي  راځئ چې نن درباندې د پاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور د تاريخي بازار قيصه خوانۍ سيل وکړم اؤ هغه هم د ورځې سيل نۀ بلکې دشپې!
دا دکابلۍ تاريخي دروازه ده ،هاغه دروازه چې يو اوږد تاريخ يې په سينه کې پروت دى، د پښتنو د عروج اؤ زوال ډير وختونه يې ليدلي، دازادۍ اؤ نور بيلابيل تحريکونه يې په سيوري مخ په وړاندې تللي.
ددغه دروازې نه کۀ په کال ١٩٣٠ء کې دپيرنگيانو لښکرې دهندوستان د ازادۍ دتحريک په مهال ورتيرې شوي اؤ دقيصه خوانۍ په بازار کې يې د ازادي غوښتونکو پښتنو وينې توئ کړي دي نو د سرخ پوشانو تحريک هم ددغه دروازې دننه دقيصه خوانۍ په بازار کې دخپلې سياسي مبازرې يو اوږد تاريخ رقم کړى دى.
دکابلۍ ددغه دروازې څخه چې څنگه پښه وردننه کړل شي نو د قيصه خوانۍ يو لنډى بازار شروع شي.

دقصه خوانۍ د شهیدانو یادگار

دغه بازار په ډيرو حوالو په نړيوال کچ شهرت لري، وئيل کيږي د پاکستان د ازادۍ څخه وړاندې چې کله په هندوستان د برطانيې حکومت ؤ نو دافغانستان اؤ نورو بيلابيلو منطقو سوداگرو به کابل اؤ نورو لرې پرتو سيمو ته د خپلو مالونو ورتيرولو په مهال قيصه خوانۍ دخپلې دمې ځايې ټاکلى ؤ اؤ دلته به چې کله دغه سوداگر راورسيدل نو خپل اسونه اؤ خچرې به يې وتړل، اؤ ددمې په غرض به يې په قيصه خوانۍ کې پړاؤ واچولو  اؤ ټوله ټوله ورځ اؤ شپه به يې  يو بل ته قيصې کولې.
بلکې د بيلابيلو رواياتو په اساس په قيصه خوانۍ بازار کې به د قيصو بيانولو دپاره خپل پيشه ور قيصه گويان  موجود وؤ چې هغوئ به په خوند خوند مسافرو ته قيصې کولې اؤ د هغوئ د ستړتيا احساس به يې پخپلو قيصو ختمولو چې لۀ دې امله ددغه بازار نوم هم په قيصه خوانۍ مشهور شو.
په قصه خوانۍ بازار کې  دپخوا زمانې راهسې دپښتنو روايتي قهوه خانې موجودې دي.
١٠٠ کاله وړاندې که به هم په دغه قهوه خانو کې پښتانۀ  په گپو شپو اؤقهوؤ څښلوليدل کيدل نو نن هم دغه قهوه خانې ابادي دي اؤ زياتره پښتانۀ چې دفرصت څو لمحې پيدا کړي، نو دغه قهوه خانوته دقهوې څښلودپاره ضروري ورځي.
دورځې قصه خوانۍ بازار دانسانانو اؤ گاډو درش څخه دومره ډک وي چې دپښې ايښودو ځايې پکې نۀ وي، خو دشپې دقصه خوانۍ زياتره دوکانونه وتړل شي اؤ يواځې دخوراک څښاک اؤ ځينې نورو امروزه ضرورياتودشيانو دوکانونه تر ناوخته پرانستي وي.
له دې وجې دشپې په دغه بازار کې دورځې په نسبت رش کم اؤ خوند زيات وي.
 
په قصه خوانۍ بازار کې دورځې دژوند دضرورت هرسامان ترلاسه کيدى شي خودقصه خوانۍ په مشهورو سامانونو کې ددغه ځايې باڼسونه، دمسو لوښي، دلاهوري مټايان ،فالوده، دشيخ پنساري دطب توکي اؤ دقهوه خانو شنې چايې زياتې مشهورې دي.
دقصه خوانۍ بازار زياتره دوکانونه د ماسخوتن څخه وروستو چې کله وتړل شي، نوددغه دوکانونو مخې ته په فټ پاتونو دخوراک څښاک واړه، واړه سټالونه يا هوټلې ولگي.
داوچو اؤ لمدوميوؤ گاډي هم دسړک په غاړه اودريږي اؤ د هر سټال، دوکان اؤگاډي مخې ته درڼاگانو خورولو خصوصي انتظام وشي، چې له دې امله ټول قيصه خوانۍ بازار کې درڼاگانو پړق پړوق وي.

داوچو اؤ لمدوميوؤ گاډي هم دسړک په غاړه اودريږي اؤ د هر سټال، دوکان اؤگاډي مخې ته درڼاگانو خورولو خصوصي انتظام وشي، چې له دې امله ټول قيصه خوانۍ بازار کې درڼاگانو پړق پړوق وي

دورځې په کارونو کې مصروف زياتره خلک چې دشپې دذهني سکون دپاره دڅو شيبو فرصت ولري، نو دخپلو فاميلونو سره ددغه بازار مخه وکړي.
په قصه خوانۍ بازار کې دشپې ډلې ډلې ځلمي، هلکان، جينکۍ ، ماشومان  اؤ دپاخۀ عمر خلک ليدل کيږي چې يا خو د هوړي په موسم کې ديخو فالودو په دوکانونو کې  دفالودې  اؤ قلفه ملا ئي خوراک  کوي اؤ يا هم  دقصه خوانۍ بازار دشپې دخوراکونو تر ټولو مشهور خوراک " مازغۀ" خوړلو ته دسړک په غاړه په فټ پاتهـ په کټکو ناست وي.
هسې که  قصه خوانۍ کې دشپې  دهيڅ رقم خوراک په پيدا کولو کې کوم مشکل نۀ وي خو مازغۀ دقصه خوانۍ دخوراکونو څخه هاغه ډش دى چې يواځې دشپې په فټ پاتهونو ترلاسه کيږي.
دغه تازه مازغۀ، ینه یا کليجي اؤ قيمه دوړاندې څخه تيار نۀ وي بلکې گاهک چې کله ورشي نو د هغه په وړاندې هم په هاغه پاخه کړی شي او د مزغو خوراک تود تود وړاندې کولى شي.
 
دلسۍ يا شوملو ديخ گيلاس سره دگرمو مازغو دخوراک خپله مزه وي اؤ دغه مزه چې چا يوځل اخستې نو هغه بيا بیا دشپې قصه خوانۍ ته مخه کوي.

هسې که قصه خوانۍ کې دشپې دهيڅ رقم خوراک په پيدا کولو کې کوم مشکل نۀ وي خو مازغۀ دقصه خوانۍ دخوراکونو څخه هاغه ډش دى چې يواځې دشپې په فټ پاتهونو ترلاسه کيږي

په قصه خوانۍ بازار کې چې اوس هم دشپې دپښتنو ډلې په گپونو مشغولې ليدل کيږي نو دغه بازار خلکو ته  خپل دسوونو کالو زوړ هاغه عکس  مخې ته ږدي چې سوداگرانو به ددمې په مهال يو بل ته دقيصو کولو اؤ گپو شپو په ترڅ کې شپې سبا کولې.
قيصه خوانۍ بازار که هر څو په نزدې وختونو کې دلويو قيامتونو څخه تير شو، دغلته بمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو کې دسوونو  پښتنو وينې توئيې شوې، خو  دقيصه خوانۍ په رڼاگانو دوحشت اؤ دهشت دغه تورتم هيڅ اغيزه نۀ ده کړې اؤ نن هم  قيصه خوانۍ لکه دپخوا پڅير پخپلو رڼاگانو اؤ داولس په خنداگانو روښانه ده.
په ١٩٣٠ء کې دبرطانيې څخه دازادۍ غوښتونکو پښتنو په جلوس چې قيصه خوانۍ بازار کې  کومې ډزې شوې وې  په هغې کې خواؤشا 400 کسان وژل شوي وؤ ، چې دهغوي يادگار نن هم دقيصه خوانۍ په بازار کې موجود دى اؤ دشپې دقيصه خوانۍ په رڼاگانو کې دقيصه خوانۍ دشهيدانو دغه يادگار له ورايه ځليږي.
دقصه خوانۍ دشهرت يوه وجه که ددغه  وړوکي بازار دتاريخ بيلا بيل پړاؤنه دي  ، نو بلخوا دهندي فلم انډسټرۍ دلويو هيروگانودليپ کمار،شاه رُخ خان اؤ راج کپور تعلق هم  ددغه قيصه خوانۍ بازار سره دى ، چې له دې امله اوس قيصه خوانۍ بازار دنړۍ دنورو قامونو خلکو هم پيژندلى اؤ دهغې په ليدلو کې يې دلچسپي پيدا شوې ده.
دقيصه خوانۍ بازار کې زيات رش دشپې ديوې بجې څخه  وروستو هاغه مهال ليدل کيږي ، کله چې دکابلۍ دروازې په خلۀ اؤ ورسره پيوست خيبربازار کې دموجودو سنيماگانو وروستۍ شوگانې ختمې شي.

قصه خوانۍ بازار کې د فالودو یو دوکان

دفلمونو شوقين  چې کله دشپې په مهال دسنيماگانو څخه رابهر شي نو په قيصه خوانۍ بازار کې ارو مرو  يا خو خوراک اؤ يا قهوې څښلو ته کښيني.
قيصه خوانۍ بازار دکاروباري سرگرمو په حواله هم دپيښور يو اهم مرکز دى. هم ددغه بازار يوه کوڅه چې په محله جنگي مشهوره ده  په پيښور کې دکتابونو دچپائي تر ټولو لويې مرکز گڼل کيږي.
همدغه راز ډهکې نعلبندي هم دکتابونو دچاپ کولو يو مهم مارکيټ دى اؤ هم دقيصه خوانۍ بازار په شا دکباړي بازار په نوم داليکټرانکس سامانونو مارکيټ هم يو ستر کاروباري مرکز دى.
هسې خو قيصه خوانۍ بازار ته دپيښور زړۀ وئيل کيږي اؤ دورځې په مهال  که ددغه بازار سره پيوست نورو بازارونو ته خلک دکاروباري سرگرمو يا خرڅون اخستون دپاره ځي ، نو لاره يې په قيصه خوانۍ وي چې دغه بازار ورسره هر وخت دانسانانو په شور اؤ رش گرم وي خو دشپې په مهال  قيصه خوانۍ خلکو ته يواځې خپل رنگ اؤ خپله مينه ښائي.
 
وائي چې پيښور دپيښې ځايې دى ، که چرې تاسو هم پيښور ته پيښه وکړئ اؤ دشپې دقيصه خوانۍ بازار دخوراکونو اؤ رڼاگانو څخه خوند اخستل غواړئ ،  نو ضرور  دشپې دغه بازار ته ورچکر شئ

Source: Deewa.

- بېرته شاته