(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصبا غمونه

دصبا غمونه صبا ته پريږده                                  

محمد نعيم كاكړ 

كه يوې سړى ته تر غاړه ونيسې او خفه كړي دي وي چي ساه هم نه شې استلې او ته ورته وائي كلمه تېره كړه داسې كيدي شې..؟ خبره داده چي پښتون افغان د وخت هم و دهغه سړي ته ورته دي چي د هري خواڅخه تر غاړه نيول شوي دي د هري خواڅخه يې حالت داسې دي لكه يو سړي چي د سپو په منځ كښې راګير شې چي د يوه اړه څخه پيسې د ځانه چغه كوي دا بلې خوا سپې ورباندي وار كوي څلور لسيځي كيږي چي پښتون افغان د هري خوا د ليري او نزدې آن دا چي د خپله كوره څخه هم بريدونه باندي كيږي چي دي وځپي كه هغه په افغانستان كښې وي پاكستان كښې وي بلوچستان كښې وي يا په خيبرپښتونخوا كښې يا په قبائيلي سيمو كښې دا څه وډره او پټه خبر نه ده او هر بريد كونكي ته دا څرګنده او ښكاره ده د خواښنې خبره خوالاداده چي طالبان چي افغانان او پښتانه دي هم د دوي په نامه او د دوي په مرسته دهغه پښتون افغان وژل كيږي ځپل كيږي هر څه ورانول كيږي او ودي ته اړكيږي چي خپل ټاټوبى پريږدي او د بې ارزي ژوند ته اړكوي په دهغه څلور لسيځو كښې د پښتون افغان سره څه روان دي د وهغه چاته هم معلوم دي او دا ناورين وهغه چاته هم څرګنددي چاچي د اسلام په نامه دهغه د جګړي نغري تود ساتلي دي ددې سره سره چي دا هر څه د هغه ګټو دپاره روان دي چې دا هر يوې دهغه ګټي ځان ته راګرځول غواړى.

     نن يوواربيا د پښتانه په  خګه راكښ شوي كرښي په اړه خبري تودي شوي دي او هر يوو دهغه كرښي په ځائى ساتلو يا پخولو خبره كوي خو ددي د مخه بايد هغه زورواكي يا د دوي لاس پوڅي د دهغه كرښي د را استلو په تاريخ ځان خبر كړي او دهغه وخت حالات په نظر كښې وساتي او بيا خبره وكړي او بيا ددي د څنګه د هر قام او د وګړي چاپيريال په نظر كښې وساتي او ددي د څنګه د نړۍ تاريخ او غوښتنې و مخ ته كښيږدي او دا هم په خيال كښې وساتي چي داسې پريكړي څوك يا د چا حق دي كه د ډيورنډ كرښه د تور عبدالرحمان په خوښه را استل شوي وي او د پريكړي په وخت د افغان ولس څخه پوښتنه شوي وي نو به بيا ولي دهغه زورواكو داخبره كولي او كوي يې چي افغان پښتون د كرښه د سره څخه نه منې كه پښتانه د كرښي وهغه خواته پراته دي يا كه د كرښي ودي غاړه ته دوي كله هم دهغه كرښه نه مني هر پښتون به ددي كرښي په اړه خبره نه كوي خو چي كله د منلو خبره راشې نو ارومرو به په دي باندي خپل غبرګون ښكاره كوي او ښكاره كړي يې دي خو ځموږ و مخ ته يوه بله بيلګه او مثال پروت دي د برلن د ديوال د ړنګيدو ډېر وخت نه كيږي خو ددي څخه څلويښت پنځوس كاله د مخه څوك هم دهغه ديوال ته نزدې نه شو ورتلي او څوك جرمني په نزدې ورغلي هغه به ووژل شو خو چي وخت يې راغلي د ختيځ او لويديځ المان ولس راوواتي د برلن ديوال يې ړنګ كړي او بيله د چا د پوښتنې جرمني بيرته يو ملك شو ولي چي دا قدرتي رښتيا او حقيقت (UNIVERSAL TRUTH) دي چي ددي مخ نوي نه شې كيدي استعمار چي نن سويلي او شمالي كوريا د خپلو ګټو دپاره په دوه ځائى ويشلي ده دا به بيرته يو ملك جوړيږي ولې چې دا يو فطرتي عمل دي د فطرت او قدرت مخ نوي څوك نه شې كولي منل نه منل د هر چا كاردى.

     په افغانستان كښې هم ډېر داسې څوك شته چي د نورو په بيساكيو باندي ژوند تېروي دوي د خپلې وړوكي ګټي دپاره نه يواځي د فطرت او قدرت د مخ نوي هڅي كوي بلكې ددي د څنګه د نورو په لمسون خپل هيواد او ولس هم واورته اچوي او د ولس تر منځ كركه رابرسيره كوي او داسې خبري كوي چي هغه څه منطق نه لري نه داسې چاته د داسې بې سوره خبرو اجازه چاته وركوي او داسې څوك چي داسې خبره تر خوله راباسي سړي په پوه شې چي ستا مخه څه ده وس اوس چي د قبائيلي سيمو څخه نزدې دوه نيم سوه قبائيل و افغانستان ته ولاړو ددي كبله چي په دوي باندي د هري خوا ظلم او ناتار جوړ دي دوي د افغانستان په ځائى و يوه بل هيواد ته د خپلو ناخوالو داوريدلو او ددي ناورين څخه د خلاصون دپاره ولي نه ولاړو...؟ څه خبره خو شته...؟ چې هغه فطرتي او قدرتي ارزښتونه لري افغانستان يو تاريخي او د چاپيريال سره جوړ هيواد دي لږكي په نورو ملكو كښې هم ميشته او ژوند كوي بلكې افغانستان خو د افغانيت په نامه مخ په وړاندي روان دي خو د نورو ملكو په پرتله د لږكيو خپله برخه او ونډه ښكاره ده آن دا چي ځموږ په ګاونډ كښې داسې ملكو نه شته چي د دوي شمير د لږكيو په پرتله ډېر لږ دي خو دهغه چا خپله ژبه دومره په نورو قامو تپلې ده چي دوي د نورو ژبو نوم اوريدلو ته تيار نه دي خو افغانستان يو داسې ملك دي چي هم دهغه لږكيو د ډېركيو ژبه تر پښو لاندي كړي ده بلكې په دولتي چارو كښې د دوي برخه تر ډېركيو هم زياته ده نو ځكه چې دوي د ځان څخه پورته خبري كوي كه څه هم د پورته دواړو ملكو بيلګي دوي انتهاوي دي كه په يوه ملك كښې برابري او انصاف عدالت نه وي نو په داسې ملك كښې هر وخت كركي ژيژي نه دا په كاردي چي ډېركي د لږكيو په برخه او حق خيټه واچوي نه دا چي لږكي من ماني وكړي بلكې كه يو د بل حق وهي نو بايد هر يو ږغ پورته كړي او بيا دولت ددي مسئول وي چي عدالت وساتي او د قانون د لارې چاري مخ ته يوشې خو د بده مرغه د افغانستان دولت هميش د مصطحت ښكار شوي دي ځكه چي چا څه وكړو هغه يې وكړو او كله كله هم دهغه لږكي داسې كار وكړي چي د ډېركيو زړه ځيني شن شې عجوبه خولا داده چي بيرته دهغه لږكي په ډېركيو تور لګوي چي دوي كركه او قومى لحصب خوروي نو ځكه چي وړاندي وويل شو چي پښتانه افغانان د هر خپل او د بل لخوا ځپل كيږي دا پړه موږ په چا واچوو دا پوښتنه به د لوستونكو څخه وكړو چي پړه د چاده د دولت د ډېركيو او كه د لږكيويا دهغه ټولو چي و پښتون افغان ته بلد شوي دي...؟

     په دي ليك كښې موږ د سانډانو او د دوي په سياست موږ خبره نه كوو خو دا يوه پوښتنه ارومرو كوو چي كله شوروي روس په غوره كښې و او ستاسو سيال و ستاسي يواځني اعتراض داو چي په شوروي كښې د بشر د حقوقو څخه سرغړونه كيږي الته جمهوريت نه شته الته د كيمونسټ ګوند عمومي منشي چي څه وويل هغه د ډبري كرښه ده شوروي د نړۍ و امنيت ته خطر دي او داسې نور ډېر څه آيا په افغانستان يا عراق او نورو ملكو كښې چې څه وشول يا كيږي دا د بشر د حقوقو په چوكاټ كښې كيږى..؟

     اوس و خپلې خبري ته راګرځو د ډيورنډ د كرښې په دا وخت راپورته كول د بشر د حقوقو څخه بشپړه سرغړونه ده پښتون خوار د وخت د هري خواڅخه تر فشار او دباو لاندي دي او د امنيت او سولي په لټون او تلاش كښې دي د تېرو څو لسيځو څخه د خوار ولس د سولي دپاره سرګردانه دي ډيورنډ كرښه خو د دوي په سوچ كښې نښته ولي چي د چا كور او راخستي وي هغه لومړي داور د وژلو هڅه كوي او كه په دا حال كښې په پښتون ولس يوواربيا وتپل شوه نو لكه پخوا چي دوي د هغه غير فطري كرښه نه ومنلې بيا به هم نه مني كه يو پښتون هم پاته وي پريږدي چي افغانستان پاكستان او د سيمي نور ملكونه سوله راولي اقتصادي پرمختيا وكړي د نړۍ وال كلى او كلو بلدئيشن برخه وګرځي سوداګري ته وده وركړي داسې هم په را روان وخت كښې د سرحد و ارزښت نه پاته چيري دي كرښې، خو دا يوه بره پښتانه په ډاګه كوي چي د يورنډ كرښه خبري كول او د خپلې خواڅخه پريكړه كول نه د امريكا كاردي د ملګروملتو كاردي نه د برتانيه او روس چين كاردي نه ددې پريكړه ولسمشر حامد كرزيى دده د مرستيال قسيم فهيم يا د حميد كرزي يا بل چاپه خوله اواريدي شې نه د دوي و خبرو ته څوك غوږ ږدي دا يواځي او يواځي د پښتون ولس كاردي چي د كرښې و دواړو خواته پراته نه په يوه غير فطري كارو باندي څوك ټول پوښتنه او ريفرنډم څوك كوي لكه وړاندي چي وويل شول چي پښتون افغان دا وخت د خپل كور لګيدلي اور وژني چي دهغه اورمړ شو بيا به و داسې چارو ته پام اړوى.

Tomorrow will take care of itself 

- بېرته شاته