(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بى بى شيرينې زيړې ګلې

هسې خو مونږ د يو بل نه اوريدلى دى چې ځينې عام خلق يا شاعران د نورو شاعرانو شعرونه پټوى. او په خپله نامه ئې چاپ يا د چا سندرغاړى په اواز خوروى او يا داسې هم کيږى چې يو سندريزه، ټپه، مصرعه ايزه يا اولسى سندره ډيره مشهوره شى خو شاعر ئې چا ته معلوم نۀ وى او دا ځکه چې د پښتو ادب قانون به داسې وى چې دا قسمه صنف به شاعر ادب ته وقف کوى لکه بى بى شيرينه چې نن نه ډيره موده مخکی د خيال محمدپه اواز وئيلی شوې وه چې تراوسه پورې ئې په خوند کی کمی نۀ دی راغلی چې د زاهد خان يعنې زيک اپريدى په اواز ووئيل شوه اود نورو ښو سندرغاړو په اوازونو هم وئيل شوې ده او اولس کی ئې ډير شهرت بيا موندو. ما ته خو دا پته نشته چې د بى بى شيرينې بل څوک دعويدار شته او کۀ نه خو اصلى خالق ئې پيژنم چې دا وخت ئې عمر ٦٦ کاله دی. او بى بى شيرينه ئې په کال نولس سوه پينځۀ پنځوسم عيسوى کال د مارچ د مياشتې په دريمه نيټه د ګل په ورځ مازيګر د شړشمو د پټى په پوله ليکلې وه خو هغه وائى چې ددې سندرې خپل وجود کی بدلون راغلی دی او هغه جامه ئې په تن نشته کومه چې د پيدايښت په وخت کی وه. سفيرالله ناشاد چې دپښتنو په ريګى سيمه کی اوسيږى همدا ناشاد د بى بى شيرينې اصلى خالق دی او بى بى شيرينه په خپله اصلى جامه کی په دا ډول تاسو ته وړاندې کوى

بى بى شيرينې زيړې ګلې په ما راواچوه سالو ساړۀ لاسونه ګلابى رنګ مې زعفرانى شو په ما خولې د ځنکدن راغلى دينه زړګی ډاډه سلګۍ په وار کړه د مرګ سختى ده چې اسانه په ما شينه لاسونه سرۀ هسک په دعا کړه جامه حيا کړه چې ارمان مې پوره شينه ای پاک دامنې حيادارې شونډې مرغۍ مرغۍ کوې ژړا درځينه وروستو له ما بې وفا نۀ شې پښتنې جونه په غيرت سر سپينه وينه

او وائى چې داسې نورې سندرې هم دخپل اصلى شکل نه محرومه شوى دى چې د بى بى شيرينې تشريح سره ئې تاسو ته معمولى نمونه وړاندې کوؤ. او سفيرالله ناشاد د بى بى شيرينې د اصلى جامې ښودلو نه وروسته د هغې تشريح هم کوى او دا ځکه چې دشاعر کوم خيال په شعر کی وى او هغه بدل شى نو يقيناً چې سړی خفه کيږى. وئيلو واله له پکار دى چې د ريکارډنګ نه مخکی د شعر په معنى ځان پوې کړى او بيا ئې ووائى. د بى بى شيرينې تشريح څۀ په دې ډول ده. وائى چې دې فانى دنيا کی ژوند د مرګ امانت ګڼلی شى. مرګ مختلف مخونه لرى، خيالى ډګر کی بى بى شيرينه څۀ په دا ډول تفصيل لرى. يو مئين د خپلې معشوقې په جال کی ګير لاس پښې وهى او د ډيرو هلو ځلو وروسته مئين د معشوقې وصال بيا مومى د وصال لمحو همه نخښې د مئين او معشوقې په وجود ځلانده وى چې بيلتون راشى او مئين د مرګى په جال کی ګير کړى. د ځنکدن په وخت نيمګړی ارمان ستائى، خپلې محبوبې ته وائى چې ای زما خوږې خو د غم له وجې زيړې (زيړګل په شاعرۍ کی اکثر غم دپاره استعماليږى.) سالو يو خاص پړونی دی چې صرف ئې ناوې په سروى. او "ساړۀ لاسونه" هغه وخت چې کله په زنده د غم غر راؤغورځيږى. نو بې اختياره پرې يخنى راشى. دلته مئين د خپلې معشوقې وجودى حال په ګته کوى. چې مختصراً بيان شو. موجوده وجود د سندرې هغه نۀ دی پاتې شوی کوم چې ئې اصل وجود دی. يو بې لاسو پښو وجود چې وجود ورته وئيل کيدی شى خو دکار نۀ بې کاره، بې کاره او بې کاره. اکثرو سندرو سره همداسې شوى دى کوم چې دې سره شوى دى. د مثال په توګه دسندرې "راوړه بندۍ بندۍ چې وپيلونه" "جانانې بيرې له راځه چې وزانګونه" موجوده د جانانې په ځاې جانان وئيل کيږى. چې غلط دی د زمکې اسمان فرق لرى. مونث په مذکر بدل شوی دی. زين خان استاد چې د ريګى اوسيدونکی ؤ او ريګى کلى کی "جانانه" بيره تر ننه پورې يو مشهوره بيره ده چې شاعر په سندره کی ستائيلې ده" سندره" ګنډيرى ګله تاله دجم جينکۍ لوبو ته راځى" موجوده د ګنډيرى ګل په ځاې "ريدى" ګل او د جم په ځاې "چم" چې ارو مرو غلط دى ولې چې زين خان استاذ په ريګى ميره کی ګنډيرى ګل ياد کړی او چم نه. جم يعنې جمرود ئې ياد کړيدی. ولې اوس ترې هغه مقصد نۀ ولاړيږى. کوم چې شاعر ظاهر کړيدی. نورې هم داسې سندرې شته چې نن په خپله جامه کې نۀ دى بى بى شيرينه يوازې نۀ ده ملګرى ئې ډيرې شته دی خفه دې نۀ شى Bebe Shireeni By: Aziz Rahman Bal - بېرته شاته