(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تيره نيمه پيړي كښې ځموږ ليكوالو او شاعرانو هلي ځلي

ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

دويمه برخه

                   دتيرۍ اونۍ په ليك كښې راغلي و چي دتيري نيمي پيړي ځموږ ليكوالو او شاعرانو تر خپله وسه هم ډېر كار كړي په ټول لر او بر افغان وطن كښې موږ داسي په پښتو مئين مبارز موږ په ګوته كولي شو چي دوي دليونتوب ترحده په ډېر نامساعدوخت كښې داكار كوي تر خپله وسه ځكه زيات كارور ته وايو چي په هغه وخت كښې نه كمپوئيټر وو نه پرنټروو هر ليكوال او شاعرا به وكاتب ته ناست او اړوو ددي چي د دوي مرسته نه حكومت كوله نه ولس ونډه ورسره وړله چي د دوي كتاب په نغدو واخلي او دايو سوچ دي چي په پښتانه كښې اوس هم شته چي ډېر لږ په زرو كښې يو پښتون ودي تيار نه دي چي د پښتو په كتاب مجله يا ورځپاڼه روپۍ وركړي او تر هغه  وخته چي دهغه سوچ او رجهان نه وي بدل شوي كه موږ هر څو كتابونه مجلي او ورځپاڼي چاپ كړو خو پايله به هم هغه وي لكه نن چي موږ او تاسو ګورو نو ځكه چي ځموږ د ژبي دنه پرمختيادنوروعلتو نو دڅنګه يو دهغه علت دي او تر هغه چي دهغه سوچ نه وي بدل شوي د پښتنو به هم دهغه وروسته پاته ورځ روانه وي دبده مرغه پښتانه دومره بى خونده شوي دي چي دوي په خپلو دهغه ښاغلو باندي څه ليك وكړي خو نرګييت تر هغه ناروغي لاندي دي چي خپل وړوكي د شاعري كتاب هر ځائي څر لوي خو د دوي عقل دومره كوره دي چي دتيرنيمي پيړي دهغه ښاغلو ليكوالو او شاعرانو په اړه يوټكي هم وا وري يا يې چاته ورو ښائي زما په دهغه پنځلس كاله(15) چي كله د ورځپاڼي سره نښتي هم ډيري ازمويني او تجربى مي وشوي او زه بيرته داخبره غبر ګوم چي څوك ليوني مينه دخپل پښتو سره ونه لري او وخپلي ژبي ته كار كول يو مشن(Mission) ونه ګڼي دنورو ټولو خبري لباس او ځان څرګندو نه ده كه موږ پخپل تاريخ كښې وګورونو د پښتو او د پښتنو ستر بابا خوشحال خان خټك هم دليونتوب پوري د خپلي ژبي سره بي ساري مينه لرله د دوي دهغه مينه محبت او خواري ده چي نن ستر خوشحال بابا د پښتو تاج دي بلكې په نورو ژبو كښې هم د دوي ازانګي شته خو په پښتو كښې نور هم ډېر نومونه شته چي هغه به هم د پښتو سره څنګه په څنګ ژوندي پاته وي چي زياتره دوي د پښتو دپاره په تيره نيمه پيړي كښې ډېر كار كړي دي خو دوي هغه وخت ودي نوي كهول ته موږ ورپيژندلي شو چي موږ څه خواري په ځان يو شو كه څه هم د ځلاند چارواكي غواړي چي په پراخ نيت داكار وكړي خو په يواځي سرداكار ګران دي موږ خو به دسوبلى پښتونخوا د ځينو مبارزو په اړه څه نه څه ولاس ته راوړو خو نوري سيمي به پاته شي چي دا به نيمګړي كار وي نو ځكه موږ دخپلو لوستونكو څخه خواست كوو چي دوي په دي اړه د موږ سره مرسته وكړي چي دهغه مبارزو په هغه وخت كښې څومره هلي ځلي د پښتو دپاره كړي دي او دهغه وخت او اوس وخت ترمنځ څومره توپير دي چا د پښتو دپاره كار كاوي او نن يې څوك دنوم دپاره كوي.

         د پښتو سره كه نورو چاپړه كړي ده هغه خو په خپل ځائي خو ځموږ سياسي او وطنپال ګوندو هم ډېره پړه كړي ده   شپتو كلو دتيريدو وروسته اوس دوي وتوانيدل چي په ښوونځيو كښې ومورنيو ژبو ته ځائي جوړ كړي كه دوي دسياست د څنګه خپل ولس وپښتو ته رامات كړي وي نن به د خپلي ژبي سره دومره بيګانګي نه وي او ددي دڅنګه ځموږ دهغه ادبي ټولنو هم خپله ډنډه نه دترسره كړي.

           خبره ډېر اوږ ده شوه خو داخبري هره ورځ غبرګول هم اړيني دي ګوندي كله څه اغيزه او اثر واچوي موږ ځموږ دسولي پښتونخوا ديوه داسي مبارز او د پښتو شيدائي ښاغلي پروفيسر ولي محمدخان چي په سيال كاكړ زيات پيژندل كيږي تيروار يو څو كرښي كښلي وي چا چي دنن څخه څلويښت پنځه څلويښت كاله دمخه پښتو ته ډېر كار پلټني(RESEARCH) كړي دي او په بيلو بيلو څانګو يې كتابونه ليكلي دي چي په هغو كښې دځينونومونه داسي دي.

۱. دكسې دلمني پښتانه ليكوال چاپ كال ۱۹۸۲ء مخونه ۷۵۲ شمېر زر ټوكه دويم ټوك

 په دي كتاب نخښې يا سريزه ښاغلي جيب الله خان رفيع ليكلي ده چي دسيال كاكړ دهغه مبارزه يې ستايلي ده او داكار يې سليمان ماكو كارته ورته بوللي دي او ددي كتاب دويمه سريزه زلمي هيواد مل په لاس ليكل شوي ده او د دوي ستاينه يې داسي كړي ده چي پروفيسر  ولى محمدخان سيال كاكړ لومړنى سړى و چي دكسې دلمنې پښتانه ليكوالو يه لومړي توك وكيښ چي په دويم ټوك چاپ سره به دالړۍ تر يوې اندازي بشړ شي چي دا به دراوان كهول دپاره لوئي ارزښت ولري.

              سيال كاكړ نور هم ډېر كتابونه په بيلو بيلو موضاتو چي ادبى اړخ لري ليكلي دي چي دټولو كتابو دنومو ليكل د نن په دي ليك كښې ځائي نه لري خو بل وار به داكار كه لوئي څښتن كول تاسو ته وړاندي كړو.

     دكسې دلمني پښتانه ليكوال كتاب كښي د ۱۱۷شاعرانو ذكر او د دوي دشعر بيلګي  وړاندي شوي دي چي د هر شاعر په اړه ليكل شوي په ورځپاڼه ځلاند كښې را وړل ډېر ستونځمن كار دي خو بيا به هم خپل وس نه پټوو دلته ديوه داسي ليكوال او شاعر په اړه ضروري ګڼم چي وړاندي شي ولي چي ډېر لږ څوك دده په ملك او شاعري خبر دي دا ښاغلي بسم الله چي په عارف افغانى پيژندل كيږي كه چاته دبسم الله نوم ور واخلي نه به وپيژندني خو كه دعادف افغانى نوم واخلي نو به هر څوك وپيژني زه دخپلي خوا څخه يو توره نه ليكم لكه څنګه چي سيال كاكړ په پښتانه ليكوال كښې د عارف افغانى په  اړه ليك كړي دي وړاندي كوم او د شعر بيلګه به هم په وروستي كښې ولري.

                                                 عارف افغاني

كه عارف په شاعرۍ كړې كرتي پوري

ازانګه به دخاتم الشعراءسي

بسم الله مشهور په عارف افغاني دملا محمديعقوب زوي دملا عبدالقدوس غمسى دملا خليل احمدكړوسي او دملا عبدالسلام كر دي دئ. ښاغلي عارف په ۱۹۴۰ع كال كي دجنوري پر لومړۍ نېټه د پښين په كوزه نګيانګه كي پيداسو. دى په خټه ولي زي ملازي، هارون خيل سڼتياكاكړ دئ.

   عارف افغاني دښوونځي تحصيادت څه نه څه كړي دي، البته په ديني ډګركي دښې برخي تښتن دئ. نو موړي په ۱۹۵۸ع كال كي د پښتو داشعارو په جوړو لوپيل وكئ او بياوروسته يې په عربي ، پارسي او پنجابي ژبو كي هم ځيني شعري نخښي پرېښولي.

ګران عارف افغاني د پښتو يو پياوړي وتلي شاعر دئ. داجلا خبره ده چي زموږ په دې پټ خولي شاعر څوك خبرنه دي. افغاني زموږ او ستاسي په چاپيريال كي يو نابغه انسان دئ نوموړي دفلسفيانه دماغ تښتن او دشاعرانه زړ ګوټي خاوند دئ. افكاريې تللي او په ژورو مطالبو پسوللي دي.

                      عارف انساني ژوند او كاينات ته په سړه سلينه كتلي او ډېر څه په لاس ورغلي، چي بالاخره يې دشعر په ژبه څرګند كړي دي. د پښتو دغه كړېدلي شاعر خپل فلسفيانه  احساسات په ډېر ښايته انداز دشعرو نارك چوكاټ ته سپارلي دي.

          دعارف افغاني افكار ډېر پاخه، كوټلي، په ادبي تاله درانه او په فكري لحاظ دستايلو وړ دي، موږ دافغاني په عارفانه شعري كرونده كي خورا ډولي مطالب ليدلاى سوده په خوراناقدانه ژبه ډېر مسايل څېرلي دي.

 دده خواږه او ګلالي اشعار په اتقادي، اصلاحي، فلسفي، اخلاقي، طنزيه او څه نه څه په عشقي مطالبو ښايسته دي.

عارف زموږ په چاپېريال كي تر وخت وړاندي پيدا سو. ممكنه ده چي په جنوځايو كي درانه ويونكي له نومړي سره اختلاف دنظر ښكاره كي. البته زموږ دې پياوړي شاعر پخپله شعري كرونده كي دومره خه كولي ديچي دپښتو په اوسنيو ځوانانو شاعرانو كي د ځان ساري نه لري.

         موږ عارف افغانىلومړي وار په ادبوالو پيژندداهغه شاعر دئ چي نه خويې افكار په مجلواو اخباروكي راغلي دي، او ته تر اوسه پوري چادنو موړي اواز دراډيو په څيو اويا اولسي محافلو كي اوريدلي دئ.

         ښاغلي افغاني ډېر پټ وګرځېد په هيچايې ځان نه پېژاند. خو بالاخرد زما په ګيرداسي راغلي چي ووسته يې ديوې خاصي پېرزويني له رويه خپله ټوله شعري اثاثه وماته وسپارله. تشكر ځيني كوم پر ځواني او فلسفيانه افكارو دي بركت سي.

 د عارف په شعري خورجين كي نه يوازي پښتو خوندي ده، بلكي دنوموړي په دفتركي موږ داردو، عربي او پنجابي اشعار هم ليدلاي سو. په پاى كي دښاغلي عارف افغانى له شعري خور جير څخه ځيني خوندور مطالب ستاسي حضورته ديوښه غات په ډول وړاندي كيږي.

           شاعري بيلګي

                              خاتم الشعراء

چي ګل نه وي بلبل كابورا څه كا

                مورز وكړي ګونګي كله فصحاسي

چي دزارواو دشاتو توپيرنه كا

                                               نو په كم دستور به دغه حكماء سي

چي رهبرنه درهزن په سترګه ګوري

                           تر دي پورته به پيدا نه حمقاسي

 چي ټګان ورته ټګي په رڼا ورځ كا

                                          حق بې څه دخپلواكۍ چي شرفاسي

دا افراد دي جماعت نه چي يو يوسي

                                       التې بوله جماعت چي امناسي

كه عارف په شاعري كړي ګوتي پوري

                                             ازانګه به دخاتم الشعراء سي

.....................................................

                                               خرې په خرې

سړيتوب او مريتوب وي يو ځاي كله

                                       مريتوب كي توره ماته نه بير پرې سي

چي څه وايې يا څه غواړي هغه نسي

                           نوتقديرو تدبير واړه خرې خرې سي

دتقدير پرنيلي هسي هر يو سپور دي

                                  بې تدبيره ژوند دي خاوري هم ايري سي

دغه مرګ دئ ژوند له كمه ژوندي نور دي

                                      بيګاريان به په بيګاركي اديري سي

چي ناپوه وي وړد رحم دئ چي پوه سي

                                            پوه نسي پوه ناپوه كه نېټشې سي

دغه راز د خپلواكۍ وجه كړې څه نو

                           چي سپي ايله كاڼي تړلي او تيارې سي

مقام د عقل عارف څه كړي غاړي غم دي

                           څومره تنګه سوه دنيا چي يوه شپه درې سي

- بېرته شاته