(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

المان: دپوهنیز(علمي) سیمینار راپور

جرمني: د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوندPashtoon Social Demoratic Party (PSDP )  د المان دفرانکفورت په ښارکښې په   22.06.2013 نېټه د خالي (شنبې) په ورځ  د٬٬ پښتنو په سیمو کښې دجګړې لاملونه او له جګړې څخه د خلاصون لارې چارې.٬٬ تر سرلیک لاندې پوهنیز(علمي) سیمینار جوړ کړ.
په سیمینارکښې د المان د لیرې او نزدې ښارونو سربیره  د اروپایي هیوادونو څخه د هيوادنامتو پوهانو، سیاسي، ټولنیزو ، ولسي ادبي سړیتوبونو(شخصیتونو)او د نظرخاوندانو ، ګډون کړی ؤو

په پیل کښې د ښاغلي محمد صادق خان له خوا د قران کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت  شول .

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند دفرانکفورت د څانګې جنرل سیکرټري ښاغلي سیدعلي شاه  له خوا د غونډې ګډونوالو ته  د هرکلی ویلو وروسته،  د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره سیمینار پیل شو،  چې دسټیج چارې ئې  ښاغلي طاهر مساپر پرمخ بیولې.

لومړی د ګوند د بهرنیو اړیکو سیکرټري او د فرانکفورت د څانګې مشر ښاغلی  لالا اقبال د ګوند په فعالیتونورڼا واچوله. ورپسې د ګوند مشر ښاغلي  علي خان محسود دپښتنو په سیمو کښې دجګړې  په لاملونو اودلرې او برې  پښتونخوا په روانو سیاسي حالاتو  خپله ارزښتناکه وینا واوروله، ده وویل چې د پښتنو د ستونزو حل په قامي یووالې کښې پروت دی او په ګډه باید ورته ګډکار وشي .

دګوند لومړي مرستیال ښاغلي محمد شیرین ګردیوال ،ځوانانو ته دخپلو  وړاندیزونو  په یوه برخه کې  په ځوانانو غږ وکړ چې دپښتو ژبې ، ادب او کولتور د بډاینې او ودې  لپاره په سیاسي او کولتوري ډګر کښې فعاله ونډه واخلئ.

 د پښتون قامي وحدت ستر لارښود او د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا)  له پښتونخوا څخه د تلیفون پرلیکه  د سیمینار ګډونوالو ته دخپلې ارزښتناکې وینا  په یوه برخه کښې وویل: چې  انګزیزانودپښتون قام  په ۱۸۹۳ کښې څلور ټوټې کړاو ددی قام د ملا تیرئې مات کړ . هغه زیاته کړه، د پښتنو د نوې کول (نسل) دقومي وحدت احساس د رابیدارولو لپاره باید غونډې او سیمینارونه جوړ شي، خان لالا وویل: که زمونږ قومی وحدت حاصل شی، نو دلته امن راځی ، ایشیا او  ټوله نړۍ به په   امن کښې وي.

د محمدافضل خان لالا د خبرو وروسته  د عوامي نیشنل ګوند مرستیال (سینیر نائب صدر) ښاغلي حاجي غلام احمد بلور  د تیلیفون پرلیکه د سیمینار ګډونوالو ته په خپل پیغام کښې  د پښتنو په خاوره په روان ناورین او لدې څخه د خلاصون په لارو چارو رڼا واچوله او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند هلې ځلې ئي وستایلې .

ورپسې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند دانګلستان د څانګې مشر ایډوکیټ یوسف علي خان د خپلې ارزښتناکې  وینا په پاې کښې د خوشال بابا او غنې خان بابا  څو  په زړه پورې شعرونه واورول. چې  د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل.

ښاغلی ډاکتر فرید سرتور چې  له جلال اباد څخه زمونږ غونډې ته  راغلی ؤ دخپلو خبرو په لړ کښې د پښتنو د ځوان نسل د رابیدارولو لپاره دداسې سیمینار ونو په جوړولو ټینګار وکړ.

 د افغانستان دسیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر ښاغلي عبدالغفور لیوال رالیږل شوې پوهنیزه او څېړنیزه مقاله (   دپښتنو امن )  ترسرلیک لاندې دښاغلي مطیع الله روفي له خوا ولوستل شوه. ښاغلي لیوال صاحب په خپله  مقاله کې په وینو او بدمرغیو لژند  پښتون قوم،د ژغورنې لپاره په ملي رهبرۍ   او دژغورنې په لومړی پړاو  (ویښتیا)  دژغورنې  په دوهم پړاو  ( روښانتیا) او دژغورنې په  درېیم پړاو ( بدلون) رڼا اچولې او د ژغورنې لارې چارې ئې په ګوته کړې  وې.

ورپسې د ښاغلي ډاکتر مسود سرلوڅ مرادزي صاحب  رالیږل شوي پوهنیزه (علمي) او څیړنیزه  مقاله د ښاغلي مبارز څاپې  له خوا ولوستل شوه . ښاغلي ډاکتر  مرادزي د پښتنو پر سیمه، کړکېچ او جګړه کې په کورني او بهرني ټاکلي لاملونو رڼا اچولې او د خپلې مقالې په یوه برخه کښې ویلې، چې  د پښتنو پر سیمه تپل شوي، روانه شخړه او جګړه، نه یوازې زموږ په سیمه، بلکې په نړیواله کچه، د غټو پېښو او شخړو منځړي جوړوي. په دې جګړه کې له پښتنو سربېره د پښتنو ګاونډیان، ورڅېرمه هیوادونه او په یوه یا بله بڼه ټوله نړۍ راښکېل ده. خو د جګړې اصلي قرباني پښتانه دي، نن باید د پښتنو ټوله هڅه لکه څنګه چې د سیمینار موضوع ورته بېله شوې د جګړې پای، د سولې بسیا او د امنیت د ټینګښت پرمحور راوګرځول شي.

د پيغامونو په لړ کښې د افغانستان د ملي یووالي ګوند پیغام  د ښاغلې پیښوری شینواری له خوا ولوستل شو.لدې وروسته ،  ښاغلي مبارز څاپې، ښاغلي نسیم  ستوري،ښاغلي واجد بهرام ، پیغلې مدینه دونیا احمدزۍ ، ښاغلي اباسین لالپور وال ، ښاغلي مطیع الله روفي،ښاغلي یوسف علي خان او ښاغلي محمدالله مسعودیار  شعرونه وویل چې د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل.

د یادونې وړ ده چې  د پښتو ، پښتونولۍ سره د بې کچې مېنې لرونکی دلوې پښتونخواپیژندل شوی او   منل شوی  ممثل اوفنکار ښاغلي اسماعیل شاهد  ،چې  د ټوکو ټکالو، تمثیل او فن  په ډګر کې سیال نه لرې،زمونږ سره برخه واخسته او سیمینار ته ئې   لا ښکلا وبخښله   او په خپل فن سره ئې دغونډې فضا لا رنګینه کړه.

د سیمینار د ټنګ ټکور برخه له پښتونخواڅخه سیمینارته رابلل شوي  خوږ غږي سندرغاړې او موسیقۍ جوړونکي ښاغلي ماسټر علي حیدر په زړه راښکونکي  اواز  چې ښاغلي  وحید احمد بابو، نجیب  خان او ایراج  ورسره ملتیا کوله ښکلې شوې وه.

غونډه دملې اتڼ په کولو سره دشپې په یوه بجه پاې ته ورسیده.

https://plus.google.com/photos/111563356642461648576/albums/5892826298737334961?banner=pwa

https://plus.google.com/photos/111563356642461648576/albums/5892823408524054049?banner=pwa

https://picasaweb.google.com/pashtoonkhwa/20130717

http://www.youtube.com/watch?v=R-0YFOgW_hE

****************************************************************

دپښتنو امن : پخپله د پښتنولپاره د پیړۍ آزمون

څېړندوی عبدالغفور لېوال

پیلیزه

ددې شکایت تکرار ندی پکار ، چې پښتانه  هره ورځ په منځني برید تر سلو پورې وژل کیږي،  ښوونځی ، پوهنځی ، کار او دانساني ژوند امکانات نلري او لاهم دنړۍ له وروسته پاتې قومونو څخه شمارل کېږي.

په دې هم تم کېدل ندي پکار چې دا ټولې نارواوې پر موږ خپل کوي که پردي ؟ دا هم ویل شوي چې زموږ سیاسي ـ جغرافیوي موقعیت ددې ټولو ناخوالو لامل دی ، ځينې وايي نه !  د کفر او دین دجګړې  ټول  بار پښتون پر خپلو اوږو پورته کړی او بس :

                          یا به وخو ري ککرۍیا به کامران شي .....

زه به په دې لیکنه کې له دود شویو ګیلو ګوزارو څخه تیر شم، ان ددې ملي ناورین پر لاملونو به هم خبرې نه کوم  او رابه شم مخامخ هغو حل لارو ته ، چې زما په نظر نن سبا یې د نړۍ دغه په وینو او بدمرغیو لژند قوم،  ښايي دځانژغورنې لپاره، عملي کړي.

دملي رهبرۍ آدرس :

اوس نو دپښتنو ستونځه یوازې ملي نده ، بلکې سیمه ییزه او نړیواله ده، ډیر ځله چې له نړیوالو سیاسي او ستراتیژیکو ځواکونو سره ددې قوم د برخلیک خبره شوې ده ، نو یوه ترخه حقیقت  ته په اشاره او یا هم د ځانونو د خلاصون لپاره یې ویلي دي ، چې پښتانه ملي مشرتوب نلري ، یا پښتانه داسې یو سیاسي ادرس نلري ، چې د ټولو یا لږ تر لږه داکثریت پښتنو استازیتوب وکړای شي.  موږ له پښتنو سره دخبرو لپاره چاته ورشو چې د هر پښتون د استازیتوب  ادعا وکړای شي؟  دیوې ملي مشرۍ نشت پښتانه د نړۍ د سیاسي لوبو له ډګره لرې ساتلي ، ان په هغو خبرو او پریکړو کې هم حضور نلري ، چې  پکې د پښتون هیواد دبرخلیک په اړه خبرې کیږي.  د سیاست دمېز تر شا د پښتون څوکۍ اوس هم تشه ده.

ملي رهبري څه ده ؟  

هر کله چې یو شخص یا سیاسي حرکت وکړای شي د یوې سترې ملي مسئلې، ستونزې یا پېښې پر مهال یو ملت یا د یوه هېواد بشپړ اکثریت د مثبت حل لوري خواته وروخوځوي  او له ستونزې  څخه یې وژغوري ،ملي مشري یې رامنځ ته کړې ده.

په داسې حالت کې مهمه داده چې دغه شخص یا سیاسي حرکت خپله اراده ولري او د ملت خوځښت یا Mobilize کولو نوښت یې خپل وي.

موږ دملي مشرۍ یوې مجموعې ته اړتیا لرو چې د پښتنو له بېلابېلو تولنیزو ځواکونو څخه جوړه وي.

دا چې ملي مشري به څنګه رامنځته کوو ، ښايي ددغه امن کانفرانس په څېر یوه ملي علمي جرګه پرې خبرې وکړي

دملي مشري ځانګړنه  ښايي دا وي ، چې  دټول  افغان ولس او دټولې پښتنې خاورې ژغورل یې د مبارزې یوازینۍ موخه وي .  .

دې موخې ته به څنګه رسیږو؟

ګومان وکړئ چې ټوله نړۍ ستاسو پر ضد ده او په دې نړۍ کې هیڅ دوست نلرئ . ښايي هرڅه دځانجوړونې له ټکي څخه پیل کړو. له دښمنانو سره تر ټولو انساني او مشروع دوښمني داده چې ځان پیاوړی کړو.

زموږ د ځانژغورنې کيلي په ځان پیاوړي کولو کې ده ، خو راځئ ددې ملي ژغورنې دمیکانیزم درېګونې پوړۍ وپېژنو، او دې ته راشو چې دملي مشرتوب مجموعه یعنې دپښتنو د خواخوږیو ځواکونو ، روښانفکرانو ، لیکوالو ، فرهنګیانو ، پښتني رسنیو ، ګوندونو او مدني ټولنې نه جوړ شوځواک   ، سره په ګډه دغه درې  منزلونه څنګه وهلی شي:

دژغورنې لومړی پړاو  (ویښتیا) :

دنړیوالتوب یا ګلوبالایزیشن  په دې چټک پیر( زمانه) کې  موږ چېرته یو ؟ ولې یو؟ او دوست و دوښمن څوک دی؟ دویښتیا دبهیر کار دادی چې دې پوښتنو ته ځواب ووایو . موږ ولې ښوونځی نلرو؟ ولې پخپله ژبه زدکړه نکوو یایې نشو کولای؟ ولې وزګاره ، ناروغ ، بې ډوډۍ او له تولیدي ملکیت څخه محروم یو؟ ولې جګړه دنورو وي او پکې سټ موږ شو او ولې ټوپک دبل وي او پر ماشه زما ګوته ایښې ده؟ اوولې له هرټوپکه وتلې ګولۍ زما پر ټټر لګیږي؟ هر پښتون ته ددې پوښتنو ځوابونه رسول د ویښتیا دپړاو هڅه ده موږ باید خپله ناروغي وپیژنو یا ښه ده ووایم چې موږ باید خبر شو ، چې ناروغه یو. ملي مشري ښايي له هغو ملي ځواکونو سره ـ چې مخکې مو یادکړل ـ  یوځای دټولو پښتنو عامه پوهاوي ته هڅې پیل کړي او دوی راویښ کړي.  دویښتیا لویه ځانګړنه دا ده چې په ملي چارو کې د ملي ګټو په اړه دملي مشرتوب دريځ په یوه خوله او یووخت ټولو ته ورسول شي او د ولس عامه ذهنیت له سر ګردانۍ او ګډوډۍ څخه وژغوري. دهرې لویې پریکړې ،مسلې او ستونځې  پر مهال ښايي  دولس سالمه لارښوونه وشي او دبې باورۍ مخه ونیول شي. دویښتیا پړاو د ولس د باخبرۍ او یوه ملي ادرس ته دمخې کولو پړاودی.

 دژغورنې دوهم پړاو  ( روښانتیا) :

روښانتیا  دپېژندل شویو ستونځو د حل لارو دپېژندلو پړاو دی . په دې پړاو کې ښایي د ملي مشرۍ  مجموعه  په یوه خوله ټول ولس له هغو لارو چارو څخه خبر کړي ، چې پر بنسټ یې  دپښتنو ګډخوځښت دژغورنې ټول بهیربشپړولای شي.

دژغورنې او پرمختګ په اړه د پښتنو دعامه ذهنیت د روښانه کولو لارې کومې دي؟ امن تر هغو نشي راتلای ، تر څو چې پښتون وږی او وزګاره وي ،  خپل ښوونځی او خپله مدرسه ونلري .

له لوږې او بې وزلۍ څخه داقوم څنګه ژغورلای شو؟ ددې خاورې له اقتصادي سرچینو ، بشري ځواک او سیمه ییزو ځواکونو څخه د کوم اقتصادي موډل پر بنسټ  ګټه پورته کولای شو؟  کوم ډول سیاسي نظام دپښتنو د ملي مشرۍ د انستیوتیزه کولو لپاره جوړیدای شي؟ د ټولنیز سمون ا و عدالت لارې کومې دي. زموږ اقتصادي لومړیتوب څه دی؟ کرنه ، سوداګري  که صنعت یا څاروي روزنه ؟ کانونه یا هم داینرژۍ تولید؟ که داټول خو په کومو لارو چارو ؟ له کومه یې باید پیل کړو. ایا له ښوونځي څخه یې پيل کړو که دکورله زانګو څخه؟  دښارونو او کلیو تر منځ توپیر څنګه له منځه یوسو ؟ څنګه کلی د ښار له دوښمنۍ څخه راوګرځوو اوپه یوه مرستیال ځواک یې بدل کړو؟  ددین او دنیا پخلایینه څنګه کولای شو؟ او څنګه دا پوهاوی عام کړو چې هر دنیوي کار ددین ضد کار ندی ، تر هغو یې چې ددین سپیڅلي احکام نه وي نقض کړي.

  دروښانتیا پړاو ټول د علمي او عملي طرحو د جوړولو ، ولس ته یې درسولو او عملي کولو ته یې د خلکو او حکومتونو داړایستلو پړاو دی .  دملي مشر توب مجموعه په دې پړاو کې دهرې ملي ستونځې د حل علمي او عملي لارې چارې   دولس په مرسته او قوت د عملي کېدو تر بریده رسوي او په دې توګه دژغورنې درېیمې پوړۍ ته ګام پورته کوي.

دژغورنې درېیم پړاو ( بدلون) :

بدلون له دې بدمرغیو څخه د وتلو ( ښه ده ووایم ځان ایستلو)  هغه عملي  پړاو دی ، چې باید خلک یې پخپله د ملي مشرۍ دمجموعې  په مرسته  ترسره کړي.  یو ریښتینی بدلون هغه دی چې خلک یې پخپله  ډاینامیک ځواک اوسي . داسې بدلون، چې دملي مشرۍ مجموعې یې ټول معلومات رامنځ ته کړي وي ، دحل لارې چارې یې ښوولې وي او ټول عملي میکانیزمونه یې خلکو ته ورښوولي وي. په داسې وخت کې خلک پخپله یو ټولنیز بدلون رامنځته کوي او پرته  له دې چې وینې وبهیږي ، هېواد ویجاړ شي او ملي یافردي شتمنیو ته زیان ورسیږي ، بدلون دټولنې په منځ کې راځي.  زه بیا ټینګار کوم ، چې که د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه  سم بشپړ شي  نو بدلون پخپله د خلکو له خو ا رامنځته  کیږي.

خو د بدلون ټول بهیر هم باید د ملي مشرۍ دمجموعې له خوا ګام پر ګام تر څارنې لاندې بشپړ شي.

په پایله کې  ښايي   ټینګار وکړم ، چې امن ته رسېدل په سوال ، زاریو ، ژړاګانو ، ګیلو او شکایتونو ناشونی دی ، تر هغو چې له دننه څخه ځان پیاوړی نکړو نور نو تر اخر زمان پیغمبر وروسته معجزه نکیږي ، پردي هم زموږ په حال رحم نکوي او په دې سیمه کې هم دوستان  نلرو.

دخدای سپیڅلی کلام هم فرمايي : چې ترهغو به خدای دیوه قوم حالت بدل نکړي ، ترڅو هغه قوم پخپله خپل حالت بدل نکا.

دخپل حال دبدلولو دغه درې پړاوونه  نورو ولسونو لاپخوا بشپړ کړي دي، او که موږ یې اوس پیل نکړو نو سبا به ډیره ناوخته شي  او خدای مکړه د پښتون دپاتې کیدو یا ورکیدو خبره به رامنځ ته شي .

مګر تاسو د خپلو هغو مشرانو خبره هېره کړه  ، چې:      یابه یو کیږو ګنی ورکیږو !

Assist Professor Abdul Ghafoor Liwal   Directori of the Regional Studies-Center of Afghanistan RSCA 

 

پوهنیز سیمینار ته

 ډاکتر سرلوڅ مرادزی       

له هرڅه مخکې د سیمینار درنو برخوالو ته هرکلی وایم او د سیمینار په کار کې ټولو ته بریالیتوب غواړم.

همدا راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دوستانو ته کور ودانی وایم چې د یوه داسې ګټورسیمینار کوربتوب يي پرغاړه اخیستی چې هغه کې د پښتنو سیمې د ډېرې مهمې مسلې، جګړې، د هغې لاملونه او حللارو په اړه، تحلیلي څيړنې او د نظریو تبادله کیږي.

ددې یادونه هم باید وشي چې د دوستانو لخوا، د سیمینار لپاره خورا ښه سرلیک ټاکل شوی او په دې سرلیک سره په حقیقت کې د پښتنو سیمې اوسنۍ سترې ستونزې ته اشاره شوې او د نښې منځ په ګوته شوی دی.

البته د پښتنو پر سیمه، کړکېچ او جګړه کې کورني او بهرني ټاکلي لاملونه لاس لري. په ټوله کې جګړه د پښتنو پر سیمه تپل شوې او پردۍ ده. پښتانه خپله داسې ملي موخې نه لري چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره په دومره لویه کچه جګړې ته اړتیا وي او بیا د هغې لپاره خپل ټاټوبي ته، له نړۍ پنځوس هیوادونه راوبولي. ناټو او ایساف چې د پښتنو سیمه کې میشت شوی، د هغو ترهګرو په وړاندې جنګیږي چې د هغو په رامنځته کیدو کې پښتنو هیڅ  ونډه او پړه نه درلوده. البته اشر شوي ترهګر چې د پښتنو له خبرتیا او ګټو پرته، د پردیو تګلارو د پلیتابه لپاره په پښتنو سیمه کې دېره شوي، اوس د هغو په ورکاوي او جاروکیدو کې د ناټو او ایساف ترڅنګ پښتانه هم ګډې ګټې لري، ځکه ترهګر د پښتنو سیمې ته د پښتنو د ارادې او ګټو په وړاندې رابلل کیږي او تر نورو قومونو او ملتونو لومړی پښتانه وژني، د پښتنو ټاتوبي ویجاړوي او په سیمه کې د پښتنو ګټې او تګلارې په نښه کوي!

نن د پښتنو پر خاوره روانه شخړه او جګړه، نه یوازې زموږ په سیمه بلکې په نړیواله کچه، د غټو پېښو او شخړو منځړي جوړوي. په دې جګړه کې له پښتنو سربېره د پښتنو ګاونډیان، ورڅېرمه هیوادونه او په یوه یا بله بڼه ټوله نړۍ راښکېل ده. خو دا چې وايي اور کې هغه ځای سوځي چېري چې اور بل وي، د جګړي اصلي قرباني پښتانه دي.

د پښتنو سیمه منځنۍ او سویلي اسیا یو له بل سره نښلوي او دا دواړه بیا له منځني ختیځ سره تړي. په دې توګه هغه جیو پولیټیک او جیو ایکانومیک ارزښت چې دې سیمې پخوا درلود په ۲۱ مه پیړۍ کې نوی او زیات ارزښت پیداکوي. خو نن سبا د ګاونډیانو اونړیوالو لپاره د پښتنو سیمې دا ځانګړي ارزښت د ګټورې او روغې سیالۍ پرځای، د دوی ترمنځ یو بل ته په استخباراتي لینګتیو، تاوتریخوالي او پوځي ټکرونو بدل شوی او دا حالت به له بده مرغه تر هغو ادامه ولري چې د دوی ترمنځ د ګټو انډول رامنځته شي.

په دې غوبل کې د پښتنو سیمه یوخوا د شانګهايي تړون د غړو هیوادو او ناټو تړون، د روسیی او امریکا او بلخوا د هند او پاکستان، ایران او امریکا، د عربي هیوادونو او ایران تر منځ د ګټو د مخامختیا او ټکر په ډګر بدله شوې ده!

د پښتنو سیمې پر چورلیز، د ګاونډیو او لیري هیوادونو د ګټو د انډول او د ټکر د مخنیوي لپاره تر ټولو مخکې پر دې سیمه د پښتنو د یوه پیاوړي مرکزي دولت بسیا، د لومړۍ دندې په توګه رامخته کیږي. که داسې غښتلې مرکزي واکمني رامنځته نه شي او سیمه له داسې واکمنۍ څخه تشه وي، نږدي او لیري پراته هیوادونه په داسې تشیا کې ددې سیمې له جیو ستراتیژیک او جیو ایکانومیک ارزښت څخه هغه ګټه چې اړینه ده، نه شي پورته کولای!

د تېرو څو لسیزو تجربه هم ثابتوي چې پر سیمه د پښتنو کمزورې واکمنۍ ، ټوله سیمه او نړۍ بې ثباته کړې او له دې يي زیاته هم ناارامولای شي.

بلخوا یو له بل سره د نه سمپوهاوي او د ګټو او امکاناتو په ټکر کې، دا هیوادونه او ملتونه د نوې او زیاتې ګټې پرځای تاوان کوي او لګولې پانګه يي د ګټې پرځای، خپله د له منځه تللو خطر سره مخامخیږي. همداراز که دا تشه له پښتنو پرته، د پاکستان او یا ایران لخوا او یا د پښتنو په داسې ګډون چې ایران او پاکستان په کې برلاسی ولري ډکه شي، نه یوازې دا چې روانه جګړه او کړکېچ  به له منځه لاړ نشي، بلکې سیمه به له نویو زیانمنو سیالیو سره مخ شي او روان ناورین به دایمي بڼه خپله کړي!

همداراز د پښتنو سیمه چې یو پلو د ځینوګاونډیو په لاسوهنه د پښتنو د واکمنۍ د کمزورتیا او بل پلو سیمې ته، د دوې په لاس د ترهګرو د اشر په لامل د ترهګریزو فعالیتونو اډه ګرځېدلې، که پاتې ګاونډیان او نړۍ غواړي چې سیمه د ترهګرو له ککړتیا پاکه شي او ترهګریز طاعون دوی ته سرایت ونکړي، بیا هم د پښتنو له هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ پرته، دا چاره ناشونې ده. دا چې له نورو مخکې پښتانه او پښتنه سیمه د ترهګرو د ځانمرګي بریدونو ښکار او پښتانه له ترهګرو سره د مبارزې او جګړې په لومړۍ لیکه کې جنګیږي، په دې لامل هم پښتانه د پراخ او غوڅ ملاتړ وړ دي.

که دلته دا خبره غوڅه کړو ویلای شو چې که پښتانه کمزوري وي، سیمه کې به کړکېچ وي او سیمه به بې ثباته او ناامنه وي خو که پښتانه پیاوړي وي، ټوله سیمه به ارامه او باثباته وي!

بلخوا په نننۍ نړۍ کې ژوند او له نړۍ سره اړیکې او راشه درشه، یوه ستوې لار نه ده. د پښتنو سیاستوال او سرلارې باید د تېر په خلاف، د پښتنو سیمې د جیو ستراتیژیک او جیو ایکونومیک ارزښت څخه، په نویو حالاتو کې چې نړۍ په یوه کلي بدلیږي، په وخت پوهه او خبرتیا ولري او له دې پوهې او خبرتیا پوره ګټه پورته کړي. پښتانه کولای او باید وکړای شي په افغانستان کې د نړۍ د پنځوسو هیوادو له پوځي، دیپلوماتیک او په یو ډول نه یو ډول اقتصادي شتون څخه چې د پيړۍ معجزه ګڼل کیږي، سیمه کې له پښتنو څخه د رامنځته شوې تشې په ډکون کې، د ځان په ګټه کار واخلی. که پښتانه دا فرصت او د ځان په ګټه رامنځته شوي وړ شرایط ، د سراښو ګاونډیانو د فرهنګي تبلیغاتو، د دوی له ملاتړه د برخمنو ترهګرو د مذهبي غولونکو نارو سورو او یا د سیمې په اړه د راتلونکو تګلارو د نه درک او ناپوهۍ په لامل له لاسه ورکړي، په راتلونکي لنډ وخت کې به بیا داسې شونتیاوې ترلاسه نه کړی او ددې زیان جبران به ناشونی وي.

همداراز که پښتانه له سراښو ګاونډیانو څخه د خلاصون، دخپلو کمزوریو د پوره کولو او پر خپله سیمه د واک چلولو لپاره، نني مساعد فرصتونه د ځان په ګټه ونه شي کارولای، بیا به هیڅکله داسې فرصتونه ترلاسه نکړي او پښيماني به بیا هیڅ ځای او ګټه ونلري!

بل پلو پښتنو مشرتوب لپاره پکار ده چې د پښتنو پر سیمه، د ګاونډیانو او نړیوالو د ناروغه او زیانمنې سیالۍ او ټکرونو لوبه، پخپل نووښت او وړتوب د اړیکو او ګټو د انډول په رامنځته کیدا، بدله کړي او په دې اړه خپله وړتیا ثابت او وکاروي.

بل غټ لامل چې سیمه او نړۍ يي ناارامه کړې، هغه د ډیورنډ تپلې او استعماري کرښه ده چې واحد افغان ملت يي په دوو لویوبرخو او څلورو ټوټو په چاړه ویشلی او همداراز پښتانه يي له خپل طبعي حق له هند سمندر څخه له ګتې اخیستنې بې برخې کړي او په وچه کې يي بندیان کړي دي. د برتانوي هند او په تېره بیا د پاکستان له جوړښت روسته، د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړو پښتنو د خپل یووالي او یووستون لپاره د نړۍ ملاتړ غوښتی چې د داسې ملاتړ لپاره د پښتنو هڅه لا روانه ده او نه دریدونکې ده. د پښتنو پر ټټر د ډیورنډ کرښه چې د استعمار شوم میراث او له دوهمي نړیوالې جګړې روسته، د پاکستان په رامنځته کیدو سره یو ناسور ټپ جوړ شوی په سیمه کې د کړکېچ ، تاوتریخوالي، شخړو او جګړو مونډیز لامل ګڼل کیږي.

پنجاب چې ځان د لروبرو پښتنو د ملي داعيي طرف بولي، د ډیورنډکرښې پر سر د پښتنو د یووالي غورځنګ او پر کابل د مرکزي پیاوړي دولت د مخنیوي لپاره، ځان اړ بولي له هغه ځایه چې پوځ يي په یوازې ځان دا وړتیا نلري، پاکستان ته له نړۍ ترهګر را اشر کړي او د خپل پوځ ترڅنګ يي د پښتنو په وړاندې وجنګوي. د پاکستان شپيته کلن تاریخ، لروبرو پښتنو سره د ډیورند کرښې پرسر، د کړکېچ، تاوترخوالي او جګړې تاریخ دی!

که لروبر پښتانه پخپل یووالي او یوموټيتوب دا خیالې کرښه له خپله منځه ایسته ونه غورځوي او له امو تر اباسینه پخپله پلرنۍ خاوره واکمن نه شي دغه ټوله سیمه د امنیت، ثبات او سوکالۍ مخ نه شي لیدلای!

بلخوا نن چې د نړۍ پنځوس ځواکمن هیوادونه افغانستان کې شتون لري، پښتانه کولای شي د دوی له شتون څخه د ډیورند کرښې په له منځه وړلو او تر اباسینه د افغانستان ختیځې پولې ته د رسیدو او د بشپړ افغانستان په ټینګیدو کې، ګټه واخلي. ترڅو چې ډیورندکرښې پښتانه سره ویشلي وي، د پښتنو سیمه کې سوله او امنیت نه شي راتلای او چې دلته امنیت نه وي، نړۍ هم په ارامه سا نه شي اخیستلای!

له بده مرغه په افغانستان کې د پنجاب د پوځي او ترهګریز یرغل سره په یوه وخت د ایران فرهنګي او د شیعه مذهب تر چتر لاندې استخباراتي یرغل او لاسوهنه، د پښتنو سیمې په نا امنۍ کې وتلی ځای لري.

خو که د پښتنو سیمه کې د جګړې د بهرنیو لاملونو سره یوځای کورني لاملونه چې د بهرنیو هغو لپاره يي لاره اواره کړې په ګوته نشي او له منځه یونه وړل شي، موږ به د روانې جګړې په اړه چې دلته هره ورځ په سلګونو پښتانه مري او د دوي هیواد او ژوند تبا کیږي د ریښتیا نه ویلو په لامل، لویه ګنا کړې وي!

په کور دننه پښتانه د سیمې د نوروملتونو او قومونو په نسبت د زیاتو ننګونو سره مخ دي، ددې ستونزو او شخړو ډېره برخه پخوانۍ ده چې نویو هغو يي اندازه او شمېره  نوره هم ورزیاته کړې او اوس موږ د پښتنو پتوګه د ستونزو او ننګونو د یوه سترغونډ یا د ستونزو د یوه بشپړ Complix  سره مخ یوو.

تر ټولو لومړی د سولې یا جګړې د غوراوي په اړه د پښتنو خپل تکل او هوډ، لومړۍ خبره ده.

 سوله یا جګړه د یوې بنسټیزې موضوع پتوګه مخکې له دې چې د پښتنو ګاونډیانو یا نړیوالو ته راجع شي، باید خپله د پښتنو ستونزه او موضوع وګڼل شي او د غوره کولو او حل واک يي هم خپله د پښتنو په لاس کې وبلل شي. که پښتانه خپل منځ او خپله سیمه کې سوله ونه غواړي، هیڅوک ورته سوله نه شي راوستلای او که د جګړې له جنازو ستړي شوي وي، هیڅوک يي بیا نه شي وژلای!

دلته زما موخه پښتنو ته د جګړې د زیانونو او د سولې د ګټو بیان نه دی، پښتانه د جګړې په زیانونو له هر وخت زیات او له هرچا زیات پوهیږي. پښتنو نږدي څلویښت کلونه په جګړه کې خپلې جنازې او زیانونه تجربه کړي، خو د سولې د ګټو په اړه بیا خبره بل ډوله ده او په دې اړه پښتنو ته ډېر لږ څه ویل شوي او پښتنو هم خپل ګریوان کې د سولې په اړه ډېر لږ فکر کړی.

په جګړه کې کرهڼه، مالداري، صنعت، تولید او اقتصاد وده نه کوي. که سوله نه وي روزنه، پوهنه او کلتور نشته! په دې ډول سوله او جګړه موږ دلته د نورو مسایلو لپاره د یوه محور پتوګه یادوو.

اوس مهمه دا ده چې پښتانه له هرڅه لومړی د سولې لپاره مټې راونغاړي، د تلپاتې سولې د بسیا لارې او کودونه پیدا کړي او هغه پلي کړي او د جګړې تنور چې خپله لکه د لرګو په څېر پکې سوځي، سوړ کړي. دا کارونه ټول باید پښتانه خپله وکړي او هیچاته په تمه کښینني.

د سولې بسیا او جګړې ته د حللارې په پيدا کېدو کې، د مرستندویه وسایلو په سرکې ملي مرکزي حکومت ځای لري. که پښتانه په مرکزي حکومت کې کمزوري وي، د سولې موضوع ژر نه حلیږي او جګړه پسې غځيږي.

که پښتانه سوله غواړي، د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې دې یو هیواپال او سوله پال ولسمشر ته وټونه ورکړي. ولسي جرګې او نورو منتخبو مقاماتو ته دې هم په دې بنسټ رايي ورکړي.

که پښتانه خپل وټونه جګړه مارو او مفسدینو ته ورکړي، خپله سیمه کې د نه سولې، ناارامۍ او جګړې پړه پرخپله غاړه اخلي او په دې صورت کې بیا ګاونډیانو او نړیوالو ته ګوته نیول بيځایه او د ځان تېریستل دي!

د منفي دود پتوګه، پښتنو ترمنځ تربګني او تربورولي هم ددې لامل کیږي چې پښتانه خپل منځ کې دوښمن ته ځای ورکړي او دوښمن دوی یو د بل په وړاندې شخړې او جګړې ته ولمسوي. که پښتنه خپله د ښوونځیو، روغتونونو او یا نورو ټولګټو پروژو په ړنګولو کې د دوښمن د لاس اله ونه ګرځي، دوښمن پخپل لاس او نیغ په نیغه داسې ویجاړۍ نه شي رامنځته کولای!

تر کومه ځایه چې پښتنه ملا او جومات ته ډېره عقیده لري، دوښمن تل د ملا په جامه کې د پښتنو د ذهنونو په تیاره ساتلو کې، پښتانه دوکه کړي او پردي ملا تل پښتانه د خپلو ملي ګټو او واکمنۍ په وړاندې کارولي دي.

« ملا تل د پښتنو پر خیټه سپور دی او هغه هم پردی ملا، د انګریز او پنجاب ملا . دغه پنجابي او انګریز ډوله ملایانو، پښتانه د وخت له علومو لیري او ګوښه ساتلي. د پښتنو د بچوړو ښوونځي او روزنځي د همدغه ملایانو په لاس سوځیدلي او وران شوي دي. ددغو ملایانو په خوله پښتو ژبه د دوزخ ژبه بلل شوي او د وخت معاصرعلوم د شیطان کار ګڼل شوی دی. بلخوا پښتنو کې چې چا څه زده کړې او څه لږو ډېر تعلیم يي کړی، که هغوی په کابل کې وو، خپلې ټولې او که ټولې نه وي، ډېرې لیکنې يي په پاړسو لیکلی او په لره پښتونخوا او هند کې دا لیکنې بیا په اردو او یا نورو ژبو ترسره شوي دي . 
نو چې خپله پښتانه لیکوالان، رسنوال، سیاستوال او شاعران پښتنو ته په خپله مورنۍ ژبه، پښتو لیکنه ونه کړي، په پښتو کتاب ونه لیکي، ژباړه ونکړي او په پښتو شعر ونه وايي نو پښتانه به څنګه سواد زده کړي او څنګه به د ګاونډیو ملتونو او قومونو سره سیالي وکړي. پښتنو ته به د بل کوم قوم شاعر او لیکوال په پښتو ژبه شعر ووايي، په پښتو ژبه به ورته د اوس او معاصر وخت علمي او سیانسي کتابونه وژباړي او نوي کتابونه به ورته ولیکي؟.
د پښتنو لیکوالان او شاعران خو د پښتنو پر ځای د نورو قومونو لپاره کتابونه لیکي ، ژباړې کوي او د هغو په پلازمېنو او دربارو کې د پردیو ژبو په شعرونو خپل کومي څیري کوي.
یو وخت کله چې مې غوښتل، د ارواښاد علامه رشاد بابا د لیکنو او اثارو په اړه معلومات ترلاسه کړم، په دغه لړ کې مې یو ځای داسې ولوستل : 
پښتانه شعرا په اردوژبه: په دغه اثركې هغه پښتانه معرفي شوي چې په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثركې ( ۳۸۳ ) شاعران راغلي دي . 
پښتانه شعرا په فارسي ژبه: په دغه اثركې هغه پښتانه راغلي دي چې هغوى په فارسي ژبه شعرونه ويلي دي. په دغه اثر كې دوه سوه تنه شاعران معرفي شوي دي 
پورته دواړه کتابونه د رشاد بابا په لاس لیکلي اثار دي . 
البته دا خو ټولو ته جوته ده چې د غه لړۍ به نوره هم اوږده وي او ډېر نور پښتانه لیکوال او شاعران به له نوموړې لېست څخه بهر وي . 
اوس پوښتنه دا ده چې ایا پاړسو ژبو او یا اوردو ژبو لیکوالو او شاعرانو به هم په پښتو ژبه کوم کتاب نیم لیکلي وي او په پښتو به يي پښتنو ته کوم دیوان پریښی وي ؟ 
په اوس وخت کې چې د قومونو د ویښتیا او بېدارۍ وخت دی او ټول قومونه او ملتونه لګیا دي د خپل قوم، ژبې او کلتور لپاره هستونې کوي، بیا هم پښتانه د ځان پرځاي نورو ته په خدمت او چوپړ نه مړیږي!
موږ ټول وینو چې پښتانه په سایټونو، ورځپاڼو او مجلو کې د پښتو ژبې پرځای په پاړسو او اردو لیکنې کوي.هغه تلویزیونونه چې په نړیواله کچه خپرونې لري او چلوونکي يي پښتانه دي، په خپرونو کې يي پښتو یا له سره شته نه او یا په کتغ کې د مالګې په اندازه لېدل کیږي . 
یو شمېر پښتنو سندرغاړو خو له ډېر پخوا نه د پيسو لپاره پښتو او پښتانه دواړه، په بډه وهلي دي . 
پاړسې او اردو ژبې ته د پښتنو له دومره سترو خدمتونو سره سره، بیا هم په تېره بیا ایراني تالي څټي، پښتنو ته چې پښتو او پښتونوالې ته يي د خدمت څرک نه لګیږي، بیا هم فاشیستان او راسیستان وايي؟ 
ایا دا د هغه پښتنو لپاره چې شپه او ورځ د دوی په ژبه لیکنې کوي، شعرونه ورته لیکي، سندرې ورته وايي او د دوی په خدمت کې يي خپله ژبه او هرڅه هېروي، د ننګ  او شرم خبره نه ده ! 
زه دې پښتنو ته وایم : 
د پاړسي ژبې لپاره د ایران، تاجیکستان او تر ډېره بریده د افغانستان دولتونه، دریواړه ښه په مینه او لورینه خدمت کوي. په دې ژبه هره ورځ په لسګونو او سلګونو ورځپاڼې، کتابونه او نورې لیکنې کیږي او په میلیونونه پيسې په دې لار کې لګول کیږي. نو تاسې ولې لا نورهم سرباری پر دوی شیدې راپریښې او د دوی لپاره لیکنې کوۍ، ستاسو خپل قوم، پښتنو لپاره به څوک لیکنې کوي او هغوی به څوک او څنګه ویښوي ؟ 
اوس راځم اصلي خبرې ته او هغه دا چې پښتانه، کوم واحد ژبنی او کلتوري مرکز نه لري. کابل که څه هم د پښتنو پلازمېنه بلل کیږي، خو هلته له ډېر پخوا نه د پاړسي جوړولو ماشین ایښودل شوی او هر څوک چې کابل کې اوسیږي په اتومات ډول پاړسیوان کیږي. که پاړسیوان نه شي خپلو ماشومانو ته ډوډۍ نه شي پيداکولای او تل خپله پلازمېنه کې د پرديس او مسافر پتوګه ژوند کوي . 
پېښور او یا د پښتونستان کوم بله برخه کې خو د ګیلې خبره نه پاتې کیږي، ځکه چې دا سیمه خو له پخوانه لومړی د انګریزي ښکېلاک او روسته د پنجابي زورواکانو او بړیڅانو له لورې تر واک لاندې ده، هلته خو د پښتو ژبې د ورکولو او د پښتنو د تس نس کولو بهېر له وړاندې ښه په درځ روان دی.
په دې توګه وینو چې د پښتنو د ښوونې او روزنې لپاره کوم مرکز نشته. کابل کې د پښتنو د ويښتوب لپاره هغه څه چې پکار دي نه ترسره کیږي. هغوی چې پښتنو کې با سواد، لیکوال، شاعر او لږ په څه پوه دي د پښتنو په ژبه له هغوی سره خبرې نه کوي. د هغو په ژبه لیکنه نه کوي.هغوی د پښتنو پر ځای نور قومونه ويښوي. نو پښتانه به څنګه سواد زده کړې. څنګه به خپل او د بل حق وپېژني. څنګه به ویښ شي او داسې په سلګونو او زرګونو نورې پوښتنې ناحله پرتې دي . 
پښتانه په لویلاس نالوستي او بېسواده ساتل کیږي او دا لړۍ به ترهغو روانه وي چې د پښتنو روڼ اندې او سیاستوال د پښتنو په دې ستونزه نه وي پوه شوي او د هغه د حل لپاره اساسي چاره ونه کړي ! 
پښتانه باید د اقتصادي، پوځي او اداري مرکز تر څنګ یو واحد ژبنی او کلتوري مرکز اباد کړي. د کندهارښار د داسې یو مرکز اغیز لرلای شي. داسې مرکز د ملت په تړښت، جوړښت، شتون او وده کې د بنسټ ډبره جوړوي ( ۱ )»

په پښتنو کې نالوستیا، کمزورې مالي او اقتصادي حالت، د پښتنو په دود او کلتور کې ستغوالی او زیږوالی او له سیمې او نړۍ سره ډډه نه لګول او نور یو شمېر لاملونه شمیرلی شو چې تاوتریخوالي، کړکېچ او جګړې ته لار اواروي!

اوس ددې وخت راغلی چې پښتنو کې هر راز غونډې باید د پښتنو د ستونزو ریښه، خپله پښتنو کې ولټوي، پښتانه باید خپلو ستونزو ته خپله حللار پیداکړي او نورو ته هغه هم په ټاکلو معیارونو سره یوازې د یو مرستدویه وسیلې پتوګه وکتل شی. نن باید د پښتنو ټوله هڅه لکه څنګه چې د سیمینار موضوع ورته بېله شوې د جګړې پای، د سولې بسیا او د امنیت د ټینګښت پرمحور راوګرځول شي.

بلخوا که د پښتنو غونډې او سیمینارونه په ټولټاکنو کې پښتانه، پرتو ننګونو اوملي موخو ته متوجه نکړي او مخکې له مخکې پراخ تبلیغاتي او تشکیلاتي کار ونکړي، داسې غونډې او سیمینارونه د سولې او جګړې په تړاو، په عملي ډګر کې هیڅ کار نه شي ترسره کولای!    

یادونه:

( ۱ ) دا برخه زما له یوې پخوانۍ لیکنې رااخیستل شوې.

د ۲۰۱۳ کال د جون ۱۷ مه

 سرلوڅ مرادزی        

- بېرته شاته