(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قانون ځان ته مه تسليموی، ځان...

قانون ځان ته مه تسليموی، ځان قانون ته تسليم کړی!

د بلخ والي عطا محمد نور وايي، چې نه افغان دى او نه هم په نويو تذكرو كې د افغان هويت د ځان لپاره مني. دى وايي هر قوم ته بايد، خپل قومي هويت وليكل شي. جالبه داده چې كه چېري فرض مثال، هر قوم ته لكه: تاجك ته تاجك، پښتون ته پښتون، هزاره ته هزاره، ازبك ته ازبك او په همدې ترتيب، هر قوم ته بېل او خپل فردي او قومي هويت وليکل شي، نو د افغان كلمه له منځه ولاړه، د افغانستان نوم له منځه ځي، چې دا هم د ځينو كړيو جوړشوى پلان دى چې په همدې ترتيب، لومړى افغان او افغانيت او بيا افغانستان، محوه كړي. افغان كلمه كلي هويت تشريح كوي، كه فردي هويت وليكل شي، نو كلي هويت له منځه ځي، ځكه هيڅ افغان نه پاته كېږي، هر يوه ته خپل ځانګړى قوم ليكل كېږي. كله چې هر چا ته خپل قوم وليكل شي، نو بيا افغان څوك دى؟ او كله چې افغان نه وي، نو بيا د افغانستان نوم څه مفهوم لري او بيا به نو زموږ كلي معرفت او هويت به څه شی وي؟ د افغان او افغانيت په نوم ليكل شوي کتابونه، نصابونه، قوانين او تاليفات، به بيا څه مفهوم ولري؟ واضح خبره ده چې دا بايد ټول تغير كړل شي. كه د بلخ د والي خبره ومنل شي! حال دا چې دا ډول څرګندونې چې هر څوك كوي، بايد پايلي يې هم يو ځلې د احساس په تله تول كړي. ملت پوهېږي چې ځيني مرموزي كړۍ د ګاونډيانو په اشاره مختلف ابهامات خپروي، ګنګوسې او شايعات خپروي، زموږ داخلي اجيران لمسوي چې اساسي قانون توهين كړي، ملي خطوط او ملي منافعو ته ضربه وركړي، بېلگې يې ډېري موجودي دي. د افغانستان په اساسي قانون كې پر دې سربېره چې ويل شوي د افغان كلمه د افغانستان د جغرافيې، هر فرد ته اطلاق كېږي، دا هم راغلي چې افغانستان او افغان ملت يو لايتجزا هيواد او ملت دى، نو په همدې اساس قوانين بايد درك شي، قوانين بايد حفظ شي، هيڅوك له قوانينو اوچت او مستثنی نه دى، هر يو د قانون په وړاندي مكلف دى چې اصولو ته يې تسليم او د ټولنې د يوه فرد په صفت ځان د قانون په حدودو او چوكاټ كې عيار كړي. قانون څوك د ځان په ګټه نه شي جوړولاى او نه يې هم منحرفولاى شي. افراد ځان پر قانون عياروي، قانون پر ځان نه عياروي. عطا محمد نور غواړي قانون پر ځان عيار كړي. هغه نقطې چې د نوموړي د شخصي مفاداتو سره په ټكر كې دي، ښاغلى يې نه مني. بدبختي په دې كې ده چې هر زورواكى د عطا محمد نور په څېر، قانون ځان ته تسليموي، ځان قانون ته نه تسليموي. اوس به قوانين هم د افرادو پر شوق، زوق، تعبير او تفسير مطابق جوړېږي، حال دا چې قانون د ټولو لپاره دى، اوس د افغانستان سياسيونو ته اخطار ور كول كېږي چې كه چېري قانون د عطا محمد نور د ايډيالوژۍ خلاف عيار شي، نو د نوموړى په وينا تر سره خط به ورواوړي. عجبه ده عطا محمد نور خو دا اوس هم، تر سره خط په زرهاوو كيلو متره ور اوښتى، د يوه فرد په صفت دومره غټي دعوې كوي چې ملت هم ورته حيران دى، چې ښاغلى عطا پر كوم اړخ كښېنستلى، ځكه نوموړى دا (۴۰) كاله افغان و، پلار او نيكه يې افغانان وه، خو اوس دی له افغانيت څخه انكار كوي. لومړى خو تذكرې د زاړه اساس له مخي وېشل كېږي، په زاړه اساس كې ښايي د عطا محمد نور پلار او نيكه دواړو ته افغان ليكل شوى وي، نو اوس پوښتنه داده چې د دوى زوى او لمسى عطا محمد نور به څه كوي؟ د خپل پلار او نيكه په تذكره كې به هم، اصلاحات راولي، يعني د افغان پر ځاى به په اصلي اساس (كونده) كې هم تاجک ليكي او ايا قانوني دا حق لري چې د خپل پلار نيكه هويت واړوي، كه څنګه؟ دا هغه پوښتني دي چې ښايي ځواب يې يوازي د عطا محمد نور سره موجود وي، ځكه د هويت له اړولو سره ډېرى زياتې پوښتني مطرح كېږي چې په دې لنډه ليكنه كې يې نه شو خلاصه كولاى، نو په همدې اساس هر څوك چې هيواد د تجزيې خواته ټېله كوي، د افغان ولس، ملت، دولت او ټولنې مشترك دښمن دى چې بايد په وړاندي يې عاجل اقدام وشي، تر څو د دغه  راز مبهمو، پرديو پالېسيو او تيوريو مخه ونيول شي.

--------------------------

ليکوال: عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته