(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه کره

که غواړې چې کره وتولنۍ (معیاري) پښتو ولیکې لمړی هرو(لازم) دی چې ځنې سمېشوې (مصتلحات)،پیلامونه(لغات)،وییېاودږبې وییکونه(ادوات) وګورې، ځکه په پښتوږبې باندې دنوروږبو داغېزې په اړونډ بیخي په پښتولیک ولوست کې چلول پرې هېرشوي دي، بېره ده که ځښتنان یې راوُنه خوځوي له منځ څخه به لاړشي.

   دوهم داچې که په لیکنه کې د پره دی ږبې پیلامونه، وییې.. دقلم څوکې ته درته راشي سمدلاسه یې په پښتووییکونو(لغوي ادوات)بدلې کړه،اوکه نه سوچه پښتو به درنه چټله وي.داسیوچ مه کوه چې بدلونې به دې سمې نوي، ږبه ځانښت(فطرت) ده،اوځانښت دڅښتن جوړښت دی، که چېرې د سړي غوښتنه(اراده) سمه وي،دالله جوړښت تل سم وي، داهم مه وایه چې څوک به ستا په ږبنیو کېښودنوباندې وونه پوهیږي،هرڅوک لوی څښتن دخپل ځان په جوړښت باندې پوهوي، ځکه ږبه یې دځان ټوک وټوټه ده،هروده چې پرې پوه شي.

    داهم مه وایه چې که چیرې په پره دیوږبولیکل ونکړې،یادهغوئ وییې وپیلامونه پخپله ږبه کې راګډ نکړي، څښتنان به یې درنه خفه شي،اویابه درته تکړه لیکوال وو نه ویل شي،په آړون وچپون(عکس) د دې ته به دتکړه لیکوالانوله ډلې څخه شمیرل کیږي،ځکه په کره وسوچه  پښتولیکنه کوي،پردي به دې درناوی کوي، ځکه دخپل ځان درناوی دې کړی دی،پښتانه به دې درناوی کوي،ځکه دې هغوی درناوی دې کړی دی.

    ګوره ګوره چې په ځان باندې ویاړنه ونکړي،یا ځان ترنوروڅخه ښه پوه،لیکوال،شاعر.. وشمیرې،اوداووایې چې په پره دی ږبه باندې پوهیږې، لیکل ولوستل پرې کولی شي،په پره دیو ږبوکې کتابونه لیکې او پخپله ږبه کې په سمه وناسمه نه پوهېږي،ځکه پره دیو ته به په مخکې اغاګل يې په شاکې به ورته پاګل،   اوخپلو(پښتنو) ته به بې پته ښکارې،ځکه ږبه دې بت دی پت چوپړ دبل ته ورکړ.

   خودادِدې مانا نلري چې ته د نوروږبې مه زده کوه، لوست ولیک مه پرې کوه، ځکه ټولې ږبې سړییزه(انساني) پاتېینې(میراث) دي،دپوهې راپوهې،راکړې ودرکړې.. اړوندونه دي،زده کول وپوهیدل پرې اړین دي،او دې قامونوپه منځ کې یودبل درناوی پرې راپورته کیږي،اویو دبل ترمنځ په پوهنه کې ږبنۍ تړنې راپيداکیږي،که چېرې هریو یودبل په ږبه برابرې بدَلیزې لیکنې ولوستنې وټاپوَلې کوي،او دې دواړوخواووترمنځ په درناوي کې برابري وي،بیانوکه هرڅوک دهرې خواپه ږبه لیک ولوست وکتاب جوړکړي،پره دیوته به دروند خپلوته به پتمن وي،او که نه لکه چې وایې):لمړۍ ځان بیا جهان)او په دې کړکې به موږ دالله(ج) داستازیو په لاره روان یو، د ابراهیم علیه السلام له خولې څخه چې په قرآن کریم  کې راغلي دي:( اللهم اغفرلي ولوالدی والمؤمنین یوم یقوم الحساب)  اِې ربه ما وزماموروپلارو ټولوایمان لرونکوته هغه ورځ(قیامت) چې پوښتنه راڅخه(حساب وکتاب)کیږي بخښنه وکړه.

                ځنې سمېشوې

پیلیزه (پَیله)  - مقدمة                             

یَوْوُنغږ / یوونغږونه - وحده صوتیة/ وحدات صوتیه.

پيلام / پيلامونه – لغت / لغات .                       

بېد و/ بېدویي – استثناء / استثنائي.

وییه / وییې –  لغوی لفظ / الفاظ لغویة.                                                                

هاند /هانونه – نشاط / انشطة .                                                   

هڅه /هڅې – حرکة / حرکات .                                                          

هله / هلې – سعی /سعیات.

ځله / ځلې -  مجهود / مجهودات.             

وینګ / وینګونه – صوتي لفظ / صوت الفاظ .          

آر وآړ/آر،آړ – اصل وشرط.(آر- دغاړه کۍ وامیل تارته هم وایې).

غږپوه /غږپوهنې – معرفة صوت / دراسة اصوات.       

آر وپرې – اصل وفصل.

کړپوه /کړپوهنې – نحو وصرف.           

 آرکړ/آرکړونه – اصل فعل/ واصل افعال.

غونډله / غونډلې – جُملة / جُمل.               

ستاینوم / ستاینومونه– اسم  الصفة / اسماء الصفات.

هممانیز/ هممانیزونه- مرادف / مترادفات.   

شمیرنوم / شمیر نومونه – اسم العدد / اسماء الاعداد.

غونډ / غونډونه – فقرة / فقرات.              

کړَی(کړشوی)/کړي(کړشوي) -  مفعول به / مفاعیل بهم.

ګړنه / ګړنې – محاورة/ محاورات.          

مرستیال کړ/مرستیال کړونه – فعل مساعد /افعال مساعدة.

جوړښتلار/ جوړښتلارې – ګرامر(القاعدة / القواعد).           

لیکلار/ لیکلارې- اسلوب/اسالیب.            

نومي غونډله /نومي غونډلې- الجملة الاسمیة / الجمل الاسمیة.

کړي غونډله / کړي غونډلې- الجمله الاسمیة / الجمل الفعلیة.

لیکدود / لیکدودونه – املاء/ املاءات.       

نوم / نومونه– اسم /اسماء.                    

کاړن، کړند / کاړننونه،کړندونه – فاعل ونائبه /فاعلون ونوابهم.

کړ / کړونه – فعل /افعال.                     

اوډ – ډیرکړځایونه لري لکه:ځای،اسلوب..- استعمالته کثیرة مثل:مکان..

کړه / کړۍ  – قید /قیود.                      

کړاَړَه وون- تصریف الفعل.                  

وییک / وییکونه –  أداة /أدوات.              

سربل سربلونه -  حرف جر (في) / حروف جر.

وستربل / ستربلونه – حرف جر(في)/حروف جر.

وَیېنه / ویېنې – بحث /بحوث.                 

ټوک / ټوکونه – جزء / اجزاء.                

پېر/ پېرونه – طور /اطوار.

پړاو / پړاوونه – محطة / محطاط – استراحة / استراحات. 

غونډال /غونډالونه – نظام / انظمة.            

آر / آرونه – ازاد (حر / احرار).

تَلَلْ،تَللنه،تول،تولنَۍ- معیار،معیاری ،وزن،معیاري...ترپايه.

 

دږبې وییکونه

   

   مخکې له دې چې دموخې څپړېدل پیل کړم،دالاندې درې شیان چې دږبې بنسټي وییکونه(ادوات) ګڼل کیږي باید ښکاره کړم:

۱- جوړښتلار(ګرامر):دغونډلې دمانا دسموالي او په هغې کې دې ږبې دوییکونو دځای دکیښودلووکړکولولپاره دودکیږي.

۲- لیکلار(اسلوب): دهغې مانااوموخې لپاره دودکیږي چې دږبې ږبني اړخونه وګرامري جوړښتونه په ادبیزو،پوهنیزوخواووکې، دهغوئ لنډوالی اوږد والی، ډول ورنګ، اساني وکړکیچي، ښکلا وبدرنګي... ترپام لاندې نيسي.

۳- لیکدود(املاء): دلیک دې ځیلنود سمولو لپاره دودکیږي،چې دې ږبې ږبني لیکدودي واملائې اړخونه وجوړښتونه وکړاړول(تصریف) تر پا م لاندې نیسي.

    او هغه مهال ورته کره وښه لیکدود ویل کیږي چې دابېڅي(الفبا)دهرغږ اووییې لپاره دې ټاکلیوتورکو(حرفونو)خوځونې په یوه ښه انخوریزه سېمبولیکه لیکنه کې یوه ږبه کره ،تولنۍ(معیاري) وسوچه کولای شي.

 دیوې ټولنیزې تولنۍ (معیاري) ږبې جوړول:

   دیوې کره وتولنۍ ږبې جوړه ول په پښتوږبه کې ـ زما په اند- پر دریوبنسټونوباندې ټیکاووتړاو لري:

۱ – جوړښتي رغاونیزه  (ګرامري یوالی،سموالی ویورنګي).

۲ــ ویي پانګیزه (لفظي شتمنۍ اوپه کړوپانګه کې يې ډیرول).

۳ـــ پيلامي پانګنه (دلغاتووماناګانو په کړوپانګه کې ډیره وَنه).

 

   شک نشته دې داسې یوه قام چې سیمې یې غرنۍ وخلک یې مالداره، شپانه وناپوه وي، په ږبه کې یې ډیرګړدودونه وږبڅانګې (لهجې) لیدل کیږي، دې دا ډول قامونوږبې کېدای شي چې یوالیتوب ،کره توب تولوالیتوب (معیار) پکښې راپيداشي،اودې یوه قام دې ټولوګړدودونوترڅنګ دخلکو په منځ کې دې لیک ولوست یوه ګډه تولنۍ ږبه وګرځي لکه عربی واوردو....ږبې چې دې پښتو ږبې له ګړدودونو یې ګړدودونه ډیرسره لرې وو،خوکله یې چې په ګړیدونکوکې کړنه وغوښتنه(اِراده) راپیداشوله،څلي وتولونه (معیارونه) یې ورته وردره ول.

   کیدای شي چې یوه کره وتولنۍ ږبه په دالاندې بنسټوباندې ودریږي:

۱ – دوییې او وینګ غوره چاڼ:داټاکل واختیارهغه مهال کیدای شي چې ديوې ږبې  پیلامونه،وییې اووینګونه په ګړنه کې اسان ونرم وي،په لیک ولوست کې دخلکو ترمنځ ترنورووییږبوووینګونوڅخه ډیرکړیدل یاکاریدل کیږي،اوپه تورکووماناګانوکې یې له نوروڅخه ځانګړتیاولري  ترڅوچې دیوه وییږب مانا بل ته وروانه غوستل شي اوکوم یورنګ والی (التباس)دې ږبې دوییکونو(ادوات) ترمنځ رانشي لکه:

   هرڅه چې وواوس( وشول،وسول،وسوځیدل).

   که دغونډلې غوښتنه دې کړپايــېد ل وي نو(وشول) به غوره چاڼ کړو.

   او که د غونډلې دې ماناغوښتنه هرڅه په اورسوځیدل وي،نو (سوځیدل) به غوره چاڼ کړو.

    خو(وسول) دې(وشول) ودې(وسوځیدل) ترمنځ له هریوه سره په ماناکې نږدیوالی لري، چې غولیدل یاتیروتل والتباس پکښې را پیدا کیږي،نوښه به داوي چې(وشول) وټاکل شي، که غوښتنه دکړپایکېدل وي.او(وسوځیدل)وټاکل شي، که غوښتنه دې اوردلګېدلودکړپای ته رسیدل وي.

۲ – لنډیږ :کومې وییې،غونډلې،کړونه،لیکدودونه وهممانیزونه چې بې له اوږدوالي وتکرارڅخه ښه وخوږه ږبه ورڅخه جوړیدای شي،اوږبې ته ښکلا ورنګارنګي ورکوي،او دې مانا دې روښاني په ښکاره ولوکې کومه تیاره وګونګوالي نه راولي اودې بې ځایه اوږدوالۍ اړوند نه کیږي باید دکره وتولنۍ ږبې دجوړښت لپاره وکارول شي،چې مانایې نیغه وپوهیدل پرې اسان وي.

۳ – روانیز:هرڅومره چې دیوې ږبې دې جوړښت وییکونه(ادوات)په غږونوباندې نرم لګېږي وپوهیدلوکې اسانه وي،اوپه تورکوکې کم ولږوي،او په ماناکې نیغ ،جاج(مفهوم) وي ،په ځانګړي ډول سره په پښتو ږبه کې  لکه: کرن ،کرنه،کرونه، د – کرل -  په وړاندې..په هم هغه کَوَنَه(اندازه)دږبې په اسانتیا ونیع پوهنې کې برخه اخلي.

   دلته باید دې کره وتولنۍ پښتو دې جوړښت لپاره هغه وییه غوره چاڼ یا وټاکل شي چې په کړاَړَه وون(فعلي ګردان) کې اسانتیا ، په تورکوکې لنډیزاوپه ږبه کې بنستي سرچین ولري لکه(کرل).

۴ – سوچه والي:په یوه ږبه کې دې پره دیو ږبو له وییو څخه سوچه والي وپاکوالي دیوې ږبې دې کره کولو یاتولنۍ کولو په جوړښت کې بنستي کـوَنې او ستنې کیښودل دي،په دې لاره کې باید په هغو ګړدودونویا ږبڅانګو(لهجو)باندې تکیه وشې کومې چې پښتوپېلامونه (لغات)اووییې یې په لوست ولیک کې وُکاړل شي،اوترهغؤږبني وییکونو څخه چې له نوروږبو په پښتوکې راګد شوي دي ډیرې وي،ځکه په پښتوکې داسې ږبڅانکې شته چې عربي وپاړسي وییې پکښې ډیرې دی او دې ږبې فطري خوند یې بې خونده کړی دی،هغه مهال یوه ږبه کره ،تولنۍ وخونده وره وي چې ټول ږبني وییکونه(ادوات)اویاډیره برخه یې خپل وي.

۵ – لرغونیتوب : دلته باید دږبې هغؤنومونواو وییو ته کره وتولنی ارږښت ورکول شي چې ترنورووییوډیر تاریخي(اېتمولوجیکي) لرغونوالی ومخکېوالی ولري لکه: ځمکه،ځلمی، زموږ... دې مزکه، زلمی،دموږ ...په وړاندې،

   اودالرغونیتوب دې تورکو دې غږپوهنې په اړوند په یوه ږبه کې پیږندل کیږي،دلته ښکاره ده چې(ځ)دپښتو بنستي تورکی دی،اوتر(ز) څخه مخکې په پښتوکې دغږځانګړتیاوشته والی لري،او(زموږ) وییه دې(دموږ)تروییې په پښتولیکدودکې ډیرکاړن شوی دی،چې بدلول یې اسان کړندی،خو دلرغونیتوب په هکله زما په اند (دموږ) وییه به تر(زموږ) څخه لرغونې وي، ځکه د(ز) توکی دې ډیروږبو ترمنځ ګډ دی،او(دموږ) وییه یوازې په پښتوګړونوکې رارسیدل دی، خوپه پښتو لیکدود کې (ځمکه،ږموږ..) تر(مزکه،دموږ..) څخه په کره پښتوکې سموالی لري.     

۶ – دتورکواَړه وَلتوب: هغه دا چې دې پښتوپه بنسټي تورکو باندې په لیک ولوست کې دې نوروږبو ترتورکوباید ډیره تکیه وکړل شي،په تېره بیا که چیرې په پښتوکې دپره دیو ږبودې وییو ځای نیونکی تورکی ولرو،او دې تورکې یا وییې په غږکې کوم کړکیچ نه راځي لکه:  ځلمی، ږوند.. د زلمی،ژوند.. په وړاندې، ځکه دلته (ځ،ږ) دپښتوږبې بنسټي آرتورکي(اصلي حروف) ګڼل کیږي،اودې(ز،ژ)تورکي عربي وپاړسي تورکي دي. 

۷ – په غږکې خوږوالي:په ږبه کې دبلاغت هغه ټوک(جزء) دی چې په خلکوکې دې خوږوالي له کبله خوښونکی وي،اودې اوریدونکوورڅخه کرکه بدایسېدنه رانشي، اوپه ږبني وَییکونو(ادواتو) کې لکه:یوونغږ (الوحدةالصوتیة)، ګړنه (محاوره)غوره چاڼ، جوړښتلار(ګرامر)..په لړونوکې خوږوالي ولري لکه:

 

دې ویـنو میځل هیڅکله پــه ویـنوبــانـدې نشي

دښمن څـخـه ازاد وطن پــه مینو بــانـدې نشي

 

ازاده ږوند نړۍ کې دِخپل ځان په جوړیدوشي

بـې کــړ واېرادېــنه دا پــه هـیلو بـانــدې نشي

 

۸ - دلیکدودیوالی:پښتانه ږبپوهان ولیکوالان په لوست ولیک کې باید په هغه لیکدودي لاره(قاعده) سره را یو شي کومه چې دپښوږبې دې   جوړښت بنسټ ته ورګرځونه لري،او دې کومونوروږبودې وییو لیکدودي ټوکونه(اجزاء) چې په پښتولیکدودکې راګدې شوي دي،په کره تولنۍ پښتوکې یې سم کړي لکه: مین چې باید(مئن،مئین،میئن یامیین) وُ نه لیکل شي، او مومین چې باید(مؤمين،مئومن یامومن) ونه لیکل شي.داځکه چې دپښتوږبې دې جوړښت په بنسټ کې همزه په نبره (ئـ )اوپه( ؤ )باند نشته او يا په ډیرو کمو ځایوکې راځي،اوپه(ي) باندې أ ړه ول کیږي لکه د(مین، مومین)بیګي.

۹ – ارتیا وږورتیا:هرڅومره چې په یوه ږبه کې ږبني وییکونه لکه تورکي،غږونه،جوړښتلارې.. ډیرشي، همهغمره ارتیا وپراخی پیداکوي،اوهرڅومره یې چې وییې وپیلامونه په ږبنی بنسټي رېښوکې  مهالي وتاریخي لرې والی وپخواوالی ولري هغهغمره ږورتیا وعمیقتیاپکښې لیدل کیږي،شک نشته چې دادواړه وییکونه دیوې ږبې دکره توب تولوالیتوب(معیاریتوب) لوی اړوندونه کیدلای شي،لکه څنګه چې په سانسیګریتې ږبه کې وشول،څرګنده ده چې پښتوږبه دسانسګریتي ږبې خورده ،اوله هغې څخه په دې وییکونوکې کمه نده.

 لکه څنګه چې هره ږبه په نړۍ کې دهغې دګاړنوپه هلووځلوکره شوې ده اودهغې د څښتنانوپه ننګ وږوندې احساس باندې تولنۍ شوې ده،کیدای شي چې پښتانه هم خپله ږبه کره تولنۍ کړي،که څه هم په دې لاره کې ډیرځنډې دلي دي.

۱۰- پښتوږبه سوچه کیدای شئ:

    دنړۍ د هرې کره وسوچه ږبې دلیکنې وییپانګه په لاندې ږبنيو وییکونوکې بشپړه کیږي :

 دګړوییې      - الفاظ المحاورة

لرغونې وییې  - الالفاظ القدیمة

نوې وییې      - الالفاظ الجدیده

جوړښتي وییې - الالفاظ الصناعیة

میلمَني وییې    ــ الالفاظ الدخیلة

چې داټول په پښتوږبه کې ترهرې بلې ږبې دیرپوره کیدای شي،اوپه دې ټولواړخونوکې خوراشتمني و پوره والی لري.

   د اټکلونوله مخې پښتو وییپانګه په سلوکې له(۲۵تر۳۰) پورې دې پره دیو ږبو له پیلامونوووییو څخه پانګه کیږي چې دې کره وسوچه پښتوپه کره واليتوب وتولنیتوب(میعیاریتوب) کې خنډراپیداکوي،نو پښتانه ږبپوهان ولیکوالان.. تر وسې وسې پورې دې خپلې ږبې وییې وپيلامونه باید راږوندی کړي،او دې پښتو ږبې نیمګړې وییپانګه پرې پوره کړي،چې په نړۍ کې ترټولو نوروږبو څخه کره ،تولنۍ (میعیاري) وسوچه وګڼل شي،اوداکیدل په پښتو کې کیدای شي ځکه په ټولوږبنیو بیخنیو ووییکونوکې شتمنه ده.

لیکوال:علي خان ساپي.

 

- بېرته شاته