(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپخوانيو ليكوالو او شاعرانو د پښتو لپاره مبارزه

عبدالجباركاكړ

ځموږ پخوانيو ليكوالانو او شاعرانو ديباتنو او رسنېو چلونكو چي د نن څخه څو كاله دمخه كومي خواري كښلي دي او په خپلو كتابو مجلو ورځپاڼو يې دپښتو لمن ور ډكه كړي ده په رښتيا هم دوي دستايني وړدي او چي د دوي څوني يادونه وشي بيا هم لږ به وي ځكه چي كله كمپوټر نه وو راغلي نو دهغه غټ غټ كتابونه چاپ كول بلكي د كاتب په لاس ليكل دومره آسانه كار نه ونن خوكه په كپموئيټر كښې ليكل شوي ليك كښې څه تيرونه وليدل شي نو يو ټن وو هه(CLICK) يې كړه هغه بيرته سم كړه كه داسي وويل شي چي پخوا ديوه كتاب يو مخ ليكل دنن ديوه كتاب برابر دي هم به بيځايه نه وي او كه دا وويل شي چي دكاتب په لاس ديوه كتاب چاپ كول هم هغه چا كولي شو چا چي دخپلي مورني ژبي پښتو سره ډېر مينه لرله كه څه هم د كمپوئيټر دآسانتيادمخه دپښتو ټائيپ رائيټر راوتلي و خوبير ته هم هغه دومره دو داو رواج ومدندلي خو بياځموږ دهغه په پښتو مئيونو ليكوالانو په خپل عصر او وخت كښې دومره كارو پښتو ته وكړي چي د دوي ستاينه نه پائي ليري نه يې څوك د پام څخه غورځوني شي چي ددي دڅنګه د نن څخه څلويښت ديش او پنځوس كاله دمخه نور ډنبديځو نه و چي په دي اوسني مهال كښې هغه نه ليدل كيږي ولي چي نه دومره آسانتياوي وي نه د چا څخه دومره روپى وي نه و پښتو ته چا نن وركاوي چي پښتانه د خپلي څخه ويريدو چي داسي نه وي چي څوك پشتو نستاني راته ووائي ددي سره سره چي د ليكوال شاعر داهيله هم نه وه چي كتاب بي په بازار كښې وپلورل شي او ددي په بدل كښې به څه لاس ته ورشي او بيا به بل كتاب چاپ كړي دخپلي پښتو ژبي سره د پښتنو بيګانګي او د پښتو دكتاب نه پلورل كيدل داستونځه ترننه پوري شته لكه موږ چي په وارو وارو ويلي دي چي تر هغه وخته چي پښتو دښوونځي دبازار او نړۍ وال ارزښت نه وي ترلاسه كړي هم  دهغه حالت به روان وي دلته زه ديوه كتاب بيلګه تاسونه وړاندي كوم دولي محمدسيال كاكړ دكې دلمني پښتانه ليكوال چي په كال ۱۹۸۳ء كښې چاپ شوي مخونه يې ۷۸۲ دي او دبولان بك كارپوريشن ښاغلي فيصح اقبال په مرسته چاپ شوي دي چي دجنولي پښتونخواد ۱۱۷شاعرانو او ديوه نيم ليكوال پيژندنه د دوي دكلام بيلګه او غمونه په ډېر ښكلي ډول د دوي عكس سره چاپ ده ددي څخه څرګنده شوه چي پښتانه  د هغه وخته څخه دخپلي ژبي ليري ساتل شوي دي او عام وګړي خو د سره څخه په دي نه دي خبر چي په پښتو هم كتاب چاپ كيږي دا چل نو يواځي ددي كتاب سره نه دي شوي بلكي  د هر پښتو كتاب سره داسي كيږي.

           خو ځموږ دتيري نيمي پيړي شاعرانو او ليكوالو خپله حوصله او وس دلاسه نه دي وركړي په بشپړه پښتون افغان وطن كښې هم دهغه ليكوالانو او په پښتو مئينونو دومره كار كړي دي چي هغه ژبي چي حكومتي ملاتړ او سرپرستي ورسره وي او ولس يې خپله مورني ژبه مخ په وړاندي بېول غواړي او كتابونه يې رانيي ودي ته غاښ په ګوته دي چي په وچ ډګار بيله دڅه مرستي دوي پرله پسي كتابونه چاپ كوي دهغه مهال ليكوال خو نام خدادا دومرو ستونځو سره سره يوه دومره كتابونه چاپ كړي دي چي دنن مهال ليكوال به ګوته په غاښ ورته پاته وي خو ځموږ دهغه سرتيرو په يوه خبره او انديښنو ځان واړ وي او پښتو كتابو ته زور وركړي په بشپړه پښتون افغان وطن ددهغه ننګياليانو نومونه دومره زيات دي چي دټولونومونه دلته را وړل ګرانه خبره ده خو دابه هم ښه خبره نه وي چي د دوي ذكر دلته ونه شي ولي چي هر يوه ليكوال په درځنو درځنو كتابونه په ډېر ستونځن وخت كښې ليكلي دي او داكتابونه په بيلو بيلو چارو(TOPICS) باندي ليكل شوي دي خو دنن وارو ليكوالان نه دي چي دوي وشاعري ته زور وركړي دي او داكتابونه زياتره دومره وړوكي دي چي دكتاب نوم نه شي وركول كيدي دبده مرغه ځموږ دنن ليكوال او شاعر دنرګيت او د ځان خوښي په داسي ناروغي كښې راګير دي چي ځان په هر چا باندي لوړګڼې او دپښتو ژبي و هغه لوړګڼې او د پښتو ژبي وهغه لوړ پوړو ليكوالانو او شاعرانو ته هيڅ ارزښت نه وركوي چا چي پښتو په نړۍ والو پيژندلي ده ددي دمخه چي زه ځموږ دتيري پيړي دمبارزو په اړه څه وليكم غواړم چي ددي مخه ونورو څو خبرو ته ستاسو پام راو اړوم.

               رښتيا خبره دا ده چي دخپلي ژبي پښتو سره ليونۍ مينه يوه جذبه ده چي په ځينو پښتو كښې لوئي څښتن وراچولي ده لكه څنګه ځموم ځيني ليكوالانو او شاعرانو د خپل ژوند يوه لويه برخه هم د پښتو چوپړته وركړي وه او وركړي ده د پښتو او پښتنولرغوني تاريخ كښې لومړي نوم دسترخوشحال خان بابا دراځي چي دومره څه يې وخپلي مورني ژبي وركړي دي چي دده دپائي بل څوك په بښتنو كښې څه په نړۍ كښې ډېر لږ ژيږ دلي دي ځكه چي خوشحال بابا به تر هغه وخته ژوندي وي چي هم دهغه نړۍ پاته وي هم دهغه لوئي ځان دي چي و پښتنو ته يې ورښوولي ده چي په خپلي ژبي چي څومره كار وكړي بيا هم لږ دي لكه وړاندي چي وويل شول چي وخپلي ژبي ته كار كول يوه جذبه غواړي ددي جذبى بيه او نرخ څوك نه وركولي نه څوك دپيو په خاطر دا كار كوي شي چي تر هغه وخته چي چا دهغه كار ديوي موخى(MISSION) په حيث نه وي خپل كړي لكه ځموږ دسويلى پښتونخوا دهغه  مبارزه عبدالخالق تارڼ (ارواښاد) دي چي په نشر او شعر كښې موږ ته دپروفېسر سيال كاكړ په يادشوي كتاب كښې راغلي دي.

                                 پښتو(شعر)

خوږي خوږي دخوږو خولو خبري

                                          ترخې ترخې دترخوخولو خبري

وچه خو ګرزي زمانورو ژبو.

                                                            څه شان څوږي وي دپښتو خبري

انساني فطرت دي چي له خپلي مورني ژبي سره لا زواله مينه لري. خبر نه يم چي  دنورو پښتنو څه حال دي، زما مينه ترلاز ولحدهم تېره ده. مينه دخداى پاك يو غيرمحدود صفت دئ زما مينه هم غير محمدوده ده چي  هر څو تصورو كړم. خيال وځغلوم زه د دې منيي وياى ته نيم رسېدلي ، خواست كوم چي دا مينه له ماسره په قبركي هم وي. جهنم وي كه جنت هلته هم راسره وي. كوم جنت يا جهنم كي چي دامينه له ماسره نه وي، هغه هم زه نه غواړم له هغه دي پاك خداى ما وساتي.

          دا ځكه وايم چي پښتو او پښتون هم خداي پيدا كړي دي. لكه نور چي ده پيدا كړي دي. نو بياد ملايا نو دا ويل چي پښتو دوزخي ژبه ده چيني جنتي ژبه ده يا دا چي نوري ژبي ټولي جنتي ژبي دي، يوه پښتو دووخي ده نو دد املايانو په خوله به پښتون هم دوزخي وي، دامتياز ولي؟

         دا نه په ايت ثابته ده نه په حديث او نه د امام ابوخيفه   قول دي، نو دا معلوميږي چي دا دروغ دي. كوم ملايان چي دا واليي هغه د روغځن دي پر دروغځن خداى لعنت وايي. او لعنتي دوزخي وي. نو دا په حقيقت كي دغه دروغځن ماويان دوزخيان دي. پخپله ګمراه دي او پښتانه يې هم ګمراه كړي دي. د ترقۍ لاري يې پر دوي نيدي كړګي دي.

  داد عازه كوه چي خداى پاك دي پښتانه لوا ګمراهۍ وساتي. خداى پاك دې پرسمه ليار روان كړي.

          كوم پښتون چي دخپلي خوږې مورنۍ ژبي پښتو مينه نه لري، زه هغه  پښتون نه بولم ځكه چي فطرت يې پښتون نه دئ. ځكه چي دهر انسان فطرت دى چي له خپلي مورنۍ ژبي سره مينه لري، د كوم پښتانه فطرت كي چي دا نه وي هغه پښتون نه دئ خداى خبر چي دا څوك دئ؟

         تېروكلوكي دسويډن پو ماهر لسانيان راغلي و. هغه پخپله ويناكى د پښتو په باره كي دا وويل چي  په كوم ژبه كي ابتداء بالساكن جائز وي هغه ژبه تر هغو ژبو پخوانۍ ده په كوموكي چي ابتدا باساكن جائز نه وي. نو له دا معلوميږي چي پښتو تر پارسي او عربي ډېره پخوانۍ ژبه ده. دې د ډېرو پخوانيو متروكو ژبو الفاظ په ځان كي راټول كړيدي ، او تراوسه يې ساتلي دي دغه د عربي جائز لفظ د پښتوله ځايځه جوړ سوس دئ. پښتو پراخ الفاظ چي زه ليكم د وزې دپاره دي، لكه دنه كوڅه حېركۍ، بټه خوږۍ، كه څه خوږۍ ، يو څه خوږۍ ،بټه ،خوږۍ ،كلى، بټه كلۍ، بوڅه كلۍ چرګۍ كوړ څه كلۍ ، پرې غوږګې، باښه رنه، دغسه كلى، خړه يوهاتكي او داسي نور به هم وي                                                                   ۱۱جون ۱۹۸۰

- بېرته شاته