(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سويلى آسياد ډول ډول شخړو په مخ كښې؟

  South Asiain truble  عبدالجبار كاكړ

اروپاپا لويځ خو په اتلسمه عيسوي پيړي كښې يو بل كلك سره وځنډل اوږ دي جګړي يې سره وكړي ملكونه او ولسونه سره ولړځول خو څه يې نه ترواستو او بيرته ودي ته سره اړشول چي يو دبل سره په يوه ميز كښينې او د جګړو په ځائي دخبرواترو دلاري خپلي لانجىاواري كړي چي تر ډېره دوي په دي موخه كښې بريالي شول خو داروپا ځيني ملكونه چي د نړۍ دخوارو ولسونو دوينو په ځيښو لوروښت و او غوشتو يې چي ټوله نړۍ چي اروپائي ملكونه هم تر خپل لاس لاندي راولي چي په سر كښې برتانيه وه نو ځكه چي ۱۹ پيړۍ كښې د ۱۸ پيړي په پرتله جګړي لږ شوي وي خو په شلمه پيړي كښې يو وار بيادارو پاد منځ څخه دجكړه ولمبي راپورته شوي او ديادي شوي پيړي تر نيمائي پوري لومړي او دويم نړۍ والو جګړو ټوله نړۍ ت ر خپل سوري لاندي كړه كه څه هم برتانيه دنړۍ په يوه لويه برخه د زور حكمراني كوله خو بلي خواته دجرمني سر زوره حكمران ادولف هټلر په ټوله نړۍ د حكمراني خوبو نه ليدل چي دويمه نړۍ واله جګړه پيل كړه چي دماسكو او د اسياترلويو وچويې ځان ورساوي خو د نړۍ درې لوئي پوځي زورلرونكو ملكو دهټلر او دده دملګرو ملكو دمخ نوي دپاره لاس سره يو كړي او بيا چي امريكا د جاپان په په هيرو شميااو ناګا ساكي زروي بمونه واچول او هټلر هم په محاذو ماته و خوړله او په زياته بياد جاپان د  دوو ښارو حالت يې وليدي نو دوي و دماغ ته داخبره ولويده چي داوسنى مهال جنګونه دپخوا په ډول نه دي ځكه چي په يوه ساغه يادسترګي په رپ كښې هر څه ويجاړولي شي نو ځكه بيا دنړۍ زورور وداو سنجوله چي څومره وس لري په كار دي چي د جګړي څخه مخ وګرځوي او داسي نوبت رانه شي چي دهغه ټوله نړۍ ويجاړه شي هم داخبره ده چي دوي دا هڅه كوي چي  د نړۍ لانجى دخبرواترو دلاري اواري كړي تو كه چيري د جنګ نوبت را هم شي نو دخپلو سرحداتو څخه په زراؤ ميله لري جګړه د بل په خاوره وشي چي د هغ ژوندي بيلګه افغانستان دي چي دشملي پيړي په وروستي لسيځو كښې داسيمه دريمى نړۍ والي جګړي ته ورننوتلي وه خو كور يې بيرته دوخت دشوروي روس ودان چي خپله ماته يې ومنله په ځائي ددي چي دامريكا وارو ځموږ په دي سيمه يې ويجاړونكي وسلي ګارنه كړي او په پټه خوله دافغانستان څخه وواتو.

         ځموږ دهغه ټوله سيمه چي منځي اسيا څخه نيولي تر سويلى اسيااو خليج هم په كې راځي اوس هم ددي ګرځيدلي خو ددي واره دلوبغاړو ملګري كښې نوي نوي ملكونه ورګډشوي دي چي په دووډلو سره ويشل شوي دي خو دبده مرغه لكه وړاندي چي وويل شول ډګريې هم ځموږ دهغه سيمه ده خو اوس دا ددي سيمي دملكو دحكمرانانو او ولسونو پوري اړه لري چي دوي خپل هر څه ورانول غواړي كه ځان دنورو دګټو دپاره دكيدونكي جګړي څخه ځان ځغورل غواړي لومړي تيروتني چي ددي ملكونه حكمرانانو دبى غوري او ناپوهي دكبله دهغه زورور ملكو ته موقعه وركړي چي دوي دلته خپلي منګولي ښخي كړي.

خوتير بايد په شيراير كړل شې او دسيمى ملكونه پخپله سره كښينې او خپلي لانجى پخپله اواري كړي.

          تر ټولو زياته فكر چي په دي اړه په كار دي هغه پاكستان او افغانستان د حكمرانانو ته اړتيالري ځكه چي دهغه دواړه ملكونه دتيرو پنځه ديش كلو څخه دجګړي سره مخامخ دي افغانستان كه په دهغه اوږه ده جګړه كښې راګير دي خو پاكستان هم ددي څخه نه دي وتلي كه څه هم دپاكستان هغه سيمى چي پښتانه په كښې ميشته دا دافغانستان وارو په جګړه كښې راګير دي كوم ملكونه چي ددي جګړي څخه ليري و او په جګړي كښې لاس نه واچولي هغه نن په اقتصادي ډګر كښې مخ په وړنداي روان چين او هند جاپان خو دومره افتصادي پرمختيادومره واټن وهلى دي چي نن پرمخ تللي نړۍ ګوته په غاږ ده ځكه دهغه ملكو دنورو دجګړو څخه ځان ليري ساتلي دي او خپله ټوله پاملرنه ودي خواته اړولي ده ددي دڅنګه انډونشياملائيشيابنګله ديش او دسويلي اسيانور ملكونه خپله ټوله هڅي هم ددي دپاره ګاروي چي په اقتصادي ډګر كښې وده وكړي نو به  دنورو ملكو سره به سيالۍ كولي شي دانه شې كيدي چي يې دخوار يو مشكلاتو او دناروغيو او د بىروزګاريو سره مخامه وي او حكمرانان دي خپله خاوره دنورو دجګړو ډګر جوړوي او خپل وګړي دي دنورو دپاره وژني يا دا چي خاور دي دنړۍ جګړي ته تياروي.

               سويلي اسيا او منځني اسياداسي سيمى دي چي تر ټوله زياته وګړي هم دلته ژوند كوي چي دپاته نړۍ نيمائي جوړه وي نو ځكه چي ددي سيمي دخلګو ته د ژوند تيرولو دپاره و ډېرو چارو او تو كوروزګار كارخانو زده كړو روعتيا څړكونو او نورو اړتياؤ ته ضرورت دي چي دهغه هر څه هغه وخت ترلاسه كيدي شي چي په سيمه كښې امنيت جوړ جاړي او كراري وي خو دبده مرغه دا ټوله سيمه په زياته بيا په افغانستان او پاكستان كښې امنيت د څو كلو څخه ګډوډدي چي  ددي څخه بىروزګاري او ګراني وخپل اوج ته رسيدلي ده چي ورځ تربلي دهغه ناورين مخ په وړاندي روان دي ځكه چي دلته د خلګو برامته كول غلا لوټ ماري اداري فساد چاودني ځان وژونكي بريدونه او ګډوډي نن هغه ځائي ته رسيدلي ده چي دسره څخه حكومت او قانون نومي شې نه ليدل كيږي او زور بالازور دي خو څوك زورنه ليري ياروپى نه لري هغه د خپل هراړ خيزه برخي او حق څخه بى برخي شوي دي انساني او اسلامي وياړونه او اقدار مخامخ تر پښو لاندي شوي او لاندي كيږي ټولنه دړي وړي شوي ده ځائي ده آن دا چي ورور د ورور څخه بيزاره دي تعليم او زده كړي يواځى دشتمنو دپاره دي نور دي د هر څه څخه د لاس ولولو عادت خپل كړي يا داسي كارته دي لاس واچوي چي دهغه اجازه نه اسلام وركوي نه يې بشر وركوي نن دبشر او داسلام دوياړونو او اقدارو جنازه وتلي ده ددي سره سره چي داسلام په نامه باندي ډېر ناوړه كارونه كيږي.

              دهغه دواړه ملكو په ځانكړي ډول او نوره سيمه تر هغه وخته ددي جنجال او ناورين څخه خلاصون نه شې ليدلي تر كله چي ددي ټولي سيمى حكمرانان په يوه ټغرنه وي سره را ټول شوي او په خپلو كښې خپلي لانجي نه وي او ريدلي او دهغه څخه ځان نه وي رااستل چي د نورو باندنيانو او د ګټود اوه كونكو ته جواب نه وي وركړي چي د سيمى ولسونه به خپلي لانجى پخپله اوار وي دوي لارښودني نه كوي دسيمو ملكو يو دبل په كورنيو چارو كښې دلاس نه وهلو ژمنه نه وي كړي دسيمو خلګو ترمنځ راشه درشه بايد جوړه شي په سوداګري كښې يو دبل سره زياته همكاري وش ګډي پروژي دهغه ملكونه سره جوړي كړي د ضرورت په وخت يو بل ته په كار دي چي په مرستي سره وكړي او داسي يو تړون او سازمان جوړ كړي لكه اروپائي ملكو چي دارو وپائي يو والي په نامه څو كاله دمخه جوړ كړي او دوي د ژوند په هره چاره كښې همكاري سره كوي كه داسي تړون داسيائي ملكو ترمنځ جوړ شي نو دابه داروپائي تړون څخه هم بريالي او كامياب وي خو دبده مرغه دسويلي اسيادسپږوملكو ترمنځ دسارك په نامه يو تړون او تنظيم ډېر دمخه جوړ شو داسي نور هم اعلان شول د دوي غونډي پرله پسي كيږي خو د كوم څه دپاره چي دهغه تړونو نه جوړ شول هغه څه نه شو تراوسه سارك تړون يو پياوړي تنطيم  وخو دهغه ګټه په دي اوږ دو كلو كښې و نه ليدل شوه ولي چي دغړو ملكو په منځ كښې هغه باور نه شو جوړ چي دهغه اړتيا هر ملك ته وه هر ملك دسيمي دګټو په ځائي خپلي خپلي ګټي په نظر كښې نيولي وي نو ځكه دهغه تړونونه يواځي د نوم پوري پاته دي.

كه پاكستان او افغانستان په ځانګړي ډول او دسيمي ملكو په دهغه ناخوالو غورونه كړي او ددي غم ونه راباسي نو به هغه ورځ ليري نه وي چي دا ټوله سيمه به د داسي تشدد او خواري به په دهغه  خوارو ولسونه تيريږي او دا ويره هم ډېره زياته ده چي د زور ورو د جګړي ډګر ځموږ دهغه سيمه وګرځي ولي چي د نړي د زورورو ګټي په دي سيمه كښې دي او ديخوا وارو دوي زور آزموينه دنورو په خاوره وكړي اوس دا دسيمي دملكو پوهنه ده چي دوي څه پريكړه كوي ځكه چي ولسونو خو دومره بى واكه بى اختياره شوي دي او دومره ځپل شوي دي د دوي ږغ تر يو ځايه نه رسيږي يا نو د ملكونو ټولي چاري مخبري شبكي مخ په وړاندي وړي.

- بېرته شاته