(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغان پوهنتونو کئ ایران شناسي

د كابل د اجتماعي علومو د پوهنځي د محصلينو او استادانو تر منځ ستونزه، په دغه پوهنتون كې د (ايران شناسۍ) په نوم ادارې د نفوذ له امله رامنځ ته شوې. ايران د (ايران شناسۍ) په نوم جوړي شوي ادارې د افغانستان په ډېرو زياتو پوهنتونو كې مرموز فعاليت كوي. دغه ادارې اصلاً د فرهنګي فعاليت پر ځاى سياسي فعاليت كوي. ستونزه يوازي د كابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي نه ده، په هغو پوهنتونونو كې چې د (ايران شناسۍ) څانګه وجود لري، زياتره يې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په كابل پوهنتون كې د (ايران شناسۍ) څانګي په پټو هڅونو د اجتماعي علومو پوهنځي لږكي او په يوه قوم پوري تړلي زده كوونكي رهبري كېږي چې د پوهنځي اكاډميك چاپېريال ته سياسي رنګ وركړي. د ايران د (ايران شناسۍ) شعبې په مټ زده كوونكو ته زيګنال وركول كېږي چې په پوهنتونونو كې نور بايد د حنفي فقهې پر ځاى، جعفري فقهه تدريس شي او نبوي سيرت هم بايد نور تدريس نه شي. د كابل پوهنتون ګڼ شمېر استادانو او محصلينو د اجتماعي علومو د پوهنځي د څو محدودو كسانو له دغه ډول هڅونو سره كلك مخالفت په ډاګه كړ. د كابل پوهنتون استادان وايي چې څه موده مخكې شيخ اصف صاحب هم كابل پوهنتون ته يو ليك رالېږلى و او پكې ليكلي يې وو چې په كابل پوهنتون كې دې جعفري فقهه تدريس شي چې د پوهنتون د علمي شورا له خوا د محسني دا غوښتنه ونه منل شوه. خبره دا ده چې د يو څو محدودو كسانو لپاره بايد د پوهنتون په علمي چاپېريال ملنډې ونه وهل شي. په هر پوهنتون كې چې د (ايران شناسۍ) څانګه موجوده ده، محصلين يې له ورته سرنوشت سره مخ دي. كارپوهان وايي چې په پوهنتونونو كې د (ايران شناسۍ) په نوم جوړې شوې څانګې د كلتوري فعاليت پر ځاى مرموزو سياسي فعاليتونو ته ملا تړلې ده. د ايران د (ايران شناسۍ) په نوم جوړې شوې څانګې پر پلازمېنې كابل سربېره په كندهار او ننګرهار پوهنتونونو كې هم فعاليت كوي. مخكې په كابل پوهنتون كې د امريكا او ايران دواړو فرهنګي او كلتوري شعباتو فعاليت كاوه، خو څه موده مخكې د امريكا څانګه د ځينو نامعلومو عواملو له امله وتړل شوه، خو د ايران څانګه اوس هم فعاليت كوي. د پوهنتون يو شمېر استادان وايي چې د امريكا كلتوري څانګه په كابل پوهنتون كې د (ايران شناسۍ) د شعبې د زيات نفوذ او فشار له امله سره د دې چې فعاليت يې د زده كوونكو لپاره خورا اكاډميك و، خو وتړل شوه. تر دې وروسته د (ايران شناسۍ) څانګې نور هم خپل فعاليت زيات كړ. ايران په دې وروستيو كې د يوه ګاونډي په صفت نه، بلكې د يوه دښمن په صفت په افغانستان كې خپل غيرمشروع اعمالو ته زور وركړى. په پوهنتون كې سياسي فعاليت د علمي فضاء محوه كول دي. يو ځل مخكې په كابل پوهنتون كې ګاونډيانو سياسي فعاليت كاوه، ټول ملت شاهد دى چې د كابل پوهنتون وضعيت كوم سرحد ته ورسېد. كه ښاغلى محسني صاحب او يا هم د نوموړي نور ملګري غواړي چې په نصاب كې تغيرات راولي، نو د افغانستان په اوسني نصاب كې دې ګوتې نه وهي. دوى خپل مراكز لري چې د علمي فعاليت پر ځاى، تر ډېره سياسي فعاليت پكې كوي. په هم هغه مراكزو كې دې نصاب پر خپل ذوق، معيار او د ايران پر موازنه برابر كړي. د افغانستان د ډېرو لويو قومونو په تدريسي نصاب كې دې په هيڅ صورت ګوتې نه وهي، ځكه دوى دا حق هم نه لري چې د پوهنتون په علمي چاپېريال كې دا ډول څرګندونې وكړي چې مطلق د نورو اقوامو د احساساتو سبب وګرځي. د ايران د (ايران شناسۍ) څانګې پر فعاليت هم بايد د سره غور وشي. داسي ګنګوسې هم په مطبوعاتو كې خپرې شوې چې ګواكې څه موده مخكې د ايران ځيني سياسي څېرې په پټه د كابل د اجتماعي علومو پوهنځي ته بېله اجازې داخل شوي وو او هلته يې د صنف د دروازې په ځان پسي تړلې وې او پر محصلينو يې خپل ليكلي سياسي اهداف وېشلي وو. د معلوماتو له مخې، وروسته بيا د اجتماعي علومو پوهنځي اداره په خبره شوه او نوموړي ايرانيان يې د پلټنو لپاره ادارې ته وغوښتل، خو ډېر ژر د فشار له امله پرته له پوښتنو ګروېږنو خوشي شول. ايران هڅه كوي چې لومړى د افغانستان علمي او اكاډميك چاپېريال محاصره كړي چې د افغانستان په ډېرو زياتو پوهنتونونو كې د ايران د سياسي فعاليت څرك لګېږي چې د دانشګاه او پوهنتون د نامه پر سر ستونزه هم زياتره ولسي وګړي د (ايران شناسۍ) د څانګې د سياسي فعاليت يوه بېلګه بولي.

--------------

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته