(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیچومے

هاغه سړي او زړه ويئل چې منظر ستا دے- خودسره سر او نظر ورسره اتفاق نه کولو-فکر په یو قونج کې غلے ناست وو نو زما عادت دی چې له شره لرې تښتم -د فکر خواله ورغلم او پوښتنه مې ترې وکړه چې په دې شرکونکو کې تاته څوک په روا ښکاري او څوک په ناروا؟؟
فکر راته په غوږ کې په ټوسیدو اويېل چې د منظر خبره دې په شړق ولګي -زه خو د سر او نظر خواته له مودو اوسیږم -نظر لکه د نهر سپي په ښکلا پسې ګرځي او لاندې یو بل غوښین څیز دی زړه ورته وايي -دغه زړه او سر له نوے نوے کار ګوري-زړه خو مجبور دے چې ددې دواړو ومني خو په سر کې لما چاپیره اوبړنه غوښه ده خلک ورته مازغه وايي -دغه مازغه ورته زه ولمسوم چې سر ته وایه چې د نظر لیوني مه منه-دده د خوښۍ معیارونه زر زر بدلیږي پرونے ښایست چې يې په تا او زړه منلے وو نن يې پخپله خوښ نه دے--دغسې پیړۍ وشوې چې د شرونو په منځ کې مې پخپل وجود دومره ظلم کړی چې ته مې وینې چې نرے نروچکے شوی یم -
ما فکر ته په غوږ کې پټ پټ اویل چې لیونیه!ته د مازغو سر او نظر په شرونو کې وروست شوې وخت نه مومې چې دلته یو بل څیز هم شتون لري جنون ورته وايي - د هغه سره یارانه جوړه کړې
فکر له خندا شین شو او ماته يې اويل چې ته زما د نروچکي وجود احاطه نه شې کولی نو زه خو لتا سره د نوي شر زور نه لرم خو جنون زما زوړ یار دے -زه چې سینګار شم مرګ نه لرم - چې شپه شي سر او نظر ویده شي نو جنون راته نورې نورې وايي-کله وايي چې په دوي مه نازیږه ! څه موده خو د څه وختونو د پاره بیخوده کیږي خو انجام يې ښه پيژنې چې دوي کله په پاخه خوب ویده شي نو تا خلکو ته یواځې پریږدي -چې څوک دې څه رنګ تشریح کوي کولے شي ته اختیار وبایلې-زما که منې خپل وجود په ما کې ځاي کړه -د نظر او سر حقیقت خو مې درته سل واره بیان کړ د منظر په حقیقت به دې هم پوهه کړم-او زه ورسره تر څه وخته د ویده نظر او سر د محلته بهر اوځم-او په پیچلو لارو او غټو ګړنګونو مې د حیرت د غونډۍ په سر کینوي-د سپوږمۍ په پلوشو مې ولامبوي او د سرور په قالین مې د مستۍ په صوفه سینګار کړے ځانته مخامخ کینوي -د خودۍ په جام کې د بقا شراب راکړي او بیخودۍ ته نزدې یم چې د مخامخ غره نه د ژوند د شپیلۍ خوږ اواز راشي-جنون مې په اوګه لاس کیدي او وايي راته فکره فکره!!بیا د نظر سر او مازغو په خوا مه ورځه!دغه ټول په ځانونو باور کوي زه له ټولو غوریز یم او دا ټول مې غلامان دي راځه راځه !! چې دوي ټولو ته وښایو چې منظر ښودونکي دوي ټولو ته یواځې دومره اختیار ورکړے چې څه يې خوښ وي نو ورښايي يې ورته--
دوي ټول ګوډاګیان دي په ګلونو يې رغړوي او ازغي پکې خښوي-
دواړه د منظرښودونکي د بې نیازۍ د ساز په سوز کې ورکیږو او د جلال او جمال د ټپو په تال يې اتڼ کوو-
یاره!سحر د منارو نه د منظرښودونکي د خواږه نوم انګازې پورته شي -خوارتندي زمکې ښکل کړي او جنون راته په چغو چغو وايي چې فکره فکره!!تګ ته خو دې زړه تښنیږي خو وس کیدی شي څه نه څه زما په حقیقت رسیدلے يې -منظرښودونکے پوهیږي چې دا تندي د راتلونکي زمانې د ښکلا او عیش په لالچ کې خاورې ښکلوي او د منظرښودونکي وسنے ښکلايي هنر ترې په سلو پړدو کې نغښتے پټ پروت دے--د مینې د جانان د کور د مینې په لارو کې يې د ویرې کوهیان کنلي دي او له یو کوهي چې راخیجي نو بل ته ولیږي او د مینې د څښتن د رضا منزل ته مزل د مینې په لار دومره ګران نه دے څومره چې دوي ځانته جوړ کړے-
یاره!زه ملامت شم او پخپل پخواني ژوند ستومانه شم -زه د پرونۍ شپې د جنون کوټلو دلایلو په دې مجبور کړی یم چې نن شپه غواړم چې ستا نر سر مازغو او منظرونو بې نیازه شم او د بې نیازۍ د څښتن د بې نیازۍ په رنګ کې رنګ شم-نور دې د بې نیازۍ په څښتن سپارم او کیدی شي ستا هم سر خلاس شوے وي
د فکر په ډډو خبرو مې سر خلاس نه شو خو دومره خبر شوم چې یو څوک داسې هم شته چې پخپل پرون نن او سبا ناز کولے شي او د ژوند په صحرا کې د مینې په غرور مزلونه کوي او د ویرې سیوري ته ورته دمه کول پیغور ښکاري

- بېرته شاته