(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان دعدم تشدد فلسفه ا وپه پښتنو...

د  باچا خان دعدم تشدد فلسفه ا وپه پښتنو تحمیل شوې جګړه

لیکوال  : دیپلوم انجینیر اجمل شمس

که د تيرو دريو لسيزو جګړو او بدبختيو ته زيرشو نوپوهيدي شو چې د پولې دواړو خواو پښتنو ته ئي زيات تاوان رسولي . دا صيح ده چې په مجموعي توګه ټول افغانان  د ثورد کودتا نه تر دې دمه په يو يا بل شکل زوريدلي ، کړيدلي او راز راز کورنيو،اقتصادي،اجتماعي او سياسي ستونزو سره مخامخ شوي خو زيات اغيزمن شوي بيا هم پښتانه دي . د شوري اتحاد سره د افغانانو د جهاد پر محال نږدې يو نيم ميلون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ  چې زياته برخه ئي پښتانه تشکيلوي . د ډاکتر نجيب د سقوط نه وروسته چې د مجاهدينو دوره پيل شوه نو هم زيات مرګ او ژوبله د پښتون ميشتو سيمو ته ورسيده . همدا شان د کمونيست رژيم  د استخباراتي شبکو لخوا چې په پښتونخوا کي کوم تخريبات کيدل نو زيات قربانيان  ئې پښتانه وو .

کله چې طالبان قدرت ته ورسیدل او دا چې د دوی اکثریت پښتانه وونو په نړیواله کچه د پښتنو پر ضد منفی تبلیغات پیل شول . پښتانه پکی داسی معرفی کړای شول چې دوی د علم،فرهنګ او تمدن پر ضد دي او یواځې په افراطیت او تشدد عقیده لري او هیڅ منطق نه منی . هرهغه عمل چې د طالبانو لخوا ترسره کیده هغه به د پښتنو پوری منسوبیده . متاسفانه  دا لړۍ اوس هم دوام لري .خو حقیقت دادی چې طالبانو قومي چلند ندی کړی  بلکه دخپل واکمنتوب په دوران کې یې دپښتون او غیر پښتون سره  یو شان سلوک درلود . د یادونې وړ ده چې په طالبانو کې د بدخشان ولایت اوسیدونکو فعال غړیتوب او نقش درلود او ځینې ئې په لوړو چوکیو هم ناست وو.

د انګریزي استعمار پر ضد د فخر افغان باچاخان  هراړخیزه مبارزه  د هیچا نه  پټه  نده . هغه  د نن  نه نږدې سل کاله وړاندې د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ په پښتنو غږ کړی وو تر څو د خپلو حقوقو لپاره په سوله ایزه توګه سیاسي مبارزه وکړي .  په دی مبارزه کې هغه په زرګونو پښتانه په خپل غورځنګ کې له ځان سره ملګری کړل او پخپله باچا خان او دده ملګرو کلونه کلونه  زندانونه او ضلمونه وګالل اوشکنجی یې تیری کړی .که چیرې پښتنوطبیعتًا د سیاسی مبارزې لپاره یواځی په تشدد عقیده  درلودی  نو بیا ولی د باچاخان  په  اواز  پورته کیدل او دده سره ملګری کیدل .  د باچاخان تر رهبرۍ لاندې د پښتنو سیاسی او صلح امیزه مبارزه  دا په ثبوت رسوي چې پښتانه د دیموکراتیک فکر خاوندان دی . دوی خپلې ستونزې هم په خپل منځ کې او هم د نورو سره په جرګو او مرکو هواروی .خو کله چې د جنګ ځای راشي نو بیا د هیڅ راز قربانۍ نه هم  دریغ نه کوی .

که  یوطرف ته د تاریخ پاڼې د پښتنود تورې ، غیرت او میړانې نه ډکې دي نو بل طرف ته پښتانه د علم ، تمدن او فرهنګ پنځه زره کلن تاریخ وارثین هم دي . راځۍ چې د پښتنو د مشاهیرو نه یواځې  د خوشحال خان خټک ژوند او شخصیت  ته وګورو چې هم  د تورې او هم د قلم خاوند وو . که یو طرف ته دپښتنو دحقوقو لپاره د مغلو سره  په میړانه  جنګیده نو بل طرف ته یې دقلم په میدان کې هم ثاني نه درلود چې حتی علام اقبال هم د هغه د شاعرۍ نه متاثر وو .

دا چې طالبان د سقوط نه وروسته په تدریجی توګه بیا راژوندي شول نو د دې تر شا ډیر داخلي او خارجي عوامل دي  . نه دا چې دا جګړه پښتنو روانه کړې .بلکه دا جګړه په پښتنو تحمیل شوې  او ددی جګړې  قربانیان هم پښتانه دي . خارجي رسنۍ په افغانستان کې د طالبانو پاڅون (Insurgency (Taliban ځینې وخت د پښتنو پاڅون Pashtun Insurgency)) په نوم یادوي چې دا په نړیواله کچه د پښتنو په اړه منفي ذهنیت پیداکوي . واقعیت دادی چې روانه جګړه په منطقوي او نړیوله سطح د هغه سیاسي او اقتصادي رقابتونو تولید دی چې د افغانستان جیوستراتیژیک موقعیت ورته زمینه مساعده کړې . بل طرف ته د پښتنو سیاسي رهبري د یو انتشار ښکار ده .دا اوس د پښتنو د سیاسي قشر پورې اړه لری چې څرنګه کولی شي نړیوال پدې  قانع کړي چې پښتانه په دین اووطن میین ، صلح دوسته او جمهوریت خوښونکی ‌خلک دی. غواړي چې هم په خپل هیواد کې د نورو قومونو سره او هم د نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام پر بنسټ ژوند اوکړی  . خو باید د افغانستان په داخل کې نور ورونه  قومونه ، د منطقې هیوادونه او هم نړیواله ټولنه پدې واقعیت ځان پوه کړی چې تر څو پښتنو ته خپل جایز سیاسی ، اقتصادی او فرهنګی حقوق نه وي ورکړل شوي نو نه یواځې دا چې په افغانستان بلکه په سیمه کې به نا قراري او بې ثباتي وي چې تاثیرات به ئې غربي نړۍ ته هم رسیږی .داسې حالت د هیچا په ګټه نه دی .

بل طرف ته  پښتانه هم د یو فرد نه واخله تر دیني عالم ، روشن فکر او سیاسي مشرتابه پورې باید د اسلام ، افغانیت او پښتنولی په چوکاټ کې د خپل سیاسی سرنوشت په اړه د قیق فکر وکړی .  

 

Media and Information section,
Afghanistan Social Democratic Party Central Office,
PO BOX 5595, Kabul, Afghanistan
Tel: +93 <0> 799-57-1293
E-mail: [email protected]

 

- بېرته شاته