(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځموږ په ټاټوبى او ولس سوله...؟

ځموږ په ټاټوبى او ولس سوله څنګه راتلي شې...؟
محمد نعيم كاكړ 

مشر تشدد زور زياتي او د انسانيت قتل يو داسې ناورين دي چى د بشر هر څه ترپښو لاندي كوي كه موږ د تاريخ په اوږدو كښې و ګورو نو دا به راته څرګنده شې چي پخواني زماني ته ځكه دومشت او جهالت دور ويل كيږى چي دوى هر خبره او هر مشكل د زور او د توري په څو كه اواروله او بشر ته د بشر په سترګه نه كتل كه څه هم د دوي څخه داسې وسلي او او زارنه و چي دوي په يوه بټن د ټوله نړۍ ويجاړه كړي وي ځكه چي پخوانى خلګه د زده كړو او علم څخه ليري و چي څنګه څنګه دوي زده كړي او علم كاوي دهغه تشدد او د انسانيت وژنه هم تر ډېره رالنډه شوه او بيا لومړي وار لوئى څښتن(ج) د اسلام دين په خپل وروستي پيغمبر نازل كړي چي په اسلام كښې د سولي امنيت ورورولي او دهمكاري ښوونه وشوه او بشريې په كلكه ددي څخه وګرځاوي چي د بشر او انسان وژنى څخه دي مخ واړوي او داخبره په ډاګه كړه چي د يوه وګړي ناحقه وژنه د ټول بشر وژنه ده او د يوه انسان ځغورنه د ټول انسانيت ځغورنه ده تردي نو په سوچه ډول لارښودنه او پيغام هيڅ بل مذهب او دين نه دي وركړي خو اسلام چي د عمل نوم دي ددي لارښودني د څنګه موږ د اسلام نور ډېر څه وشاته اچولي دي او د نورو دودنه اورواجونه موږ خپل كړي دي نو ځكه چي نن مسلمانان تر هر چا د مشكل او خواريو سره مخامخ دي د نورو په لاسو كښې لوبى كوي او په ځان نه پوهيږي چي دا هر څه داورور وژنه او تشدد د چا دپاره كوو څوك وژنو او ولي وژنو و لكه كه هغه هر څوك دهغه عمل كوي په ځائي ددي چي موږ د نورو سره چتګاو شو موږ خپله كلمه ويونكي يو د بل ژوند د منځ څخه وړو.

     دا رښتيا خبره ده چي نن باندنيانو ځموږ په خاوره يرغل كړي دي او په يوه او بل نامه و ځان او نړۍ والو ته دا قناعت او دلاساسي وركوي چي دوي ددي دپاره راغلي دي چي دلته وران كار او تهره ګراويږي چي موږ په خپلو خپلو ملكو كښې چي په زراو زراو ميله و اټن باندي پراته يو د دهغه وران كارو څخه خوندي نه يو چي لويه بيلګه ۹/۱۱ دوي وركوي او داسي نوري خبري و نړۍ والو ته كوي او كله چي دوي روان تشدد د رسنېو د لاري د نړۍ والو غوږو ته رسوي نو بيا ورته وائي چي ځموږ خبره رښتيا ده كه يا..؟ او ځموږ الته پاته كيدل اړين او ضروري دي كه يا..؟

     خو په موږ هغه د سپي او غوږكانه شوي ده په ځائى ددي چي په سپي پسي منډي وكړو بايد چي لومړى خپل غوږ ته لاس ور وړو نن په افغانستان كښې په پاكستان كښې په قبائيلى سيمو كښې څوك وژل كيږي څوك په ډلو ډلو د وسلو سره يو د بل په مخ كښې ولاړدي چي يو بل وژني كلى او كورونه تالار كوي نارينه ښځي ماشومان چي شمير يې وزراو ته رسيږي په كوم حال كښې خپل كارونه پريږدي او په دوه لاسه د ځان د ځغورني د ځايو په لټه كښې وي او كه تاسو نه وي ليدلي نو د هغه ګډوالو ژوند و ګوري چي په دهغه سره دوبى او ګرمي كښې دوي ژوند كوي او د خپلو كورو څخه ليري د خپل صبا څخه ناخبره دهغه چا و مرستو ته لاس ځغوي د چا سره چي هم د هغه وسله وال جګړه كوى..؟

     نن تر ټولو زياته و سولي امنيت او جوړ جاړي ته هم د دا بشپړه خاوري او ددي اوسيدونكو ته دي ولي چي د تېرو پنځه ديش كلو څخه دوي بيله د جګړو وژنو او ژوبل شوو په چپه بل څه نه دي ليدلي چي شمير يې و لكاو ته رسيږي څوك چي و دهغه جګړه ته دوام وركوي هغه په كراره او د سوكالي ژوند كوي يو ډول ويره نه د ورسره خو ځموږ ټاټوبى ځموږ ولس هر مهال په دي ويره كښې وي چي اوس به څه ورسره كيږى اوس به څه ورسره كيږي كه موږ يواځي د طالبانو د ويان سپناوي واورونو داسې ورځ نه تيريږي چي د پنځوس څخه زيات كلمه ګودي نه وژل كيږي او ژوبل كيږي آن دا چي ډېر خواران خو چي د يوه اړين كار دپاره په موټر بس يا بل موټر كښې سپوروي په دي ويريږي چي داسې نه چي د څړك د غاړى مائن چي چا ښخ كړي وي هغه ور باندي و چاوديږي او داسې پيښى موږ هر ورځ اورو او په رسنېو كښې ګورو څوك چي دا كار كوي دوي كله په خپل ګريوان كښې كتلي دي چي دهغه ماشومان ښځى سړى چي وژل شوي دي او په ډېر بې ارزي ودي حالت رسيدلي دي دا څوك دي..؟ او د دوي پړه او ګناه څه ده...؟ او دهغه ځوانان چي و خپلو كورنيو ته دوي افغاني ګټي چي ژوند په وكړي په پوليس يا اردو كښې خپله ډنډه تر سره كوي دا څومره او ولي وژل كيږى..؟ دا او داسې نوري ناخوالي چي ډېري ترخي دي خو ولس او تاريخ ته به جواب وركول وي كه دا كار څوك سم بولي يا يې ناوړه..؟

     لكه وړاندي چي وويل چي  وويل شول چي سوله جوړ جاړي او كراري يواځي او يواځي د پښتنو او افغانانو اړتيا او ضرورت دي وبل چاته دومره نه خو چي څوك و دهغه جګړي ته په هر نامه دوام وركوي هغه خو يا خپلواك نه دي يا بيا په دي نه پوهيږي چي دا كار اجازه موږ ته خپل دين راكوي كه يا..؟ او ددې سره سره چي دوي په دي هم پوه دي چي يواځي او يواځي دهغه جګړه ددي ولس او ددي ټاټوبى په زيان ده بله خبره په دي كښې نه ده دلته بيرته موږ د اسلام وهغه لارښوني ته ورګرځو چي د يوه عام ساداره بشر وژنه د ټول بشر وژنه ده...؟

     اوس چي په پاكستان كښې ټولټاكنې تر سره شوي دي او ددي ټولټاكنو په رڼا كښې محمد نواز شريف او عمران خان و كالخوائي او اختيار ته رسيدلي دي دوى ددې د مخه چي حكومتو نه جوړ كړي د تحريك طالبان پاكستان ته بلنه وركړي ده چي د سولي خبرواترو ته دي ورسره كښينې چي طالبانو هم ددوي و خبري ته درناوي وركړي دي چي دا ډېر دوياړ وړخبره ده لوئى څښتن دي وكړي چي د دوي د هغه د سولي خبري اتري بريالي شې ولي چي د دواړو خواو په دي كښې ګټه ده كه څه هم په دهغه جګړه كښې د دوي پوزه نه ويني كيږي خو هغه خوار كلمه ګو چي په دهغه سيمه كښې د ناورين ژوند كوي د دهغه ناورين څخه ووځي چي د سولي دپاره دواړي خواوي څومره زيان وړي په كاردي چي يويې ولي چي دا هم د اسلام په ګټه ده او د بشر په ګټه ده هم د دهغه ټولو په ګټه ده چي په دهغه جګړه كښې راګير كړل شوى دى.

     تر كومه چي د افغانستان كښې د جګړي غوبل د تېرو څو لسيځو څخه را روان او ډېر ځانې او مالي زيانونه يې رسولي دي آيا و دهغه جګړه ته نور هم دوام وركول په كاردي كه يا..؟ ځكه په دهغه اوږدي جګړي كښې موږ  د تشدد او ورانيو په چپه بل څه نه وليدونور وراني ته ولس تيار دي..؟ دوي ودي ته تيار دي چي ټول ژوند په جګړو كښې تېر كړي..؟ داخبره به ومنو چي طالبانو تراوسه وجګړي ته دوام وركړي دي نو دا هم بايد ومنو چي د باندنيو يرغلګرو كه يو سړى وژل كيږي ځموږ سل وګړي وژل كيږي چي دا سودا و دوي نه ګرانه نه ده خو و موږ ته ګرانه ده..؟ د دوي خاوره په باروده نه ككړه كيږي خو ځموږ هر وګړي نن په بيلو بيلو ناورغيو كښې راګيردي كه څوك د پيښور كوټي يا كراچۍ روغتونونو ته ورشې تر ټولو زياته ناورغان افغانان به وويني څومره به هند اروپا او امريكا ته د درځني دپاره ځي خو خبره بيرته دا راځي چي څه بايدوشې..؟ په افغانستان كښې هر سړي روغه غواړي سوله كه څوك نه غواړي هغه يلغر ګردي يا هغه څوك دي چي دوي خپلې ملكي ګټي د افغانستان په جګړه كښې لټوي رښتيا خبره داده چي د افغانستان جګړي اوس يوه نړۍ واله جګړه جوړه شوي ده موږ د افغانانو پښتنو په دي خپل ولس او ټاټوبى داربليږي چي دهغه جګړه دي دلته وشى..؟ ددي سره سره چي سوله نه يواځي د افغانانو پښتنو نه يواځي غوښتنه ده بلكې د دوي اړتيا او ضرورت دي كښې د داسې ناورين سره به مخامخ شي چي د جاپان هيروشما به هم ايره شې آيا ټول افغان پښتون ولس ودي ته تيار دي زه وايم يا..؟ نو بيا څه كول په كاردي..؟ باندنيان خو دا پريكړه كړي ده چي دوي به په ۲۰۱۴ء كال كښې د افغانستان څخه درومي خو امريكا غواړي چي څه يواځي ځواكونه دلته پاته كړي او په خپلو اډو كښې وساتي خو ددي سره سره باندنيان د افغانستان څخه بشپړه لاس وكاږي په ګاونډ كښې څوك لري او د دوي څه اداري دي..؟ بيرته افغانان د بل چا تر لاس لاندي نه راځي..؟ داسې نوري ډيري پوښتنې دي چي د هر افغان په دماغ كښې ګرځي راګرځي دا هر څه چي په دا اوږدوكلو كښې وشول دا آمدامه نه دي شوي بلكې دا د يوه پلان لاندي كيږى چي هغه ته لويه لوبه (GREAT GAME)ويل كيږي كوم قامونه چي پوهان او مشران لري او په يوه خولي وي هغه د داسي لوبوتيري د دمخه څخه تړي خو پښتنو افغانانو د دمخه څخه خپلې چاري ونه نيولي نو ځكه د نورو په لومو كښې د كلو كلو څخه راګيردي چي دا بيا يو بيل موضوع دي خو دا وخت موږ بايد داوسنجوو چي څنګه د دهغه جګړه څخه ولس او خپله خاوره وباسو او بس او ځموږ د ټولو بايد دهغه موخه وى.

     خدائى پاك(ج)په موږ كښې هيچا نه دي ليدلي خو موږ ايمان باندي راوړي دي ځكه چي موږ يې په قدرت او كراماتو پيژنو خو لوئى څښتن د هر څه د يوه قانون او اصول د لاري دا دومره لوئى نظام درله تيروي چي هغه د خدائي داوه كونكي په دي نه دي رسيدلي چي دا څومره لوئى نظام دي كه دا وويل شې چې تراوسه په يو لك كښې يو دريافت يا پيژندنه بشرنه د كړي داخبره به بيځايه نه وي خو ددي دومره لوئى قدرت څخه نيولي بيا د يوې زري پوري د هر كار يو سبب وي كه څوك هر څو و غواړي چي يو بلب يا ګروپ روښانه كړي تر هغه وخته دانه شې روښانه كيدي تر هغه وخته چي بټن يې نه وي وهلي خو د بده مرغه موږ و داسې خبرو ته پام نه كوو خو ودي اوږده بحث ته نه ځو ځموږ و سولي ته اړتيا لرو او د لوئى د خدائي(ج)څخه دا خواست كوو چي د دهغه ناورين څخه ځموږ ولس او ټاټوبى راوځغوره د نورو ازموينو سره دهغه ولس په خپل روي و ځغوره(امين)

     خو پښتانه وائى چي خدائى(ج) ږغ نه كوي او خلګه رښتيا نه وائي داسې په دي غور وكړو چي څنګه سوله راتلي شې..؟ هر څوك دي خپل دريځ په خپل وجدان او ماڼي ضمير و خپل ولس ته وړاندي كړي چي په هغه كښې څه دليل وي زه دا وايم چي د ولس كاله كيږي چي يوه ناولده جګړي ځموږ په ټاټوبي باندي روانه ده زورور دلته راغلي دي دهغه اوږدي جګړي يواځي موږ ځپلې يو نور په كراره ناست دي دهغه پوه لكه رحمان بابا چي وائې...

                     كه دانا يې اور د خپله سره مړه كړه

راسي دهغه اور دخپله سره مړكړو زه دا وايم چي د اور موږ د خپله سره وژلي شو كه لومړي موږ ټول په يوه ټغر كښينو باندنيان خوارو مروروان دي خو ددي د څنګه افغانستان يو پارليمان لري چي د ولس په رايو باندي هر يو دي پارليمان ته ځان رسولي شې ټولي خواوي دي په هيواد كښې جګړه ودروي په را روانو ټولټاكنو كښې دي برخه واخلي په پارليمان كښې دي داسې پريكړي وكړي چي هغه د هيواد او ولس په ګټه وي كه شريعت محمدي راولي هغه به هم د ولس په ملاتړوي كه په اساسي قانون كښې بدلون كوي دهغه ملاتړ به هم ولس كوي كه باندنيان باسي هغه به هم د ولس په رايووي بله داسې لاره نه ښكاره كيږي چي هغه د پريكړو اختيار ولري خو ددي ټولي كيلي په سوله كښې ده او د جګړي په ختم كولو كښې ده ولې چي جګړي ودي خوار ولس ته د كړاونو په ځائى بل څه په دهغه اوږدو كلو كښې څه بل شي نه دي وركړى.

- بېرته شاته