(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځوانۍ سپرلي

لغمان زموږ د ګران افغانستان لکه د هیواد دنورو ولایاتو په شان ښکلی او سر سبزه ولایت دی چې ددې ولایت ښکلا دپسرلي په موسم کې څوبرابره زیاتیږي ۰ له یوې خوا دحاصل خیزو فصلونو کروندې او دبلې خوا د لغمان غرونه ،دامانونه ،سیندونه ، ورشوګانې ، رنګا رنګ خود رویه ګلانو او شنو سر سبزه تپو په وجه دا ولایت د شین لغمان په نامه یادوي ۰

د لغمان په ښکلي پسرلني موسم کې ځوانان ډلې ډلې کروندو ، دښتو او دامانونو ته په سیل راوځۍ او نجوني د شوقه ګلونه په اوربل ټومبي او دا سندره زمزمه کوي ۰

دا چار چشمه ګلونه خوند کړي په سرو کې

ګل په دامانو کې

 

لغمان ښکلې او سر سبزه درې لري چې ددې درو له جملو څخه د الیشنګ او الینګار درې دې چې د لغمان د مرکز مهترلام ښار په شمال او شمال غرب کې پرتې سیمې دي ۰

د عمر زیو سیمه د الیشنګ د درې په لمړیتوب او د الینګار دره بیا د لغمان د مرکز شمال ته پرته ښکلې دره ده چې ښکلو کلو، بانډو او حاصل خیزو کروندو لا هم ددې سیمې ښکلا څو برابره زیاته کړې ده ۰

وایې چې هر چاته خپل وطڼ کشمیر دی نو په دې وجه د لغمان اوسیدونکو ته لکه د نوروهیواد والو په شان خپله زادګاه ښکلې ده ۰ زما هم د لغمان په کلو او بانډو کې ژوند تیر شوی او د همدې ولایت د عمرزیود سیمې د خیر اباد په کلي کې زیږیدلی یم ، لمړنۍ او مینځني تعلیم مې هم په همدې ولایت کې سرته رسولي او بیا د لغمان د روښان د لیسې څخه فارغ شوی یم چې پدې وجې زما دوړکتوب اود ځلمیتوب ډیری برخه دلته په همدې ښکلې ولایت کې تیره شوې او همدارنګه د دې ولایت په زیاتره پرتو سیمو په کلو او بانډو کې زموږ دوستان اونژدې خپلوان میشت دي۰

د ځوانۍ یاران ، ساده او پاک زړی کلیوال ، د مکتب د دورې همصنفیان او استادانو خاطرې لا اوس هم زموږ په ذهن او خیالونو کې ژوندۍ پاته دي نو په همدې وجې لغمان زموږ ښکلی او په زړه يورې د خاپوړو کلی او کور دی ۰

درنو لوستونکو!

غواړم پدغې لنډې لیکنې کې ددې سیمې د الینګار په دره کې د بي بي حاجرې د کلي او د بي بي حاجر ې د تاریخچې په هکله لوستونکو سره څه مالومات شریک کړم ۰

دبي بي حاجری کلی د الینګار د ولسوالۍ په استقامت د ارمل ، کټل او بصرام په ابتدا کې پروت دی چې ګاونډ ته یې مصری کلا،د ساپیانو کلا ، فتلاح کلا او نور غټ او واړه کلي او بانډې پرتې دي ۰

پدي کلي کې شاوخوا د اتو یا هم زیات لویې او یا وړې کورني میشت دي چي په خټه روستم خیل یا کوچیان دي او څو نسله پخوا دلته په همدې کلي کې میشت شوی دی۰

ددې کلي د اوسیدونکو څخه مامور صیب محمد امین خان رستم خیل حاجي صالح محمد خان رستم خیل مولوي صاحب دسته ګل خاورې محمد اسحاق ماما دمرجا ن ،طالب قاضي صیب محمد ګل ،خیال لالا اوډیرې نورې غټې او وړې کورنۍ دي چې په خپلو کې راشه درشه لري او په غم او ښادۍ کې یو د بل مرستندوی پاته شوي دي ۰

موږبه دغه کلي ته کله کله د مکتب د فراغت په فرصتونو کې راتلو او کله چې به راغلو نو خاماخا به د خیال لالا چې زموږ د سن او سال او د تبعې ملګری وه لیدو ته ورتلو او دهغه بنډار او میلمه پالنه رموږ د تل پاتو او خوږو خاطرو څخه شمیرل کیږي۰

خیال لالا مهربانه او با استعداده ځوان وه دهغه د استعداد یوه بیلګه دا وه چې په انګلیسي ژبه ښه پوهیده او د انګلیسي ژبې سره یې خاصه لیوالتیا لرله۰

زموږ دغه کلي ته د راتګ بله موخه هم دا وه چې زموږ سکنۍ ترور دلته کې واده وه هغه به زموږ په راتګ ډیره خوشالیدله او تل به یې نازولو چئ زموږ ددې بی بی حاجي ترور ښه سلوک اومیلمه پالنه لا تر اوسه زموږ په ذهن کې هک او زموږ د ژوند د خوږو خاطرو یوه ښکلې بیلګه تشکیلوي۰

بي بی حاجره او د هغې تاریخچه ۰

وایي چې مهتر المک ع ریښتنی پیغامبروه کوم چې همدا اوس د لغمان ښار مرکز د همدې رسیدلي او د کرامته ډک شخصیت په نوم یادیږي۰

مهترلام بابا د نوح ع پلار وه او د هغه د ښخیدو ځای سلطان محمود غزنوي په خوب کې لیدلی وه چې سلطان ته په خوب کې وایي :

ته مقتدره پاچا یې او زه ستا په ګاونډ کې پروت یم زما مقبره جوړه کړه ۰

سلطان خپل خوب د خپلو درباریانو سره شریکوي او درباریانو یې سلطان ته مشوره ورکوي او ورته وایې چې د هغه د خښیدو دځای تپوس ورځینې وکړی۰

کله چې په دویم ځل سلطان هغه په خوپ کې ویني نو ورڅخه د هغه د مرقد یا د خښیدلو د ځای تپوس کوي چې هغه مبارک ورته داسې لارښوونه کوي :

ته خپل اوښ په دښته کي راهی کړه ستا د اوښ په لمړي او دوهمه دمه کې نه بلکې په دریم تم ځای کې به زما مرقد وي ۰

کله چئ سلطان محمود د خپل درباریانو سره یو ځای د صحرا په لور په سفر راوځي او خپل اوښ ایله کوی د اوښ په دریمه دمه ځای کې د هغه مبارک د خښیدو ځای پیدا کوی او خپلو درباریانو ته امر کوي چې ددې مبارک مرقد د سره جوړ او د زیارت په شا او خواکې دې ښکلی بڼ بنیاد شي چې همدا د مهترالمک علیه الرحمه زیارت او بڼ دلغمان د ولایت وغرب ته د عمرزیو د تپوپو تر شاه په څو کیلو مترۍ کې پروت دی ۰

د مهتر المک ع بل ورور نورالام صاحب نومیږي چې په لغمان کې د نورالام صاحب په دره کې چې د همدې مبارک په نوم مسمی ده خاورو ته سپارل شوی دی او د لرې ځایو څخه یې خلک زیارت ته راځې ۰

بي بی حاجره چې مخکې مو د هغې مبارکې د زیارت په اړه یادونه وکړه د دغو دوه وو روحاني شخصیتونو مهتر الام او نورالام صیب خور ده چې دلته د بي بی حاجرې په بانډه کې خاورو ته سپارله شوې او زیارت ته يې ښځې او نجونې په خاصه توګه په اخترونو اونورو مذهبي ورځو کې راځي او د هغو خاصه زیارتګاه او د تبرک ځای دی۰

وایي چې ډیر پخوا کلونو کې پدغه کلي کې مرحوم حاجي غلام جان رستم خیل کوچی میشت شوی دی چې دهغه څلور ځامن وه چې د حاجي صاحب احمد جان رستم خیل کوچی ، حاجي صاحب وسیم رستتم خیل کوچی ،حاجي صاحب قسیم رستم خیل کوچی او حاجي صاحب نسیم رستم خیل کوچی په نومونو یې شهرت درلود۰

۱ - حاجي صیب احمد جان ۴ نارینه اولادونه درلودل جې هغو سهرت په لاندې ډول دی ۰

ښاغلی صالح محمد خان رستم خیل مشهور په مامور صیب صالح ، ښاغلی حاجي سید محمد خان رستم خیل چې په کرنې او مالدارۍ مصروف وه،طالب رستم خیل چې دلغمان د ترافیکو د مدریت په مربوطاتو کې یې دنده درلوده اومرجان رستم خیل چې په مالداری او زمینداری بوخت وه۰

ښاغلی صالح محمد خان رستم خیل دوه نارینه اولادونه ،ښاغلی حاجي سید محمد خان رستم خیل ۷ نارینه اولاده، ښاغلی طالب رستم خیل ۴نارینه اولادونه اوښاغلي مرجان رستم خیل ۲ اولادونه لري چې هر یویې اوس د لمسیانو او یا هم د کړوسیانو خاوندان دي ۰

لکه مخکې چې مو وویل ددغه بانډې اوسیدونکي زراعت پیشه، مالداره دي چې خپله په خپلو کروندو کې کوم چې د پلرو او نیکونو ورته په میرات پاته دي په کرلو او مالداری بوخت دي۰

دیادولو وړ ده چې د هغه وخت په ډیرو سختو اقتصادۍ شرایطو کې ددې کلي اوسیدونکی مامور صیب محمد امین خان او حاجي صالح محمد خان رستم خیل توانیدلي وه چې درس او تعلیم ته مخه وکړي چې وروسته د تعلیمه څخه هغو د لغمان په ولایت او نورو سیمو کې د ماموریت رسمي دنده تر سره کړې چې د پوره وقاراو اعتبار خاوندان پاته شوي دي ۰

همدارنګه مولوي صاحب دسته ګل خان هم مدبر دیني عالم وه او د ننګرهار د هډې د نجم المدارس د مدرسې څخه فارغ شوی وه چې ددوي د فیض او برکته ددې کلي او شاو خوا ډیری ځوانانو تعلیم ته هڅول شوي او د تعلیم او تربیې څخه بهره مند شوي دي ۰

د کلي ټولو اوسیدونکو د زمیندارۍ تر څنګ مالدارۍته هم خاصه پاملرنه درلوده چې د بیلګې په توګه سید محمد رستم خیل چې ددې کلي اوسیدونکی دی هغه ته هم لکه د نورو تره ځامنو کومه مځکه او جایداد چې د پلاره پاته وه دهمدې ځمکې په کرلو او مالدارۍ بوخت اوله همدې طریقه یې د کور نفقه برابروله او د ګذارې وړژوند یې درلود۰

حاجی سید محمد ماماد کروندو د کر لپاره د دوو سخوندرنو تر څنګ د شیدو غواوې، میږې او ګډيان هم روزل چې په کور کې به تل د شیدو، مستو ،کوچو ، شړمبو او وچه شوو غوښو پریماني وه۰

پدغه کلي کې ځوانانو د درس او تعلیم تر څنګ د خپلو کورنیو مشرانو سره په خاصه توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پوره مرسته کوله، هلکان به چې کله ددرسو څخه فارِغ شول کورته د سون لرګي برابرول ،مالونوته رشقه یا شوتله ریبل ،کروندو کې د اوبو لګول،د شولود کرلوپه موسم کې د شولونهال کښینول او ټول هغه بوختیاوې چې دکرني او مالدارۍ سره یې تړاودرلوده فعاله ونډه اخيستله او کور ته د نفقې په برابرولو کې د کورنۍ د مشرانو سره یو ځای پوره زحمتونه ګالل ۰

د یادولو وړ ده چې ددغه کورنیو د شهرت په اړه به پوره او کره مالومات په راتلونکو کې د درنو لوستونکو او مینه والو سره شریک کړاي شي ۰

و من الله التوفیق

سمیع الدین افغاني

٣٠ - ٥ - ٢٠١٣

 

 

- بېرته شاته