(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واکمن

ملنګه پخیر !
هسې مې ویل چې زمونږ دا واکداران به کله هوښیاریږي؟
پیر صیب!
د واک خپله نشه وي -پیړۍ وشوې چې د وړو واکدارو د مخې لوي واکداران واکونه بایلي خو دوي ترې هیس عبرت ناخلي-تا راته یوه ورځ د نیرو قیصه کړې وه خو وس رانه هیره شوې ده
هو ملنګه!
اردو کې خلک وايي(نیرو کې بانسري)دا د روم شهنشا نیرو کلاډیس یادوي-د رومنو واک په څلور لویو وچو(براعظمونو)خور وه-د اروپا نه د ایشیا افریقه او هنده پورې يې نړۍ نیولې وه او د روم ښار په نړۍ کې وړومبے ښار وه چې سرشمیره يې یو ملیون ته رسیدلې وه-نن چې ته د دیوالونو جوړولو د پاره خښتې وینې دا هغوي په وړمبي وار جوړې کړې وې وس چې هم د رومنو لرغوني اثار چرته ښکاره کیږي نو خښتې يې نخښه وي-نو کله چې نیرو په ۵۴ع کې شهنشا جوړ شو نو ډیر لوي چارے او په دولت ميئن وو -دده به غریبان خلک ډیر بدي شول او ويئل به يې چې دې غریبانو د ښارونو ښکلاګانې زیانمنې کړیدي او سرونه يې ورکول غواړي -د نیرو ناسمو پالیسیانو نالایقه مشیرانو ٬ کورنۍ دولت خوښۍ او د وزیرانو لوټمار په روم کې غربت خپور کړ-جایدادونو لرونکو خپلې دوترې خرڅول پیل کړل او غریبان ځان وژنې پیل کړې-خو د نیرو په دې خبرو هیڅ پروا نه وه او مشیرانو به ورته ویل چې هرڅه سم دي -په ښار کې ټول خلک خوشال دي -نیرو یوه ورځ پریکړه وکړه چې د ښار دا ټول غریبان وژل غواړي-او د خپل محل د پاڅه يې د ډنګ سرود محفل جوړ کړو ډمې ګډیدې او د شرابو جامونه ډکیدل تشیدل او نیرو په نشه کې فوځیانو ته امر وکړو چې د ښار چاپیره ټول کچه کورونه او خیمې وسیزي او غریبان دې ټول وسوزولے شي-فوځیانو د ښار جونګړو ته اورونه ورسول او د روم د ښاره د سلګو او چغو اوازونه پورته کیدل -د خلکو د شور لوګو او لمبو په زیاتیدو به نیرو سازیانو ته امر کولو چې سازونه ښه تیز تیز وغږوي او د شرابو جام به يې په سر اړولو -ښار ټول وسوزیدو او د اور لمبې د نیرو ماڼۍ ته راورسیدې او په دغه اور کې چاپیره ناست مشیران او وزیران هم یو ژوندے پاتې نه شو-او نیرو د اوبو ډنډ ته ودانګل او ځان يې له مرګه وساتو-د روم ښار سوے وو لوګي او لمبې ترې پورته کیدې خو بیا هم نیرو ځان ګنانګار او ددې کار مسيول نه ګڼلو-بیا هم دغه نیرو د روم د ښار د بیا ودانولو هڅې وکړې د خزانو خلې يې وسپړدې په اولس يې ټیکسونه ولګول او ټولې شتمنۍ يې پرې خلاسې کړې خو روم ودان نه شو -په اخر کې اولس د نیرو د ظلمونو او لنډ تنګ ژونده تنګ راغلل او د نیرو په ماڼۍ يې یرغل وکړ او نیرو په تیښته خپل ځان د خلکو له غضبه وساتو-
پیر صیب!
نو چې فکر وکړم زمونږ دا واکمن هو بیخي د نیرو په پل روان دي خو د هغه وخت د روم خلک بیا هم ددې عصر د خلکو نه ويښ او بیدار ول چې د نیرو نه يې ځانونه خلاس کړل او مونږ ته وګوره کورونه مکتبونه بازارونه او کلي مو سوزي خلک له غربته خودکشیانې کوي او واکمن د نیرو په څیر په محلونو کې ناست دي او مونږ دومره جرات نه لرو چې دا واکمن له ګریوانونو ونیسو او ځانونه د غربت د بلا له کومي راوباسو-خو بیا هم ویلے شم چې ددوي په لاسونو لګیدلے اور به یوه ورځ ارومرو ددوي محلونو ته ورسیږي او ددې وخت نیرو به هم سره د شپیلۍ اور واخلي

- بېرته شاته