(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عوامي نیشنل ګوند ولې ماته وخوړه؟

غير حکومتي نتېجې ښيي چې د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کې پښتون قام پرسته ګوند عوامي نيشنل پارټيANP له ماتې سره مخامخ شوې ده. ياد ګوند په قامي اسمبلۍ کې يوه، د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې درې او په بلوچستان او سند اسمبليو کې يوه يوه چوکۍ ګټلې ده
دا چې عوامي نيشنل ګوند، چې په خيبر پښتونخوا کې يې پينځه کالونه حکومت وکړ او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې يې خپل سلګونه ملګري قرباني کړل، ولې د هېواد د نورو ګوندونو په مقابله کې پاتې راغله؟ د سياسي چارو څېړونکی ايمل خټک د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې ياد ګوند و نه شو کړای د خلکو مسالې ور حل او په پايله کې د هغوئ زړونه وګټي.
((
د خلکو چې کوم مسايل وو، د هغو د حلولو په لړ کې په صوبه کې د عوامي نيشنل پارټۍAwami National Party او پيپلز ګوند مخلوط حکومت هغومره کار و نه کړای شو چې د خلکو باور تر لاسه کړي. که کارونه شوي هم دي خو خلک نه دي پوه کړل شوي چې په نتيجه کې به يې د هغوئ پر ژوند کې کوم بدلون راځي. عام خلک خو خپلو ورځنيو مشکلاتو ته ګوري چې آيا امنيت شته؟ روزګار ورته ملاويږي؟ لوډ شيډنګ کم شوی دی؟ يوازې دا هم نه ده چې ګنې عوامي نيشنل ګوند ته د انتخاباتي کمپاين کولو موقع نه ده ورکړل شوې. نورې هم ډېرې وجې دي، لکه د پارټۍ غړي خپه وو، خلک خپه وو. د داسې بدترين شکست يوازې يوه وجه نه شي کېدای.))    
عوامي نيشنل ګوند دا ځل د پښتونخوا د نورو برخو په څېر په صوابۍ کې هم، چې د دې ګوند مضبوط مرکز بلل کيږي او د تېرو کالونو په انتخاباتو کې يې په کې برياوې تر لاسه کړي، د قامي او صوبايي اسمبليو چوکۍ له لاسه ورکړې دي.
د صوابۍ د شاه منصور کلي يو پېژندل شوی شاعر او ليکوال او د سيمې پر چارو نظر لرونکی نور الامين يوسفزی د عوامي نيشنل ګوند د ماتې لامل د مشرانو يې غلطې پاليسۍ بولي چې وايي،
((يو پلو د عوامي نيشنل ګوند ANPنه خلک خپه وو، ځکه چې په خپلې پينځه کلنې حکومتي دورې کې ترې ځينې غلطۍ شوې وې. بدامني ده، کرپشن دی او نورې مسالې هم دي. د تحريک انصاف مشر د قابليت خبره کوله، د کرپشن د ختمولو وعدې يې کولې او د امن خبره يې کوله. نو زما په نظر، د هغه دغو خبرو خلکو ته اپيل کړی دی. د عوامي نيشنل ګوند ټول غړي ډېر زيات خپه دي. زما خيال دی چې يو قام پرست تن هم د داسې نتيجو توقع نه لرله. اوس هم عوامي نيشنل ګوند ته په هره حلقه کې خلکو د پام وړ شمېر رای ورکړې دي، خو دومره نه چې انتخابات يې پرې ګټلی وای. د ځوانانو نوي جوړ شوي ووټونه ورته نه دي تللي. د ښځو ووټونه هم تحريک انصاف ته پرېوتي دي.))   
ايمل خټک په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د عوامي نيشنل ګوند مشرتابه بايد پر خپلې سياسي تګ لارې له نوي سره سوچ وکړي او په عمل کې ثابته کړي چې دغه ګوند واقعي د پښتنو قامي ګوند دی.
((
دا موقع ده چې د عوامي نيشنل ګوند مشران پر دې ټولو مسالو په سنجيدګۍ سره غور وکړي. که تاسو نور پاکستان کې وګورئ نو قام پرستي موجوده وه. پنجاب ټول په ټوله له نواز شريف سره ودرېدو. دغه راز سند پيپلز پارټۍ سره او مهاجر له متحده قومي مومينټ سره. بلوڅانو هم د  خپلو بلوڅ ګوندونو ملاتړ وکړ. نو زموږ د صوبې پښتانه ولې د پښتنو د نمايندګۍ دعوه کوونکي ګوند سره و نه درېدل؟ پر دې خبره ډېر سنجيده غور او فکر پکار دی. کتل غواړي چې کومې پاليسۍ غلطې وې. او که داسې و نه شول نو ما ته ښکاري چې د دې پارټۍ له پاره به حالات نور هم خراب شي.))   
په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر غلام احمد بلور، چې پر اين ای ون ورته د تحريک انصاف مشر عمران خان ماتې ورکړه، له مطبوعاتو سره په خبرو کې منلې چې خلک د دوئ له پالېسيو خوښ نه وو او ځکه يې دا ځل بدل ګوند ته خپلې رای ورکړې.

بل خوا دمشال راډیو خبریال  ښاغلي مجید بابر د دغې پوښتنې په ځواب کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي:
((
دغو ګوندونو په خپلو انتخابي منشورونو کې د ترهګرۍ په اړه په لفظي توګه څه نا څه خو ليکلي دي، او د نواز شريف ګوند خو دا هم ويلي دي چې دوی به وړومبی د خبرو اترو له لارې د دې مسلې حل را وباسي او بيا به په نورو لارو غور او فکر کوي. خو زما په نظر دوی ته پکار ده چې له پوځ سره په ګډه تګلاره جوړ ه کړي نو ښه به وي. او نه يوازي له پوځ سره بلکې اوس خو د عمران خان  ګوند هم په خيبر بښتونخوا کی اکثريت تر لاسه کړ ، نو دوی ته پکار دي چې له هغوی سره هم خبرې وکړي ځکه چې دغه صوبه ترهګرۍ ډېره ځپلې ده،  نو اوس دا ډېره ضروري ده چی د هغوی ګوند هم په دې کې شامل کړل شي.)))
ده تر دې مخکې پخواني واکمن عوامي نيشنل ګوند او پيپلز ګوند هم له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره د خبرو اترو له لارې د امن تګلاره غوره کړي وه ، خو څه نتیجې یې ور نه کړې.
په پېښور کې کار پوه خادم حسين وايي:
((
دوی وايي چې که امريکا له سيمې ستنه شي نو هر څه به ټیک شي، او بيا به مذاکرات وکړو، او د هغو مذاکراتو په نتيجه کې دا څومره وسله والې ډلې چې دي، د بېلګې په توګه لشکر جهنګوي، تحريک طالبان و او يا القاعده وغیره به وسله کېږدي او هغوی به ښه په کراره خپلو کورونو ته لاړ شي. خو زما په فکر دوی له هغو کږ لېچونو نه دي خبر چې ټولنيز دي ، يا سياسي دی او کلتوري  بڼه لري؛ او نه يې پر هغې سوچ کړی دی، او نه په دغو اړخونو د سوچ کولو ضرورت محسوسوي.))
خو په پېښور کی له وسله والو طالبانو سره د يو شمېر د مذاکراتو د پړاوونو شاهد او د قبايلي سيمو  د امنیت پخوانی سېکرټر برېګېډییر رېټایرډ محمود شاه وايي:
((
هغه ګوندونه چې په حکومت کې نه ول، هغوی ته نه ده مالومه . چې کله دوی په خپله خبرې اترې وکړې نو به ورته مالومه شي. لکه په تېرو وختونو کې عوامي نیشنل ګوند هم دریځ درلود چې خبرې کوو، موږ ورته وویل چې ورشئ او خبرې وکړئ، خو چې کله هغوی خبرې وکړې نو ورته د وسله والو د ذهنیت او اېجنډې په اړه مالومه شوه. بیا یې په خپله د هغوی پر ضد پوځي عملیات وکړل. دا موجوده اکثریت تر لاسه کوونکي ګوندونه به هم دا لار خپلوي.))
یوه موده مخکې د پاکستان تحریک طالبان ویلي ول چې له پاکستاني پوځ سره د خبرو اترو چارو ضمانت دې ورته مسلم لیګ نواز ډله ورکړي.
همدا راز، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف هم موده مخکې له برتانیوي فنانشل ټایمز ورځپاڼې سره د مرکې پر وخت ویلي ول چې که ګوند یې واکمن شو نو امنیتي ادارې او وسله والې ډلې به له یو بل سره خبرو اترو ته سلا کوي.

مجید بابر

Source:Mashal Radio

- بېرته شاته