(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

...ډیورنډ دکرښه- پښتون قومونه او


ډیورنډ دکرښه- پښتون قومونه - او د ګوشتې اوسنئ خبر

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالی د کونڅړئ سیمه کومه چې د پاکستانی پوځیانو له خوا نیول شوې او پکې پوسته او دروازه جوړه شوې وهبیګاه د ثور د ۱۱ او ۱۲ تر مینځ شپه د نوموړی پوستې د دواړه خواوو د غیرتی اوسیدونکو په ملاتړ د افغانستان د مسلمان، ننګیالی، با غیرته، او میړانه د سرحد د ساتونکو پولیسو له خوا له مینځه وی وړل شوه. په نښته کې اووه (۷) پاکستانی پوځیان مړه او ګڼ شمیر ټپیان شوی. او د افغان د سرحدی پولیسو یو غیرتی او میړانه سر تیري (قاسم مجاهد) د ملک او خاورې د ساتلو په موخې د دښمن سره د جګړې په مهال د شهادت لوړې درجې ته ورسید. روح دې ښاد او ځای دې جنتونه وی. انا للهِ و انا الیهِ راجِعون.

الله تعالی دې داسې لوړ مقام مونږ ته هم په نصیب کړې. او الله دې دداسې میړانه، پر عزمه، پر شهامت او پر وطن مین ځوی په روزلو سره د هغه غیرتی کورني، مور او پلار ته اجر ورکړې. د سلیمانخیلو د قومی سراسری اجتماعی شورا د ننګرهار مسولین او قومی مشران د شهید قسیم مجاهد په جنازه کې ګډون وکړ او د سلیمانخیلو د قومی شورا د مرکزی دفتر  له خوا د ټول افغانستان د سلیمانخیلو په استازیتوب د ننګرهار د میړانه ولس سره خپل د داسې میړانه ګام په برخه کې پوره ملاتړ اعلان کړ او وویې ویل چې د وطن د ساتنې په برخه کې به د هیڅ ډول قربانئ څخه به شاته نشو.

د یادې وړ ده چې د تیر کال د میزان په میاشت کې د ژوندون ټیلویزیون په انګړ کې د افغانستان د ګردو قومونو د مشرانو په یوه غوڼډه کې چې د ډیورنډ د کرښې په مسله را بلل شوې وه، د ټولو قومونو مشرانو او استازو او د سلیمانخیلو د قومی سراسری اجتماعی شورا له پلوه د ټول افغانستان مخور مشرانو ګډون درلود. د غوڼډې په مهال ټولو مخورو پښتنو مشرانو د ډیورنډ کرښه غیر قانونی وبلله او ویې ویل چې دا کرښه افغانانو ته په هیڅ ډول د منلو وړ نده.  د سلیمانخیلو د قومی شورا رییس د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د ټاکلی امریکایی استازی (مارک ګروسمن – Marc Grossman )  ته خبرداری ورکړ چې د ډیورنډ د کرښې سره سره د افغانستان په داخلی چارو کې د لاس وهنې څخه ډډه وکړی او د افغانستان د میړانه او باتوره قومونو دښمنی دې ځانته نه اخلی. پس له هغې د امریکا متحده ایالاتو د هغوی پر ځای بل استازی  (ډیویډ پیرس – David Pearce ) د چارو د سر پرستی لپاره وګماره.  د افغانستان د مختلفو ولایاتو څخه د سلیمانخیلو زر (۱۰۰۰) تنه میړانه ځوانان د وطن څخه ددفاع په موخې هم هغه مهال تیار شول تر څو د افغانستان ددولت تر څنګ د خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع وکړی.

اوس مهال د افغانستان د سرحدی ځواکونو ګڼ شمیر د ګوشتې په سیمه کې د هر ډول جګړې سره د مخامخ کیدو لپاره ځانونه په درنو وسلو سمبال کړی او مورچلې یې ټینګې کړی. د افغان د سرحدی پولیسو میړانې ته مو سلام او له دوی سره د ملاتړ لپاره به تل داسې ځوانان به په ټول افغانستان کې موجود وی چې د وطن ددفاع لپار تر سره تیر وی، بس اوس نو وقت راغلی چې حکومت هم د دغې میړانې او غیرتی کار نه پس د پاکستان سره د سرحد په برخه کې جدی شی او جدی ګامونه پورته کړی که نه نو بیا به د تل لپاره د افغانانو باور له حکومت څخه پورته شی. او ورسره به پاکستان نور هم زړور شی او نور به هم د اوسنی غیر مشروع سرحد څځه وړاندې راشی او حتی د افغانانو د سر او مال سره به هم لوبې وکړي.

د لوی ، پر امنه، او سوکاله  افغانستان په هیله!

سلیمان اسدالله  اشنا

- بېرته شاته