(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان شتمنې زېرمي...

د افغانستان شتمنې زېرمي او غريب ولس

افغانستان په سيمه کي يو داسي هيواد دی، چي شته زېرمو، کانونو او معدنونو ته يې د ګاونډيانو ترڅنګ پرديو هم سترګي نيولي. او هر  هيواد يې  د استخراجولو لپاره ټټر ډبوي. د اټکل له مخې يوازي د افغانستان په شمال کي د تاجک افغان نومي نفتي حوزه کي تر (۸۷) ميليونو بېرلو ډير نفت وجود لري، د امريکايي جيولوژيستانو په وينا افغانستان د نژدې (۳) تريليونو ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمي لري. او په سلو کي دېرش فيصده خاوره يې کاني زېرمو نيولې. خو ولس اوس هم وېره لري، چي د افغانستان وروستۍ سرمايه (طبيعي زېرمي) هم لکه چي د ولس په درد ونه خوړې، ځکه وروستيو سروې ګانو وښودل چي که دا طبيعي زېرمي په شفاف ډول استخراج شي، نو نه يوازي به له دې هيواده فقر ورک شي، بلکي افغانستان به په سيمه کي يو غني اود اقتصاد له پلوه يو پياوړی هيواد وشمېرل شي. خوبياهم د تيرو (۱۱) کلونو د پرمختګ سره سره افغان ولس د کړاونو، ستونزو، بېوزلۍ او بې وسۍ شپې سبا کوي، ظلم پرې کيږي، حق يې خوړل کيږي او بالاخره وژل کيږي هم، د حامد کرزي د حکومت په راتلو سره افغانستان ته په بې ساري ډول نړيوالي مرستې راغلې، خو بياهم ددې هيواد پر ولايتونو سربېره مرکز (پلازمېنه) هم فقر، بېوزلۍ او غربت پرسر اخيستې ده. حتا ځيني بېوزله د شپې تېرولو ځای هم نه لري، عجيبه ده دومره غني هيواد او له بلې خوا دومره نړيوالې مرستې، چي که پر افغان ملت تقسيم شوي وای، نو هر دوهم افغان به ميليونر وای. خو متاسفانه د غربت ګراف ورځ په ورځ د لوړېدو په حال کي دی، موږ اوس هم له خپلو منابعو هيڅ ګټه ده نه ده پورته کړې، موږ مسلکي بشري ځواک نه لرو، چي خپل پټ شته راوسپړو او د نورو د احتياجه ځان خلاص کړو. د نړيوالو مرستې هم يواځي محدودو جېبونو ته ولاړې، او رواني دي، خو افغان ولس د نړۍ د فقير ترينه او بېوزله ولس تر ټولو ښه نمونه ده. دومره بډايه هيواد، او دومره غريب ولس د ځمکې په کره کي وجود نه لري، که په افغانستان کي سوله، امنيت او ثبات ټينګ شو، نو افغان ولس پرته له نړيوالو د نړۍ ترټولو بډايه ولس دی. ځکه په افغانستان کي په زرهاوو تر ځمکې لاندې شته زېرمي لاتر اوسه مال لا مال پرتې دي. زياتو هيوادونو هلې ځلې وکړې، چي د افغانستان زېرمو ته د جګړې، زور، قوت او بدماشۍ له لارې ځان ورسوي، او د سرو سپينو په دغو کانونو خپل خېټه واچوي، خو ونه توانېدل، او نه  بيا کاميابه کېدای شي. انشاء الله دا زېرمي به افغان ولس خپله سپړي، او ګټه به يې هم خپله اخلي. پردي دي په دې تمه نه کښېني، چي د افغانستان شته به ددوی وي. په نړۍ کي زياتره جنګونه پر مفاداتو دي، يا په بل اوريانټ جنګ پر دانه دی. افغان ولس بايد ځوان نسل وروزي، او له بطنه يې داسي يوه بشري ځواک راوباسي چي په خپلو مټو خپل شته راوباسي، او د افغان ملت د فقر نننۍ کرښي ماتي کړي. موږ دومره اړ هم نه يو، لکه نن چي زموږ ځيني سياسيون تبصرې کوي، فقط سولې، امنيت او مسلکي بشري ټيم ته اړتيا ده. افغانستان په سيمه ګاونډي خو څه کوې، تر عربي ممالکو هم بډايه هيواد دئ، تردې دمه په افغانستان يوازي ځيني سرسري سروې ګاني شوي، که دقيقي سروې ګاني وشي، نو د افغانستان زېرمي تر اوسني اټکل څو چنده زياتي دي. په ځينو نا امنو سيمو کي خو لا تر اوسه کره سروې نه ده شوې. موږ د خپلو شتو او منابعو په مټ خپل هيواد څو ځلې د نړۍ د ښکلو ښارونو سره لکه پاريس او نيويارک سيال کولای شو.  خو دا ارزو او هيله به د افغانانو هله پوره شي، چي سوله، امنيت او سوکالي په هيواد کي رامنځ ته شي. او نور افغانان له دريو لسيزو دربدريو او غربت څخه پند او عبرت واخلي. زموږ د خلګو کلنی عايد د (۵۰۰ – تر ۱۲۰۰) امريکايي ډالره اټکل شوئ، چي په نورو هيوادو کي دا د يوه فرد د يوې ورځې او يا يوې مياشتي عايد ګڼل کيږي. زموږ د ګاونډيو هيوادو اقتصادي وضعيت لاتر موږ ښه دی، وګړي يې د ژوند د ټولو لومړنيو اسانتياوو لرونکي دي. موږ تر اوسه برېښنا لاهم نه لرو، پّه نورو هيوادو کي ښارونه خو څه کوې، کلي او بانډې او ځنګلونو ته لاهم د برېښنا مزي غځېدلي دي. ان د حيواناتو هستوګن ځايونه هم تر موږ عصري او په برېښنا مزين دي. زموږ خلګ برېښنا پر خوله هم نه راوړي، ځکه ډوډۍ نه لري. لومړی بايد په نس ماړه شي. په تيرو دريو لسيزو کي جګړې هم ښه پوره دا ملت وځپی، په مادي او معنوي لحاظ يې د نورو لاسنيوي ته اړ کړ.

ليکوال: عزت الله ذکي  سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

Ezatullah Zaki
- بېرته شاته